اقتصاد

حکومتي پروژو په بغلان کې کاري فرصتونه او هیلې رامنځته کړي دي

د هدایت الله راپور

د زمري په ۲مه د بغلان ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې د یوه ۱۲ کیلومتره اوږده سړک د رغونې کار روان دی. [د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

د زمري په ۲مه د بغلان ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې د یوه ۱۲ کیلومتره اوږده سړک د رغونې کار روان دی. [د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

کندوز -- چارواکي وایي،‌ په داسې حال کې چې د طالبانو بریدونو په هېواد کې د سولې هڅې له ننګونې سره مخامخ کړي، افغان حکومت د داسې پرمختیایي پروژو په پلي کولو سره چې په بغلان ولایت کې به په زرګونو خلک په کار وګوماري، د یوه بهتر راتلونکي هیله ورکوي.

د بغلان والي محمد اکبر بارکزي سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت ژمن دی چې د هېواد بېخبناوې جوړې کړي، او زموږ هدف دا دی چې د بغلان په ۱۴واړو ولسوالیو کې بېلابېلې پروژې پلې کړو څو اوسېدونکي ډېرو او بهترو خدمتونو ته لاسرسی ولري.»

د بغلان د اقتصاد ریاست رییس عیان ساپي وویل، تېر کال د بغلان په مرکز پلخمري او د بغلان ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې څه ۲۴۹ پرمختیایي پروژې پلې شوې.‌

هغه وویل، له ۶۰۰ څخه ډېرې د بېلابېلو کچو پروژې تر کار لاندې دي چې زرګونه کاري فرصتونه یې برابر کړي دي.

افغان ماشومان د ۱۳۹۴ د کب په ۲۵مه، له طالب اورپکو څخه د سیمې د بېرته نیولو لپاره له څو اونیو سختې جګړې څخه وروسته، د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د سرتیرو ننداره کوي. [شاه مری/ای اېف پي]

افغان ماشومان د ۱۳۹۴ د کب په ۲۵مه، له طالب اورپکو څخه د سیمې د بېرته نیولو لپاره له څو اونیو سختې جګړې څخه وروسته، د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د سرتیرو ننداره کوي. [شاه مری/ای اېف پي]

هغه وویل، پرمختیایي پروژو په هغو سیمو کې چې دغه خدمتونه په کې وړاندې کېږي د زرګونو هغو کورنیو چې د سړکونو، پلونو او کلینیکونو د نشتوالي او دغه راز د څښلو اوبو او ښوونې او روزنې د نشتوالي په ګډون، له ډېرو ننګونو سره مخامخ وې، د ژوند په ښه کولو کې مرسته کړې ده.

ساپي وویل، دغه کار د بغلان بڼه بدله کړه.‌

نوموړي وویل، «افغانستان د نړۍ والې ټولنې په مرستو متکي دی. د هغوی په دوامدار ملاتړ سره به هېواد وده او پرمختګ وکړي، او موږ به وکولی شو چې هغه ننګونې چې په بېلابېلو برخو کې ورسره مخامخ یو له منځه وېسو.»

ډېر کاري فرصتونه او بهتره ټرانسپورټ

د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رییس محمد رسول عرفان وویل، د کال له پیل راهیسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په ټولیز ډول د ۳۲۲ میلیونو افغانیو (۴ میلیونو ډالرو) په لګښت له ۴۳ څخه ډېرې پروژې پیل کړي دي.

تر اوسه پورې په بغلان کې له دغو پروژو څخه د ۲۷۹ میلیونو افغانیو (۳.۶ میلیونو ډالرو) په لګښت ۲۴ پروژې بشپړې شوي دي.

عرفان وویل، «د بېخبنا په پروژو کې د اوبو لګولو کانالونو، استنادي دېوالونو، پلونو او د اوبو لګولو د سیستمونو او دغه راز د سړکونو د قیر کولو او جغل اچولو په ګډون د بېخبنا پروژې شاملې دي.»

د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالعلي نهري وال چې د خپلو یو شمېر کلیوالو ملګرو تر څنګ یې د یوه ۸ کیلومتره اوږده ځایي سړک په جغل اچولو کې څلور میاشتې کار وکړ، وویل، «په پروژه کې د کار کولو پر وخت زما عواید د دې لپاره کافي وو چې د خپلې کورنۍ لګښت پرې برابر کړم.»

هغه وویل، «ما هېڅکله هم د ستړیا احساس ونه کړ ځکه چې ما ترې ګټه ترلاسه کوله او په ورته وخت کې مې د خپل هېواد په رغونه کې برخه اخیستله. کاش چې سوله او ثبات وای، او موږ د خپلو عامه او د خیر ښیګڼې د بېخبناوو ویجاړېدل نه لیدلی.»

یوه ۴۲ کلن کارګر عبدالرسول وویل چې د ۱۳۹۹ له وري راهیسې هغه په پلخمري کې د کرکر پله په رغونه کې شپږ میاشتې کار وکړ او له دې لارې هغه د خپلې کورنۍ لګښت پوره کاوه.

هغه وویل، «ټول افغان ځوانان د یوې دندې د موندلو هیله من دي ترڅو د خپل هېواد په پرمختګ او بیارغونه کې برخه واخلي. موږ هیله لرو چې حکومت نورې پروژې هم پلې کړي څو وزګار ځوانان په خپلو کلیو کې کاري فرصتونه ومومي او ګاونډیو هېوادونو ته په تګ مجبور نشي.»

د پلخمري یوه مشر اوسېدونکي محمد امین افضلي وویل هغه ډېر خوښ دی چې د ده د سیمې په سړک باندې جغل واچول شو.

هغه وویل، «پخوا موږ نشوای کولی چې په اسانۍ سره د خپلې کورنۍ غړي د اړتیا پر وخت کلینیک ته ورسوو. بزګرانو نشوای کولی چې خپل حاصلات بازار ته انتقال کړي.»

افضلي وویل، «خو اوس حالاتو مثبت بدلون کړی او هغه ستونزې حل شوي دي.»

د پلخمري تر څنګ د ډنډ غوري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عزت الله خاکسار وویل، هره پروژه چې حکومت یې پلې کوي کلیوالو ته خوښي ورکوي ځکه چې هغه کاري فرصتونه رامنځته کوي او خدمتونو ته لاسرسی اسانوي.

خاکسار وویل، دا چې په تېر وږي کې د ده په کلي کې ۳ کیلومتره سړک باندې جغل واچول شو، اوس ناروغان او بزګران کولی شي چې په اسانۍ سره پلخمري ښار ته سفر وکړي.‌

د سولې لپاره هیله

له پنځو میاشتو څخه ډېره موده وشوه چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې بین الافغاني خبرې روانې دي، خو طالبانو بیا هم د تاوتریخوالي د لارې تعقیبولو ته دوام ورکړی دی.

په بغلان ولایت کې له یادې ډلې څخه غوښتنې کېږي چې تاوتریخوالی وغندي او د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي.‌

د پلخمري یوه اوسېدونکي غلام صدیق عمري وویل، که افغانستان سوله او ثبات ولري حکومت کولی شي چې لا نور رغنیز کار ترسره کړي.‌

هغه وویل، «زه د یوه افغان وګړي په توګه، په طالبانو باندې غږ کوم چې تاوتریخوالی پرېږدي، وینه تویول ودروي او د سولې پروسې سره یوځای شي. که سوله او ثبات وي، موږ کولی شو هغه پيسې چې په امنیت باندې یې لګوو هغه په افغانستان کې د بیارغونې په کار باندې ولګوو.»

په بغلان کې د سیاسي چارو یوه شنونکي نعمت الله ذاکر وویل چې هغه د افغان حکومت او طالبانو د هیئتونو تر منځ د سولې د خبرو راتلونکي ته ډېر هیله من دی.‌

هغه زیاته کړه، دواړه لوري باید خپله دښمني او اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د مدني ټولنې فعال حفیظ الله ابراهیمي وویل، د نورو پروژو پلي کول به بالاخره هغه کسان چې د حکومت پر ضد جنګ کوي دې ته وهڅوي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د هغو ځواکونو برخه وګرځي چې هېواد جوړوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حکومت باید په ساختماني او پرمختیایي پروژو سربېره هڅه وکړي چې د کرنې په سکتور کې له بزګرانو سره همکاري وکړي، ځکه چې افغانستان یو زراعتي هېواد دی او د دې هېواد خواوشا ۷۰٪ خلک د زراعت په کارونو باندې بوخت دي. د زراعت په سکتور کې حکومت ډېر لږ کار کړی دی. مونږ اوس هم د مېوو، ترکاریو، غنمو او وریژو په څېر زراعتي تولیدات راواردوو، په داسې حال کې چې افغانستان د هر فصل لپاره ډېره ښه خاوره او غوره اقلیم لري. د افغانستان مڼې، د افغانستان انار، د افغانستان انګور، د افغانستان هندواڼې او بالاخره د افغانستان هر ډول تازه او وچې مېوې په نړۍ کې مشهورې دي، ځکه چې ټولې طبیعي دي. د نورو هېوادونو مېوې مصنوعي دي، لاکن د افغانستان کاملاً طبیعي دي، نو حکومت ته په کار ده چې په هېواد کې د زراعت د پرمختګ له لارې د خلکو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي او د خلکو او هېواد اقتصاد ته وده ورکړي.‌ کله چې د خلکو اقتصاد وده وکړي، جنګ به په اتومات ډول پای ته ورسېږي ځکه چې یو زیات شمېر ځوانان چې مخالفینو استخدام کړي دي د بې کارۍ له وچې ورسره بوخت دي.‌

ځواب ورکړئ