روغتیا

یونیسف د نیمروز په سلګونو کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه برابروي

د عمر راپور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د دې لپاره یوه پروژه پیل کړې چې د زرګونو ځایي خلکو لپاره چې وچکالۍ او د اوبو کموالي ځپلي دي، پاکې د څښلو اوبه برابرې کړي. د وګړو د حق غوښتنې او پیاوړتیا موسسې (کوار) چې یوه افغاني او غیر انتفاعي موسسه ده د وږي په ۱۳مه د اوبو رسولو پروژه باندې کار پیل کړ. [عکاس: عبدالله عزیزي]

نیمروز -- د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د دې لپاره یوه پروژه پیل کړې چې د زرګونو ځایي خلکو لپاره چې وچکالۍ او د اوبو کموالي ځپلي دي، پاکې د څښلو اوبه برابرې کړي.

د وګړو د حق غوښتنې او پیاوړتیا موسسې (کوار) چې یوه افغاني او په ګټه نه ولاړه موسسه ده او مرکز یې په کابل کې دی، د وږي په ۱۳مه د اوبو د تأمین پروژه باندې کار پیل کړ.

دا پروژه له یونیسف څخه د ۲۱ میلیونو افغانیو (۲۳۸۰۰۰ ډالرو) بودجه لري او تمه ده چې بشپړېدل یې دوه میاشتې وخت ونیسي.‌

په نیمروز کې د کوار رییس همایون سعادت خېل وویل، دې پروژې د چخانسور ولسوالۍ اوه کلي تر پوښښ لاندې نیولي دي.‌

کارکوونکي د وږي په ۱۳مه دې ته چمتووالی کوي چې د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د څښلو اوبو یوه ذخیره جوړه کړي. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

کارکوونکي د وږي په ۱۳مه دې ته چمتووالی کوي چې د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د څښلو اوبو یوه ذخیره جوړه کړي. [عبدالله عزیزي/سلام ټایمز]

هغه وویل، «دا پروژه به په یادو کلیو کې ژورې څاګانې وکني، او د لمریزې انرژۍ په کارولو سره به ترې اوبه راوباسي. په هر کلي کې به د اوبو ذخیرې جوړې شي، او اوبه به د پایپونو په وسیله د کلیو مشخصو برخو ته توزیع کړای شي.»

سعادتخېل وویل، «د یادو کلیو خلک پاکو د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري. دغه د اوبو نشتوالی د ناروغیو سبب شوی دی. مونږ له یونیسف سره ګډ پروګرامونه لرو،‌ او موږ به د نیمروز په نورو برخو کې هم دې ته ورته پروژې ولرو.»

هغه زیاته کړه، دا پروژه به د تطبیق په خپله موده کې د ځایي خلکو لپاره په لسګونو دندې هم رامنځته کړي.

د نیمروز د اوبو رسولو ریاست رییس محمد الحق بشیر وویل، له دې پروژې څخه به شاوخوا ۵۴۰ کورنۍ ګټه پورته کړي.‌

هغه وویل، «د نیمروز اکثر اوسېدونکي پاکو د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري او د اوبو په ترلاسه کولو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. هغه اوه کلي چې دا پروژه به په کې تطبیق کیږي له وچکالۍ څخه کړېږي او د څښلو پاکو اوبو ته اړتیا لري.»

هغه زیاته کړه، «په نیمروز کې د وچکالۍ له امله د تر ځمکې لاندې اوبو کچه ډېره ټیټه شوې ده. په ځینو سیمو کې، اوبه له ۴۰ څخه تر ۵۰ مترو پورې ښکته تللي دي، او ځایي خلک دا وس نه لري چې ځانونو ته ژورې څاګانې وباسي.»

بشیر وویل، د نیمروز په ځینو سیمو کې خلک د څښلو اوبه په پیسو اخلي، خو هغه کسان چې د پاکو اوبو د پېرودلو وس نه لري مجبور دي چې غیرصحي اوبه وڅښي.

د اوبو کموالی

د هغو کلیو، چې د یونیسف پروژې پوښلي دي، ښځو پخوا ۴ کیلو متره لیرې د هلمند سیند له ډنډونو څخه اوبه راوړلې.

د چخانسور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالعلي چې ۶۰ کاله عمر لري، وویل چې د هغه د کورنۍ یو یا دوه غړي تل د اوبو په راوړلو بوخت وي.‌

علي وویل، «زه په دې ډېر خوښ یم چې زموږ په کلي کې د اوبو رسولو شبکه جوړه شي. موږ له کالونو راهیسې د اوبو د کموالي له ستونزو څخه کړېدلو، او له دې امله له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخامخ وو.»

هغه وویل، «موږ له څو کالونو راهیسې د وچکالۍ له امله کرنه نه ده کړې. زموږ باغونه وچ شوي دي. تر دې چې موږ د څښلو د غیرصحي اوبو په ترلاسه کولو کې چې موږ یې باید وڅښو، هم ستونزې لرو.»

د چخانسور ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي دین محمد چې ۷۰ کاله عمر لري، وویل هغه په دې خوښ دی چې کلي ته به یې د څښلو پاکې اوبه برابرې کړای شي.

هغه وویل، «هغه اوبه چې موږ یې دا وخت مصرفوو چټلې او د نه څښلو وړ دي، لاکن موږ بله لاره نه لرو.»

محمد زیاته کړه، «چټلې اوبه له کالونو راهیسې زموږ په کلي کې د ناروغیو سبب کیږي. هرکله چې موږ ډاکترانو ته ځو، هغوی موږ ته وایي چې زموږ د ناروغۍ سبب ناپاکې اوبه دي.»

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر خلیل الرحمان عزیزي تایید کړه چې، په دغه ولایت کې اکثرې ناروغۍ د څښلو د چټلو اوبو له امله دي.‌

هغه وویل، «اکثر ناروغان چې موږ ته راځي په سخت نس ناستي، د پښتورګو او معدې په ستونزو، او د وینې په مکروبیت اخته وي، چې اصلي عامل یې غیرصحي اوبه دي.»

ژوند ژغورل

د چخانسور یوې اوسېدونکې زرغونې چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل چې د هغې یو کلنه لور شپږ میاشتې مخکې د ناپاکو اوبو د څښلو له امله په کولرا اخته او مړه شوه.‌

هغې وویل، «زما لور د سیند اوبه څښلې، خو یوه ورځ د اوبو له څښلو څخه وروسته هغه په سخت نس ناستي او کانګو اخته شوله. د هغې وضعیت په چټکۍ سره خراب شو، او څو ساعته وروسته له هغه چې موږ هغه په ښار کې روغتون ته وېوړله، مړه شوله.»

زرغونې وویل، د هغوی په کلي کې یو شمېر ماشومان په وروستیو کالونو کې د ناپاکو اوبو څښلو له امله مړه شوي دي.‌

هغې وویل، «زه هره ورځ له سیند څخه اوبه را اخلم. وري راځي او هغوی هم همدغه اوبه څښي. تر دې چې په اوبو کې چینجي او خزندې هم وي. موږ مجبور یو چې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره همدغه اوبه وڅښو.»

هغې وویل، د هغوی په کلي کې د څښلو د پاکو اوبو برابرول به د خلکو او په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند وژغوري.

د چخانسور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي غلام فاروق وویل، د هغه د کلي اکثر اوسېدونکي د سیند د اوبو د څښلو له امله ناروغ شوي دي.

هغه وویل، «هغه اوبه چې موږ یې څښو بوی کوي، او موږ مجبور یو چې ویې څښو.»

فاروق وویل چې ناپاکو اوبو څو ځلې هغه ناروغ کړی، او هر ځل یې له یوې اونۍ څخه ډېر په روغتون کې بستر کړی دی.

هغه وویل، «زه ډېر خوښ یم چې زموږ په کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړیږي او موږ به د څښلو پاکې اوبه ولرو.»

فاروق زیاته کړه، «زموږ خلک به نور د [ناپاکو] اوبو له امله ناروغ نشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یونیسف تل د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي. په نیمروز ولایت کې د څښاک پاکې اوبه کمې او یا هم نشته. د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د اوبو رسولو پروژې په جوړېدو سره به سلګونو کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او زرګونه نارینه او ماشومان به د ناپاکو اوبو له خطر څخه وژغورل شي او د دغو کلیو خلک به د ناپاکو اوبو څښلو له امله د ناروغیو څخه وژغورل شي. حیوانات هم د سیند اوبه څښي. د سیند اوبه یو بد بوی لري چې خلک یې په اسانۍ نشي څښلی، خو د افغانانو اقتصاد کمزوری دی. دوی نشي کولی د ځان لپاره ژورې څاګانې جوړې کړي. دوی مجبور دي چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره د سیند اوبه وکاروي. د یونیسف د دغه پروګرام په بشپړیدو سره به زرګونه نارینه، ښځې او ماشومان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. له یونیسف څخه مننه چې دا پروګرام یې تطبیق کړ.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې وچکالي یوه جدي ستونزه ده. په افغانستان کې د څښاک د اوبو سطحه ورځ تر بلې ښکته ځي. د نیمروز خلک د څښاک اوبو ته په کافي اندازه لاس رسی نه لري او فقر یوه بله ننګونه ده چې د افغانستان بې وزله خلک نشي کولی ژورې څاګانې وباسي او پاکې اوبه ترلاسه کړي. زه له یونیسف څخه غواړم چې په دې برخه کې خپل پروګرام پیاوړی کړي او دا به د نیمروز ولایت د خلکو لپاره تر بل هر څه ښه وي چې د څښاک اوبه ولري. یو ځل بیا له یونیسف څخه د افغانستان د خلکو سره د مرستې له امله مننه کوم. په دې اوسني حالت کې په افغانستان کې ۵۰ سلنه خلک یوې مړۍ ډوډۍ ته اړتیا لري.

ځواب ورکړئ

د دې عامه خدماتو د پیلولو له امله له یونیسف څخه مننه کوو. اوبه په حقیقت کې د ژوند سرچینه ده، او د نړیوالې تودوخې سره، د څښاک اوبو ته لاسرسی یوه مهمه مسله ګرځیدلې ده. دا ډول پروژې د خلکو ژوند او روغتیا ژغوري او د نیمروز د اوبولګولو سیستم او د کرنې سکتور پیاوړی کوي. خدای دې وکړي چې خلک له دې اسانتیاوو څخه ښه ګټه پورته کړي او ساتنه یې وکړي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت د افغانستان د ځمکې د اوبو د کنټرول په هدف د کمال خان بند جوړ او پرانیست او له کمال خان بند څخه د موازي کانالونو په جوړولو سره یې د نیمروز ولایت د افغانستان په یوه تر ټولو حاصلخیزه ولایت باندې بدل کړ. له بده مرغه د يوې نړيوالې توطيې له امله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سقوط وکړ او ټولې پرمختيايي پروژې يې په ټپه ودرولې. د طالبانو د خیانت په پایله کې د کمال خان بند دروازې د ایران پر مخ پرانیستل شوې او افغانستان له اوبو ګټه نه اخلي. که نه نو کروندګر به له دې کوچنیو پروژو سره دومره خوښ نشي، او د کال په اوږدو کې به د دوی ځمکې له کافي اوبو څخه برخمنې شي. ښايي د افغانانو په برخليک کې خوښي او راحت نه وي ليکل شوي ځکه چې د دوی پر ځای نور خلک د دوی له منابعو څخه کار اخلي.

ځواب ورکړئ