امنیت

د سولې د خبرو په لړ کې خوشې شویو طالب اورپکو خپلې ژمنې ماتې کړې او بیا یې جنګ ته مخه کړه

د محمد قاسم راپور

د افغان ځواکونو پر ضد د جنګ نه کولو له ژمنو سره سره، ځینې افغان طالب اورپکي چې د دوحې د سولې خبرو څخه وروسته له زندان څخه خوشې شوی ول، د جنګ لیکو ته بېرته ستانه شوي دي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

کندوز -- افغان چارواکي وایي یو زیات شمېر طالب اورپکي چې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان له زندانونو څخه ازاد شوي وو د جګړې ډګر ته ورستانه شوي دي.

د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوې د سولې هوکړه کې، طالبانو ژمنه کړې وه چې هغوی به تاوتریخوالی کم کړي او په ښارونو، د ولسوالیو په مرکزونو او لویو لارو باندې بریدونه به کم کړي.

دغه راز، په یاده هوکړه کې یوه جنجالي او د څو میاشتو اوږده د بندیانو تبادله شامله وه چې باید د بین الافغاني خبرو څخه چې د وږي په میاشت کې په دوحه کې پيل شوې، مخکې ترسره شوې وای.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل، «خوشې شویو طالبانو ژمنه او په قران باندې قسم کړي وو چې د جګړې ډګر ته به نه ستنېږي، لاکن زموږ معلومات پرعکس حالات ښیي. طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې ډګر ته ستانه شوي او جنګ ته یې دوام ورکړی دی.»

په دې عکس کې چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی، قاری شفیع الله د وري میاشتې په نیمایي کې د سمنګان ولایت په خرم و سرباغ ولسوالۍ کې له نیول کېدلو څخه وروسته لیدل کیږی.

په دې عکس کې چې له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی، قاری شفیع الله د وري میاشتې په نیمایي کې د سمنګان ولایت په خرم و سرباغ ولسوالۍ کې له نیول کېدلو څخه وروسته لیدل کیږی.

پخواني طالب زندانیان د هرات زندان څخه له خوشې کېدلو وروسته د چنګاښ په ۲۱مه د هرات د والي د دفتر په انګړ کې لیدل کیږي. [د هرات د والي اداره]

پخواني طالب زندانیان د هرات زندان څخه له خوشې کېدلو وروسته د چنګاښ په ۲۱مه د هرات د والي د دفتر په انګړ کې لیدل کیږي. [د هرات د والي اداره]

احمدزي د دې ټکي په زیاتولو سره چې ځینې یې وژل شوي دي، وویل، «په شمالی، ختیځو، جنوب لوېدیځو او لوېدیځو ولایتونو کې په سلګونو طالب اورپکي د جګړې ډګر ته تللي دي.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا د وري په میاشت کې وویل، خوشې شویو بندیانو د خپلې خوشې کېدا د یوه شرط په توګه قسم کړی چې د جګړې ډګر ته به نه ستنېږي.

د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند تورن عبدالمنیر رحیمي وویل، د وري له ۱ راهیسې، نویو خوشې شویو طالب اورپکو د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد ګڼ بریدونه ترسره کړي دي.

رحیمي وویل، «د وري په ۲۰مه د سمنګان په خرم و سرباغ ولسوالۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې، شپږ تنه طالب جنګیالي ووژل شول او څلور نور ټپیان او ونیول شول.»

رحیمي وویل، په نیول شویو کې د طالبانو د هغه ګروپ قوماندان قاری شفیع الله هم شامل وو چې له غیرحکومتي موسسو څخه په زور د پيسو اخیستلو لپاره توظیف شوی وو، او زیاته یې کړه چې نوموړی د هغو ۵۰۰۰ طالب بندیانو په ډله کې وو چې له بګران زندان څخه راخوشې شوي ول.‌

رحیمي وویل، شفیع الله په سمنګانو کې د طالبانو د قوماندان شیخ عبدالرحیم تر قوماندې لاندې جنګیده.

شفیع الله اعتراف وکړ چې هغه له زندان څخه له ازادېدلو نه شپږ میاشتې وروسته له طالبانو سره بیا یوځای شو.

هغه د وري په ۲۳مه د سمنګان ولایت سمای صلح راډېو سره په خبرو کې وویل، «زه په ۱۰ کاله حبس محکوم شوی وم چې له هغې جملې څخه مې ۲ کاله او ۸ میاشتې په بګرام محبس کې تېر کړل.»

هغه وویل، «له زندان څخه له ازادېدلو نه وروسته ما نشوای کولی چې په کور کې پاتې شم او له طالبانو سره بیایوځای شوم. زه د خرم و سرباغ ولسوالۍ په پشت بند کلي کې په یوه درې ساعته اوږده جګړه کې له ټپي کېدلو څخه وروسته بیا ونیول شوم.»

وعدې ماتول

شفیع الله یواځینی طالب بندي نه دی چې د جګړې ډګر ته ستون شوی دی.‌

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند تورن محمد کریم یورش وویل، قاري جمال الدین، چې د دوحې تړون لاندې له فاریاب محبس څخه لومړی خوشې شوی بندي وو، هم د اورپکو له لیکو سره یوځای شوی وو او د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.‌

یورش وویل، جمال الدین چې ۱۵ کاله یې په حبس کې تېر کړي وو، «ژمنه کړې وه چې د جګړې ډګر ته به نه ستنېږي، خو له طالبانو سره بیا یوځای شو او د مرغومي په میاشت کې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.»

افغانان وایي، طالبان د سولې په پروسه باور نه لري او په مکرره توګه له خپلو ژمنو څخه سرغړونې کوي.

د سمنګان ولایت د مرکز ایبکو ښار یوه اوسېدونکي رحمت الله محمد وویل، اکثر هغه اورپکي چې په سمنګانو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ کوي داسې کسان دي چې حکومت له محبسونو څخه خوشې کړي دي.‌

محمد وویل، «له بده مرغه چې له زندان څخه خوشې شوي کسان په خپلو ژمنو ونه درېدل، د تمې خلاف د جګړې ډګر ته ستانه شول، او د هغو کسانو د ماشومانو وژلو ته یې مخه کړه چې دې هېواد ته د سولې د راوستلو لپاره کار کوي.»

د ایبکو ښار یوه اوسېدونکي شفیق الله وویل، طالبان په خپلواک ډول پرېکړې نه کوي.

هغه وویل، «طالبانو د سولې لپاره هېڅ انعطاف نه دی ښودلی او له بده مرغه چې په وحشیانه توګه یې د افغانستان د خلکو وژنې روانې ساتلي دي.»

په فاریاب کې د مدني ټولنې یوې فعالې نسیمې صابري وویل، «موږ هره ورځ د جنګ او تاوتریخوالي غږونه اورو.»

هغه وپوښتل، «که د طالبانو د جګړې دلیل د بهرنیو ځواکونو موجودیت وو، هغوی خو په وتلو دي، بیا ولې د هغوی په له دښمنۍ څخه ډکو سیاستونو کې تغیر نه لیدل کیږي؟»

انزوا

د اعلان شوي مهالوېش په اساس، د ناټو او متحده ایالاتو ځواکونه به په راتلونکیو میاشتو کې له افغانستان څخه وتل پیل کړي او په پام کې ده چې دغه پروګرام د وږي تر ۲۰مې پورې بشپړ شي.

متحده ایالات پلان لري چې د دغو ځواکونو یوه برخه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې ځای پرځای کړي څو له هغه ځای څخه څار ته دوام ورکړي او په تاوتریخوالي جوړونکیو افراطیانو باندې احتمالي بریدونه وکړي.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په یوه استماعیه غونډه کې په طالبانو باندې ټینګار وکړ چې د بشري حقونو درناوی وکړي.

هغه وویل، که طالبان په کابل کې له حکومت څخه له نظامي لارې قدرت ترلاسه کړي، هغوی به لږ نړۍ وال ملاتړ ولري.

نوموړي وویل، «هغوی به له انزوا، سیمه ییز مخالفت، بندیزونو، او په نړۍ واله کچه له حقارت سره مخامخ شي.»

خلیلزاد وویل، «په سیمه او نړۍ واله ټولنه کې د طالبانو له خوا په زور سره د قدرت ترلاسه کولو پر خلاف د پام وړ اجماع موجوده ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښایي له هغو طالب بندیانو سره چې د افغان حکومت او امریکایانو په محبسونو کې ول ښه چلند نه وي شوی، له دې امله له خوشې کېدلو څخه وروسته له طالبانو سره یوځای شوي دي، ځکه که له هغوی سره بد چلند نه وای شوی، ښایي چې هغوی توبه اېستلې وای او له طالبانو سره بیا یوځای شوي نه وای. محبس د طالبانو لپاره غوره ښوونځی وو چې هلته کېدای شوای هغوی اصلاح شي. د افغانستان حکومت باید له ټولو هغو بندیانو سره چې د دغه هېواد په زندانونو کې ژوند کوي ښه چلند وکړي څو په هغوی کې کرکه راپیدا نشي او له زندان څخه له خلاصېدلو نه وروسته جرمونه ونه کړي.

ځواب ورکړئ