اقتصاد

په کندهار کې د ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی بند ۲۰۰۰ هکتاره زراعتي ځمکه خړوبوي

د رحیم الله خپلواک راپور

دا بند د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې، د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام په مرسته جوړ شوی دی. دا رغونه چې درې میاشتې وخت یې ونیو او ۹۰۰۰۰ ډالر لګښت پرې وشو، د سلواغې په ۱۸مه بشپړه شوه. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) له خوا د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د یوه تمویل شوي بند رغونه بشپړه شوې چې نږدې سیمو ته د اوبو لګولو حیاتي اسانتیا برابروي.

د بند رغونه چې درې میاشتې وخت یې ونیو او ۸.۱ میلیونه افغانۍ (۹۰۰۰۰ ډالر) لګښت پرې وشو، د سلواغې په ۱۸مه بشپړه شوه.

دا بند چې د ارغستان سیند باندې جوړ شوی ۱۱۰ متره اوږد او ۱۲ متره پلن دی، او ۲۰۰۰ هکتاره زراعتي ځمکه خړوبوي.

د کندهار د اقتصاد ریاست سرپرست رییس عبدالسلام بریالي وویل، اوس به په ارغستان ولسوالۍ کې له ۱۰۰۰۰ هکتارو څخه ډېره ځمکه کې د تر ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي.

په عکس کې چې د سلواغې په ۱۸مه اخیستل شوی، یو ۱۱۰ متره اوږد بند لیدل کیږي چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې جوړ کړی دی. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د سلواغې په ۱۸مه اخیستل شوی، یو ۱۱۰ متره اوږد بند لیدل کیږي چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې جوړ کړی دی. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

هغه وویل، «پخوا د وچکالیو له امله خلک مجبور ول چې تر ځمکې لاندې اوبه پمپ کړي او د لمریزې انرژۍ او واټرپمونو په وسیله خپل پټي خړوب کړي چې دغه کار د اوبو کچه ډېره ټیټه کړې ده.»

هغه زیاته کړه، «په وروستیو کالونو کې په ارغستان کې د وچکالۍ له امله نهه کارېزونه وچ شوي ول، خو اوس بیا له هغو کارېزونو څخه اوبه را روانې شوي دي، او زراعتي ځمکو ته اوبه رسوي.»

بریالي وویل، په ارغستان ولسوالۍ کې په ۱۰ کلیو کې له ۳۰۰ څخه ډېرې کورنۍ له دغه بند څخه ګټه اخلي.

ارغستان د کندهار له زراعتي ولسوالیو څخه ده چې په وروستیو کالونو کې د اوږدې وچکالۍ او د اوبو د کموالي له امله یې حاصلات کم شوي دي.

کاري فرصتونه

دغه بند په زرګونو هکتاره داسې ځمکه چې پخوا شاړه وه کرنې ته جوړه کړې ده.

په ارغستان ولسوالۍ کې د خدای داد په نامه یوه ۵۹ کلن بزګر وویل، دغه ځمکه د وچکالۍ له امله له کرنې څخه پاتې شوې وه چې ورسره بزګران بې کاره شوي ول.

هغه وویل، «یو اېن ډي پي دا بند زموږ د غوښتنې په ځواب کې جوړ کړ.»

هغه وویل، «موږ د اوبو کموالي سره مخامخ وو او مجبور شوو چې له مرستندویو ادارو څخه مرسته وغواړو. زه د دې بند بشپړېدلو ته ډېر خوښ یم. زه خوښ یم چې له دې وروسته به موږ کولی شو چې د بند له اوبو څخه کار واخلو.»

هغه وویل، «په ساختماني پروژه کې ټول کارګران د سیمې اوسېدونکي ول. دغې رغونې د درې میاشتو په مخه هغوی ته کاري فرصتونه برابر کړل.»

هغه وویل، «یو ځل چې زموږ ځمکو ته اوبه ور ورسیږي، زموږ په سلګونو ځوانان به په کرنه او د باغونو په جوړونه کې ښکېل شي.»

د یادې ولسوالۍ یوه بل بزګر نظرمحمد چې ۵۲ کاله عمر لري، وویل، د سیمې اوسېدونکي د بند له جوړېدلو څخه وروسته، نور د خړوب یا څښلو د اوبو له کموالي سره به مخ نه شي.

هغه وویل، «موږ د اوبو د کچې د ټيټېدلو په نتیجه کې د اوبو د کموالي له امله له سختو ستونزو سره مخامخ وو. په ځینو کلیو کې، مواشي له تندې څخه مړه شوه. څاګانې به چې موږ هر څومره ژورولې، کافي اندازه اوبه به نه راوتلې.»

هغه زیاته کړه، «زما باغ د اوبو د نشتوالي له امله وچ شو، او ما نشوای کولی چې خپله سمه نیمه ځمکه وکرم.»

هغه وویل، «اوس چې زموږ په کلي کې یو بند جوړ شوی، زه کولی شم چې خپله ټوله ځمکه وکرم او په نوي کال کې به په خپل باغ کې نوي نیالګي وکرم.»

هغه وویل، دا بند به په ارغستان ولسوالۍ کې د حاصلاتو په زیاتولو او د فقر په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

د تر ځمکې لاندې اوبو د کچې راپورته کول

دغه نوي بند د تر ځمکې لاندې اوبو کچه، چې په وروستیو کالونو کې د وچکالۍ له امله ټیټې شوې وې، راپورته کړي دي.

په ارغستان ولسوالۍ کې د الله داد په نامه یوه بزګر چې ۴۸ کاله عمر لري، وویل، د هغه په کلي کې تر ځمکې لاندې اوبه تېر کال ۸۰ متره ژورې وې.

هغه وویل، د دغه بند په بشپړېدلو سره، اوس اوبه تر ځمکې لاندې یواځې درې مترو کې دي.

هغه وویل، که څه هم چې هغه پیسې ولګولې چې ژورې څاګانې وباسي او لمریز پمپونه واخلي، «بیا هم [له بند څخه مخکې] د اوبو کچې ډېرې ټیټې وې او ما په سختۍ سره کولی شوای چې خپله یو هکتار ځمکه اوبه کړم.»

الله داد وویل، «د بند په افتتاح سره، موږ نور ژورو څاګانو ته اړتیا نه لرو او مجبور نه یو چې د خپلو ځمکو په خړوبولو باندې ډیرې پیسې ولګوو.»

هغه وویل، «نور به موږ په لږو لګښتونو ډېر حاصلات ترلاسه کړو.»

هغه په ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو ادارو باندې غږ وکړ چې په ارغستان او د کندهار په نورو برخو کې څو نور بندونه هم جوړ کړي ترڅو له بزګرانو سره مرسته وکړي او وچکالي له منځه وېسي.

د ارغستان یوه اوسېدونکي سلطان محمد چې ۵۷ کاله عمر لري، وویل، ان د اوسېدونکیو لپاره د څښلو د اوبو برابرول یوه ننګونه وه ځکه چې د تر ځمکې لاندې اوبو کچه ډېره ټیټه شوې وه.

هغه وویل، «زموږ په سیمه کې ډېرې ژورې څاګانې دي، او د تر ځمکې لاندې اوبو کچه ورځ تر بلې ښکته ټیټیږي.»

نوموړي وویل، «موږ مجبور وو چې په هرو څو میاشتو کې یو ځل برمې والا ته پیسې ورکړو چې څاګانې لا نورې ژورې کړي.»

هغه وویل، «له هغې میاشتې راهیسې چې د بند دېوال جوړ شوی او په ذخیره کې اوبه جمع شوي دي، په نږدې کلیو کې د تر ځمکې لاندې اوبو کچه پورته شوې ده.»

هغه وویل، «سږ کال ډېره واوره او باران وورېدل، او بند به د پام وړ اندازه اوبه ذخیره کړي.»

سلطان محمد وویل، «ټول بزګران خوښ دي ځکه چې وبه کړای شي په اوړي کې د بند له اوبو څخه په استفادې سره، پرته له دې چې ژورو څاګانو ته اړتیا پېښه شي، خپله ځمکه خړوبه کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د ټول ملت لپاره ښه خبر دی. له ملګرو ملتونو څخه هم تمه کیږي چې ورته اساسي او بنسټیزې مرستې چمتو کړي. له یوې خوا به کروندګر ترې ګټه واخلي او له بلې خوا به د اوبو رسولو امنیت خوندي شي. د هغو کسانو لپاره به چې د اوبو له کمښت سره مخامخ ول، په دې اوبو سره په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه حاصلخېزه شي. زما په اند مرستندويې موسسې بايد له کروندګرو سره اساسي مرستې وکړي، ترڅو بزګران د تل لپاره له شتو ستونزو څخه خلاص شي.

ځواب ورکړئ

په نړۍ کې د اوبو موسمي نا انډوله وېش له کبله، د اوبو د لویو او وړو زېرمو جوړول یوه اړتیا ده چې انسانانو له ډېر پخوا درک کړې او د اوبو د تنظیم لپاره لاس په کار شوي دي. همدارنګه د کرنې د پراختیا، د برېښنا تولید او سېلابونو د مخنیوي لپاره په سیندونو ډېر لوی او کوچني بندونه جوړ شوي دي چې خلک ترې په پراخه کچه مستفید دي. په وروستیو پېړیو کې چې د اوبو انجنیرۍ علم او تخنیک پرمختګ وکړ، د بندونو جوړول هم ورسره ګړندي شول. په افغانستان کې د نویو بندونو جوړولو پروسه غازي امان الله خان پیل کړه چې د واکمنۍ له ړنګېدو سره یې دا لړۍ هم ودرول شوه. له ۱۹۵۰ وروسته محمد ظاهر شاه د لویو بندونو جوړول پيل کړل چې پلان یې د حکومتونو د بدلون او جګړو له کبله بشپړ نشو او تر نن پورې بیا لوی بندونه ندي جوړ شوي. د لویو بندونو د نړیوال کمیسیون د شمېرو له مخې اوس په نړۍ کې شاوخوا ۵۸۰۰۰ لوی بندونه شته چې د کرنې، برېښنا د تولید، د څښاک اوبو برابرولو، د سېلابونو د مخنیوي او نورو اهدافو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. کیدای شي دې کې ډېر کم شمېر یې د بل هېواد له خوا جوړ شوي وي، خو پاتې نور یې ټول د هماغو خلکو له خوا جوړ دي کوم چې په کې ژوند کوي او اصلي استوګن یې دي. د اوبو لوی بندونه او زموږ په هېواد کې خو بیا واړه یې هم په اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول لري خو چې جوړ شي. یو ځای مې ولوستل چې د سړې جګړې پر مهال د امریکا متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمینځ د وسلو جوړولو ترڅنګ د بندونو په جوړولو کې هم سیالي وه. زه خو وایم چې له سیالۍ یې تېر دا چې موږ په وچې پورې تړلي خلک یو او ورځ تر بلې د وچکالۍ کچه هم مخ په زیاتېدو ده نو په کار ده چې هر څوک (ولسونه) له پیتاوي تېر شي او په خپلو سیمو کې که لوی بندونه نه وي نو حد اقل واړه دې ج

ځواب ورکړئ

ډېر ښه کار شوی. د دې سیمې له یو تن سره مې یوه ورځ خبرې کولې، ویل یې چې د اوبو له سخت کمښت سره مخ یو. د انارو او انګورو باغونه مو خراب شول، فصلونه مو په بد حال کې دي، په ژورو څاه ګانو کې مو د اوبو سطحه ورځ تر بلې ښکته کېږي او بلها ډېرو مشکلاتو سره مخامخ یو. ارغستان ولسوالي د کندهار په ختیځ کې یوه لرې پرته ولسوالي ده چې د دوبي په موسم کې د غزني په ولایت د شویو واورو د ویلې کېدو او همدا راز د بارانونو اوبه دې سیمې ته راځي. د یاد تن په وینا د سردار محمد داود خان په وخت کې په دې سیمه کې د یاد بند سروې شوې وه خو د جنګونو له وجې تر دې دمه پاتې و. دا ډېر د شکر ځای دی چې بلاخره د دې غریبو خلکو په ژوند کې دغه ارمان پوره شو. د ملګرو ملتونو دغه کړنه یقینا د ستایلو ده چې د دې بند په جوړولو سره یې د دې سیمې د خلکو په ژوند کې یو لوی اقدام وکړ. د افغانستان جغرافیایی جوړښت داسې دی چې، په وچه یو پروت هېواد دی . دلته د تېرو څلور لسیزو راپدیخوا د جنګونو له وجې د صنعت په برخه کې داسې کوم کار نه دی شوی چې خلک دې په کارخانو او یا نورو کارونو کې اخته وي بلکې د اکثریت افغانانو اقتصاد په زراعت ولاړ دی. ښه به دا وي چې خارجي موسسات د همدغه ډول زېربنایي کارونو په برخه کې مرستې وکړي. دې سره به د افغانستان د واور او بارانونو اوبه هم ذخیره شي، د ځمکې د لاندې اوبو سطحه به هم راپورته شي او همدا راز د افغانانو د اقتصاد په پیاوړي کولو کې به هم مرسته شوي وي.

ځواب ورکړئ

راپور ښيي چې دغه بند د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (یو اېن ډي پي) له خوا د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې جوړ شوى او شاوخوا ٢٠٠٠ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبوي او پر دغه بند څه باندې ۸ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلى دى. زه فکر کوم چې یو هکتار کرنیزه ځمکه ۱۰۰ جریبه ځمکه کېږي او ۲۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه ۲۰ زره جریبه ځمکه کېږي، یعنې که موږ ۸ میلیونه او سل زره افغانۍ په ۲۰۰۰۰۰ جریبه باندې تقسیم کړو، په جریب ۴۵.۵ افغانۍ مصرفیږي. دا ۲۰۰۰۰۰ جریبه ځمکه له کرنې څخه پاتې وه. که دا ۳۰۰ کورنۍ سره یو ځای شوې وای او هرې کورنۍ ۲۷ زره افغانۍ مرسته کړې وای، دا بند به څو کاله وړاندې جوړ شوی وای. د یوې ژورې څاه او د هغې د سولري سیستم په جوړولو تقریباً له ۵۰۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰۰ افغانیو پورې لګښت راځي. یو لوی توپیر شته. که د افغانستان د ټولو کلیو خلک سره یو ځای شي او دا هیواد سوکاله کړي، نو کولای شي، چې دا سوکالي رامنځته کړي. د ژورو څاګانو د کیندلو پر ځای باید د کلیو خلکو په ګډه د اوبو د بند د جوړولو هڅه کړې وای. د افغانستان خلک باید کلونه کلونه انتظار ونه کړي چې بهرنۍ خیریه موسسه راشي او ستاسو لپاره د اوبو بندونه جوړ کړي.

ځواب ورکړئ

زموږ مشکلات دغه ډول کارونه حل کولی نه خو اسانه کولی شي. ځکه افغانستان یو زراعتي هېواد دی او چې کرهڼه یې ښه وي نو د ډیرو خلکو ستونزې کمې وي. ملګرو ملتونو واقعیت دا ښه کار کړی. د یوه افغان په حیث ترې مننه کوم.

ځواب ورکړئ