اقتصاد

د سمنګانو اوسېدونکيو له سېلاوونو څخه د خوندیتابه د مهمې مرستې هرکلی وکړ

د محمد قاسم راپور

په عکس کې چې د تېر لړم په ۱۲مه خپور شوی، د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې په ډبرو جوړېدونکی یو کانال لیدل کیږي چې د ۲۰۰۰ اېکره [۴۰۴۶ جریبه] زراعتي ځمکې په خړوبولو کې به مرسته وکړي او ۲۰۰ کورنیو ته به ګټه ورسوي.‌ دغه راز، دې پروژې د سیمې ۴۰ کارګرانو ته موقت کارونه برابر کړي دي. [د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم)/ټوېټر]

په عکس کې چې د تېر لړم په ۱۲مه خپور شوی، د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې په ډبرو جوړېدونکی یو کانال لیدل کیږي چې د ۲۰۰۰ اېکره [۴۰۴۶ جریبه] زراعتي ځمکې په خړوبولو کې به مرسته وکړي او ۲۰۰ کورنیو ته به ګټه ورسوي.‌ دغه راز، دې پروژې د سیمې ۴۰ کارګرانو ته موقت کارونه برابر کړي دي. [د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم)/ټوېټر]

سمنګان -- د سمنګان ولایت اوسېدونکیو تېره میاشت د جاپان او د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړۍ وال سازمان (آی او اېم) له خوا د تمویل شویو څلورو پرمختیایي پروژو د بشپړېدلو هرکلی وکړ.

محلي مقاماتو وویل، دغه پروژې د سلواغې په ۳مه ګټه اخیستونکیو ته وسپارل شوې.

په هغو کې د استنادي دېوالونو، پلچکونو او د اوبه خور د یوه کانال جوړول، او دغه راز د ولایت په مرکز ایبکو او دوو نورو ولسوالیو کېد سېلاوي ساحو پاکول شامل دي.‌

په سمنګان کې د آی او اېم ویاند عشرت الله عقیل وویل، دا نوی بشپړ شوی استنادي دېوال ۳۰۲ متره اوږد او ۳ متره لوړ دی، او هغه پلچکونه چې د ایبکو په آق پیکل کلي کې جوړ شوي دي ۳ متره پلنوالی لري.

د جاپان او د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) له خوا تمویل شویو پروژو کې د استنادي دېوالونو، پلچکونو او د اوبه خور د یوه کانال،‌ او دغه راز د ولایت په مرکز ایبکو او دوو نورو ولسوالیو کې د سېلاوي ساحو پاکول شامل دي. [آی او اېم/ټوېټر]

د جاپان او د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) له خوا تمویل شویو پروژو کې د استنادي دېوالونو، پلچکونو او د اوبه خور د یوه کانال،‌ او دغه راز د ولایت په مرکز ایبکو او دوو نورو ولسوالیو کې د سېلاوي ساحو پاکول شامل دي. [آی او اېم/ټوېټر]

هغه وویل، دغه راز په پروژو کې د حضرت سلطان ولسوالۍ په آسیاب اباد کلي کې د اوبه خور د یوه ۲۵۰ متره اوږده کانال جوړول، او د خرم و سارباغ ولسوالۍ په زاو کلي کې د ۱۷۷ متره سېلاوي ساحې پاکول شامل دي.

هغه زیاته کړه، په دغو پروژو، چې د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې بشپړې شوي دي، له ۷۷۰۰۰ ډالرو څخه ډېر لګښت راغلی دی.‌

عقیل وویل، «له دې پروژو څخه په ایبکو او حضرت سلطان او خرم و سارباغ ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ کورنۍ ګټه اخلي.»

هغه وویل، «په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د اوبه خور د کانال بشپړول او په خرم و سارباغ ولسوالۍ کې د سېلاوي ساحې پاکول له ۸۰۰ هکتارو [۴۰۰۰ جریبو] څخه ډېره ځمکه خړوبوي او په سلګونو کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه برابروي.»

هغه زیاته کړه، «موږ له خلکو سره د هغو پروژو له لارې چې د طبیعي پیښو خطرونه کموي د اقلیم د بدلون سره سمون کې مرسته کوو.»

د سېلاوونو د خطرونو کمول

د سمنګان ولایت اوسیدونکو وویل، د استنادي دیوال او د سیلاوونو د کانالونو جوړول یوه مرسته ده، ځکه چې د کورونو د ویجاړیدو خطر کموي.

د آق پیکال د کلي یوه قومي مشر، محفوظ الله شریفي چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، «له بده مرغه، په دې سیمه کې په تیرو وختونو کې د سېلاوونو د مخنیوي لپاره هیڅ استنادي دېوالونه نه ول. د کورونو په ویجاړولو سربیره، سیلاوونه به په زرګونو هکتاره زراعتي ځمکه زیانمنه کړي.»

هغه وویل، «خو اوس د استنادي دېوال په وسیله زموږ ځمکې له سېلاوونو څخه خوندي شوي دي.»

شریفي وویل، پخوا موسمي سېلاوونو ډېر کورونه ګواښل او کورنۍ یې مجبورولې چې له سیمې څخه وځي.

هغه وویل، «شاوخوا ۲۰۰۰ کورنیو چې د سیند په اوږدو کې پرتې وې په وېره کې ژوند کاوه، او د سېلاو په موسم کې د سېلاوونو له خطر سره مخامخ وې.»

هغه وویل، «خو اوس هغوی ډېر خوشحال دي چې د سېلاوونو ګواښ له منځه تللی او دغه دېوال به د خطرناکو سېلاوونو مخه ترې واړوي.»

د اسیاب اباد کلي یوه اوسېدونکي شمس الدین نظري چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل، پخوا ټول اوسېدونکي په ځانګړې توګه بزګران د اوبه خور د کانال د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ ول.

هغه وویل، «پخوا په دې کلي کې د اوبه خور کانال نه و. له زراعتي ځمکو څخه په کال کې یواځې یو ځل حاصل اخیستل کېده، خو اوس د دې کانال له برکته چې له عصري میتودونو او موادو څخه په استفادې سره رغول شوی دی، بزګران کولی شي چې خپلې ځمکې دوه ځلې وکري.»

هغه وویل، «دا کانال له ۴۰۰ هکتارو څخه زیاتې زراعتي ځمکې ته د لګولو اوبه برابروي.»

هغه زیاته کړه، «زه باوري یم چې راتلونکی کال به زموږ بزګران له خپلو ځمکو څخه په لوړه سطحه حاصلات ترلاسه کړي.»

ډېره مهمه بېخبنا

په سمنګان کې د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې رییس احسان الله احسان وویل، دغه ډول پروژې د خلکو د ژوند او معیشتونو لپاره «ډېرې مهمې» دي.‌

هغه وویل، «په تېرو کالونو کې زموږ خلکو ته ډېر سخت زیانونه ور رسېدلي دي. له دې امله، هغوی په بېلابېلو برخو کې ملاتړ ته اړتیا لري.»

هغه زیاته کړه، «موږ هڅه کوو چې د پروژو د تطبیق په لور داسې کلک ګامونه واخلو چې طبیعي پېښې کمې او زموږ د خلکو اړتیاوې پوره کړي.»

احسان وویل، «مرستندویې ادارې باید د بېخبنا د داسې پروژو تطبیقول خپل لومړیتوب وګرځوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نړۍ د یو وجود حیثیت لري. په وجود کې چې هر غړی په تکلیف وي، حتمي ده چې بل به هم د نا راحتۍ احساس کوي. همدا شان د نړۍ هېوادونه هم د نړۍ د وجود د غړو په څېر دي. جاپان د افغانانو یو ریښتینی دوست دی. د افغانستان په بیا ابادۍ کې یې بې له شکه رغنده رول لوبولی. د جاپان په اړه یو ښه مثال په ننګرهار کې د مرحوم ناکامورا یادولی شو. هغه د کونړ د سیند په مهارول کې رغنده رول درلوده. ناکامورا د ننګرهار د خېوې او کامې په ولسوالیو کې ډېر کار وکړ. د لغمان کمېېري دښتې ته یې هم د کونړ د سیند اوبه ورسولې. د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې یو تفریحي پارک هم جوړ کړ خو د افغانستان او د مظلومو افغانانو دښمنانو په ځآنګړې توګه د ګاونډیانو د هغه دغه خدمتونه رداشت نه شو کړای، بالاخره و یې واژه. د یادونې ده چې افغانان هم په هیڅ ډول د چا ښه له یاده نه باسي. ډاکټر ناکامورا چې اصلا د جاپان و او افغانستان ته یې ډېر خدمتونه وکړل، د افغانانو یو افتخار دی او وي به. افغانانو د هغه د یاد ساتلو لپاره په ننګرهار کې یو څلی جوړ کړ تر څو زمونږ راتلونکي نسلونه هم دا هغه د ښو کړنو له امله د هغه احسان ومني. افغانانو سره چې چا ښه کړي، ښه یې یادوي خو چې چا ورسره بد کړي، په هیڅ ډول یې هېروي هم نه. افغانان د نړۍ له ټولو هېوادنو سره ښې اړیکې غواړي. ښې اړیکې د ژوند کولو لومړنی بنسټ او راز دی. راځئ چې یو له بل سره ښې اړیکې ولرو. په ښو اړیکو کې درناوی او کامیابي ده. جاپان او د مهاجرت نړیوال سازمان به د دوی د ښو کړنو له امله د افغانانو په زړونو ذهنونو کې حتما ځای ولري. دا چې غریب افغان ملت یې له یاده نه دی ایستلی ، دوی دې خوښ وي. په دې هیله چې دوی په افغانستان کې په نورو بنیادي برخو کې هم کار وکړي.

ځواب ورکړئ

دا ډول پروژې کولی شي د سمنګان ولایت د خلکو په ژوند کې بدلون راولي. د استنادي دیوالونو، د اوبو لګولو د کانالونو، پلچکونو جوړول او د سیلابونو د ساحو پاکول حیاتي کارونه دي. جاپان او د مهاجرت نړيوال سازمان د سمنګانو ولايت خلک خوشحاله کړي او د دغو کليو خلک خوښي څرګندوي. همدارنګه د مهاجرت نړیوال سازمان د ۴۰ بې وزلو کسانو لپاره د کار مناسب شرایط رامنځته کړي دي. بسپنه ورکوونکي سازمانونه باید دا ډول زیربنایي پروژو ته چې د افغانستان د نورو ولایتونو خلک ورته بیړنۍ اړتیا لري، لومړیتوب ورکړي. د اوبولګولو د دغه کانال په جوړېدو سره به زموږ کروندګر په راتلونکي کال کې ډېر حاصلات ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

د بندونو او استنادي دېوالونو جوړول خورا بهتر کار دی. هم به اوبه زیرمه شي د راتلونکي لپاره هم به د ځنګلاتو په جوړښت کې مرسته وکړي، هم به خلکو ته د اوس او راتلونکي لپاره کاري فرصتونه ایجاد شي، هم به د هغو اوبو مخنیوی وشي چې په مفتو کې نورو هیوادونو ته بهیږي، ځمکې زمونږ وړي او ګټه یې نورو ته رسیږي او ګڼې نورې ګټې د دا ډول کارونو رسیږي...

ځواب ورکړئ