اقتصاد

د ناروی له خوا تمویل شوې پروژې په سمنګان کې له ۶۰۰ څخه ډېرو کورنیو ته د څښلو اوبه برابرې کړې

د محمد قاسم راپور

ځایي اوسېدونکي د مرغومي په ۱۶مه د سمنګان ولایت د فیروز نخچیر ولسوالۍ په حیات اباد کلې کې سره راټولېږي چې د ناروی له خوا تمویل شوي د اوبو رسولو یوه نوي سیستم څخه د څښلو اوبه ترلاسه کړي. [د مرکزي افغانستان مرستندویه کمېټه]

ځایي اوسېدونکي د مرغومي په ۱۶مه د سمنګان ولایت د فیروز نخچیر ولسوالۍ په حیات اباد کلې کې سره راټولېږي چې د ناروی له خوا تمویل شوي د اوبو رسولو یوه نوي سیستم څخه د څښلو اوبه ترلاسه کړي. [د مرکزي افغانستان مرستندویه کمېټه]

سمنګان -- د مرکزي افغانستان مرستندویې کمېټۍ (سي ای ډبلیو سي) د سمنګان ولایت په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه پروژه چې د ناروی له خوا تمویل شوې ده، ګټه اخیستونکیو ته وسپارله.

دا پروژه، چې په بشپړولو یې ۸.‍۱ میلیونه افغانۍ (۹۱۰۰۰ ډالر) لګښت وشو، په شپږو میاشتو کې بشپړه او د سلواغې په ۳مه ګټه اخیستونکیو ته وسپارل شوه.

د افغانستان د شمالي سیمو لپاره د سي ای ډبلیو سي رییس سید مصطفی موسوي وویل، د دې پروژې له برکته اوس په سر صوفې، حیات اباد او خواجګي کلیو کې شاوخوا ۶۳۰ کورنۍ د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې د درې ۷۰ متره ژورو څاګانو اېستل، د ۴۵ مکعب مترو په ظرفیت د اوبو د درې ذخیرو جوړول، د اوبو د نلونو شبکه ۱۰۰ شیردهنونو ته غځول او د لمریزې برېښنا د سیستمونو او واټرپمونو لګول شامل وو.

دا عکس چې د مرغومي په ۱۶مه د سمنګان ولایت په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې اخیستل شوی، لمریزې تختې ښیي چې د اوبو رسولو یوه نوي جوړ شوي سیستم ته برېښنا ورکوي. [د مرکزي افغانستان مرستندویه کمېټه]

دا عکس چې د مرغومي په ۱۶مه د سمنګان ولایت په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې اخیستل شوی، لمریزې تختې ښیي چې د اوبو رسولو یوه نوي جوړ شوي سیستم ته برېښنا ورکوي. [د مرکزي افغانستان مرستندویه کمېټه]

هغه وویل، «دا پروژه له لمریزې برېښنا څخه په استفادې سره اوبه پمپ کوي چې ذخیرې ډکې کړي. بیا اوبه د پایپونو له لارې مشخصو کلیو ته ور وېشل کیږي.»

موسوي وویل، «له بده مرغه چې د دې سیمو اوسېدونکي پخوا د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ ول. اوس چې هغوی د اوبو رسولو شبکې سره وصل شوي، کولی شي چې د اوبو له نږدې نل یا پایپ څخه په وړیا توګه د خپلو کورونو لپاره پاکې اوبه واخلي.»

هغه زیاته کړه، «دا پروژه د دې لپاره تمویل شوه چې هغو محلي اوسېدونکیو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې کړي چې د اوبو له کموالي سره مخامخ دي.»

یوه سخته ستونزه

ځایي اوسېدونکيو، چې پخوا مجبور ول له ۵ کیلومتره لیرې سیندونو او کانالونو څخه اوبه راوړي، د دغې پروژې هرکلی کوي.

د فیروز نخچیر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عرفان الله چې ۵۴ کاله عمر لري، وویل د پروژې له بشپړېدلو څخه مخکې هغه د خره په وسیله له ۴ کیلومتره لیرې ځای څخه اوبه راوړلې.

هغه د تېرې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۵مه/ وویل، «زه غټ زوی نه لرم، او له کالونو راهیسې مجبور وم چې د خپلې کورنۍ لپاره له سیند څخه اوبه راوړم... زه پوهېږم چې د سیند او ویالو اوبه صحي نه دي، خو موږ بله لاره نه لرله.»

هغه وویل، «کله به د سیند اوبه رڼې وي، خو نور وختونه به بیا سېلاوونه اوبه خړوي. موږ مجبور وو چې اوبه تر ساعتونو ساعتونو پورې پرېږدو چې خټه یې بېخ ته کېني او بیا له اوبو څخه استفاده وکړو.»

د فیروز نخچیر ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي محمد موسی بشاش وویل، «موږ پخوا په خپل کلي کې د څښلو پاکې اوبه نه لرلې او له سیند څخه د اوبو راوړلو لپاره به مو، چې پاکې هم نه وې، ساعتونه مزل کاوه.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې د اوبو نشتوالی له کالونو راهیسې یوه ستونزه وه. موږ ډېر ځلې له چارواکو ته مراجعه وکړه خو هیچا هم حل نه کړله.»

هغه زیاته کړه، «اوس موږ ډېر خوښ یو.»

موسی زیاته کړه، د بېلابېلو کلیو اوسېدونکیو نه یواځې د سیندونو بلکې دغه راز ولاړې اوبه لکه د باران او ډنډونو اوبه استعمالولې چې ډیری به د ناروغیو سبب کېدلې.

پراختیا او بیارغونه

په سمنګان کې د جمعه خان اکبري په نامه یوه قومي مشر وویل، مرستندویو ادارو په دغه ولایت کې په وروستیو میاشتو کې مهمې پروژې تطبیق کړي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په تېر یو نیم کال کې، د خلکو د چاپېریال اړوندوستونزو په حلولو سربېره، له نېکه مرغه مرستندویو ادارو، په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو د زرګونو خلکو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.»

هغه زیاته کړه، «د اوبو لګولو کانالونه، پلونه، ټرانسپورټي لارې، د اوبو رسولو پروژې، استنادي دېوالونه، روغتیایي کلینیکونه او ښوونځي ځینې هغه مهمې پروژې دي چې له نېکه مرغه په سمنګان کې تطبیق شوي دي.»

اکبري وویل، «اوس هم داسې پروژو ته ډیره اړتیا ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه خبره ده د ابادۍ برخه کې چې یوازې یوه خښته په بله کېښودل کېږي هم ګټه یې مشترکه ده او خیر یې د کلي، ولسوالۍ او ولایت په سطحه خلکو ته رسیږي.

ځواب ورکړئ

اوبه د ژوندیو موجوداتو لپاره حیاتي ماده ده او که نه وي ښایي له یوې شپې ورځې زیات طاقت څوک ونه شي کولی. او بیا انسان خوپه ژوندیو موجوداتو کې پاکو اوبو ته ضرورت لري چې استفاده یې کړي. که داسې ونه شي په بیلابیلو ناروغیو اخته کیدای شي. متاسفانه په وروستیو کې نس ناستي ناروغۍ چې هم پیدا کیږي علت یې د پاکو اوبو نشتون یا کمښت دی. نو د داسې چارو ترسره کوونکي واقعیت د مننې او کور وداني وړ دي. موږ بې چاره خلک به نور څه ورته ووایو یوازې مننه ده ځکه موږ ټول عمر جنګ کې تېر کړی او ژوند مو نه دی کړی.

ځواب ورکړئ

په روان کال کې په سمنګانو ولايت کې د بهرنيو موسسو له خوا تر ټولو غوره حياتي پروژې پلې شوې دي. له نېکه مرغه دغو موسسو په سمنګانو ولایت کې د اوبو لګولو کانالونه، پلونه، ښوونځي او روغتیايي کلینکونه جوړ کړي، او دا ټول داسې حیاتي کارونه دي چې له کلونو راهیسې د دغه ولایت خلک ترې ګټه اخلي.

ځواب ورکړئ