امنیت

آزاد شوي طالب بندیان د سولې هوکړه لیک په نه پام کې نیولو سره د جګړې ډګر ته ستانه شوي

د عمر راپور

پخواني طالب جنګیالي د چنګاښ په ۲۱مه د هرات له زندان څخه له خوشې کېدلو وروسته، د هرات د والي د دفتر په ودانۍ کې لیدل کیږي. [د هرات د والي دفتر]

پخواني طالب جنګیالي د چنګاښ په ۲۱مه د هرات له زندان څخه له خوشې کېدلو وروسته، د هرات د والي د دفتر په ودانۍ کې لیدل کیږي. [د هرات د والي دفتر]

هرات -- افغان چارواکي هغو ګڼ شمېر طالب جنګیالیوته په اشاره چې د بین الافغاني خبرو د یوه مخکې شرط په توګه له زندانونو څخه ازاد، او اوس د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي، وایي، طالبان په خپل نیت کې ریښتني نه دي.

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري وویل، طالبانو له هغو ژمنو څخه چې له متحده ایالاتو سره یې د سولې په هوکړه کې کړې وې یوه هم نه ده پوره کړې، او پرځای یې د بې ګناه افغانانو وژلو ته دوام ورکړی دی.

هغه وویل، «هغه راپورونه چې ولايتي شورا له ځایي خلکو او قومي مشرانو څخه ترلاسه کړي دي، ښيي چې، د هرات په ډېرو ولسوالیو کې ګڼ شمېرطالب جنګیالي د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي دي.»

هغه وویل، د هرات ولایت په یو شمېر برخو کې د تاوتریخوالي د ډېرېدلو له سببونو څخه یو دا دی چې له زندان څخه خوشې شوي اورپکي د جګړې ډګر ته بېرته ستانه شوي دي.

افغان امنیتي ځواکونه د لړم په ۱۲مه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په سرکاري باغ کې د طالب اورپکو پر ضد په عملیاتو کې برخه اخلي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د لړم په ۱۲مه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په سرکاري باغ کې د طالب اورپکو پر ضد په عملیاتو کې برخه اخلي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

ښځینه افغان معترضینو د ۱۳۹۹ د وږي په ۲۶مه د یوه تلپاتې اوربند د اعلانېدلو لپاره د غوښتنې په لړ کې د یوه مارش په ترڅ کې بیرغونه پورته کړي او شعارونه ورکوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو څخه ملاتړ څرګند کړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

ښځینه افغان معترضینو د ۱۳۹۹ د وږي په ۲۶مه د یوه تلپاتې اوربند د اعلانېدلو لپاره د غوښتنې په لړ کې د یوه مارش په ترڅ کې بیرغونه پورته کړي او شعارونه ورکوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو څخه ملاتړ څرګند کړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د کب په میاشت کې، له متحده ایالاتو سره د سولې په لاسلیک شوې هوکړه کې، طالبانو ژمنه کړې وه چې هغوی به تاوتریخوالی کم او په ښارونو، د ولسوالیو مرکزونو او په لویو لارو باندې حملې به ودروي. همدارنګه، په هوکړه کې د بندیانو یوه جنجالي او د میاشتو اوږده تبادله هم شامله وه.

هغه وویل، «طالبان نړۍ والې ټولنې ته د ړندو ګومان کوي. یو لاس ته، ژمنه کوي چې سوله به وکړي او تاوتریخوالی به کم کړي، او بل لاس ته یې د افغان ملکیانو وژنې ته دوام ورکړی دی.»

د یاغیانو او واشنګټن له خوا د یوې تاریخي هوکړې له لاسلیکېدلو څخه وروسته، دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت او طالبان د قطر په پلازمېنه دوحه کې نېغ په نېغه سره خبرې کوي.

متحده ایالاتو، د امنیتي تضمینونو او د طالبانو له خوا د دې ژمنې په بدل کې چې له افغان حکومت سره به د سولې یوه کلکه معاهده کوي، ومنله چې د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي تر میاشتې پورې ټول بهرني ځواکونه وباسي.

طالبان په یرغلیز موقف کې

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالرؤف ارغندیوال وویل، له امنیتي ادارو څخه د ترلاسه شویو څېړنیزو او استخباراتي معلوماتو په اساس، په لویدیځ زون کې اکثر هغه طالب جنګیالي چې د سولې د هوکړې د برخې په توګه ازاد شوي وو د جګړې ډګر ته ستانه شوي او هلته د حکومتي امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ ته دوام ورکوي.

هغه وویل، «د طالب جنګیالیو له خوشې کېدلو او د جګړې ډګر ته ستنېدلو څخه وروسته، په لویدیځه حوزه کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.»

د فراه والي تاج محمد جاهد تایید کړه چې، نوي ازاد شوي جنګیالي یو ځل بیا د جګړې په ډګر کې ولاړ دي.

هغه وویل، «زموږ د امنیتي ادارو استخباراتي راپورونه په دقیق ډول ښیي چې هغه طالب جنګیالي چې له زندانونو څخه خوشې شوي وو... د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي دي.»

هغه وویل، خوشې شوي طالب جنګیالي په فراه ولایت کې د یادې ډلې د ډېرو ترهګریزو او یرغلیزو بریدونو تر شا لاس لري.

هغه زیاته کړه، «یو زیات شمېر خوشې شوي بندیان چې د فراه ولایت اوسېدونکي ول د کندهار او هلمند په څېر جنوبي ولایتونو ته تللي ترڅو د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړي.»

سولې ته نه ژمنتیا

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ وویل، افغانانو په طالبانو باندې اعتبار له لاسه ورکړی دی ځکه چې هغوی تاوتریخوالي او د ملکي خلکو وژنې ته دوام ورکوي.

هغه وویل، طالبانو په دوحه کې ادعا وکړه چې هغوی سوله غواړي، خو د هغوی د ډلې غړي بې رحمانه وژنې کوي او افغانستان ویجاړوي.

هغه وویل، «طالبانو د دوحې په خبرو کې ژمنه وکړه چې هغوی به په ښارونو باندې بریدونه ونه کړي، لاکن په ځینې ښارونو کې هره ورځ چاودنې او ځانمرګي بریدونه ترسره کیږي چې مسؤلیت یې طالبان پرغاړه اخلي.»

نوموړي وویل، «اکثرو افغانانو سولې ته په رسېدلو کې د نه ژمنتیا له امله په طالبانو باندې اعتبار له لاسه ورکړی دی. د طالبانو دا کار ښیي چې هغوی نه غواړي چې سوله وکړي، بلکې هڅه کوي چې قدرت ترلاسه کړي.»

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، «طالبانو ژمنه کړې وه چې هغوی به په ښارونو کې ترهګریز بریدونه نه کوي، لاکن په فیروزکوه کې په یوه موټر کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو موادو د چاودنې په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو خلک ووژل شول.»

د تلې د ۲۷مې په برید کې، ۱۵ ملکیانو ژوند له لاسه ورکړ او له ۱۰۰ څخه ډېر کسان ټپیان شول.

حکیمي زیاته کړه، «طالبانو له متحده ایالاتو سره د سولې په تړون کې د نورو تر څنګ یوه دا ژمنه کړې وه چې د القاعدې ترهګرې شبکې سره اړیکې به پرې کړي، لاکن طالبانو هیڅکله هم له یادې شبکې سره اړیکې پرې نه کړې او هغوی نړۍ والې ټولنې ته دروغ وایي.»

د هرات والي سید وحید قتالي وویل، «ځینې ازاد شوي طالب بندیان ... خپلو کورونو ته له رسېدلو څخه وروسته سمدلاسه د جګړې ډګر ته ستانه شول او بیا یې د ملکي خلکو وژل پیل کړل.»

هغه وویل، «د هرات ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د طالبانو د جګړې قومانده د هغو طالبانو په لاس کې ده چې له زندان څخه ازاد شول او بیا یې وسلې واخیستلې.»

نوموړي وویل، «دغو کسانو په قران کریم قسم یاد کړ چې هغوی به جنګ ته بېرته ستانه نشي، لاکن بیا یې د خدای د کلیمو توهین وکړ.»

قتالي زیاته کړه، یو زیات شمېر دغه یاغیان چې په یوه سوله ییز ژوند یې تاوتریخوالي او وینو تویولو ته ترجیح ورکړه له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

د اوربند غوښتنې

د دوحې خبرو په وروستیو ورځو کې پرمختګ کړی، داسې کړنلاره یې جوړه کړې چې په اساس به یې پروسه بل پړاو ته لاړه شي او د خبرو اترو لپاره به اجندا جوړه کړای شي.

د سولې د خبرو په پرمختللو سره، افغانانو بیا د اوربند لپاره خپل غږونه پورته کړل.

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج یوه اوسېدونکي محمد ظریف بلوچ پوښتنه وکړه، «په داسې حال کې چې په دوحه کې د طالبانو او حکومت تر منځ خبرې روانې دي، ولې جنګ او وینه تویول دوام مومي؟»

هغه وویل، «موږ تمه لرو چې طالبان اوربند اعلان کړي... ترڅو خلک د هغوی په ژمنو باور وکړي. د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د طالبانو ټولې غوښتنې منل شوي دي، لاکن هغوی هیڅکله هم تاوتریخوالی پرېنښود.»

هغه وویل، که طالبان په ریښتیا افغانان وي، تمه لري چې د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې یو رول ولري او غواړي چې باور ترلاسه کړي، هغوی باید تاوتریخوالی پرېږدي او ژر تر ژره د افغانانو وژل ودروي.

د هرات ښار یوه اوسیدونکي نذیراحمد حیدري وویل، «طالبان باید د سولې په خبرو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره ځانمرګو بریدونو، چاودنو او وینو تویولوته مخه نه کړي.»

هغه وویل، «خلک تمه لري چې طالبان او حکومت لومړی اوربند اعلان کړي څو ټول افغانان وکولی شي چې دغه د سولې خبرې په یوه سوله ییز چاپېریال کې وګوري. کله چې په دوحه کې خبرې روانې وي او په افغانستان کې وینه تویېږي، بیا دغه ډول خبرې اترې هېڅ معنی نه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دغو طالب بندیانو په خلاصولو سره نه سوله راغله، نه به د دغو بندیانو په نه خوشې کولو سره جنګ کم شي.‌ د افغانستان جګړه یو خارجي بعد لري، او څو چې په افغانستان کې د سولې په هکله یوه ملي اجماع رامنځته نشي، په افغانستان کې سوله ناشونې ده. هغه سرې کرښې چې دواړو لوریو د سولې په مذاکراتو کې وړاندې کړې دي یوه له بلې سره ډېرې په ټکر کې دي. افغان حکومت د درې رنګه بیرغ، اساسي قانون،‌ او جمهوري نظام په ساتلو باندې ټینګار کوي، په داسې حال کې چې طالبان د موجود نظام په بدلون او د یوه اسلامي نظام په جوړولو او د اساسي قانون په تعدیل باندې ټینګار کوي.‌ کله چې د دواړو لوریو تر منځ اختلافات دومره ډېر وي، سوله به رانشي.‌

ځواب ورکړئ