کابل -- تر اوسه پورې هېڅ اورپکې ډلې د هغې زورورې چاودنې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی چې د چارشنبې په ورځ / د می ۳۱مه/ د کابل په دپلوماتیکه سیمه کې وشوه، او لږ تر لږه ۹۰ کسان یې ووژل او له ۴۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.
دغه په پراخه کچه غندل شوی برید څرګندوي چې کابل په افغانستان کې د ملکي خلکو لپاره څنګه یو له ډېرو مرګونو ځایونو څخه ګرځېدلی دی.
څنګه چې چوپتیا پراخېږي او د خلکو غوسه زیاتېږي، اصلي مشکوک اړخونه په دې ډول دي:
افغان طالبان
طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي، خو تحلیلګران وایي چې هغوی ته باید په دې برخه کې په کمه سترګه ونه کتل شي.
طالبان چې دا وخت د خپل تش په نامه «پسرلنیوعملیاتو» په نیمایي کې دي -- او هڅه کوي چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه وباسي او دغه هېواد د اسلام په هکله د خپل افراطي تعبیر په اساس اداره کړي -- د یاغیانو تر ټولو لویه او تر ټولو قوي ډله تشکیلوي.
هغوی په ۲۰۰۱ کال کې له واک څخه لیرې کړای شول خو په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو د جنګي ځواکونو له وتلو راهیسې بیا پیاوړي شول، او په پراخه کچه د اطرافي سیمو د لاندې کولو تر څنګ یې د لنډې مودې لپاره مهم ښارونه هم ونیول.
په وروستیو کلونو کې دغه ډله -- چې د خپل عامه اعتبار د ساتلو په برخه کې حساسه ده -- په ملکي هدفونو باندې د حملو د مسؤلیت اخیستلو په برخه کې زړه نازړه کیږي، خو بیا هم تحلیلګران باور لري چې ښایي دا د هغوی یو تکتیکي چال وي.
داعش - د خراسان ولایت
په توپیر سره، داعش په دې کې لږ زړه نازړه کیږي چې د نرمو هدفونو په شمول د خونړیو بریدونو مسؤلیت قبول کړي.
هغوی په کابل کې ګڼې حملې ترسره کړي دي، چې ډېرې یې د چارشنبې د ورځې د حملو په څېر مرګونې وې: په تېر جولای کې هغوی د داسې یوه بمي برید مسؤلیت پرغاړه واخیست چې په ښار کې یې له ۸۰ نه ډېر کسان ووژل.
د مارچ په میاشت کې، هغوی د افغانستان په تر ټولو لوی پوځي روغتون د مرګوني برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. د رسمي معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ۶۰ کسان ووژل شول، چې په بسترونو پراته ناروغان یې په چاقوګانو ووهل -- په داسې حال کې چې ژغورل شویو کسانو او تحلیلګرانو وویل چې په برید کې د طالبانو نښې موجودې وې.
دغې ډلې -- چې تر ډېره له پخوانیو ناراضي طالبانو او د القاعدې له جنګیالیو نه جوړه شوې - له هغه وخت راهیسې چې افغانستان یې په رسمي توګه د خپل «خراسان» ولایت په توګه اعلان کړ په دغه هېواد کې یو څه کشش ترلاسه کړی دی.
د امریکا پوځ تېره میاشت په ننګرهار ولایت کې د داعش پر مورچلو خپل تر ټولو لوی غیراتومي بم وروغورځاوه، او د افغان چارواکو په وینا تر ۹۰ پورې کسان یې په کې ووژل.
که څه هم چې د یادې ډلې ملاتړو د ټولنیزو رسنیو له لارې په کابل کې د چارشنبې ورځې د برید په هکله خوښۍ وښودې، دغې ډلې د خپل ایماق تبلیغاتي اژانس له لارې د حملې مسؤلیت وانه خیست.
د حقاني شبکه
د افغانستان استخباراتي ادارې د دغه برید پړه د طالبانو په متحده حقاني شبکه ورواچوله.
دغه شبکه چې د طالبانو د ډلې مرستیال سراج الدین حقاني یې لارښوونه کوي، په ۲۰۰۸ کال کې د هندوستان په سفارت د هغه بمي برید په شمول چې نژدې ۶۰ کسان یې ووژل، د کابل په زړه کې ګڼې حملې ترسره کړي دي.
پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې د سرحد په اوږدو کې د اورپکو د خوندي ځایونو د په نښه کولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل چې د حقانیانو په شمول ډېر کسان یې له پولې واړول. د هغوی یو ځواک لا هم پاتې دی، خو له څه وخت راهیسې یې یوه لویه حمله نه ده کړې.
القاعده او نورې ډلې
القاعدې ته وروسته له هغه چې په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د یادې ډلې پخوانی مشر اسامه بن لادن ووژل شو ډېر خلک د یوه لګول شوي ځواک په سترګه ګوري.
بیل روګیو چې له لانګ وار ژورنال سره کار کوي، د اپریل په میاشت کې د متحده ایالاتو د کانګرس په وړاندې په خبرو کې وویل، چې هغه یوه غلطي وه او له طالبانو سره د هغې دوه اړخیز ارتباط، چې پیاوړی شوی وو، دا معنی لرله چې «القاعده د خپل بیرغ د لکولو لپاره ډېرې سیمې لري.»
له دې سره سره، القاعدې له کلونو راهیسې په افغانستان کې کوم مهم برید نه دی ترسره کړی، او کتونکي فکر کوي چې دا احتمال نه لري چې هغه دې د چارشنبې د ورځې د برید تر شا لاس ولري.
د تحریک طالبان پاکستان، لشکر طیبه او حرکت المجاهدین په شمول ګڼ پاکستاني ګروپونه په افغانستان کې په نظامي ساحو کې حضور لري، خو باور نه کیږي چې یو دې هم دا ظرفیت ولري چې د کابل د چارشنبې د ورځې برید دې هغوی ترسره کړی وي.