ديپلوماسي

خلیلزاد طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د تاوتریخوالی زیاتوالی د سولې پروسه ګواښي

سلام ټایمز او ای اېف پي

امنیتي منسوبین او اوسېدونکي د تلې په ۲۷مه د یوه موټربمي برید سیمې ته، چې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې یې د افغان پولیسو قومانداني په نښه کړله، راټول شوي دي. [ای اېف پي]

امنیتي منسوبین او اوسېدونکي د تلې په ۲۷مه د یوه موټربمي برید سیمې ته، چې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې یې د افغان پولیسو قومانداني په نښه کړله، راټول شوي دي. [ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ /د تلې ۲۸مه/ وروسته له هغه چې د پولیسو په یوه قوماندانۍ باندې یوه موټربمي برید لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل، په افغانستان کې د وینو تویېدلو په «ځوروونکې لوړه» کچه باندې انتقاد وکړ.

خلیلزاد په ټوېټر ولیکل، «د تاوتریخوالي دوامدارې لوړې کچې کولی شي چې د سولې پروسه او هوکړه او دا فکر وګواښي چې د پوځي حل لاره نشته.»

هغه لیکلي، «د تاوتریخوالي واقعي کمولو ته د اړتیا په هکله له وروستي بیا ټینګار سره سره، نن تاوتریخوالی په ځوروونکي ډول په لوړه سطحه موجود دی.»

خلیلزاد چې د کب په ۱۰مه یې له طالبانو سره د امریکایي ځواکونو د اېستلو او د سولې د بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره هوکړې ته لاره جوړه کړه، تېره اونۍ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه باندې د اورپکو له یوه برید څخه وروسته، چې په زرګونو خلک یې تېښتې ته اړ کړل،‌ له طالبانو سره وکتل.

هغه وویل، «ټولو لوریو ومنله چې بریدونه، تاوتریخوالی او تلفات کم کړي. که څه هم چې په هلمند کې تاوتریخوالی کم شوی دی، په مجموعي توګه په ټول هېواد کې تاوتریخوالی په لوړه کچه موجود دی.»

خلیلزاد وویل، «دا باور چې وایي چې د مذاکراتو په مېز د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره باید تاوتریخوالی زیات شي ډېر خطرناک دی. دغه ډول لاره خپلول کولی شي چې د سولې پروسه کمزورې کړي او د تېر وخت غلطې محاسبې بیا تکراروي.»

د یوه ځایي روغتون رییس محمد عمر لعلزاد ای اېف پي ته وویل، د خلیلزاد خبرې وروسته له هغه مخې ته راغلې چې یوه موټربمي برید د یکشنبې په ورځ /د تلې ۲۷مه/ د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې ۱۶ کسان ووژل او ۱۵۴ نور یې ټپیان کړل.

هغه وویل، په ټپیانو کې ۵ ماشومان، ۹ ښځې او ۲۶ د امنیتي ځواکونو غړي شامل ول.‌

د غور د والي ویاند محمد عارف اکبر دغه شمېر تایید کړ.

هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی، خو ځایي خلکو یې پړه پر طالبانو واچوله.‌

د زېبا په نامه یوې ۶۵ کلنې ښځې چې په برید کې یې زوی له لاسه ورکړی دی، وویل، «طالبانو په یوه موټر کې چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي وو او چاودنه یې ورکړه چې ډېر زیات خلک یې ووژل. موږ د طالبانو له لاسه په تکلیف یو، او خدای دې هغوی ته سزا ورکړي.»

د غور یوه اوسېدونکي چې حضرت ګل رؤفي چې په چاودنه کې ټپي شوی وو، وویل، افغانان په ټول هېواد کې د روان تاوتریخوالي قربانیان دي.‌

هغه وپوښتل، «ولې طالبان موږ نه پرېږدي؟ ولې هغوی دغه وژنې نه ودروي؟ په دې جنګ کې، طالبانو او حکومت ته زیان نه رسېږي، بلکې ملکي خلک په کې قرباني کیږي.»

هغه زیاته کړه، «یو طرف ته، خلک له فقر او لوږې څخه مري،‌ بل طرف ته،‌ طالبان ملکي خلک په ډله ییز ډول وژني. د خدای لپاره، دا جنګ بس کړئ او سوله وکړئ. موږ له دې جنګ څخه ستړي یو، نور بس ده.»

د افغان ځواکونو دفاع

طالبانو په خپل وار، تېره اونۍ په مجلسونو کې ادعاوې وکړې چې افغان امنیتي ځواکونه عملیات او ایتلافي ځواکونه هوایي‌ بریدونه ترسره کوي.

د کب د میاشتې د هوکړې په اساس،‌ طالبانو ویلي وو چې هغوی به په ښارونو باندې بریدونه نه کوي،‌ او متحده ایالاتو ویلي وو چې هغوی به د افغان ځواکونو له دفاع څخه پرته، په یاغیانو باندې له بریدونو څخه ډډه وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې مورګان اورتاګوس د یکشنبې په ورځ په ټوېټر په یوه پوست کې لیکلي، «موږ د طالبانو له خوا دا تورونه چې متحده ایالاتو سرغړونې کړي دي، ردوو. افغانان سوله غواړي. د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره د متحده ایالاتو - طالبانو د هوکړې او د متحده ایالاتو - افغانستان د ګډې اعلامیې بشپړ رعایت ضروري دي.»

د متحده ایالاتو د پوځ ویاند ډګروال سوني لیګیت د تلې په ۲۷مه وویل، ایتلافي ځواکونه به د طالبانو د بریدونو پر ضد د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.‌

لیګیت په یوه ټویټ کې ولیکل، «موږ د طالبانو دا ادعا چې متحده ایالاتو د متحده ایالاتو - طالبانو له هوکړې څخه سرغړونه کړې ده په مطلق ډول ردوو. په هلمند او فراه کې د متحده ایالاتو هوایي بریدونه یواځې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دفاع لپاره وو او څو چې طالبان په هغوی باندې بریدونه کوي هغه به دوام ومومي.»

هغه وویل، «دغه بریدونه د متحده ایالاتو - طالبانو د هوکړې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت او متحده ایالاتو تر منځ د ګډې اعلامیې مطابق ترسره شوي دي.»

لیګیت وویل، «په هلمند کې د طالبانو یرغلیز عملیات ټولې نړۍ ولیدل -- د هغوی بریدونو په زرګونو بې ګناه افغان ملکیان ټپیان او بې ځایه کړل.‌ موږ په ټولو خواوو باندې بیا غږ کوو چې تاوتریخوالی کم کړي او پرېږدي چې سیاسي پروسه پرمخ لاړه شي.»

[له هرات څخه عمر د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امریکا باید ژر تر ژره د بین افغانی مذاکراتو پروسه پای ته ورسوي او داړو لوریو باندې د فشار راولي چې د خپلو شخصی غوښتو او ګټو نه دې تیر شي او د یو ګډ نظام جوړلو باندې دې هوکړه وکړي.

ځواب ورکړئ