شبرغان -- چارواکي وایي، د جوزجان ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې پروژې رغونه چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (يو اېن ډي پي) یې تمویلوي، پیل شوې ده.
د اوبو رسولو په شپږو پروژو باندې د مرغومي په ۲۲مه کار پیل شو چې ۲.۲ میلیونه افغانۍ (۲۵۰۰۰ ډالر) لګښت پرې راځي.
د جوزجان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رییس اسدالله حمزه وویل، په دې پروژه کې د اوبو د فلزي او کانکرېټي ذخیرو جوړول، د ژورو څاګانو اېستل، د لمریزې برېښنا د سیستمونو او د اوبو رسولو د یوې شبکې نصبول شامل دي.
هغه د مرغومي په ۲۷مه سلام ټایمز ته وویل، «د پروژو د رغونې کار وار له مخه د دغې ولسوالۍ په قبچق، ټنګه، عمرخان، حیدراباد او بټي کوټ ازبکیه کلیو کې پیل شوی دی.»
هغه زیاته کړه، تمه ده چې رغونه د راتلونکیو درې میاشتو په ترڅ کې بشپړه شي.
حمزه وویل، دا پروژه د یو اېن ډي پي له خوا تمویل شوې او د هغه ریاست سره په همکارۍ کې د افغانستان لپاره د کلیو د بیارغونې ټولنې له خوا تطبیق کیږي.
هغه زیاته کړه، «تمه ده چې د دې پروژې په بشپړېدلو سره تر ۷۴۰ کورنیو پورې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.»
هغه وویل، «ځایي کلیوالو له لیرې ځای څخه د خره په وسیله د څښلو اوبو راوړلې. سربېره پر دې، هغوی د ککړو اوبو په څښلو سره په ساري ناروغیو اخته کېدل.»
هغه وویل، «البته، د اوبو رسولو د شبکې جوړول ... به د هغوی د اړوندو ستونزو په حلولو کې مرسته وکړي.»
حمزه وویل، ریاست د خیریه موسساتو په ملاتړ سره پلان لري چې ژر ورته پروګرامونه پیل کړي او د ولایت په نورو سیمو کې د څښلو د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه حل کړي.
د څښلو اوبو ته لاسرسی
د فیض اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، دا پروژه په داسې حال کې پيل کیږي چې له اوبو څخه د پیدا کېدونکیو ساري ناروغیو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او لویانو تر منځ، خطر زیات شوی دی.
د ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد ظریف یاسیني چې ۴۱ کاله عمر لري، وویل، کلیوال مجبور ول چې د ویالو او سیندونو اوبه وڅښي ځکه چې څاګانې وچې شوې وې.
هغه وویل، «له بده مرغه چې د څښلو اوبو ته لاسرسی ډېر کالونه زموږ د کلیوالو لپاره یوه مسئله وه. موږ بې له دې چې د باران اوبه او ناپاکې اوبه وڅښو، بله لاره نه لرله.»
یاسیني وویل، «زموږ ماشومان تقریبا هره ورځ په نس ناستي او قبضیت اخته وي. کله چې زه هغوی ډاکتر ته بوځم، ډاکتر ماته وایي چې موږ ناپاکې اوبه څښو.»
هغه وویل هغه ډېر خوښ دی چې هغه به په درې میاشتو کې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
د ټنګې یوه اوسېدونکي غلام مرتضی محمدي چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، د ټنګې کلي اوسېدونکي مجبور دي چې له یوه سیند څخه اوبه واخلي او سیند د هغوی له کور څخه ۵ کیلومتره لیرې دی او هغوی په دې پوهېږي چې اوبه ناپاکې دي.
هغه وویل، د ټنګې خلکو له ډېرو کالونو راهیسې پاکې اوبه نه لرلې.
هغه زیاته کړه، «اوس چې زموږ ستونزه هواره شوې... موږ ډېر خوشحال شو.»
هغه له محلي مقاماتو او اوسېدونکیو څخه وغوښتل چې د اوبو رسولو شبکې ساتلو ته پام وکړي.
د فیض اباد ولسوال صلاح الدین ایوبي وویل، «د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی له ډېرو کالونو راهیسې د محلي کلیوالو یو خوب و چې اوس په حقیقت باندې بدلېږي.»
هغه وویل، «کلیوال ډېر خوشحال دي او دا پروژه یو حیاتي کار بولي.»
د څښاک د پاکو اوبو برابرول یو ډیر اړین کار دی. له ټولو هغو مرستندویه ادارو څخه چې په دې برخه کې کار کوي یوه نړۍ مننه، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له ادارې څخه چې تل یې له افغانانو سره د اړتیا پرمهال مرستې ترسره کړي دي. نن سبا په افغانستان کې د پاکو اوبو برابرول شدیده اړتیا ده، یو شمېر کورنۍ اوس هم د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري، چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. یو خو د ناپاکه اوبو څښل دي چې لسګونه ناروغۍ پیدا کوي، بله د اوبو راوړل دي، چې یو شمېر خلک دغه چاره پرمیرمنو تر سره کوي، چې دا تر ټولو لوی ظلم او جبر دی، خو له بل پلوه کورنۍ مجبوره دي، چې خپلې اړتیا وي په هر شکل وي پوره کړي. ځکه اوبه یوه حیاتي ماده، پرته له اوبو ژوند نا ممکن دی، نو په دې برخه کې چې څومره کار وشي بیا هم کم دی، دا چاره باید جدي ونیول شي او اساسي غم یې اوخوړل شي.
ځواب ورکړئ3 تبصره
د څښاک اوبه د هر انسان لومړنۍ اړتیا ده. د افغانستان په کلیو او ښارونو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نه لري. زیاتره ماشومان د ناپاکو اوبو په څښلو سره په ساري ناروغیو اخته کیږي. د دې پروژې په بشپړیدلو سره به د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ خلک د څښاک له صحي اوبو څخه برخمن شي. د یُو اېن ډي پي له دې پروژې څخه به ۷۴۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
ځواب ورکړئ3 تبصره
د څښاک پاکې اوبه د انسان د ژوند له لومړنیو اړتیاوو څخه یوه اړتیا ده چې باید انسانانو ته ورکړل شي. که له یوې خوا د طالبانو حکومت وايي چې د حکومت عواید د پخوا په پرتله زیات شوي، خو له بلې خوا د افغانستان خلک د څښاک پاکې اوبه نه لري. دا حالت د حکومت لپاره د شرم وړ دی چې خلک یې نه بریښنا لري او نه پاکې اوبه. دا شرم يوازې اوسني حکومت ته نه، بلکې د جمهوري نظام او تر شا يې نړيوالې ټولنې ته هم رسېږي، ځکه دغو دریو ډلو د دې پر ځای چې د افغانستان خلکو ته لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي، په متحده عربي اماراتو، ترکیې او نورو هېوادونو کې د ځانونو لپاره په زړه پورې وېلاګانې او ماڼۍ جوړې کړې، او پیسې یې پرې ضایع کړي دي. زه له ټولو مسؤلو چارواکو غوښتنه کوم چې ژر تر ژره د افغانستان خلکو ته اساسي اسانتیاوې په ځانګړې توګه اوبه، ډوډۍ، برېښنا، انټرنټ... برابر کړي.
ځواب ورکړئ3 تبصره