چاپیریال

د کابل د اوبو کموالي کارپوهانو او عامو خلکو ته د خطر زنګ وغږاوه

د نجیب الله راپور

افغانان د چنګاښ په ۱۵مه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په یوه کتار کې ولاړ دي چې د یوه خصوصي شرکت له خوا راوړل شوې اوبه واخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان د چنګاښ په ۱۵مه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په یوه کتار کې ولاړ دي چې د یوه خصوصي شرکت له خوا راوړل شوې اوبه واخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په داسې حال کې چې د افغانستان د نورو سیمو خلک د وچکالۍ له امله د اوبو له کموالي سره مخامخ دي، د کابل اوسیدونکي د اوبو د سخت کموالي په هکله اندېښمن دی.

د کابل ښار د ۱۸مې ناحیې اوسېدونکي ۲۰ کلن محمد رضا امیني چې په کتار کې ولاړ و، وویل، «زه هره ورځ د سهار له ۶ بجو څخه تر ۸ بجو پورې د اوبو لپاره په کتار کې درېږم.»

هغه وويل، «هره ورځ، له سهار څخه تر ماښامه پورې، په سلګونو خلک په جومات کې له نل څخه چې له یوې ژورې څاه سره تړلی دی، اوبه اخلي.»

په کابل ښار کې د شخصي استوګنځایونو ډېرې څاګانې، حتی هغه څاګانې چې له ۷۰ تر ۸۰ مترو ژورې وې، وچې شوي دي. هغه زياته کړه، هغه کسانو چې وس لري له ۱۲۰ څخه تر ۱۵۰ مترو پورې ژورې څاګانې کيندلي دي.

افغان ماشومان د چنګاښ په ۱۵مه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په یوه کتار کې ولاړ دي چې د یوه خصوصي شرکت له خوا راوړل شوې اوبه واخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان ماشومان د چنګاښ په ۱۵مه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په یوه کتار کې ولاړ دي چې د یوه خصوصي شرکت له خوا راوړل شوې اوبه واخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

۲۷ کلن تمیم یارمل چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی دی وویل، د ورځې له یو نه تر دوو ساعتونو پورې د اوبو په ترلاسه کولو لګېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه په یوه دولتي اداره کې کار کوم او باید د سهار په ۸ بجو په کار کې واوسم. د سهار له لمانځه وروسته، زه باید ۱۰ دقیقې مزل وکړم چې د اوبو کتار ته ورشم او دفتر ته له تګ څخه مخکې اوبه راوړم.»

هغه زیاته کړه، «زمونږ په کور کې څاه یو کال مخکې وچه شوه، او زه نشم کولی چې لا ژوره څاه ولرم، نو مجبور یم چې زمونږ په سیمه کې د یوې بهرنۍ مرستندویې موسسې له خوا جوړ شوي نل څخه اوبه راوړم.»

د کابل ښار د پنځلسمې ناحيې د هنګرانو د سيمې يوه دوکاندار حفيظ الله چې ۲۹ کاله عمر لري، وويل، کورنۍ يې له يوه خصوصي شرکت څخه چې د دوى په سيمه کې يې د اوبو سيستم جوړ کړى، اوبه اخلي.

هغه وويل، «له بده مرغه، په دې ورځو کې د نل اوبه يواځې نيم ساعت دوام کوي، چې کافي نه دي. د اوبو فشار هم کم دی، نو مونږ بايد اوبه واخلو. مونږ بايد د هر متر مکعب اوبو لپاره ٦٠ افغانۍ (٠.٦٩ ډالر) ورکړو،»

هغه زیاته کړه، «د کالیو مینځلو په ورځو کې مونږ مجبور یو چې د ټانکرونو اوبه واخلو او د هر لیټر په بدل کې ۱ افغانۍ ورکړو، ځکه چې د نل اوبه کافي ندي.»

د نفوس ډېرېدل او د اوبو د سطحې ښکته کېدل

د چاپېریال د چارو شنونکي او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې پخواني چارواکي محمد کاظم همایون وویل، بېلابېل عوامل په کابل کې د اوبو د زېرمو د کمېدو سبب شوي دي.

همایون وویل، «د ۱۳۵۷ د ماسټر پلان په اساس، د کابل نفوس ۷۰۰ زره اټکل شوی و، خو اوس په دغه ښار کې شپږ میلیونه خلک ژوند کوي.»

هغه زیاته کړه، په ورته وخت کې افغانستان له وچکالۍ سره مخامخ دی، چې باران په کې کم اوري.

هغه وويل، «پخوا په افغانستان کې د اورښت منځنۍ کچه له ٢٢٠ څخه تر ٢٥٠ ملي مترو پورې وه، خو د اقليمي بدلون له امله اوس له ٢٠٠ ملي مترو څخه کمه ده.»

په کابل کې د چاپېریال ساتنې یوه بل کارپوه صمد علي یزداني په کابل کې د اوبو د کمښت لامل د حکومت او اوسېدونکو له کلونو بې غوري بولي.

یزداني سلام ټایمز ته وویل، «د ژورو څاګانو کیندل، په ځانګړې توګه د لوړ پوړو ودانیو د مالکانو له خوا، د شنو ځمکو غصب او په هغو باندې د ودانیو جوړول، د کرنې لپاره د څښاک د تازه اوبو کارول او د لمبا د حوضونو او د موټرونو د مینځلو لپاره د اوبو کارول د سطحې اوبه له منځه وړي، او دا خلک دې ته هڅوي چې د ځمکې لاندې اوبو څخه کار واخلي،»

هغه زياته کړه، د اوبو کچه هر کال له ۱ څخه تر ۵ مترو پورې راټيټه شوې، چې له امله يې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې څاګانې وچې شوې دي.

یزداني وویل، «که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، د کابل ښار د اوبو بحران به ډېر ژر یوه جدي او اندېښمنه مسئله وګرځي او بیا به د حل لاره ورته نه وي.»

جدي اقدام ته اړتیا ده

د چاپېریال ساتنې د ادارې پخواني چارواکي همایون وویل، چارواکي باید د اوبو د مصرف په هکله بیاکتنه وکړي او د ضیاع د مخنیوي لپاره یې د فیس اخیستنې پالیسي غوره کړي.

هغه زیاته کړه، «د اوبو سرچینې لکه د قرغې بند او د حشمت خان ډنډ باید پاک شي، او د قرغې بند تر څنګ باید د اوبو یو بل جوړښت جوړ کړای شي څو د ذخیره کولو ظرفیت زیات شي او د کابل تر ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي.»

هغه وویل، «هغه کانالونه یا ایکوسیستمونه چې د کابل د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کوي باید د ښار د ۱۳۵۷ کال د ماسټر پلان پر بنسټ وپېژندل شي او پاک شي، څو د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د ښکته کېدلو مخه ونیسي.»

هغه وویل، «افغانستان یوه استثنایي قضیه ده چې په کې د څښاک اوبه د کروندو او ونو د خړوبولو لپاره کارول کیږي ... د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره باید د ښار له بهر څخه راتلونکې اوبه یا د استوګنې او سوداګریزو ودانیو بېرته راتاو شوې اوبه وکارول شي.»

هغه زیاته کړه، د خلکو لپاره باید د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړای شي.

یزداني وویل، «د وچکالۍ اصلي مسؤلیت د حکومت پر غاړه دی، او عام خلک هم مسؤل دي،» او زیاته یې کړه چې د اوبو بحران سملاسي اقدام ته اړتیا لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

11 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د اوبو کموالي د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې تشویش را پیدا کړی دی. د دې اصلي لامل دا دی، چې افغانستان کې حکومتونو اوبه ښه مدیریت نه شوې کړی. که چیرته اوبه ښه مدیریت شي، د افغانستان قدرې اوبه په ګاونډیو هیوادنو کې نشته، ټول به افغانستان ته احتیاج وي. که چیرې لویې لویې د اوبو زخیرې جوړې شي او د بارانه اوبه په کې زخیره کړی شي، هم به د اوبو د کموالي مخه ونیول شي او ترڅنګ به یې په خوږو اوبو کې زیاتوالی راشي، خو دا هر څه په یوه ښه مدیریت پورې اړه لري.

ځواب ورکړئ

۲- ایران د هلمند معاهدې خلاف د سیند کین لورته په سلګونه واټر پمپونه لګولي چې هر کال په سلګونه میلیونه متر مکعبه اوبو د پورته کولو ظرفیت لري او د معاهدې خلاف د سیند له بستر څخه اوبه پورته کوي. ۳- اخندان پر دې باور دي چې که په افغانستان کې هر حکومت وي. دوئ سره باید د یو تعامل له مخې مخته ولاړ شي او داسې څوک باید را مخته نشي چې دوئ سره د دقیقې محاسبې له مخې حساب وکړي او دا باور یې سم دی ځکه په تېر کې هم همداسې شوي او اوس هم دا چاره روانه ده. ۴- ایرانیانو د معاهدې خلاف د هلمند سیند ته د سیند په دلتا کې څلور لوی مصنوعي ذخیرې چې تقریبا د شپږ ملیارده متر مکعبو څخه زیاتې اوبه ذخیره کوي جوړې کړي او د کهک بند په واسطه ورته اوبه ګرځوي. او په دغه برخه کې یې سیند دومره ژور کړی چې زموږ لاندینیو ولسوالیو کنګ او چخانسور په ابي او سیلابي کلونو کې د څښاک اوبه نه رسیږي. ځکه دوئ نغواړي د درېوو نقطو په تعین او د اندازه ګیرۍ الاتو په لګولو سره ځان محدود کړي. ۵- ایران د هلمند معاهدې خلاف د سیند په وروستۍ نقطه کې د ګلمیر ۱ او ګلمیر ۲ په نامه لوی کانالونه کندلي چې د زراعت او څښاک اوبو لپاره ترې استفاده کوي او نغواړي دغه کانالونه وه تړل شي. ۶- که چیرته درې نقطې جوړې او د اندازه ګیرۍ الات ولګول شي په هغه صورت کې بیا ایران د حقابې مطابق اوبه تر لاسه کوي او د زیاتو اوبو اخیستلو څخه لاسونه لنډیږي نو ایران نغواړي داسې یو څه وشي د همدې لپاره نوي موضوعات او جنجالونه رامخته کوي تر څو اصله موضوع شاته پاتې شي. په اخر کې د یو داسې ورځې په هیله چې موږ له شخصي ګټو څخه ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړو، پرېکړو مو په عقدو او احساسانو نه وي ولاړې. خبره مو د وطن او ولس لپاره وي.

ځواب ورکړئ

۲ - موږ د دې ټولو ستونزو او امنیتي تهدیداتو سره سره بیا هم دغه موضوع ته لومړیتوب ورکړ، ځکه پوهېدو چې جمهور رئیس غني ته تر هر څه د اوبو مدیریت لومړیتوب لري. زموږ ټیم پر دې باور و که په دغه برخه کې موږ له ولسمشر څخه هر ډول غوښتنه وکړو هغه به یې درېغ نه کړي. هماغه و چې په ګډه جلسه کې مو ایرانیانو ته په صراحت سره وویل چې موږ په دهراود سټېشن کار پيل کو او دا کار به هتمي کوو. د خپل کاري ټیم سره له مشورې وروسته ته مې جمهور رئیس غني سره ځینې معلومات او وړاندیزونه شریک کړل، ولسمشر غني په هماغه ورځ له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره جلسه ونیوله او د جلسې پرېړه پر دې شوه چې دا کار باید د ملي امنیت لوی ریاست د خپل ولسي نفوذ او اوپراتیفي پیسو پر مټ تر سره کړي. هماغه و چې ملي امنیت د خپل ولسي نفوذ پر مټ او په ډیرو مالي امکاناتو سره وشو کولی چې په ساحه کې د کار زمینه برابره کړي او موږ په ډیرې تېزۍ سره په ساحه سټېشن نصب کړ او دغه تاریخي مسؤلیت مو تر سره کړ. راځم اصلې موضوع ته، زه باور لرم چې ډیری هېوادوالو سره به دا پوښتنه وي چې ولې ایران نغواړي درې نقطې مشخصې شي تر څو د هلمند معاهده په بشپړ ډول تطبیق شي؟ ۱- د اندازه ګیرۍ ارقامو ته په کتو ایران په تېرو څلوېښتو کلنو کې یواځې له هلمند سیند څخه په اوسط ډول د ۲.۵ څخه تر ۳ میلیارده متر مکعبه نه زیاتې اوبه تر لاسه کړي. ایران خپل لورته د هلمند معاهدې خلاف د ۱۲۰۰۰۰ هکټارو نه په زیاته اندازه ځمکه اباده کړې او څو لویو ښارونو ته څښاک اوبه د همدې سیند څخه برابروي او د هلمند اوبو ته څېرمه یې په ملیاردونو ډالره سرمایه ګذاري کړې.

ځواب ورکړئ

کله به چې د هلمند معاهدې اړوند له ایراني اړخ سره د افغان لوري بحث و، مقابل لوري به همیش په ناستو کې دا دوه ستونزې د پيغور په ډول افغان لوري ته مخته کولې. لومړی د هلمند سیند د سیلابونو مدیریت او دوهم د دهراود د اوبو اندازه کولو سټېشن نصب کول و او ضروري هم وه چې افغان حکومت باید دغه کارونه کړي وی ځکه د دهراود سټېشن د هلمند معاهده کې د ملا تیر حیثیت درلود او لري یې. د دغه دواړو ستونزو د حل لپاره موږ لومړی د سیلابي اوبو د کنټرول په موخه په ډیره لویه قرباني، تر سختو امنیتي تهدیداتو او جنجالي حالت کې د کمال بند تکمیل کړ او د سردار داود ارمان مو پوره کړ، چې دا د افغانستان د اوبو مدیریت په تاریخ کې بې ساری اقدام و. دوهم کار د دهراود سټېشن نصبول و کوم چې د هلمند معاهدې د تطبیق لپاره نهایت مهم کار و، دا چې د دهراود سټېشن نصبولو لپاره هغه وخت موږ ته څومره ستونزې جوړېدې/شوې. زه فکر کوم دلته به یادونه مناسبه نه وي او شاید د لوستلو حوصله یې ونه لرئ. خو څو عمده ټکي به یې تاسو سره شریک کړم. تر څو هېوادوال پر دې پوه شي چې د ایران په اوړو کې څومره شګه ده... ۱- ایران د دهراود سټېشن نصبول افغانستان ته په یوه حیثیتي مسئله بدل کړی و، ایران په اخره اندازه هڅه کوله تر څو د دهراود سټېشن مخه ونیسي او افغان لوری مجبور و تر څو دا کار وکړي که په هره قربانۍ کیږي. اخندان ډاډه ول چې افغان لوری نشي کولی ځکه دوئ د سټېشن ممانعت لپاره په سیمه کې وران کارو ته پوره امتیازات ورکول تر څو په اصلي نقطه کې د سټېشن د نصبولو مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

موږ په ټینګار سره ویلي چې ایران سره باید لومړی دغه درې عمده موارد معلوم شي او له هغه وروسته ورته اوبه پرېښودل شي. بغیر له دغو ور سره خبرې کول او اوبه پرېښودل زموږ پر زیان دي. ځکه افغانانو د هلمند معاهدې د لاسلیک وروسته په لومړي ځل د کمال خان بند د تړلو سره د هلمند سیند د اوبو واک تر لاسه کړ او د معاهدې د تطبیق لپاره یو زرین چانس په لاس راغی. خو له دې ټولو سره سره مسؤلینو د واک په لومړیو وختونو کې د شرایطو د عادي ښودلو په خاطر د معاهدې څخه څو چنده زیاتې اوبه د ایران لورته خوشې کړې. د اوبو دومره پرېمانه خوشې کول په داسې حال کې چې د معاهدې پورته درې مواردو څخه یو هم تطبیق شوی نه و دا طلاي چانس یو ځل بیا په اوبو لاهو شو او ایراني لور ته یو ځل بیا فرصت برابر شو تر څو د اصلي ستونزې د حل پر ځای نور سیاسي مسائیل را مخته کړي او افغان لورو یو ځل بیا په اصطلاح تورو توتو پسې ولیږي او دوئ خپل فشارونه زیات کړي. موږ څو څو ځله له ایراني اړخ سره په دې اړه بحثونه کړي او دا راته جوته شوې که افغان لوری ایران ته د هلمند سیند ټولې اوبه ور خوشې کړي بیا به هم اخندان خوشحاله نه کړي او نه به یې پر دې قانع کړي چې ګني موږ دوئ ته د خپل حق څخه زیاتې اوبه ورکړي. موږ باور لرو چې ایران هېڅکه د هلمند معاهدې تطبیق نه مني او نه دا مني چې دوئ دې حاضر شي تر څو د هلمند پر سیند لګېدلي واټر پمپونه او څو نور کانالونه چې د معاهدې خلاف دي وه تړي. په هر صورت زه غواړم د خپل ماموریت په دوران کې د هلمند معاهدې پر تطبیق ځینې مسائیل مطرح کړم.

ځواب ورکړئ

د هلمند معاهدې اړوند د ایراني اخندانو متشدد، تېز او هوښيارانه ګواښونه او د افغانستان د ملایانو سرپرست حکومت پڅ او کمزوری دريځ! د هلمند معاهدې د تطبیق په موخه په کراتو کراتو ایراني اخندانو د افغانستان د ملایانو سرپرست حکومت ګواښلی او غوښتنه یې دا ده چې د هلمند معاهده دې د دوئ د توقع مطابق پوره تطبیق شي. په دې وروستیو کې د ایران ملایان په خورا متشدده، خشنه، ګواښوونکي لهجه او په ډیره ځیرکتیا سره د حقابې د تطبیق غوښتنه کوي. خو له بلی خوا د افغانستان د ملایانو سرپرست حکومت یې په مقابل کې په اعلامیه کې داسې وضاحت ورکوي چې ګني ځان ملامت او اخندان سلامت ښاي. زه نه پوهېږم طالبان د کوم مجبوریت له مخې د ایران پر وړاندې دومره کمزوری او ملامت دريځ خپلوي. یا دا د دوئ سیاست مجبوریت دی او که میدان خالي دی د جواب ویلی څوک نشته، او که دوئ فکر کوي چې ایران سره د بحث او ډیالوګ څوک نشته، بیا دغلته هم خطا وتلي؛ ځکه موږ په داخل د هېواد کې قوي مسلکي او متخصص ټيمونه لرو تر څو ایران سره د حقابې اړوند بحث وکړي او یوې مطلوبې نتیجې ته ورسیږي او ایرانیان تل د دي متحد ټیم څخه په شکایت وه او په شکایت به و اوسئ. د ملایانو سرپرست واکمن مسؤلینو ته یو نیم کال وړاندې موږ د هلمند معاهدې د اسانه تطبیق اړوند ځینې مسائیل مطرح کړي ول. موږ په وضاحت سره ویلي و چې لومړی باید ایران ته اوبه د اندازه ګیرۍ په اساس خوشې شي. دویم د هلمند سیند چپ اړخ ته پر پوله د ایران لخوا په سلګونه واټر پمپونه د معاهدې خلاف نصب شوي چې په کال کې په سلګونه میلیونه متر مکعب اوبه باسي دغه واټر پمپونه باید له مینځه ولاړ شي او درې هغه نقطې معلومې شي چې په کومو کې ایران ته اوبه ورکول کیږي.

ځواب ورکړئ

د هلمند د معاهدې اړوند دا لیکنه چې په څو تبصرو کې خپره شوه، هیله ده حریص ګاونډیان پرې غور وکړي، ویې لولي او بیا د هلمند سیند/اوبو او حقابې په هکله په ډېر احتیاط سره خبرې وکړي.
درنښت
خان محمد تکل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د اوبو چاررو د تنظیم ملي ادارې رئیس

ځواب ورکړئ

د اوبو کمښت یوه خطرناکه ستونزه ده، ځکه اوبه د ژوند سرچینه ده. له اوبو پرته ژوند ناشونی دی. دولت مکلف دی چې د اوبو د مهارولو لپاره د اوبو بندونه او ذخیرې جوړ کړي، څو زموږ هېواد له داسې وچکالۍ سره مخامخ نه شي او خلک مکلف دي چې اوبه خوندي کړي، څو د هېواد راتلونکی نسل له منځه لاړ نه شي. دا یوه جدي مسئله ده چې باید پر وړاندې یې غږ پورته شي، او حکومت باید د دې ستونزې مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

د اوبو له کارونې سره احتیاط پکار دی. په افغانستان کې وچکالۍ چینې او کارېزونه وچ کړل! زموږ په سیمه د اوبو سطحه بېخي ټیټه شوې او په ځینو ساحو کې څاګانې وچې شوې، له بده مرغه چې موږ د اوبو په کارولو کې اوس هم احتیاط نه کوو، د اوبو د سپما لپاره ځینو اروپایي هېوادونو د اوبو د پایپ په کارولو بندیز لګولی او څوک نه شي کولای چې سړکونه او کورونه په اوبو پریمینځي؛ خو دلته بیا زموږ بې پروایي او تمبلي وګوره! که خپلې اوبه د خپلې اړتیا له مخې ونه کاروو؛ نو د نفوسو له ډېرښت سره به د اوبو کمښت یو بل ناورین وي.

ځواب ورکړئ

د اوبو د سپمولو تر څنګ باید حکومت اوبه وکري. د جمهوریت په دوره کې، حکومت د ډبلیو اېف پي او نورو موسساتو په همکارۍ سره د کابل ښار احمدشاه بابا مېنې سره نژدې غونډیو او د غره اړخ کې په سلګونو کندې واېستلې چې د باران او واورې اوبه په کې وکري. که دغه کندې وخت په وخت وڅارل شي او ونې په کې کېنول شي، کېدی شي چې هم هوا صافه وساتي او هم اوبه ذخیره کړي. داسې باید د کابل ښار خواوشا غونډیو او دښتو کې همدا پروسه عملي کړای شي. بله خبره دا ده چې زرغونې ساحې باید زرغونې وساتل شي. په هغو ساحو کې چې د پخواني ماسټر پلان په اساس زرغونې ساحې وې او خلکو غصب کړي دي، باید کورونه یې ړنګ شي او هغه سیمې زرغونې شي چې د چاپېریال د تخریب او د اوبو د ضیاع مخه ونیول شي. د دې تر څنګ باید د نویو ژورو څاګانو په اېستلو باندې بندیز ولګول شي. او له هغو خلکو نه چې ژورې څاګانې یې اېستلي دي، د هرې څا په سر ۱۰ - ۲۰ زره افغانۍ ټولې کړای شي او له پغمان او نورو خواوشا ساحو څخه پرې ښار ته د څښلو اوبه راوستل شي. سربېره پر دې، باید د ښار له کانالیزیشن څخه وتونکې اوبه تصفیه شي او د څښلو لپاره بیرته ریسایکل شي.‌

ځواب ورکړئ

د اوبو کمښت په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په کابل کې تر ټولو لویه او جدي ستونزه ده. تر څو چې دولت د اوبو په برخه کې سم مدیریت ونه کړي او د اوبو لویې زیرمې جوړې نه کړي، دا ستونزې به نه یوازې حل نشي، بلکې لا به پسې زیاتې شي او خلک به د وخت په تېرېدلو سره له زیاتو ستونزو سره مخامخ شي. خلک دې هم د اوبو په مصرف کې احتیاط وکړي، په خپلو کورونو کې دې بې دلیله نلونه خلاص نه پرېږدي، په خپل ځای کې دې د څاګانو او ژورو څاګانو له کیندلو ډډه وکړي، ځکه اوبه ژوند دی او هر انسان باید د اړتیا په صورت کې ترې استفاده وکړي.

ځواب ورکړئ