اقتصاد

د ښوونځیو بې وزلي او وږي ښوونکي له طالبانو څخه خپل معاشونه غواړي

د عمران راپور

له ۱۰۰۰ څخه ډېرو نارینه او ښځینه ښوونکيو د تلې په ۲۸مه په هرات کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي تالار کې په یوه اعتراضي لاریون کې برخه واخیستله او د طالبانو له حکومت څخه یې وغوښتل چې هغوی ته د څلورو میاشتو تنخواګانې یې چې نه دي ورکړل شوي ورکړي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- له ۱۰۰۰ څخه ډېر نارینه او ښځینه ښوونکي د چارشنبې په ورځ /د تلې ۲۸مه/ په هرات کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي تالار کې راغونډ شول او د طالبانو حکومت څخه یې وغوښتل چې هغوی ته د څلورو میاشتو تنخواګانې یې چې تر اوسه نه دي ورکړل شوي ورکړي.

د زمري په میاشت کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو پر وخت،‌ پخوانی حکومت د ښوونکیو د یو څه تنخواګانو پوروړی وو، او له هغه وخت راهیسې طالبانو هېڅ معاش هم نه دي ورکړی.

د تنخواګانو نه ورکول د ښوونکیو لپاره د سختو اقتصادي ننګونو سبب کیږي، او هغوی په طالبانو باندې د خپلو ژمنو د ماتولو له امله انتقادونه کوي.

په هرات کې د ښوونکیو د اتحادیې رییس محمد صابر مشال وویل،‌ ښوونکي نور کافي اندازه امکانات نه لري چې خپلې کورنۍ پرې مړې کړي او مجبور شوي چې خیر وغواړي.‌

له ۱۰۰۰ څخه ډېر ښوونکي د تلې په ۲۸مه په هرات کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي تالار کې راغونډ شول ترڅو له طالبانو څخه د خپلو څلورو میاشتو د تنخواګانو غوښتنه وکړي. [عمران/سلام ټایمز]

له ۱۰۰۰ څخه ډېر ښوونکي د تلې په ۲۸مه په هرات کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي تالار کې راغونډ شول ترڅو له طالبانو څخه د خپلو څلورو میاشتو د تنخواګانو غوښتنه وکړي. [عمران/سلام ټایمز]

یوه افغانه نجلۍ د تلې په ۲۴مه د بادغیس ولایت په چشمه دوزاک سیمه کې ښوونځي ته له تګ څخه وروسته خپل کور ته بېرته روانه ده. په ګاونډي ولایت هرات کې، ښوونکي د تنخواګانو د نه ورکړې پر ضد چې له امله یې هغوی بې وزلي شوي دي، اعتراض کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یوه افغانه نجلۍ د تلې په ۲۴مه د بادغیس ولایت په چشمه دوزاک سیمه کې ښوونځي ته له تګ څخه وروسته خپل کور ته بېرته روانه ده. په ګاونډي ولایت هرات کې، ښوونکي د تنخواګانو د نه ورکړې پر ضد چې له امله یې هغوی بې وزلي شوي دي، اعتراض کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هغه وویل، «د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې، ډېرو ښوونکیو خپل د کور لوښي لرګي یا ارزښتناک توکي پلورلي او هغه پیسې یې د خپلو ماشومانو لپاره د خوراکي توکو په پېرودلو باندې لګولي دي.»

مشال وویل، سربېره پر دې، ډېر ښوونکي مجبور شوي چې د تنخوا نه ترلاسه کولو ته د دوام ورکولو پر ځای خپل کارونه پرېږدي.

دغه ستونزه په ټول هېواد کې موجوده او تقریبا سرتاسري ده، چې طالبانو په کې تر اوسه پورې یو کم شمېر دولتي مامورینو ته یواځې د یوې میاشتې تنخوا ورکړې ده.‌

په هرات کې یوه ښوونکي بصیراحمد حکیمي وویل، څلورمیاشتې د تنخوا نه ترلاسه کولو، او ورسره په افغانستان کې عمومي اقتصادي بحران ډېر ښوونکي پرېشان کړي دي.

هغه وویل، طالبانو ژمنه کړې وه چې یواځې درې میاشتې تنخوا به ورکوي، خو تر اوسه پورې یې دغه ژمنه پوره کړې نه ده.

حکیمي وویل، «زه اوه ماشومان لرم او اندېښمن یم چې که زما تنخوا ژر را نه کړل شي، ښایي چې زه خپل ماشومان د لوږې او د درملو د نشتوالي له امله له لاسه ورکړم.»

هغه زیاته کړه، «دا چې ما له تېرو څلورو میاشتو راهیسې خپل د برېښنا بیل نه دی تادیه کړی، د افغانستان برېښنا شرکت زما په کور باندې برېښنا بنده کړې او اوس موږ د شپې په تیاره کې ناست یو.»

بې وزلي او لوږه

په هرات ولایت کې شاوخوا ۱۸۰۰۰ ښوونکي په دولتي ښوونځیو کې کار کوي چې ۱۰۰۰۰ په کې ښځې دي.

معصومه فوشنجي چې له ۲۵ کالونو راهیسې په هرات ښار کې د نجونو په یوه ښوونځي کې تدریس کوي، وایي، هغه د خپل ژوند تر ټولو بدې ورځې تېروي.‌

د اقتصادي ستونزو له امله، هغه مجبوره ده ترڅو خپل ماشومان له سباناري پرته ښوونځي ته ولېږي.‌

هغې وویل، «زه چې له ښوونځي څخه بېرته راشم، بچیان مې ویده وي ځکه چې هغوی ډوډۍ نه وي خوړلې. موږ په کور کې نه وریژې لرو نه غوړي لرو نه ګاز.»

فوشنجي وویل،‌ «د یوې مور لپاره داسې وضع د زغملو وړ نه ده.»

هغې وویل، «اسلامي امارت ادعا کوي چې هغه په افغانستان کې مشروع حکومت دی او هڅه کوي چې په نړۍ واله کچه په رسمیت وپېژندل شي، لاکن رسمي کارمندان یې د تنخواګانو نه ترلاسه کولو له امله خیر غوښتلو ته مجبور شوي دي.»

ارزو سکندري او د هغې مېړه چې دواړه ښوونکي دي نشي کولی چې د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.‌

سکندري وویل، «موږ په کور کې یوه مړۍ ډوډۍ هم نه لرو، خو چاته شکایت وکړو؟ موږ په خپل ژوند کې تر ټولو سختې ورځې تېروو.»

هغې وویل، «څلور میاشتې کېږي چې ما خپل د برېښنا بیلونه نه دي تادیه کړي. درې میاشتې وشوې چې موږ پور اخلو، او دوکانداران نور موږ ته پور نه راکوي.»

په هرات ښار کې یوې بلې ښوونکې لطیفې علیزۍ وویل، څو میاشتې کېږي چې ښوونکي د ژوندي پاتې کېدلو لپاره له خپلو خپلوانو او دوکاندارانو څخه پور کوي، خو نور هیڅوک هم نه غواړي چې پور ورکړي.

هغې وویل، «زما ماشوم ناروغ دی، او زه نشم کولی چې ډاکتر ته یې بوځم ځکه چې له ما سره پیسې نشته.»

علیزۍ زیاته کړه، ان د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو څخه مخکې، «زموږ تنخواګانې کمې وې، له دې امله موږ نشوای کولی چې څه وسپموو.»

علیزۍ وویل، «څلور میاشتې کېږي چې حکومت موږ ته تنخواګانې نه دي راکړي، او موږ دومره پیسې نه لرو چې یوه ډوډۍ پرې واخلو.»

ناکامه حکومتولي

په هرات ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست رییس مولوي شهاب الدین ثاقب د چارشنبې په ورځ ژورنالستانو ته وویل چې په راتلونکیو ورځو کې به د ښوونکیو د یوې میاشتې تنخواګانې ورکړل شي.

دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د هرات لپاره د طالبانو د والي مرستیال مولوي شېر احمد مهاجر د تلې په ۱۳مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې ولایتي ادارې د ښوونکیو تنخواګانې طی مراحل شوي او په راتلونکیو ورځو کې به یې توزیع کړي.‌

خو د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې هېڅ پرمختګ ونه لیدل شو.‌

په هرات ښار کې د محمد نادر سروري په نامه یوه ښوونکي وویل، داسې ښکاري چې طالبان د دولتي مامورینو د تنخواګانو ورکولو لپاره پیسې نه لري.‌

هغه وویل، «د طالبانو عایداتي سرچینې ډېرې محدودې دي، او دغه ډله نشي کولی چې په تشو جیبونو حکومت وچلوي.»

سروري وویل، «طالبانو یو جوړ حکومت رانسکور کړ، او اوس باید هغوی د تېر حکومت په څېر مسؤلیت پر غاړه واخلي، خدمتونه وړاندې کړي او د ښوونکیو په ګډون دولتي مامورینو ته تنخواګانې ورکړي.»

هغه وویل، طالبان باید د نړۍ والې ټولنې غوښتنو ته مثبت غبرګون وښیي څو هغوی د افغانستان شتمنۍ له کنګل حالت څخه ازادې کړي.

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال حسیب الله احمدي ومنله چې طالبان نشي کولی په تشو جیبونو حکومت وکړي.‌

هغه وویل، «که طالبان نشي کولی چې حکومتي کارمندانو ته ژر تنخواګانې ورکړي، د هغوی اکثریت به مجبور شي چې خپلې وظیفې پرېږدي.»

هغه زیاته کړه، «د شتو تجربه کارو او ماهرو کارمندانو له لاسه ورکول به د طالبانو حکومت لپاره منفي پایله ولري، ځکه چې د دې ډلې بې سواده خلک له حکومتي سیستم سره بلد نه دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په اوس وخت کې ښوونکي او د افغان ټولنې هر قشر د ژوند تر ټولو بدې ورځې تېروي، هره ورځ په اقتصادي، ټولنیزه، امنیتي، روغتیايي او نورو برخو له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ کېږي. د طالبانو په راتګ سره ډېر خلک دې ته اړي شوي چې د کور فرشونه، توشکې، لوښي او نور هغه ارزښتناک وسایل چې په ډېره سختۍ یې رانیولي و خرڅ کړي، چوکونه د کورونو له توک ډک دي چې خلکو خرڅلاو ته راایستلي. طالبان په هماغو لارو چې خلک د کور یاد توکي خرڅوي تېرېږي راتېرېږي مګر هېڅ ځان پرې نه پوهوي چې ولس له څه ډول ستونزو سره لاس او ګرېوادن دی. آن یو مشر یې نشته چې بیان ورکړي او خلک ډاډه کړي. افغان له یو بې لرخلیکه حالت سره مخامخ دي یوازې زورېږي او بس. د طالبانو حکومت په بار بار په خپلو بیانونو کې ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او د ټولنې د نورو اقشارو حقونو ته درناوی لري، خو دا هسې چټیات دي نه چاته درناوی لري او نه چاته کاري فرصتونه برابرولی شي.

ځواب ورکړئ

بدبختانه چې له یوې خوا نړۍ والې ټولنې او بلې خواته د تېرو شلو کالونو افغان حکومتونو د افغانانو اولویتونه ونه پېژندل او د ستونزو په حلولو باندې یې کار ونه کړ. د افغانانو یوه لویه ستونزه د افغانستان په دوه شیطانو او منافقو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې د افغانانو موجودیت وو چې د پاکستان او ایران استخباراتي ادارو په خپلو خاورو کې د افغانانو له کمپونو او ټولنو څخه ځوانان جذبول، تربیه یې ورکوله او بیا یې افغانستان ته رالیږل چې افغانان ووژني او افغانستان ویجاړ کړي، د تېرو حکومتونو او نړۍ والې ټولنې دا مسؤلیت وو چې له یادو هیوادونو څخه افغانان راستانه کړي چې دا کار یې ونه کړ او هلته تربیه شوي ترهګر په دې وتوانیدل چې د افغانستان حکومت چې له یوې خوا د شمال ټلوالې جنایتکارانو او په راس کې یې عبدالله عبدالله د هغه د تخریب لپاره کار کاوه، نسکور کړ او افغانان یې له داسې مصیبت سره مخامخ کړل چې اوس ترې خلاصېدل اسان کار نه دی.

ځواب ورکړئ