اقتصاد

د یونیسف د اوبو رسونې پروژې په هرات کې شاوخوا ۲۰۰۰ کاري فرصتونه رامنځته کړي

د عمر راپور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسېف) په هرات ښار کې د اوبو رسونې یوه پروژه پیل کړې او هدف یې دا دی چې د ځایي خلکو لپاره حیاتي کاري فرصتونه برابر کړي. ځایي چارواکو وویل، دغه پروژه به د هرات ښار په څو ناحیو کې د اوبو رسونې سیستم پراخ او بیا نوی کړي او په زرګونو خلکو ته به پاکو او د څښلو وړ اوبو ته لاسرسی برابر کړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسېف) په هرات ښار کې د اوبو د تأمین یوه پروژه پیل کړې چې هدف یې د ځایي خلکو لپاره حیاتي کاري فرصتونه برابرول دي.

د هرات د اوبو رسولو ریاست رییس فرید احمد کاکړ وویل، دغه پروژه به د هرات ښار په څو ناحیو کې د اوبو رسونې سیستم پراخ او بیا نوی کړي او په زرګونو خلکو ته به پاکو او د څښلو وړ اوبو ته لاسرسی برابر کړي.

دغه یو کلنه پروژه چې د وري په ۱۰مه پيل شوې، د ۱۰۰ میلیونو افغانیو (۱.۱ میلیون ډالرو) په لګښت سره پلې کېږي.‌ کاکړ وویل چې، دغې پروژې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کاري فرصتونه برابر کړي دي.‌

هغه وویل، «د دې پروژې هدف دا دی چې د هغو بې کارو اوسېدونکیو لپاره چې کورنۍ یې له لوږې سره مخامخ دي، کار پیدا کړي.»

په عکس کې د هرات یو اوسېدونکی چې د ملګرو ملتونو له خوا تمویل شوې ساختماني پروژې استخدام کړی، د وري په ۱۶مه لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې د هرات یو اوسېدونکی چې د ملګرو ملتونو له خوا تمویل شوې ساختماني پروژې استخدام کړی، د وري په ۱۶مه لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، «د ښار په څه برخو کې د اوبو رسونې سیستم مراقبت ته اړتیا لرله، خو موږ بودجه نه لرله... په نورو برخو کې خلکو د نلونو اوبو ته لاسرسی نه درلود. دا پروژه به دغه ستونزې حل کړي.»

د دې پروژې یوه انجنیر محمد ناصر بارک وویل،‌ د دې پروژې د مسولینو له خوا استخدام شوي ټول کسان تر دې مخکې بې روزګاره ول.

هغه وویل، «زموږ اصلي هدف دا دی چې د کرنویو نارینه وو ته کار رامنځته کړو ترڅو د هغوی د کورنیو او په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند وژغورو.»

هغه زیاته کړه، «پاکو د څښلو اوبو ته په لاسرسي سربېره به دا پروژه د سلګونو کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره په زرګونو افغانان له لوږې څخه وژغوري.»

بارک وویل، له اړمنو خلکو سره د مرستې غوره لاره دا ده چې د بېخبنا پروژې ترسره او کاري فرصتونه برابر کړای شي.

له بدمرغۍ څخه د هرات د کورنیو ژغورل

په هرات ښار کې د پروژې له خوا د استخدام شویو کارګرانو له جملې څخه د نورالله عزیزي په نامه یوه کارګر وویل چې هغه له څلورو میاشتو راهیسې بې کاره او له سخت مالي حالت سره مخامخ وو.‌

هغه وویل، بې کاري په وروستیو میاشتو کې چې ټولې پرمختیایي پروژې او تعمیراتي کارونه ودرېدل، اوج ته ورسېدله.

هغه زیاته کړه، د یونیسف د پروژې په څېر ډېرې نورې پروژې به کاري فرصتونه برابر او د افغانانو ژوند له «فشار او بدمرغۍ» څخه وژغوري.

عزیزي وویل، دغه پروژه به نه یواځې د ځوانانو او بې وزلو خلکو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي بلکې دغه راز به د افغانستان په پرمختګ کې هم مرسته وکړي.

د پروژې یوه بل کارکوونکي او د ۸ کسیزې کورنۍ یواځیني نفقه ګټونکي قربان صمدي وویل چې هغه په تېرو درې میاشتو کې ان یوه ورځ کار هم نه وو کړی.

هغه وویل، «زه ډېر خوښ یم چې کار کوم او کولی شم چې د خپلو ماشومانو لپاره نفقه وګټم.»

هغه زیاته کړه، «څومره چې دغه ډول پروژې ډېرې ترسره کیږي، هومره ډېر افغانان به استخدام کیږي او له کړاو او بدمرغۍ څخه به ژغورل کیږي.»

صمدي وویل هغه به وکولی شي چې د اونیزې اجورې له برکته چې هغه یې د یونیسف له پروژې څخه ترلاسه کوي، د خپلو ماشومانو اړتیاوې پوره کړي.

د علي حیدر په نامه یوه بل کارکوونکي وویل، د پخواني حکومت له سقوط راهیسې بې کاري خپل اوج ته رسېدلې، او زیاته یې کړه چې هغه د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې حتی یوه ورځ هم کار نه دی موندلی.‌

هغه وویل، په تېرو څلورو میاشتو کې به هغه هره ورځ له کور څخه د کار د موندلو په هیله وت، خو هره شپه به کور ته بېرته تش لاس ستنېده.

هغه زیاته کړه، «زه ډېر خوښ یم چې دا د یوه کال اوږد کار ترلاسه کوم. زه داسې احساس کوم لکه زما له اوږو څخه چې بار ښکته شوی وي.»

حیدري زیاته کړه، «زه د بې کارۍ له امله ډېر وځورېدم. ځینې شپې به دا ډېره دردوونکې وه چې لیدل به مې چې ماشومان مې وږي ویده کیږي.»

نړۍ واله مرسته

دا پروژه په داسې حال کې پیل کیږي چې د افغانستان د اقتصادي او خوراکي توکو د بحرانونو د اغېزو د له منځه وړلو لپاره د نړۍ والې مرستې نورې هڅې هم روانې دي.‌

د نړۍ والې ټولنې له خوا چمتو کړای شوې بشري مرسته تر ډېره مستقیما د غیر حکومتي موسسو او د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې ګټه اخیستونکو ته د خوراکي توکو په بڼه ور وېشل کیږي.

خیریې چې ۴۵ کاله عمر لري او د پنځو ماشومانو مور ده، د چارشنبې په ورځ /د وري ۱۷مه/ په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو له خوا ورکړل شوې د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه.‌

هغې وویل چې هغې په کور کې د خوراک لپاره هېڅ نه لرل او دا چې دغه مرسته به د هغې ماشومان له دوو څخه تر درې میاشتو پورې ماړه کړي.

هغې وویل، «زما مېړه مزدور کار وو چې درې کاله مخکې په شینډنډ ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.‌ ما د خلکو په کورونو کې کار کاوه او خپلو ماشومانو ته مې د ژوند څوری برابراوه، خو څو میاشتې کېږي چې ما هېڅ کار نه دی موندلی.»

هغې زیاته کړه، «موږ مرستې ته سخته اړتیا لرو. زه په مرستندویو هېوادونو او مرسته رسوونکیو ادارو باندې غږ کوم چې له موږ سره مرسته وکړي. افغانان غریب دي او خپل کارونه یې له لاسه ورکړي دي چې د خوراک لپاره هېڅ هم نه لري.»

په هرات ښار کې یوه ټولنپوه محمد ناصر خلوت وویل، د نړۍ والې ټولنې مرسته حیاتي ارزښت لري، ځکه چې له ۹۰٪ څخه ډېر افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

هغه وویل، که د نړۍ والې ټولنې بشري مرسته نه وای، په تېرو څو میاشتو کې به په زرګونو افغانان له لوږې څخه مړه شوي وای.

هغه زیاته کړه، «د افغانانو اقتصادي شرایط په ریښتیا سره خراب دي... تقریبا هر کس خپل عاید له لاسه ورکړی چې ورسره کورنۍ بې وزلې شوي دي.»

خلوت وویل، «افغانان نړۍ والې مرستې ته سخته اړتیا لري. مرستندوی هېوادونه باید اړمنو خلکو ته مستقیما د مرستو رسول یقیني کړي.»

هغه زیاته کړه، هغوی باید پرې نه ږدي چې له بشري مرستو څخه ناوړه استفاده وشي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د خوښۍ خبر دی. په اوسني حالت کې د افغانستان اقتصاد ډېر خراب دی او ورځ تر بلې د خرابېدو خواته روان دی. دا پروژه کولی شي د خلکو اقتصاد ښه کړي. که دا ډول پروژې پلې نه شي، خلک به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي. په اوس وخت کې د افغانانو وضعیت ډیر کړکیچن دی. خلک خواړه نه لري. کار او وظیفه نشته. ستونزې ډیرې دي. زما په اند دا ډول پروژې د خلکو د اقتصاد د ښه والي لپاره ډېرې ګټورې دي. دا زموږ د وطن د زرغونتیا لپاره هم ګټور دی.

ځواب ورکړئ

واقعاً ښه خبر دی. داسې خبرونه دې لا زیات شي. که همداسې نورې پروژې پلې شي، هم به خوږ وطن جوړ شي او هم به افغانان نورو هېوادونونه ته په سختو او قاچاقي لارو زړه ښه نه کړي. دا اوس چې افغانان له خپل وطنه په منډه دي علت یې د کار نشتون دی. د یوې مړۍ روزۍ نشتون دی. که په خپل وطن کې کارونه وي خلک خو څه لیونیان نه دي چې نورو هېوادونو ته لاړ شي او هلته د هغوی احسان په ځان واخلي. د هغوی بې عزتي په ځان ومني. سپکې سپورې یې واوري. سخت او شاقه کارونه یې وکړي. ځان ستړی کړي. زه پوره باوري یم که په خپل وطن کې کار وي هېڅکله به نورو وطنونو ته څوک لاړ نه شي. دا اوس چې افغانان د ایرانیانو له خوا په څومره وحشیانه ډول زورول کېږي، که خپل وطن کې کار وی هلته به یې څه کول؟ چې څوک یې په چاقوګانو وهي، څوک یې له ستوني نیسي او ساه ترې وباسي او څوک یې په پارکونو، سړکونو او کورونو کې نه پرېږدي. په ایران، پاکستان او ځیني نورو هېوادونو کې د افغانانو بې حده بې عزتي روانه ده. نو که دغه ډول پروژې زیاتې شي هم به وطن ورسره اباد شي او هم به خلک په خپل وطن کې په کار بوخت شي. نو د نړیوالې ټولنې څخه مو غوښتنه ده چې افغانستان کې دغه ډول پروژې پیل کړي. افغانان نور پردي وطنونو ته تګ نه غواړي، بلکې په خپل کور کې کار کول او تعلیم کول غواړي. افغانان نه پخوا ترهګر و او نه اوس دي. لطفاً ظلمونه دې پرې نه کېږي. انساني کرامت ته دې احترام وشي.

ځواب ورکړئ

یره په دې خبر خو مو ډېر زیات خوشحال کړم. که دغسې ۵۰ پروژې پیل شي هم به وطن جوړ شي او هم به خلکو ته کارونه پیدا شي. تاسو وګورئ چې په ایران کې له افغانانو سره څومره ظلمونه کیږي. امریکا، جرمني، فرانسه،‌ چین او نور او نور که غواړي چې په افغانستان کې ځوانان ترهګرۍ خواته تشویق نشي باید چې دغه ډول پروژې پيل کړي. له یوې خوا به د افغانانو او نورې نړۍ تر منځ د مینې تار کلک شي او بلې خواته به زمونږ د ځوانانو د بې لارې کېدلو مخه ونیول شي.

ځواب ورکړئ