امنیت

متحده ایالات په دې هکله غور کوي چې په افغانستان کې خپل شته سرتېري په ګاونډیو هېوادونو کې ځای پرځای کړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو د وسله وال پوځ غړي د ۱۳۹۸ د کب په ۲۷مه د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې د غوځ ملاتړ ماموریت په ملاتړ کې ساحه خوندي کوي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

د متحده ایالاتو د وسله وال پوځ غړي د ۱۳۹۸ د کب په ۲۷مه د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې د غوځ ملاتړ ماموریت په ملاتړ کې ساحه خوندي کوي. [د متحده ایالاتو هوایي ځواک]

واشنګټن -- د سیمې لپاره د متحده ایالاتو جګپوړي پوځي قوماندان د سې شنبې په ورځ /د وري ۳۱مه/ وویل، متحده ایالات پلان لري چې له افغانستان څخه له وتلیو وروسته خپل یو شمېر عسکر د دې هیواد په ګاونډیو هېوادونو کې ځای پرځای کړي.

د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیت مکنزي د متحده ایالاتو د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې د وینا پر وخت وویل، «اوس موږ د دې لپاره پلان نیسو چې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو ته دوام ورکړو، او دا ډاډمنه شي چې تاوتریخوالی جوړونکي افراطي سازمانونه چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د خپل وجود د بقا لپاره جنګ کوي،‌ په پرله پسې توګه تر څار او فشار لاندې وساتل شي.»

ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې په شپږو میاشتو کې دننه به له افغانستان څخه خپل وروستي عسکر وباسي او په دې توګه په دغه هېواد کې، د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱مه د القاعدې له خوا د بریدونو د پلانولو لپاره له دغه هېواد څخه له استفادې څخه دوه لسیزې وروسته، د متحده ایالاتو ښکېلتیا پای ته ورسوي. دا وخت په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایی سرتېري موجود دي.

د لارو چارو څېړنه

مکنزي وویل، پنتاګون د داسې لارو چارو څېړنه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د یادو ډلو څارلو او احتمالا په هغوی باندې برید کولو ته دوام ورکړي.

هغه استماعیه غونډې ته وویل، «که تاسو له افغانستان څخه وځئ او غواړئ چې هلته بېرته ورشئ او داسې عملیات ترسره کړئ، اړتیا لرئ چې درې کارونه وکړئ: تاسو باید هدف پیدا کړئ، په هدف باندې تمرکز وکړئ او وکولی شئ چې هدف له منځه وېسئ.»

هغه وویل، دا درې واړه کارونه سخت استخباراتي ملاتړ ته اړتیا لري، او له افغانستان نه بهر څخه سخت دي خو «ناشوني نه دي.»

مکنزي د تر غور لاندې هېوادونو له ډلې څخه د یوه نوم هم یاد نه کړ.‌

مکنزي د کانګرس د وسله والو خدمتونو کمېټې ته په خبرو کې وویل، «موږ به په سیمه کې ټول هېوادونه وګورو، زموږ دپلوماتان به تماس ونیسي او موږ به د هغو ځایونو په هکله چې موږ کولی شو هلته امریکایي سرچینې ځای پرځای کړو، خبرې وکړو.»

هغه خبرداری ورکړ چې، «ښایي ځینې یې ډېر لیرې وي، او بیا به موږ مجبور شو چې د هغه ډول منابعو لپاره غټ لګښت ومنو ځکه چې تاسو به مجبور یئ چې ډېر څه دننه او بهر کړئ.»

هغه زیاته کړه چې، «تر اوسه پورې موږ په دې هکله هېڅ هوکړه نه ده کړې.»

مکنزي د استماع په ترڅ کې وویل، «زه په طالبانو باندې د اعتبار په برخه کې ژور شکونه لرم... لاکن موږ باید وګورو چې هغوی دلته څه کوي.»

مکنزي وویل، «که هغوی غواړي چې افغانستان په راتلونکي کې په نړۍ واله کچه هر ډول رسمیت ولري... هغوی باید په خپلو کړو هوکړو باندې ټینګ ودرېږي.»

د ترکیې کانفرانس وځنډېد

په ورته وخت کې، ترکیې د سې شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په هکله د سولې یو نړۍ وال کانفرانس چې په پام کې وه د شنبې په ورځ په استانبول کې پیل شي د غوایي د میاشتې تر وروستیو پورې ځنډول شوی دی.

د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له هبر ترک تلوېزیون سره په یوه مرکه کې وویل، «موږ پرېکړه وکړه چې خبرې د روژې د مبارکې میاشتې تر پای ته رسېدلو او اختر پورې وځنډوو.»

په پيل کې ترکیې اعلان کړی وو چې دغه کانفرانس به له ملګرو ملتونو او قطر سره په همکارۍ کې د غوايي له ۴مې څخه تر ۱۴مې پورې ترسره کړي.‌

خو چاوش اوغلو وویل، له دوحې او ملګرو ملتونو سره له مشورو څخه وروسته، «موږ په دې باور یو چې دا وځنډېږي.»

د افغان حکومت د مرکچي ټیم یوه غړي د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «د افغان حکومت پر خلاف، طالبان د جګړې د پای ته رسولو لپاره هېڅ بیړه نه لري او تر اوسه پورې یې د یوه ګډ راتلونکي لپاره له سیاسي حل سره علاقه مندي نه ده ښودلې. د سولې لپاره موجوده ملي اجماع به ډېر دوام ونه مومي. زمونږ ملت به یو ځل بیا د عواقبو په اساس د هغوی قضاوت وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امریکایان باید کوشش وکړي چې یو شمېر سرتېري په افغانستان کې دننه وساتي. که ټول عسکر وباسي او غواړي چې په کوم ګاونډي هیواد کې اډه جوړه کړي یا باید له متحده عرب اماراتو، قطر، بحرین... یعنې د خلیج له هیوادونو نه یو غوره کړي او که نه د منځنۍ اسیا کوم هیواد کې اډه جوړه کړي، لاکن په پاکستان کې باید اډه جوړه نه کړي ځکه چې په پاکستان باندې باور کول داسې دي لکه په سوري ستل کې چې څوک اوبه اچوي.

ځواب ورکړئ