د یوې سختې او دوامداره وچکالۍ په غبرګون کې، چارواکي او اوسیدونکي په هرات ولایت کې د اوبو د مخ په ډیریدونکي کمښت د حل لپاره یوه پراخه هڅه پیل کړې ده.
د دغې هڅې په پایله کې تر دې دمه له ۸۰،۰۰۰ څخه ډیرې جذبونکې څاګانې کيندنل شوې دي، چې د عامه مؤسسو او ځایي ټولنو ترمنځ د بیړنۍ اړتیا او همغږۍ څرګندونه کوي.
د دې څاګانو موخه د باران او موسمي واورو جذبول دي، تر څو د باران او ویلي شوې واورې اوبه ځمکې لاندې ته رهبري شي او خالي شوي اکوافر بیرته تغذیه کړي.
د افغانستان په ځینو برخو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه تر خطرناکه حده راټیټه شوې، چې په کورنیو، کرنې او اساسي خدمتونو باندې یې فشار زیات کړی.
چارواکي دغه پروژه د یوه عملي غبرګون په توګه ګوري چې پر موجودو سرچینو تکیه کوي، په داسې حال کې چې اوسیدونکي په مستقیم ډول د اوبو د ساتنې هڅو کې ګډون کوي.
د ټولنې په مشرۍ اقدام
عبدالله احمدي، د هرات د اوبو او انرژۍ د وزارت تخنیکي مشاور، په ښاري او عامه سیمو کې د جذبونکو څاګانو په کیندلو کې د چټک پراخوالي راپور ورکړ.
طلوع نیوز د هغه په حواله نقل کړې چې، «د جذبونکو څاګانو کیندل تر بازارونو، حمامونو، د موټر مينځلو تر ځایونو، صنعتي پارکونو، حکومتي دفترونو، پوهنتونونو، ښوونځیو او جوماتونو پورې غځیدلي دي.»
هغه وویل، «دا پروسه هره ورځ روانه ده او زموږ تخنیکي کارکوونکو لخوا په دقت سره څارل کېږي ترڅو اغېزمنتیا یې ډاډمنه شي.»
د ټولنې پیاوړی ګډون د دې ابتکار یوه مهمه ځانګړتیا ګرځېدلې ده، چې په کې ځايي سازمانونه په فعاله توګه مالي او لوژستیکي ملاتړ کوي.
په هرات ښار کې، د میوو د خرڅوونکو اتحادیې دلوړ تګ راتګ لرونکو تجارتي سیمو کې د ګڼو څاګانو د تمویلولو له لارې مخکښ رول لوبولی دی.
طلوع نیوز د عبدالاحد رحماني، د اتحادیې رئیس، له قوله راپور ورکړی چې د اوبو د له منځه تلو لوړې کچې ته په کتو سره، ګډ اقدام ضروري وو.
هغه وویل، «په یوه ۱۶،۰۰۰ متره مربع سیمه کې، د دوی تر نظارت لاندې ۲۱ څاګانې چې هره یوه یې ۱۵ متره ژور ده، کیندل شوي دي.»
رحماني د دې تدابیرو په اړه هیله څرګنده کړه چې د اوبو ضایع کېدل کموي او د راتلونکو نسلونو لپاره د اوبو شتون یې خوندي کړي.
اوږدمهاله اغیزې
د چاپېریال متخصصین ټینګار کوي چې د جذبونکو څاګانو ستراتیژي په زیاتیدونکي ډول ضروري ده،ځکه چې د ځمکې لاندې اوبو استخراج پرله پسې زیاتېږي..
جاسم اسلمی، د چاپېریال متخصص، وویل چې د ځمکې لاندې اوبو د بې باکه کارونې له امله د اوبو طبیعی زیرمې نشی کولای اوسني ضرورت ته ورسیږي.
هغه وویل، «د ځمکې لاندې اوبو په کارولو کې د پام وړ زیاتوالي سره، موږ باید د باران اوبه په ټولو ممکنه لارو جذب کړو.»
هغه وویل، «دا څاګانې زموږ د ځمکې لاندې اوبو لپاره یوه حیاتي سرچینه ده، نه یوازې په محلي کچه بلکې د پراخه چاپېریال لپاره هم.»
په کانالونو او ویالو کې د باران اوبه اکثراً بې ګټې پاتې کیږي، خو جذبوونکو څاګانو ته د دې اوبو لېږدول د ځمکې لاندې اوبو سره بیا یوځای کوي او بیا کارول کیږي.
چارواکي، متخصصین، او اوسیدونکي په ګډه سره د ټولنې دغه هڅه د هرات د اوبو د راتلونکي لپاره حیاتي ګام ګڼي.
![په هرات ښار کې په دغه بې نېټې عکس کې یوه جذبونکې څاه ښودل کیږي. [محمد یوسف سعیدی/X]](/cnmi_st/images/2026/02/06/54409-herat-585_329.jpg)