اقتصاد

په جوزجان کې د اوبو لګولو پروژې ۲۵۰ کسانو ته موقت کاري فرصتونه برابر کړي دي

د محمد قاسم راپور

د سیف دي چلډرن له خوا د کار په بدل کې د نغدو پیسو د ورکړې په لړ کې، مزدورکاران د لیندۍ په ۳مه د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په جګدلک سیمه کې یو نهر پاکوي. [عکاس: عتیق الله ابراهیم زاده]

د سیف دي چلډرن له خوا د کار په بدل کې د نغدو پیسو د ورکړې په لړ کې، مزدورکاران د لیندۍ په ۳مه د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په جګدلک سیمه کې یو نهر پاکوي. [عکاس: عتیق الله ابراهیم زاده]

جوزجان -- د جوزجان شاوخوا ۲۵۰ اوسېدونکي په یوه میاشتنۍ پروژه باندې کار کوي ترڅو د ولایت مرکز شبرغان په درې سیمو کې اوبو ته لاسرسی پراخ کړي.

سیف دي چلډرن، غیرحکومتي موسسې چې مرکز یې په لندن کې دی، دا پروژه تېره میاشت د افغانستان د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې ریاست سره په همکارۍ کې پيل کړله.

په دغه ولایت کې، د افغانستان د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې ریاست رییس سراج الدین سراجي وویل، «دا پروژه د لیندۍ په ۱ پیل شوه او تر یوې میاشتې پورې به دوام ومومي. هر کارکوونکی به د ورځې ۴۵۰ افغانۍ (۵.۱۵ ډالر) ترلاسه کړي.»

هغه وویل، کارکوونکي «د ولایتي مرکز ایمشیک، مرنجان او جګدلک سیمو کې د اوبو لګولو نهرونه پاکوي... څو د خروبو اوبه په اسانۍ سره زراعتي ځمکو ته ور وبهېږي.»

سراجي وویل، دې کانالونو د سېلاوونو او د اوبو د ډېرښت په موسمونو کې په جوزجان کې د بزګرانو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړې وې.

د دې پروژې لوی هدفونه دا دي چې د اوبو ځایي سرچینې غښتلې او د اوبو نهرونه بیا را ژوندي او پراخ کړای شي.

هغه زیاته کړه، دغه راز دا پروژه د دې لپاره پيل شوې وه چې په کلیو کې کاري فرصتونه رامنځته او فقر او لوږه له منځه وېوړل شي.

سراجي وویل، کارکوونکي به په کلیو کې د اوبو لګولو هغه نهرونه چې د اوبو د سطحو په لوړېدلو سره او د سېلابونو له لاسه خراب یا ډک شوي ول، بیا ورغوي.

د عبدالقدیر په نامه یوه ۶۰ کلن بزګر چې په ایمشیک کې ۵ جریبه ځمکه لري، وویل، «له بده مرغه چې طبیعي پېښو په وروستیو کالونو کې د اوبو لګولو کانالونه ویجاړ کړي، او اوبه په وخت سره ځمکو ته نه رسیږي.»

هغه وویل، «په نتیجه کې، ډېرې داسې ځمکې چې دوه فصلونه به یې کول په یو فصله ځمکو باندې اوښتي، او د حاصلاتو اندازه یې هم کمه شوې ده.»

هغه چې د را روان کال فصل ته هیله من و، وویل، «موږ بزګران دا توان نه لرو چې دا نهرونه پخپله بیرته ورغو.»

عبدالقدیر وویل، «موږ ډاډمن یو چې په راتلونکي کال کې به له خپلو فصلونو څخه ښه حاصلات واخلو. که نهرونه او د اوبو بندونه بیرته ورغول شي، نه یواځې دا چې زموږ د اوبو سرچینې به په صحیح توګه مدیریت شي بلکې زموږ بزګران به هم وکولی شي چې له خپلو ځمکو څخه په بهتر ډول استفاده وکړي، او خپلې ځمکې په کال کې دوه ځلې وکري.»

هغه زیاته کړه، له بزګرانو سره مرسته کول به وطني تولیدات زیات او اقتصاد ته وده ورکړي.‌

د بې وزلۍ او لوږې پر ضد مبارزه

هغه کسان چې په دې پروژه کې برخه اخلي، د کلیو د نهرونو پاکول د خپل مالي حالت د ودې په لور یو ستر ګام بولي.

د شبرغان یوه اوسېدونکي محمد موسی صفدري چې ۴۶ کاله عمر لري، وویل چې هغه په دې پروژه باندې کار کوي ترڅو د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لپاره نفقه ترلاسه کړي.

هغه وویل چې کورنۍ یې د هغه د وظیفې له لاسه ورکولو څخه وروسته له سختې لوږې سره مخامخ شوې وه.

صفدري وویل، «بې وزلي او بې کاري ډیره زیاته ده، ځکه چې هېڅ کارونه نشته... ما د خپلې کورنۍ لپاره د خوړو برابرولو بله هېڅ لاره نه لرله.»

هغه د لیندۍ په ۸مه وویل، «له نېکه مرغه چې زه له یوې اونۍ راهیسې د کانال پاکولو په پروژه کې کار کوم. زه د ورځې ۴۵۰ افغانۍ ګټم، او خوښ یم چې د یوې میاشتې په مخه یوه وظیفه لرم.»

د شبرغان یوه بل اوسېدونکي محمد رستم چې ۳۸ کاله عمر لري او په دې پروژ کې کار کوي، وویل چې هغه هم په تېر کال کې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ و او اوس خوښ دی چې یوه وظیفه لري او معاش په کې ترلاسه کوي.

هغه وویل، «زما اقتصادي وضعیت ډېر خراب و. ما په ورځ کې یواځې د یو وخت ډوډۍ لپاره پیسې لرلې، او ډېر سخت وخت راباندې راغلی و.»

هغه وویل، «زه هره ورځ د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې کار کوم. هر کس چې له ما سره کار کوي غریب او بې کاره دی. دا پروژه له موږ ټولو سره مرسته کوي چې په خپل دسترخوان باندې یوه مړۍ ډوډۍ کېږدو.»

هغه زیاته کړه، «زه په دې خوښ یم چې کار کوم او کولی شم چې د خپلې کورنۍ لپاره یو مشروع خرڅ وګټم.»

رستم وویل، «زه هیله لرم چې زه به وکولی شم خپل کار ته دوام ورکړم او خپل هېواد جوړ کړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا واقعیاً د خوښۍ ځای دی چې د خلکو لپاره دا ډول ګټورې پروژې پلي کیږي. موږ هیله لرو چې دا ډول پروژې زیاتې شي او ډیر خلک په پرمختیایي کارونو کې ښکیل شي. له یوې خوا دا ډول پروژې د لنډې مودې لپاره له بې وزلو کورنیو سره مرسته کوي. له بلې خوا، دا د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لامل کیږي چې په اوږد مهال کې د خلکو لپاره د تولید سرچینې او عاید رامینځته کوي. موږ د داسې پروژو له ټولو مرسته کوونکو مننه کوو. مننه

ځواب ورکړئ

د ژمي په را رسیدو سره به د دغو کارونو ترسره کول تر ډیره حده ودرول شي او هغه کارګران چې د څو ورځو لپاره په کار بوخت وو بیرته به خپل کار له لاسه ورکړي او هیڅ عاید به نه لري. زه نه پوهېږم چې کومې موسسې او نورې ملي او نړیوالې مرستندویه موسسې او د هغوی مرسته کوونکي هېوادونه په دې برخه کې کوم پلان او پروګرام لري چې په ژمي کې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي او که نه؟ له سلام ټایمز څخه مې غوښتنه ده چې دا پوښتنې د دغو موسسو له مسولینو سره شریکې کړي او په راتلونکي ژمي کې د دوی له پلانونو مونږ خبر کړي. ستاسو د هڅونکو خبرونو له امله ډیره مننه.

ځواب ورکړئ

زه د داسې خبرونو په لوستلو نهایت د خوښۍ حس کوم، خو تاسو یقین په خدای وکړئ چې بهرني مؤسسات څومره هم په افغانستان کې فعالیت کوي خپل ځان او کارمندانو ته یې کوي نه افغانانو ته. افغانانو ته ډېرې کمې پیسې ورکوي. یا د ورځې ۳۰۰ یا هم ۵۰۰ افغانۍ نورې پیسې چې د بشري مرستو په نوم مصرفېږي هغه ټولې بهرني کسان وړي. افغان چارواکو څو ورځې مخکې وویل چې افغانستان ته د بشري مرستو په نوم کومې پیسې راځي افغانستان بانک ته نه ورکول کېږي. نو چې افغانستان بانک ته نه ورکول کېږي معلومېږی چې حیف و میل کېږي. پخوا هم چې کومې پیسې افغانستان ته راتلې بېرته په خپله مخه تلې (له افغانستان بېرته وتلې) او اوس هم بهرنیان په سلو کې ۷۰ سلنه پیسې بېرته وباسي. کنه دې برخه کې دې څېړنه وشي.

ځواب ورکړئ

موږ هر هغه دولتي یا غیر دولتي سازمان ته چې زموږ لپاره کار کوي، ښه راغلاست وایو. په افغانستان کې که د اوبو یو کانال جوړ شي یا کانال پاک شي، افغانستان به جوړ شي. د کانالونو په جوړولو او د کانالونو په پاکولو سره به مو وطن جوړ شي او کرنه به مو وده وکړي. زموږ کرنيزې ځمکې ډېرې شوې. افغانستان ورځ تر بلې د کرنې په برخه کې پرمختګ کوي. دا حقیقت به چې زموږ ځمکې خړوبې شي ښې پایلې ولري. زموږ کروندګر باید د خوراکي توکو په برخه کې پر ځان بسیا شي او زموږ کروندګر باید هڅه وکړي چې افغانستان د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا کړي. افغان حکومت باید د کانالونو د پراختیا په پروژو کې د کار کولو لپاره جدي هڅې وکړي. که افغانستان د غنمو له پېرلو څخه خلاص شي، په یاد ولرئ چې افغانستان به باثباته شي. زموږ خلک یا کروندګر باید هڅه وکړي او نهرونه پخپله پاک کړي. له بل چا څخه دا تمه مه کوئ چې ستاسو لپاره ستاسو وطن جوړ کړي. د بېلابېلو موسسو دا پروګرامونه تل نه وي، او تاسو باید دا تمه ونه کړئ چې موسسې به تل زموږ لپاره کار وکړي، نو هڅه وکړئ او خپل وطن جوړ کړئ. افغانستان د افغانانو دی، تر څو چې افغانستان د ژوند کولو لپاره جوړ نه کړو، بل څوک به زموږ وطن جوړ نه کړي. تېر څو کالونه ښه تجربه وه.

ځواب ورکړئ

د ابادۍ خبر لوستل ځانګړی خوند کا. له مسؤلو چارواکو مو هیله ده چې ابادۍ ته کش ورکړي، خلک ته کار پیدا کړي، ستونزو ته یې رسېدنه وکړي، پانګونه وکړي؛ هغه که په هره برخه کې وي. مؤسسات دې هم په هغه ځای پیسې مصرف کړي چې په ریښتیا ورته اړتیا وي او یو انسان ترې مستفید کیدای شي.

ځواب ورکړئ

د هیواد د پرمختګ په اړه خبرونه دې ډېر شي. موږ له موسسو او حکومت څخه غوښتنه کوو چې خلکو ته کار پیدا کړي او د کار لپاره معاش ورکړي. یو وخت زموږ کلي ته یوه موسسه (نوم یې رانه هېر شو) راغلې وه، دوی زموږ د کرنیزو ځمکو د ویالو د پاکولو په بدل کې موږ ته غنم راکړل. په دې کار سره به زموږ د کروندو هغه ویالې چې د سیلابونو له امله ویجاړې یا ډکې شوې وې، جوړې او پاکې شوې. همدا ډول غنم هم د کار په بدل کې ورکړل شول. نو ستونزه دا ده چې خلکو ته د کار پیدا کول د دولت او د هیواد د سوکالۍ دنده ده. زموږ د هیواد د بیا رغولو او ښه ژوند لپاره کار روان دی.

ځواب ورکړئ

د وطن د ابادۍ خبرونه دې ډېر شه. له موسساتو او حکومت څخه مو غوښتنه ده چې خلکو ته کار پیدا کړي او د کار په بدل کې اوجره ورکړي. یو وخت زمونږ کلي ته هم یو موسسه راغلې وه (نوم یې زما هېر دی)، زمونږ د زراعتي ځمکو د ویالو د پاکولو په بدل کې به یې مونږ ته غنم راکول. دې سره به زمونږ کروندو ته هغه ویالې چې د سیلابونو له امله تخریب شوې یا ډکې شوې وې، جوړې او پاکې به شوې. همدا راز د کار په بدل کې به غنم هم راکول شول. نو خبره دا ده چې ولس ته کار پیدا کول د حکومت ذمه واري او د وطن ښېرازي ده. کار په کار دی تر څو هېواد مو راجوړ او د ښه ژوند خاوندان شو.

ځواب ورکړئ