سياست

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې حکومتي ادارې یا بندې دي یا کار ته چمتو نه دي

د عمران راپور

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو څخه نږدې دوه میاشتې وروسته، ډېرې حکومتي ادارې غیرفعالې پاتې دي او طالبان د عامه خدمتونو په بیا پيلولو کې پاتې راغلي دي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو څخه نږدې دوه میاشتې وروسته، ډېرې حکومتي ادارې غیرفعالې پاتې دي او طالبان د عامه خدمتونو په بیا پيلولو کې پاتې راغلي دي.

ډېر افغانان د تېر په څېر د خپلو ورځنیو دفتري ستونزو د هوارولو لپاره حکومتي دوایرو ته ځي، لاکن په ډېرو مواردو کې هلته هیڅوک نه مومي چې له هغوی سره مرسته وکړي.‌

د امید شهابي په نامه د هرات یوه اوسېدونکي وویل، عام خلک د کارکوونکو د تګ له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه وویل،‌ د هرات محاکم او عامه دارالوکالې چې مهم خدمتونه وړاندې کوي،‌ بند دي،‌ او مهم حقوقي مسایل ناحله پاتې دي.

یو طالب جنګیالی د زمري په ۲۶مه په کابل کې د کورنیو چارو وزارت څخه بهر په یوه دخولي دروازه کې له یوه راکټ لانچر سره په پيره ولاړ دی. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو طالب جنګیالی د زمري په ۲۶مه په کابل کې د کورنیو چارو وزارت څخه بهر په یوه دخولي دروازه کې له یوه راکټ لانچر سره په پيره ولاړ دی. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په عکس کې چې د وږي په ۳۱مه اخیستل شوی په هرات کې د تذکرو دفتر لیدل کیږي. هغه د زمري په ۲۱مه د طالبانو په لاس د هرات ولایت له سقوط راهیسې بند دی.‌ [عمران/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د وږي په ۳۱مه اخیستل شوی په هرات کې د تذکرو دفتر لیدل کیږي. هغه د زمري په ۲۱مه د طالبانو په لاس د هرات ولایت له سقوط راهیسې بند دی.‌ [عمران/سلام ټایمز]

افغانانې د وږي‌ په ۲۸مه په کابل کې د ښځو چارو پخواني وزارت مخې ته د ښځو لپاره د بهترو حقونو د غوښتنې لپاره د یوه لاریون په ترڅ کې شعارونه په لاس له یوه طالب جنګیالي سره خبرې کوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

افغانانې د وږي‌ په ۲۸مه په کابل کې د ښځو چارو پخواني وزارت مخې ته د ښځو لپاره د بهترو حقونو د غوښتنې لپاره د یوه لاریون په ترڅ کې شعارونه په لاس له یوه طالب جنګیالي سره خبرې کوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

نوموړي وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې حکومتي دوایر د خلکو پر مخ پرانیزي،» او زیاته یې کړه چې، که نه، «خلک به داسې احساس وکړي چې حکومت نشته.»

شهابي وویل، «هغوی راتلونکي ته ډېر د خفګان احساس کوي.»

په نورو ولایتونو کې خلک له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار یوه اوسېدوني فیصل صحت وویل، «د نیمروز ولایت په ځینو ادارو کې هیڅوک نشته چې د خلکو ستونزې حل کړي، او هغوی ګنګس او ایسار پاتې دي.»

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه یوه اوسېدونکي ذبیح الله وفا وویل، په غور ولایت کې د پخواني حکومت له سقوط راهیسې اکثر حکومتي دوایر بند پاتې دي‌.

هغه وویل،‌ د حکومتي دوایرو او بانکونو په بندښت سره عادي ژوند ټکنی شوی دی.

وفا وویل، «حکومتي دوایر خلکو ته د خدمت کولو لپاره ټول اړتیا وړ امکانات لري،‌ خو تر اوسه پورې هیڅوک نشته چې مسؤلیت یې واخلي او ویې چلوي.»

نه ترسره شوې ژمنې

د حکومتي دوایرو په بندښت سره، د عامه خدمتونو وړاندې کول ډېر کم شوي او په ځینې حالاتو کې خو هېڅ نشته.‌

د څو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکیو خپلې اندېښنې داسې شریکې کړي چې د طالبانو له خوا د واک په بیا ترلاسه کولو سره، په بېخبنایي پروژو باندې کار درېدلی او اقتصاد د سقوط څنډې ته رسېدلی دی.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي وکیل احمد ارباب زاده وویل هغه تېره میاشت څو ځلې د پاسپورټ ادارې ته ورغی،‌ لاکن دغه دفتر بند دی.‌

هغه وویل، «زما مور ناروغه ده، او زه غواړم چې هغه د علاج لپاره هندوستان ته بوځم. موږ څو ځلې د پاسپورټونو لپاره مراجعه کړې، لاکن هیڅوک هم زموږ غوښتنې ته ځواب نه وایي.»

ارباب زاده وویل وېره لري چې که هغه ژر پاسپورټ ترلاسه نه کړي، مور به یې تر ډېره ژوندۍ پاتې نشي.

هغه وویل، «طالبانو په مکرر ډول ژمنې کړي چې حکومتي ادارې به خپل عادي عملیات بیا پيل کړي، لاکن تر اوسه پورې دغه ژمنې نه دي پوره شوي.»

په فیروزکوه کې د مدني ټولنې یوه فعال سید محمد رستمي وویل، د حکومتي دوایرو او بانکونو نه فعالیت افغانستان په ځانګړې توګه په هېواد کې د روان سیاسي او اقتصادي بحران په رڼا کې، واقعا له یوې معضلې سره مخامخ کړی دی.‌

رستمي وویل، «په ځینو هغو حکومتي اداراتو کې چې فعالې دي، د په کار پوهو او مجربو کارکوونکو پر ځای د مدرسو طالبان د کار لپاره استخدام شوي، او هغوی نشي کولی چې د کتابت او اداري کارونه پر مخ وېسي.»

هغه خبرداری ورکړ چې،‌ «د عامه خدمتونو د برابرولو په برخه کې ناکامي به خلک د طالبانو له حکومت څخه لا ډېر لیرې کړي.»

د زرنج ښار یوه اوسېدونکي عبدالواحد وویل، طالبانو افغان حکومت رانسکور کړ او اوس په کار دی چې هغوی په هېواد کې موجودې ننګونې له منځه وېسي او د خلکو ستونزې حل کړي.

هغه وویل، «طالبان مسؤلیت لري چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر او د هېواد اقتصادي ستونزې حل کړي.»

غیر مسلکي کارمندان

کله چې طالبانو د وږي په ۱۵مه نوې موقته کابینه اعلان کړه،‌ ډېرو خلکو د هغوی د عملي مهارتونو د نشتوالي له امله ټکان وخوړ.

طالبانو د تجربې، تعلیم یا تخنیکي وړتیا له پام کې نیولو څخه پرته په مهمو حکومتي چوکیو د خپلې ډلې غړي او سخت دریځي ملایان مقرر کړل. د یوه استازي او متنوع حکومت د جوړولو له ژمنو سره سره، هېڅ ښځې، مسلکي کسان یا قومي اقلیتونه په کې شامل نه ول.‌

په هرات کې د یوه خصوصي پوهنتون یوه استاد محمد نبي فقیریار وویل، په حکومتي موقفونو او تعلیمي اداراتو کې د غیر مسلکي کسانو تقرر به د افغانستان لپاره ناوړه عواقب ولري.‌

هغه وویل، طالبان باید کار اهلو کسانو ته وسپاري. مثلا،‌ په اکاډمیکو موقفونو باندې باید لوستي کسان مقرر شي.

هغه زیاته کړه،‌ «په دغو موسساتو کې د طالبانو له خوا مقرر شوي کسان باید و ارزول شي او معلومه شي چې آیا هغوی کار کولی شي.»

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال ولي محمد حق شناس خبرداری ورکړ چې، د داسې کسانو لیرې کول چې څو کلنه تجربه لري او پر ځای یې د بې تجربې نویو راغلیو کسانو تقرر به نظام فلج کړي.‌

هغه وویل، ډېر نوي رییسان او د حکومتي اداراتو مشران داسې تعلیم او مهارتونه نه لري چې خپل ورسپارل شوي کارونه ترسره کړي.

حق شناس وویل، «ډېر ...‌ یا نالوستي دي یا د ۱۲ ټولګي فارغان دي.»

هغه وویل، طالبانو ژمنه کړې وه چې حکومتي کارکوونکي کولی شي خپلو وظایفو ته ورستانه شي، نو «هغوی باید خپله دغه ژمنه ترسره کړي او د بې تجربې خلکو د استخدام مخه ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خو بیا هم تمه شته که په لوړو پوسټونو کې طالبانو خپل کسان ګومارلي، مګر ټیټ رتبه مامورین چې نن مو عملاً ولیدل د پاسپورت ریاست کار کوونکي دي چې خپلو دندو ته راغوښتل شوي او کارونه یې بېرته پیل کړل. هیله ده د کمپوټري تذکرو اړوند کارونه هم ژر بېرته پیل شي، که یوه کمپیوټري تذکره اخیستل کېږي مانا دا چې د ډېرو ترهګریزو پېښو مخنیوی ورسره کېږي.

ځواب ورکړئ

طالبانو په مهمو پوسټونو ملایان او قاریان ګومارلي چې نه په اداري اصولو او نه د ادارې په چلولو پوهېږي هسې که په لسو کې یې کوم یو په تخنیک پوه شي کنه د طالبانو په نویو ګومارنو کې ډېرې ستونزې دي، هغه کسان یې چې په څوکیو کېنولي آن له خلکو سره په خبرو کولو کې ستونزې لري څوک نه شي درک کولی. خو که هر څومره ووایو د طالب حکومت د زور حکومت دی بس خلاص که څه یې زده وي هم څوکۍ یې اشغال کړې او که یې څه نه وي زده هم تشه یې ډکه کړې نور یې څه کوي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د کمپیوټري تذکرو پروژه یوه بې ساري پروژه وه چې په افغانستان کې پیل شوه. د دغې بروژې کارونه دا دوه میاشتې کیږي چې طالبان قدرت ته رسیدلي دي، بند دي. د دغې بروژې د اهمیت په پام کې نیولو سره باید د کمپیوټري تذکرو د وېش کار ژر بیرته پيل شي. یوه خبره چې طالبان یې باید په یاد ولري دا ده چې د دوی اسلامي امارت د نړۍ هیوادونه په رسمیت نه پيزني، نو دوی دې لطف وکړي په تذکرو او پاسپورټونو کې دې د خپل امارت نوم نه لیکي.‌

ځواب ورکړئ

ریښتیا هم دا ډېره مهمه او ارزښتمنه پروژه ده، طالبان دې نور وخت نه ضایع کوي او په بیړني ډول دې یې کارونه بېرته پیل کړي.

ځواب ورکړئ