اقتصاد

د بلخ د ترافیکو پولیس افسرانو د څو میاشتو تنخواګانو د نه ترلاسه کولو له امله په ډلو ډلو کې خپل کارونه پرېښودل

د محمد قاسم راپور

د افغانستان د شمالي بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د ترافیکو پولیس افسران نشي کولی ترڅو خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي، او ډېر یې وایي چې هغوی ته په ۷ میاشتو کې تنخواګانې نه دي ورکړل شوی. [محمد ناصر الماس]

کندوز -- د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د ترافیکو پولیس افسران نشي کولی ترڅو ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي، او ډېر یې ادعا کوي چې هغوی ته په تېرو ۷ میاشتو کې تنخواګانې نه دي ورکړل شوي. [محمد ناصر الماس]

د ترافیکو ریاست سرچینو سلام ټایمز ته وویل، د تنخواګانو نشتوالي د هغوی په لسګونو کسان مجبور کړي ترڅو خپلې دندې پرېږدي.‌

هغوی وویل، د ترافیکو د هغو ۸۰ پولیس افسرانو له ډلې څخه چې په افغانستان کې د پخواني حکومت له سقوط څخه مخکې یې د دغه ځواک غټه برخه جوړوله، ۳۰ تنو خپل کارونه پرېښي دي.‌

د بلخ د ترافیکو پولیس افسر عبدالقیوم ناصري وویل، «د نوي حکومت له رامنځته کېدلو راهیسې، زه په سختۍ سره توانېدلی یم چې له هغو سختیو سره چې د یخ ژمي په میاشتو کې راځي خپل ژوند مخته ویسم.»

نارینه د لړم په ۹مه په مزارشریف کې د سړک د غاړې په یوه رسټورانټ کې سباناری کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

نارینه د لړم په ۹مه په مزارشریف کې د سړک د غاړې په یوه رسټورانټ کې سباناری کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوه میاشتې وشوې چې ما نه تنخوا ترلاسه کړې او نه مې نور امتیازات ترلاسه کړي دي.»

هغه وویل، «ما هره میاشت ۱۰۰۰۰ افغانۍ (۱۰۹.۷ ډالر) تنخوا ترلاسه کوله چې د یوې میاشتې ژوند د لګښتونو لپاره بس وو، لاکن اوس ژوند خراب شوی ځکه اوس زه نشم کولی چې حتی خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړم.»

کرایه، برېښنا، ټرانسپورټ، جامې، خوراکي توکي او درمل ټول دومره قېمته شوي چې د ناصري وس ورته نه رسیږي. هغه وویل، «موږ په ریښتیا سره له ډېرو زیاتو ننګونو سره لاس او ګرېوان یو.»

هغه زیاته کړه، «موږ ټوله ورځ په سړک تېروو او د دې لپاره چې د خپلو خلکو خدمت وکړو موږ ګردونه تنفس کوو، خو نور بس دی. موږ کورنۍ او ماشومان لرو چې باید پالنه یې وکړو. موږ له دې وضعیت نه ستړي یو.»

په مزارشریف کې د سید غضنفر حسیني په نامه یوه بل پولیس افسر وویل چې هغه او د هغه همکارانو خپلې اندېښنې او دردونه له موجودو مقاماتو سره شریک کړي، «خو هیڅوک هم دومره نه کوي چې د هغوی ستونزې حل کړي.»

هغه وویل، «خدای حاضر دی چې ما څو میاشتې له یوه ن.دې دوکان څخه په قرض ضروري توکي اخیستل. اوس دوکاندار هره ورځ ماته زنګونه راوهي او خپلې بیسې راڅخه غواړي، او وایي چې که پیسې یې ور نه کړم عریضه به راباندې وکړي.»

حسیني وویل، «دغه راز، ما له یو چا نه پیسې په قرض اخیستې وې خو ټولې مې ولګولې. اوس زه په خپل کور کې حتی ۱ کیلو ګرام اوړه نه لرم او دې ته ډېر وارخطا یم چې زما د بچیانو به څه حال کیږي.»

هغه زیاته کړه، «زما ځینې همکاران دومره پیسې نه لری چې د موټر کرایه ورکړي. نور تقریبا یو نیم ساعت په پښو مزل کوي چې د کار ځای ته ورسیږي.»

د ډودۍ پیدا کولو کې ستونزې

د بلخ یوه پخواني پولیس افسر شفیق الله عصمتي وویل چې له اته کاله کار څخه وروسته مجبور شو ترڅو خپله دنده پرېږدی او ټکسي چلولو ته مخه کړي څو د خپلې اته کسیزې کورنۍ پالنه وکړي.

هغه وویل، «اوه میاشتې وشوې چې حکومت موږ ته تنخواګانې ندې راکړي. زما په کور کې هیڅ شی پاتې نه دي چې خرڅ یې کړم او نه ډوډۍ شته چې ویې خورو.»

هغه زیاته کړه، «څومره نور باید موږ انتظار وکړو ترڅو موږ ته تنخواګانې راکړل شي؟ ما د ورځې په ۲۰۰ افغانۍ (۲.۲۰ ډالر) ټکسي ونیوله چې کار پرې وکړم.»

عبدالولي میرزاده هم په یاد ځواک کې له څو کاله کار کولو څخه وروسته مجبور شو چې خپله دنده پرېږدي او له هغه وخت راهیسې یې په مزارشریف کې یو د سون د لرګیو دوکان پرانستی دی.

هغه وویل، «له بده مرغه چې زما څه ۳۰ همکارانو د ترافیکو په اداره کې کار پرېښي دي. ځینې یې ورځ مزدوري کوي،‌ او نور د خپلو کورنیو له غړو سره یو ځای له هېواد څخه وتلي دي.»

هغه د کب په ۴مه وویل، «درې میاشتې وشوې چې ما د سون د لرګیو دوکان پرانستی دی، او اوس زه کولی شم چې خپلې کورنۍ ته نفقه وګټم.»

میرزاده وویل، «که پخوانی حکومت نسکور شوی نه وای، موږ به اوس هم تنخواګانې او نور امتیازات ترلاسه کول. موږ به هېڅکله هم نه وای مجبور شوي چې بهرنیو هېوادونو ته کډې وکړو یا د نهیلۍ احساس وکړو.»

د مزارشریف اوسېدونکي عبدالهادي نظر وویل چې د پخواني حکومت اکثرو کارمندانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او هغه چې اوس هم کار کوي هغوی ته له څو میاشتو راهیسې تنخواګانې نه دي ورکړل شوي.

هغه وویل، د ترافیکو پولیس د ښار او د ښار د اوسېدونکیو لپاره ضروري دي.‌

نوموړي وویل، «هغوی د خلکو او ټولنې خدمت کوي. هغوی د ترافیکو بهیر اداره کوي او د احتمالي ټکرونو او ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره د خوندیتوب قوانین پلي کوي.»

که څه هم چې په بلخ ولایت کې د ترافیکو مقاماتو په مکرر ډول ژمنې کړي چې خپلو کارمندانو ته به په نږدې راتلونکي کې تنخواګانې ورکړي، د مزارشریف اوسېدونکي وایي چې دا موضوع باید نوره ونه ځنډول شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ترافیکو پولیس غریب باید خپلې دندې پریږدي، هیڅوک په دندو کې د دوی د هڅو ستاینه نه کوي او حتی دوی ته معاش نه ورکول کیږي. دوی ملامت نه دي، دا د حکومت ګناه ده چې د خلکو ژوند ته پام نه کوي او د هیڅ شي پروا نه کوي. دا یوازې د ترافیکو پولیس نه دي چې له تېرو ۷ میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي، ډېری پخواني دولتي کارکوونکي هم پرته له کوم معاش کار کوي او له تېرو ۷ میاشتو یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي. یو متل دی چې وایي: موړ د وږې له حاله څه خبر دی؟ دا متل ریښتیا دی، ځکه چې د طالبانو مشران پخپله شتمن شوي، دوی اوس د وږو خلکو په حال نه خبر دي او نه غواړي خبر شي. دوی ټول خاینان دي. لعنت دې وي د پاکستان او ایران په دې غدارانو او غلامانو.

ځواب ورکړئ

افغان ډاکټرې او څېړونکې رابعه جلالزۍ چې د جان هاپکېنز نړیوال پوهنتون څخه فارغه ده وايي، «د شپې دوه بجې دي، د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون د یوه روغتیایي راپور لپاره د افغانستان له ښځینه ډاکټرانو او قابلو سره مرکه کوم. قابله راته وایی، څلور میاشتې مې هیڅ معاش وانخیست، اوس هم یوازې یوه برخه د معاش راکوي هغه هم له سهاره تر ماښامه په قطار کي ولاړه یم. سهار مې دستکول په لار کی را تلاشي کړل. شپږ ماشومان لرم چې له غریبۍ یوازې یو وخت خوراک کوي. خاوند مې په انتحاري کې شهید شو او په کور کې مې محرم هو نشته. ژوند راته ډېر ګران دی. له یوه اوږده سکوت نه وروسته ---- دا راته وایي " هستین؟" خو زما وچ ستونی، لړزېدلی غږ او بې اختیاره اوښکي ما ته د بل سوال مجال نه راکوي»

ځواب ورکړئ