امنیت

په کندوز کې د طالبانو له خوا ځانمرګي برید ته روزل شوی ماشوم تسلیم شو

د هدایت الله راپور

سید مختار چې ۱۳ کاله عمر لري په دې هکله معلومات ورکوي چې هغه څنګه د طالبانو له خوا ولېږل شو چې په کندوز ولایت کې یو ځانمرګی برید ترسره کړي. پرځای یې، هغه د چنګاښ په ۵مه چارواکو ته تسلیم شو. [د کندوز امنیه قومانداني]

کندوز -- چارواکي وایي، یوه ۱۳ کلن هلک چې طالبانو ورته حکم کړی وو چې ځانمرګی برید ترسره کړي، د روانې میاشتې په لومړیو کې په کندوز ولایت کې ورسپارل شوی کار ترسره نه کړ او ځان یې امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړ.‌

د پولیسو په وینا، ۱۳ کلن سید مختار وویل، «زه د طالبانو له ظلمونو څخه په تنګ شوم. ما د ځانمرګي برید واسکټ د چاردرې سیند کې وغورځاوه او پولیسو ته تسلیم شوم.»

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري د چنګاښ په ۵مه وویل، طالبانو پنځه کاله مخکې د کندوز ولایت په چار دره ولسوالۍ کې د سید په کور د یوه برید په ترڅ کې د هغه مور او پلار ووژل.‌

اکبري وویل، د سید پلار په کمانډو ځواکونو کې کار کاوه.

سید مختار چې ‍۱۳ کاله عمر لري په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۵مه د کندوز ښار کې اخیستل شوی دی، لیدل کیږي. [د کندوز امنیه قومانداني]

سید مختار چې ‍۱۳ کاله عمر لري په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۵مه د کندوز ښار کې اخیستل شوی دی، لیدل کیږي. [د کندوز امنیه قومانداني]

هغه وویل، «دا ۱۳ کلن ماشوم پنځه کاله ... له مولوي مصطفی سره، چې په چار دره ولسوالۍ کې د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو او په لاس جوړېدونکو چاودېدونکو توکو د جوړونکيو نظارت کوي، اوسېده، او دې ماشوم هلته ترهګریزه روزنه ترلاسه کړې.»

اکبري وویل، طالبانو سید د یوه ځانمرګي برید لپاره تیار کړی، او د ځانمرګي په واسکټ کې یې لېږلی وو، خو د ترهګرو له دې هڅو سره سره چې د هغه له معصومیت څخه یې ناوړه استفاده کوله، سید پخپله پریکړه وکړه چې د هغوی لاره تعقیب نه کړي.

زه ډار شوی وم

سید خبریالانو ته وویل، هغه ته د طالبانو په بند کې له ۱۰ څخه تر ۱۵ نورو کسانو سره یوځای نظامي او تکتیکي روزنه ترلاسه کړه.

سید طلوع نیوز ته وویل، «طالبانو زما دوه ورونه کابل ته ولېږل چې ترهګریز بریدونه ترسره کړي، او زه کندوز ته توظیف شوی وم. هغوی وویل چې زه باید خپل ځان په داسې یوه سیمه کې وچوم چې ډېر خلک په کې راټول وي یا د واده په کومو مراسمو کې چاودنه وکړم.»

هغه وویل، «زه راغلم، خو ډار شوی وم .»

سید وویل، طالبانو زما یو ورور دوه کاله مخکې کابل ته ولېږه. بل یې د غبرګولي په میاشت کې ولېږه. هغوی ۱۴ او ۱۶ کاله عمرونه لرل. دواړه ووژل شول.‌

هغه وویل،‌ «څو کاله وشول چې زه د خپلو خویندو د ځای ځایګي په هکله معلومات نه لرم چې ښایي وژل شوې یا په چا باندې خرڅې شوي وي.»

د سید په وینا، د ده خویندې د تښتول کېدلو پر مهال ۸ او ۱۰ کلنې وې.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین طلوع نیوز ته وویل، «دا د هغو ظالمانه کارونو یو مثال دی چې طالبانو د تېرې یوې نیمې لسیزې په ترڅ کې کړي دي. »

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چنګاښ په ۵مه په یوه ټویټ کې دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل، «په زرګونو کسان چې د ځانمرګو بریدونو ترسره کولو ته چمتو د نوبت لپاره انتظار کوي، او چې داسې ده بیا ولې موږ له ماشومانو څخه کار واخلو؟»

د سید حالت د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو د موجودیت په هکله په کندوز ولایت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د چارواکو اندېښنې تازه کړي دي.

په کندوز کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ماشومانو د حقونو د څانګې د سیمه ییزې څانګې رییس بسم الله وزیري وویل، طالبان له ماشومانو څخه په بمي بریدونو او ځانمرګو بریدونو کې د وسلو په توګه کار اخلي او هغوی هم د اورپکو په توګه استخداموي.

هغه وویل، «ډېر ماشومان مجبور شوي چې له یادې ډلې سره یوځای شي، او که هغوی د دوې [طالبانو] غوښتنې ونه مني، طالبان یې کورنۍ ګواښي.»

وزیري د هغه ځانمرګي برید مثال ورکړ چې د تېر وږي په میاشت کې د کندوز ښار په سر چوک څلورلاري کې ترسره شو، ۷ افغانان یې ووژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل.‌

چارواکو وویل، بریدګر یو ماشوم وو.‌

ماشومان د شخړې اصلي قربانیان دي

سره له دې چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوندي کولو لپاره ډېرې هڅې شوي دي، خو بیا هم ماشومان د وسله والو نښتو اصلي قربانیان دي.

اکبري وویل،‌ «تېر کال، موږ د کندوز ښار په حضرت سلطان، عمرخېل، کټه خېل او نورو برخو کې چاپې ترسره کړې چې په ترڅ کې یې موږ یو شمېر طالب جنګیالي چې کمکي ځوانان وو ونیول.»

هغه وویل، په ۱۳۹۴ کې چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو کندوز له طالبانو څخه بېرته ونیو، په سر دوره سیمه کې د هغو ماشومانو جسدونه وموندل شول چې په جنګ کې وژل شوي ول.

هغه وویل، «حکومت قوانین لري، او کله چې موږ په چاپو کې ماشومان ونیسو، موږ یې د ماشومانو د چارو محکمې ته وړاندې کوو.»

په کندوز کې یوه قومي مشر عبدالعلي کریمي وویل، طالبان په بې رحمانه توګه ملکي خلک وژني، دولتي شتمنۍ ویجاړوي او د ملکي خلکو کورونه په نښه کوي.

هغه وویل،‌ «طالبان هېڅکله د ماشومانو پر وړاندې رحم نه کوي. هغوی له ماشومانو څخه د ځانمرګو او ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي، په داسې حال کې چې حکومت ورته تعلیمي او د زده کړې فرصتونه برابروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ماشومانو نه ۤپه جګړه کار اخیستل او هغوی جنګ ته هڅول یو ستر ظلم او د بشر حقونو څخه سرغړونه ګڼل کیږي. طالبان او نور ترهګرې ډلې باید دغه کار ونګړي. د بشر حقونو خپلواک کمیسیون باید ددغسې کړونه پر ولاړندې باید چپ پاتې نشي او له طالبان او نورو تروریستي ډلو وغواړي چې د ماشومانو څخه په جګړه کې کار وانخلي.

ځواب ورکړئ

په جنګ کې له ماشومانو څخه استفاده له بشري حقونو څخه یوه ښکاره سرغړونه ده. د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په زرونو ماشومان په جنګ کې استخدام کړل او هغوی یې مجبور کړل چې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي. اکثر وختونه طالبانو ماشومانو ته داسې نظر ورکړی چې هغوی به د ځانمرګي برید له ترسره کولو څخه وروسته بیرته راژوندي شي.‌ اکثرو هغو ماشومانو چې د ځانمرګو بریدونو له ترسره کولو څخه مخکې حکومت ته تسلیم شوي دي، ویلي دي چې، طالبانو هغوی ته ویل چې د ځانمرګو بریدونو له ترسره کولو څخه وروسته به هغوی بېرته راژوندي شي. په جنګ کې د ماشومانو استخدام د طالبانو لپاره ګټور دی، ځکه چې هغوی بې ګناه او ناپوه دي او مغزونه یې ژر تغیر کوي. طالبان کولی شي چې هغوی داسې جوړ کړي چې هر ډول بریدونه چې هغوی غواړي پرې ترسره یې کړي.

ځواب ورکړئ