تروريزم

د ټپي شوې مور سر ته د ولاړو ماشومانو د ژړا ویډیو له خپرېدلو څخه وروسته په پراخه کچه د غوسې څرګندونه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ عکس دوه ماشومان، چې یو یې په وینو کې پټ دی، د کب په ۳مه په کابل کې له یوې بمي چاودنې څخه وروسته د یوې بې هوښه ښځې سر ته ولاړ دي او چیغې وهي. په یوه برخه کې، یو ماشوم وایي، «مورې، پورته شه!»

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ عکس دوه ماشومان، چې یو یې په وینو کې پټ دی، د کب په ۳مه په کابل کې له یوې بمي چاودنې څخه وروسته د یوې بې هوښه ښځې سر ته ولاړ دي او چیغې وهي. په یوه برخه کې، یو ماشوم وایي، «مورې، پورته شه!»

کابل -- په کابل کې د یکشنبې په ورځ /د کب ۳مه/ د یوې بمي چاودنې د ساحې یوه وحشتناکه ویډیو چې په وینو لړلي ماشومان په داسې حال کې ښيي چې د یوې بې هوښې ښځې سر ته ولاړ دي، په چټکۍ سره په انټرنټ خپره شوه او په افغانستان کې یې تازه سخت قهر راوپاراوه.

یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ طلوع نیوز ته وویل، د یکشنبې په ماسپښین د کابل په برکي څلورلاره کې د سړک د غاړي په یوه بمي چاودنه کې څلور کسان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول.

سرچینې وویل، داسې ښکارېدله چې د برید هدف د کورنیو چارو د وزارت یو چارواکی ډګروال سید ابرار سادات وو. سادات، د وزارت دوه نور چارواکي او یو ماشوم ووژل شول، په داسې حال کې چې درې ماشومان او دوه ښځې د ټپیانو په ډله کې وې.

ویډیو چې له پېښې څخه لږه شېبه وروسته اخیستل شوې ده په وینو لړلي جسدونه او په قیر سړک باندې تور ګرد ښیي، په داسې حال کې چې دوه کوچني ماشومان په داسې حال کې لیدل کيږي چې د یوې بې هوښه شوې ښځې سر ته ژاړي.

پولیس د کب په ۳مه په کابل کې د یوې بمي چاودنې، چې لږ تر لږه څلور افغانان یې ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل، ساحې ته رسېږي. [ای اېف پي]

پولیس د کب په ۳مه په کابل کې د یوې بمي چاودنې، چې لږ تر لږه څلور افغانان یې ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل، ساحې ته رسېږي. [ای اېف پي]

د دواړو ماشومانو -- چې یو یې په وینو کې پټ دی -- چیغې اورېدل کېږي. په یوه برخه کې یو وایي، «مورې، پورته شه!»

د ویډیو جوړونکي سړي غږ په داسې حال کې چې ښځه وړل کیږي اورېدل کېږي چې ماشومان دلاسا کوي او ورته وایي چې «غلي شي».

ویډیو دلته لیدل کیږي.

ویډیو ته په چټکۍ سره غبرګون وښودل شو، او په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو د عکسونو په لیدلو سره کرکه څرګنده کړه. د «مورې پورته شه!» هشټاګ په چټکۍ سره د یوه ټرېنډ بڼه ونیوله.

د ټوېټر یوه کاروونکي اعجاز ملکزاده ولیکل، «دا د زغملو وړ نه ده چې دا مور او د هغې ماشومان په داسې حال کې ولیدل شي.»

له طالبانو سره د حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم یوې غړې فوزیې کوفي په خپل ټوېټر ولیکل، «هغه کسان چې دا کارونه کوي څنګه کولی شي چې دا عمل خپلو ارواوو ته توجیه کړي په داسې حال کې چې ماشومان د خپلې ټپي شوې مور سر ته ژاړي؟ دا کارونه باید ودرول شي.»

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز تایید کړه چې د دواړو ماشومانو د سرسري ټپونو درملنه وشوه په داسې حال کې چې په ویډیو کې لیدل کېدونکې ښځه سخته ټپي شوې ده.

د بمي بریدونو ډېرښت

په داسې حال کې چې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې ځنډېدلې دي، په کابل او د افغانستان په نورو ښاري سیمو کې تقریبا هره ورځ څو چاودنې کېږي.

چارواکو وویل، کابل ښار د شنبې په سهار درې چاودنو ولړزاوه چې لږ تر لږه پنځه کسان یې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

فرامرز وویل، د سهار د ۸ او ۱۰ بجو تر منځ په بېلابېلو برخو کې درې «نښلېدونکي بمونه» وچاودېدل.

هغه وویل، لومړۍ چاودنې دوه ملکي کسان ټپیان کړل، په داسې حال کې چې دویمې چاودنې دوه عسکر او یوه ښځه ووژل.

درېیمې چاودنې دوه پولیس افسران مړه کړل.

د کورنیو چارو وزارت دغه معلومات تایید کړل.

امنیتي سرچینو وویل چې په دویمه چاودنه کې لږ تر لږه دوه قربانیانو د دفاع وزارت لپاره کار کاوه، خو وزارت تایید نه کړه.

هېڅ ډلې د پېښې پړه نه ده منلې، خو افغان امنیتي ځواکونه په منظم ډول د طالبانو له خوا په نښه کیږي.

طالبانو په پېښه کې له لاس لرنې څخه انکار وکړ.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د تاوتریخوالي د جاري ساتلو پړه پر طالبانو ور واچوله، او ویې ویل چې د وینو تویېدلو اصلي قربانیان افغانان دي.

هغه وویل، «د افغانانو غټه غوښتنه دا ده چې اوربند وشي، او د تاوتریخوالي جریان هره ورځ د خلکو ژوند اخلي.»

عبدالله وویل، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې له تېرو ۳۵ ورځو راهیسې درېدلي دي.

هغه وویل، «موږ هم غواړو چې مذاکرات ژر تر ژره پيل شي او په جدي توګه پرمخ لاړ شي.»

ولسمشر اشرف غني د وژل شویو سرتیرو له کورنیو سره په ټیلیفوني خبرو کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې هغه به د سولې د هڅو د برخې په توګه د موقت حکومت د جوړېدلو اجازه ورنه کړي.

هغه وویل، «مطمئن اوسئ چې هغوی [طالبان] به تر څو چې زه ژوندی یم موقت حکومت ونه ویني. زه داسې ونه نه یم چې په باد باندې ولړزېږم.»

په ښکاره طالبان دي

طالبان د تاوتریخوالي د ډېرښت تر شا له لاس لرلو څخه انکار کوي، او وایي چې نور یاغي ګروپونه لکه داعش یې مسؤل دي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) قوماندان جنرال کینیت مکنزي تېره پنجشنبه داسې اشاره وکړه چې د ځواکونو د اېستلو لپاره شرایط برابر شوي نه دي.

مکنزي پاکستان ته په الوتکه کې د خبرو کولو پر وخت وویل، په داسې حال کې چې طالبانو له متحده ایالاتو سره تر کړې هوکړې لاندې ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کم کړي، خو تر اوسه پورې یې دا کار نه دی کړی.

مکنزي وویل، «دا صحیح ده چې ځینې بریدونه داعش کړي دي. هغه بریدونه له هغه څه نه چې طالبان یې کوي فرق لري.» هغه د افغان ځواکونو پر ضد تاوتریخوالی او «په ځینو ښاري سیمو کې د هدفي وژنو» لړۍ وغندل.

هغه وویل، «دا څرګنده خبره ده چې دا طالبان دي. هېڅ امکان نه لري چې بل څوک دې وي. دا ډېره روښانه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

وایي دا ښځه اوس هم ژوندۍ ده او یوازې یوه پښه یې پرې شوې ده. خدای دې د افغانستان په ټولو مظلومو خلکو باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ