ديپلوماسي

طالبانو ته د غني وروستی اخطار: یا سوله وکړئ یا 'عواقبو ته تیار شئ'

ای اېف پي او سټاف

افغان ولسمشر اشرف غني (منځ کې) د کابل بهیر په نړیوال کانفرانس کې، چې د جون په ۶ مه په کابل کې ترسره شو، خپله وینا اوروي. [شاه مری/ ای اېف پي]

افغان ولسمشر اشرف غني (منځ کې) د کابل بهیر په نړیوال کانفرانس کې، چې د جون په ۶ مه په کابل کې ترسره شو، خپله وینا اوروي. [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- افغان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ / د جون ۶ مه/ طالبانو ته یو وروستی اخطار ورکړ چې یا سولې ته کېني یا «عواقبو ته تیار شي».

ولسمشر د کابل بهیر په نړیوال کانفرانس کې چې له دوه درجنو د ډېرو هېوادونو استازو په کې برخه لرله د سولې لپاره یو قوي التماس وکړ.

غني وویل، «مونږ د سولې لپاره یو فرصت وړاندې کوو، خو دا فرصت به د تل لپاره نه وي،»

«وخت تېرېږي... دا وروستی فرصت دی: یا ګټه ترې واخلئ یا عواقبو ته تیار شئ.»

هغه مشران چې د جون په ۶ مه یې په کابل کې د سولې په نړیوال کانفرانس کې برخه اخیستې وه. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

هغه مشران چې د جون په ۶ مه یې په کابل کې د سولې په نړیوال کانفرانس کې برخه اخیستې وه. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

غني طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د خپلې استازولۍ لپاره دې دفتر پرانیزي، او زیاته یې کړه چې هغه د راتلونکو خبرو د موقعیت په هکله انعطاف څرګندوي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم په خپلو خبرو کې هغه ته ورته سخته لهجه وکاروله.

د هغه په ټوېټر د خپرو شویو معلوماتو په اساس، هغه وویل، «هغو ته چې ځانمرګي بریدونه او ترهګري د وسیلو په توګه استعمالوي، خبر دې وي چې تاسو به بالاخره ناکام شئ،»

'مونږ یو ژوندی ملت یو'

دغه کانفرانس، چې هدف یې په افغانستان کې د امنیت راوستلو لپاره د لارو موندلو په نیت د نړیوالې مرستې جذبول وو، څو ورځې وروسته له هغه ترسره شو چې په کابل کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ټولو سخته وژونکې حمله ترسره وشوه.

په کابل کې د می له ۳۱مې راهیسې چې زورورې لارۍ بمي چاودنې د ښار تر ټولو قوي دپلوماتیکه ساحه، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرني سفارتونه په کې پراته دي، ووهله.

غني کانفرانس ته په خبرو کې وویل، «له ۱۵۰ نه ډېر افغان زامن او لوڼې ووژل شول، او له ۳۰۰ څخه ډېر نور روغتونونو ته په سوي او لاس یا پښه پرې کړي حالت کې ورسول شول،»

پخوا چارواکو د مړو شمېر ۹۰ تنه ښودلی وو.

غني وویل، «مونږ یو ژوندی ملت یو. ترهګر کولی شي چې زمونږ وینه توی کړي، خو هغوی نشي کولی چې زمونږ اراده ماته کړي،»

هېڅ ډلې د دغه برید مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی،په داسې حال کې چې افغان حکومت یې پړه د طالبانو په متحده حقاني شبکه وراچولې ده.

طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي، خو تحلیلګران وایي چې دغه ډله اکثر وختونه د هغو بریدونو مسؤلیت پرغاړه نه اخلي چې زیات شمېر ملکي خلک په کې وژل کیږي.

'افغانان له جګړو نه ستړي دي'

د افغانستان په ولسي جرګه کې د بامیان د خلکو یوې استازې صفورا ایلخاني سلام ټایمز ته وویل، «افغانان له جګړې څخه ستړي دي. دا د افغان حکومت او د حکومت مشرانو پورې اړه لري چې د سولې خبرې په جدي توګه تعقیب کړي او د افغان شخړې لپاره یوه حللاره راوباسي.»

هغې زیاته کړه، چې دا ډېره وختي ده چې وویل شي چې ایا د کابل بهیر به بریالی شي.

هغې وویل، «خو مونږ خوشبین یو ځکه چې هغه نړیوال ملاتړ هم له ځان سره لري،»

د کابل پوهنتون یوه ۲۷ کلن محصل امین الله امین وویل، «افغانان هره ورځ د ترهګرو پر ضد د جګړې قېمت ورکوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا د افغان حکومت او د هغه د نړیوالو متحدانو لپاره د دې وخت دی چې د هغو خواوو مخه ونیسي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او چې جګړه پای ته ورسوي،»

د سولې لور ته یو ګام

پخوانۍ نړیوالې هڅې چې طالبان د خبرو اترو مېز ته راولي ناکامې شوي دي، خو افغان چارواکي او په کابل کې بهرنیو دپلوماتانو د سې شنبې د ورځې کانفرانس د سولې لپاره د پیل د ګام په توګه وستایه.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ / د جون ۵ مه/ وویل، «د کابل د بهیر هدف دا دی چې له سیمې او نړۍ سره په افغانستان کې سولې ته د رسېدلو لپاره یوه موافقه وشي،»

په افغانستان کې د برتانیا سفیر ډومینیک جیرمي د دوشنبې په ورځ وویل، «د کابل بهیر په سیمه کې د هر هېواد لپاره یوه مهمه نښه ده چې د سولې لپاره د افغانستان له هیلو څخه خپل ریښتنی ملاتړ وښیي»،

هغه وویل، «په دې کې د داسې ګامونو اخیستل شامل دي چې هغه ننګونې له منځه وېسي چې د ترهګرو شبکو له خوا رامنځته شوي او د دې مخه ونیسي چې ترهګر له دولتونو یا افرادو څخه ملاتړ ترلاسه کړي،»

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو سفیرهوګو لیورینس د شنبې په ورځ / د جون ۳ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، «دغه کانفرانس به د ټولو هغو خلکو لپاره چې افغانستان ته زیان ور رسوي یو وریادوونکی وي چې افغانان هېڅکله هم یوازې نه دي،»

[له کابل نه نجیب الله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500