کابل -- ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲۶مه/ توافق وکړ چې په افغانستان کې خپل رسمي حضور ته لاره هواره کړي. له دې نه څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر له نړۍ څخه غوښتي وو چې په اوکراین کې د روسیې د جنګ په ترڅ کې افغانستان هېر نه کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک چې ناروی یې مسوده وړاندې کړې وه، د ۱۴ مثبتو رایو په اساس تصویب شو، خو روسیې ممتنع رایه ورکړه. دغه پرېکړه لیک به ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړي چې په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.
په پرېکړه کې د بشردوستۍ، سیاسي او د بشري حقونو په برخو کې ګڼې همکارۍ موجودې دي. هغه اوسني واکمنان په نړۍ واله کچه په رسمیت نه پېژني.
په ملګرو ملتونو کې د ناروی سفیرې مونا جوول وویل، «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی هیئت (یوناما) لپاره دا نوی ماموریت نه یواځې د عاجل بشري او اقتصادي بحران د ځوابولو لپاره مهم دی، بلکې دغه راز په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې زموږ د اساسي هدف د ترلاسه کولو لپاره هم مهم دی.»
هغې وویل، «شورا له دې نوي ماموریت سره یو روښانه پیغام ورکوي او هغه دا دی چې: یوناما په افغانستان کې سولې او ثبات ته د ودې او دغه راز د افغانانو په ملاتړ کې چې له بې سارې ننګونو او بې باورۍ سره مخامخ دي، یو مهم رول لوبوي.»
موازي ناورینونه
د روانې اونیۍ په لومړیو کې، په داسې حال کې چې توجه د روسیې له خوا په اوکراین یرغل ته ور اوړي، د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې رییس له افغانستان څخه د یوې څلور ورځنۍ کتنې په ترڅ کې، د نړۍ له مشرانو څخه وغوښتل چې د افغانستان بشري اړتیاوې هېرې نه کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) رییس فلېپو ګرانډي د سې شنبې په ورځ ووییل، «دا وخت د نړۍ ټول پام په اوکراین باندې متمرکز دی.»
هغه وویل، «د پام اوښتو خطرونه زښته ډېر زیات دي،» او زیاته یې کړه چې «پرته له دې چې د افغانستان د ناورین ترڅنګ په نړۍ کې څومره نور ناورینونه روان دي، بشري مرستې باید دوام ومومي.»
په پام کې ده چې د را روانې میاشتې په لومړیو کې، مرستندوی هېوادونه، د ملګرو ملتونو ادارې او د افغانستان مدني ټولنه د مرستو ټولولو په یوه آنلاین غونډه کې برخه واخلي. دغه غونډه به خلکو ته د خوړو، سرپناه او او په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د روغتیایي خدمتونو په برابرولو باندې تمرکز وکړي.
د روانې میاشتې په نیمایي کې، نړۍ وال بانک له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې له ۱ میلیارد ډالرو څخه د ډېرې مرستې اعلان وکړ، او ویې ویل چې دغه پیسې به مستقیما د ملګرو ملتونو ادارو او نړۍ والو غیرحکومتي موسسو ته ورکړل شي.
ګرانډي وویل، خو په اوکراین کې پيل شوي جنګ وار له مخه دا سخته کړې چې د افغانستان لپاره مرستې راټولې کړای شي.
هغه وویل، یو اېن اېچ سي آر د ۲۰۲۲ میلادي کال لپاره د افغانستان لپاره د ۳۴۰ میلیونو ډالرو غوښتنه وکړه خو تر اوسه پورې یې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر راټول کړي او یادونه یې وکړه چې، «اړتیاوې اوس هم هغسې دي لکه د وږي په میاشت کې چې وې.»
د مرغومي په میاشت کې، ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د یوه هېواد په توګه د تر ټولو غټې یوځایي مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د بشري ناورین د له منځه وړلو لپاره ۵ میلیارده ډالر غواړي.
متحدو ایالاتو، چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو یواځینی تر ټولو غټ مرستندوی دی، د دغه هېواد لپاره د مرستو په یوه ابتدایي کڅوړه کې له ۳۰۸ میلیونو ډالرو څخه د ډېرې مرستې ژمنه وکړه.
د متحدو ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) په وینا، د متحدو ایالاتو حکومت د تلې میاشتې راهیسې له افغانستان او په سیمه کې له افغان کډوالو سره د نږدې ۷۸۲ میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.
د خوړو کمښت
د ملګرو ملتونو او نورو نړۍ والو مرستندویو ادارو په وینا، د افغانستان د ۳۸ میلیونو وګړیو له جملې څخه له نیمو نه ډېر له لوږې سره مخامخ دی.
د نړۍ وال بانک یوې سروې د سې شنبې په ورځ وویل، د خوړو تأمین د زمري میاشتې راهیسې ګډوډ شوي دي، په داسې حال کې چې د کارګرانو اجورې «په ډراماتیک ډول» له دوه پر درې برخو څخه هم ډېرې کمې شوي دي.
یوه راپور موندلي چې د سروې شویو کورنیو له جملې څخه ۷۰٪ ویلي چې هغوی نشي کولی ترڅو د خوړو او نورو اړتیاوړ توکو په برخه کې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، چې دا د ۱۴۰۰ کال د غوایي په میاشت کې د ترسره شوې یوې سروې دوه برابره دي.
د ۱۴۰۰ د تلې او لیندۍ میاشتو تر منځ د ټیلیفون له لارې له نږدې ۵۰۰۰ افغان کورنیو څخه د ترلاسه شویو ارقامو په اساس، د استعمالېدونکو خوړو په کیفیت او کمیت دواړو کې «ډېر زیات» کموالی راغلی وو.
د سروې په اساس، «پایلې ښیي چې په داسې حال کې چې افغان وګړي اوس هم کولی شي چې کار ومومي او ځینو مهمو عامه خدمتونو ته لاس رسی لري، لاکن وضعیت ډېر نازک دی.»
سروې وایي، په بیلابیلو صنایعو او سیمو کې د کار اجورې ډېرې کمې شوي، او په کلیوالو او ښاري دواړو سیمو کې د تېر یو نیم کال په پرتله ډېر افغانان د کارونو لټون کوي.
په کلیوالو سیمو کې د موجودو کاري فرصتونو شمېر زیات شوی خو په ښارونو او ښاري سیمو کې کم شوی دی.
د ارقامو په اساس، د دولتي سکتور د کاري فرصتونو ونډه کمه شوې، او یو زیات شمېر کورنیو راپور ورکړ چې هغوی پخپله ځانونو ته کارونه برابر کړي دي.
نړۍ وال بانک خبرداری ورکړ چې، «که تنخواګانې، لږ تر لږه د مهمو خدمتونو لپاره، بېرته پرځای او د خوړو تأمین ښه نشي نو د هوساینې په پایلو او خدمتونو ته په لاسرسي کې به ډراماتیک کموالی حتمي رامنځته شي.»
د روسیې له لوري په اوکراین برید عملاً افغانان له نړیوالو له یاده وتلي. هېڅ یې کیسه کې نه دي. غم کې یې نه دي. چې څه پرې تېرېږي تېرېږي به خو چې د دوی ګټې حاصل شوې ووتل او افغانانو ته یې په کور د نننه ښه پرېمانه غمونه پرېښودل چې اوس حتی ډوډۍ هم نه لري. د دې لپاره که نړیوالو ته بیا له افغانستان نه سرخوږی جوړ نه شي، ښه به وي چې د افغانانو ملاتړ وکړي. پراختیايي پروژې ورته پیل کړي. او پرېنږدي چې افغانان بیا د ترهګرۍ ښکار شي. د نشه يي توکو تجاران او نورو هېوادونو ته یې انتقال کړي. فرض کړئ په یوه کلي کې یو نااهل کس وي ټول کلی ترې په تنګ نه وي؟ ټول ترې نه زورېږي؟ ټولو ته هره ورځ تاوانونه اړوي. نړۍ هم د کلي حیثیت لري. که افغانستان ته شاه کړي نو ډېر تاوانونه به یې نړۍ ته ورسېږي. ځکه مجبوري داسې یو شی دی چې انسان نامشروع او ناروا کارونو ته هڅوي او تر هغو یې چې نه وي کړی مخ ترې نه اړوي. اوس هم وخت دی. په کار ده چې دنیاوال له افغانانو سره لاس ورکړي او له شته ناورین حالته یې راوباسي. که پرېږدي یې نه یوازې چې افغانان به کلونه کلونو په تیارو کې پاتې کيږي؛ بلکې ټوله نړۍ به یې زیانونه وویني.
ځواب ورکړئ1 تبصره