روغتیا

یونیسف د کلورا د پېښو د زیاتېدا په ترڅ کې د تخار اوسېدونکیو ته د څښلو پاکې اوبه برابروي

د محمد قاسم راپور

د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ د باد ګذر کلي اوسېدونکي د وږي په ۴مه په سیمه کې د څښلو د اوبو لپاره چې یونیسف یې برابروي په کتار انتظار کوي. [د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ د باد ګذر کلي اوسېدونکي د وږي په ۴مه په سیمه کې د څښلو د اوبو لپاره چې یونیسف یې برابروي په کتار انتظار کوي. [د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

کندوز -- په تخار ولایت کې د کلورا ناروغۍ د خپراوي په ترڅ کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو مالي صندوق (یونیسف) په اشکمش ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۵۰ کورنیو ته د څښلو اوبه برابروي.

د تخار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند سمیع الله صمیمي وویل، «د اشکمش ولسوالۍ په بادګذر کلي کې د یوه ۱۰ کلن ماشوم له مرګ څخه وروسته په سلګونو اوسېدونکي په کلورا ناروغۍ اخته شوي.»

هغه وویل، «ځایي خلکو په یونیسف باندې غږ وکړ چې مداخله وکړي او د ناروغۍ خپراوی مهار کړي.»

صمیمي وویل، د ریاست او یونیسف له استازو څخه تشکیل شوي یوه ټیم د زمري په میاشت کې له ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه چې وضعیت وارزوي. هغوی معلومه کړه چې کلورا ناروغۍ د ککړو اوبو له استعمال څخه سرچینه اخیستې ده.

هغه وویل، «یونیسف ژمنه وکړه چې د اشکمش ولسوالۍ په اغېزمن شویو سیمو کې شاوخوا ۶۵۰ کورنیو ته د ټانکرونو په وسیله د څښلو پاکې اوبه توزیع کړي ترڅو عام خلک له سیندونو څخه د اوبو له څښلو څخه ډډه وکړي.»

اوسېدونکیو ته د څښلو د پاکو اوبو د ور رسولو پروژه د وږي په ۴مه په بادګذر کلي کې پیل شوه او په هرو دوو میاشتو کې به هرې کورنۍ ته ۷۰۰ لېټره د څښلو اوبه په وړیا ډول توزیع کړي.

صمیمي وویل، «یونیسف به ژر د بنګي په ګډون د تخار په نورو ولسوالیو کې هم د څښلو د پاکو اوبو توزیع پیل کړي، څو هره کورنۍ وکولی شي چې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.»

احتیاطي ګامونه

په تخار ولایت کې د روغتیا د څانګې چارواکو وویل، د تېرې میاشتې په بهیر کې تر ۱۵۰۰ پورې له ۸ کالونو څخه کم عمره ماشومان په کلورا ناروغۍ چې یوه ډېره سخته وایرسي ناروغي ده او د اوبو د ضایع کوونکي نس ناستي سبب ګرځي، اخته شوي دي.‌

د تخار د روغتون د کوچنیانو د څانګې رئیس حفیظ الله عاطفي وویل، د ولایت له یو شمېر ولسوالیو څخه منتن شوي ماشومان په روغتون کې داخل شوي، چې اکثر یې له تداوۍ ترلاسه کولو څخه لږ وروسته بېرته خارج شوي دي.

هغه وویل، «زموږ معلومات ښیي چې اکثر کسان، په ځانګړې توګه ماشومان د ککړو اوبو له څښلو او د ډاکترانو د سپارښتنو له پامه غورځولو څخه وروسته په کلورا یا نس ناستي باندې اخته شوي دي.‌ ګرمه هوا هم د ناروغیو په خپرېدلو کې مرسته کوي.»

هغه زیاته کړه، «موږ له ټولو کورنیو څخه غواړو چې که د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، لومړی دې اوبه و ایشوي بیا دې یې پرېږدي چې یخې شي او له هغه وروسته دې یې وڅښي.»

د یونیسف چارواکو وویل، دا پروژه، چې تخمین ۴۷۰۰۰۰ افغانۍ (۵۳۲۸ ډالر) لګښت پرې راځي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له څلورو انکشافي شوراګانو، او دغه راز د حق غوښتنې او پیاوړتیا موسسې (کووار) سره په همغږۍ کې چې یوه غیر انتقاعي موسسه ده او مرکز یې په کابل کې دی، تطبیق کیږي.

په تخار ولایت کې د یونیسف د روغتیا د برخې رییس ډاکتر سلیم صمیم وویل،‌ خلکو ته د څښلو د پاکو اوبو د رسولو سرچینه په پنچېري افغانیه کلي کې ده چې له بادګذر کلي څخه ۲۲ کیلومتره لیرې پروت دی.‌

هغه وویل، یونیسف خلکو ته کلورین هم توزیع کړي څو هغوی وکولی شي چې ککړې شوې اوبه پاکې کړي.

هغه زیاته کړه،‌ «موږ هیله لرو چې په راتلونکي کې نورې سیمې چې هلته پاکې اوبه نشته هم تر پوښښ لاندې راولو. موږ به هلته نور ټانکرونه ولېږو چې اوبه توزیع کړي او د خلکو د ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي.»

د ساري ناروغیو د خپرېدا مخنیوی کول

د اشکمش اوسېدونکیو د یونیسف مداخله وستایله او غوښتنه یې وکړه چې د یوه اوږدمهالي حل په توګه دې د هغوی په ولسوالۍ کې ژورې څاګانې واېستل شي.

د اشکمش یوه اوسېدونکي محرم علي چې ۵۸ کاله عمر لري، وویل، «دا چې زموږ په ولسوالۍ کې د څاګانو اوبه نشته، اکثر اوسېدونکي د څښلو لپاره د سیندونو، ویالو یا نهرونو اوبه کاروي.»

هغه وویل، «د ټانکرونو په وسیله د اوبو توزیع کول به په لنډه موده کې د سیمې ستونزې حل کړي، لاکن که چېرې ژورې څاګانې ونه اېستل شي یا د اوبو د تأمین شبکې جوړې نشي، عام خلک به همداسې له ستونزو سره مخامخ وي.»

د تخار یوه اوسېدونکي محمد عمر رفیعي وویل، د څښلو د اوبو د توزیع کولو لپاره د یونیسف مداخله یو ډېر ښه ګام دی، لاکن دغه ډول ستونزې باید په تلپاتې ډول حل کړای شي.

هغه وویل، «خیریه موسسو د تېرو څو کالونو په ترڅ‌کې د تخار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د توزیع ډېرې پروژې تطبیق کړي چې د څښلو پاکو اوبو ته یې د خلکو ښه لاسرسي ته لاره هواره کړې ده.»

رفیعي وویل، «که خیریه موسسې په هغو سیمو کې چې عام خلک د څښلو د پاکو اوبو د کموالي له ستونزو سره مخامخ دي، د اوبو د توزیع د شبکو په جوړولو او د ژورو څاګانو یا نیمه ژورو څاګانو په اېستلو باندې تمرکز وکړي، دا به په اوږدمهالي ډول د اوبو د کموالي د ستونزو د هوارولو غوره لاره وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د هیواد د هغو خلکو لپاره چې په ۲۱ پیړۍ کې هم د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري لویه بدبختي ده چې یوه موسسه راځي او د څښاک پاکو اوبو بندوبست ورته کوي. زه د یونیسف او نورو مرستندویه موسسو څخه مننه کوم. زما په اند ستونزه تر دې هم بدتره ده. د هیواد د اوبو رسولو سیستم د سیلابونو او سختو بارانونو له امله سخت زیانمن شوی دی.

ځواب ورکړئ

دا ښه ده چې دغه شمېر هېوادوالو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. په عېن حال کې، خلک باید تل د غیرحکومتي موسسو څخه مرستو ته سترګې ونه نیسي. دوی باید پورته شي او د ځان لپاره کار پیل کړي. دوی کولی شي د لږ تر لږه ګامونو په اخیستلو سره حفظ الصحه وساتي. د مثال په توګه، که چیرې خلک د څښاک څخه مخکې د څښاک اوبه وجوشوي، کولی شي چې ډیرې ناروغۍ له منځه یوسي. سربیره پردې، که هغوی خپل تشنابونو د څښلو د اوبو له څاګانو څخه لیرې جوړ کړي، کولی شي چې د ډېرو ناروغیو مخه پرې ونیسي. دغه راز، که چیرې دوی سبزیجات له خوړلو څخه مخکې د څو دقیقو لپاره په پوتاشیم یا په مالګه کې واچوي کولی شي چې د ناروغیو مخه پرې ونیسي. خلک باید خپلې روغتیا ته پام وکړي.

ځواب ورکړئ

دا اوس د یوه هېواد د خلکو لویه بدبختي ده چې په ۲۱مه پیړۍ کې هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او یوه مؤسسه راځي ورته د څښاک اوبو بندوبست کوي. دا د دغې سیمې له خلکو سره ستره جفا ده چې په تېرو شل یا دوه ویشت کلونو کې ورته حد اقل د څښاک پاکو اوبو بندوبست ونه شو. دا د یوه ولایت په سطحه چارواکو، بیا د هېواد په سطحه او بیا د هغه چا لپاره د شرم خبره ده چې شل کاله یې په دې هېواد کې هر ډول حضور درلود مګر یوازې خلکو ته یې د پاکو اوبو زمینه هم برابره نه کړه. بیا په نړیوال سټېج کې چغې هم وهي چې ولا موږ افغانستان او افغانانو سره دا کړي او هغه مو کړي حال دا چې د ګڼ شمېر سیمو خلک دا دی د ژوند لومړني امکانات په واک کې نه لري.

ځواب ورکړئ

عقدوي چلند به کوئ. ځکه همدې عقدوي چلند موږ کندې ته ورټېل وهلي یو. تېرو شل کلونو کې ډېر زیات کارونه شوي چې که تاسو هم پرې سترګې پټې نه کړئ لیدلي مو دي او اوس یې هم وینئ. په هر ولایت او هره ولسوالۍ او هر کلي کې د څښاک د پاکو اوبو زمینه کلیوالو ته برابره شوې. خو دا چې په دې وروستیو کې د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې سخت سېلابونه راووتل نو څاګانې او ډیګۍ یې بېرته له خټو ډکې کړې چې د همدې سېلابونو راوروسته نه یوازې په تخار؛ بلکې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې خلک په کلورا ناروغۍ اخته شوي او آن په ځینو سیمو کې د همدې ناروغۍ له وجې سلګونه کسان مړه شوي او اکثریت هغه یې تر درملنې لاندې دي. نو زما په نظر په تېر وخت کې چې څه شوي هغه شوي. اوس په کار ده چې نوي حکمرانان لاس په کار شي او مسلسل بې له دې چې وخت ضایع کړل شي کار وکړي. همدا راز ولس ته هم ډاډ ورکړي چې تر څنګ یې دي او خلک هم کار کولو ته رادعوت کړي.

ځواب ورکړئ

امریکا له افغان ملت سره بله تاریخي جفا کوي. د اسعارو ذخیره یې نیموي او بیا یې مصرف ته وړاندې کوي. ددې وطن هر وگړی او بین المللي بنسټونه دې ددغې پریکړې په وړاندې عکس العمل وښیي.سرپرست حکومت هم ددې وضعیت په منځته راتلو کې ملامت دی خو دا د امریکا دغه عمل نه توجیه کوي.

ځواب ورکړئ

له یونیسف او نورو مرستندویو ادارو څخه مننه. زما په اند ستونزه تر دې هم بده ده. سیلابونو او سختو بارانونو په هیواد کې د اوبو رسولو سیستم سخت زیانمن کړی دی. دغه حالت په هېواد کې د ويروسي ناروغيو د خپرېدو لامل شوى او خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې هم کولرا ته ورته ناروغي خپره شوې، چې ګڼ شمېر خلک پرې اخته شوي دي. زه د سلام ټایمز د ویب پاڼې له لارې له ټولو ملي او نړیوالو موسسو څخه غواړم چې د پروژو په تطبیق او زیانمنو ولایتونو ته د روغتیايي ټیمونو په استولو سره له خلکو سره مرسته وکړي. مننه

ځواب ورکړئ