امنیت

افغان ځواکونو د روانو هدفي وژنو په تړاو ۳ کسان ونیول

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغان امنیتي ځواکونو منسوبین د لیندۍ په ۳۰مه د هغه موټربمي برید په ساحه کې ولاړ دي چې د افغانستان د ولسي جرګې په یوه غړي باندې وشو. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

د افغان امنیتي ځواکونو منسوبین د لیندۍ په ۳۰مه د هغه موټربمي برید په ساحه کې ولاړ دي چې د افغانستان د ولسي جرګې په یوه غړي باندې وشو. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- یوه بم د یکشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۱مه/ په کابل کې یو افغان ژورنالست چې اوس یې د هېواد د عامه خوندیتوب د ادارې د ویاند په توګه کار کاوه د هغه له دوو همکارانو سره یوځای وواژه.

د دغو فعالانو پر ضد د تاوتریخوالي وروستۍ هڅه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې چارواکو د روانې میاشتې په لومړیو کې د ټاکنو د یوه فعال د مرګ په تړاو د درې مشکوکو کسانو د نیولو اعلان وکړ.

د ټاکنو فعالیت ته له مخې کولو څخه وړاندې، ضیا ودان له څو رسنیو سره کار کړی وو.‌ هغه په افغانستان او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کې د هدفي وژنو د لړۍ وروستی قرباني وو.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین خبریالانو ته وویل، ودان او د هغه همکاران د پلازمېنې په یوه ختیځه برخه کې د سهار د ګڼه ګوڼې په ساعت کې ووژل شول.

په عکس کې چې د مرغومي په ۱۸مه اخیستل شوی، ضیا ودان درې ورځې مخکې له هغه لیدل کیږي چې نوموړی له خپلو دوو همکارانو سره یوځای په یوه چاودنه کې ووژل شو. [فیسبوک/ضیا ودان]

په عکس کې چې د مرغومي په ۱۸مه اخیستل شوی، ضیا ودان درې ورځې مخکې له هغه لیدل کیږي چې نوموړی له خپلو دوو همکارانو سره یوځای په یوه چاودنه کې ووژل شو. [فیسبوک/ضیا ودان]

آرین وویل، «په هغه موټر چې ضیا ودان په کې وه د په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې چاودنه وشوه... چې په پایله کې یې ودان او د هغه دوه همکاران ووژل شول،» او زیاته یې کړه چې په برید کې یو بل کس ټپي شو.

تر اوسه پورې هیڅ چا هم د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو ولسمشر اشرف غني یې پړه پر طالبانو ور واچوله.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د غني له قوله پر ټوېټر ولیکل، «د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي کې ډېرښت د سولې لپاره د ژمنتیا د روحیې پر خلاف دی او ښیي چې دغه ډله اوس هم هڅه کوي چې د بې ګناه خلکو ژوند واخلي او عامه اسانتیاوې ویجاړې کړي.»

ودان د عامه خوندیتوب د ملي ادارې ویاند وو. دغه امنیتي اداره د کورنیو چارو د وزارت تر ادارې لاندې کار کوي چې په ټول افغانستان کې نړۍ والو موسسو ته ساتونکي توظیفوي.‌

په هدفي وژنو کې زیاتوالی

په وروستیو میاشتو کې په ګرد هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی، او د هدفي وژنو یوې نوې لړۍ په ځانګړې توګه په کابل کې وېره خپره کړې ده.‌

د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو سره سره، د ژورنالستانو، سیاستوالو او د حقونو د فعالانو په ګډون د لوړې کچې شخصیتونه په نښه کیږي.

پنځه ژورنالستان، د کابل د والي مرستیال او د ټاکنو یو مخکښ فعال د هغو کسانو په ډله کې دي چې د لړم میاشتې راهیسې په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.‌

تېره اونۍ، د متحده ایالاتو پوځ د دغو پراخو هدفي وژنو چې څوک یې مسؤلیت پر غاړه نه اخلي، پړه پر طالبانو ور واچوله. دا لومړی ځل وو چې واشنګټن په یاغي ګروپ باندې د وژنو تور ولګاوه.‌

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لیګیت په یوه ټویټ کې ولیکل، «د سولې د بریالیتوب لپاره په کار ده چې د طالبانو له خوا د نه ادعا کېدونکیو بریدونو او د حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې د مشرانو او ژورنالستانو د هدفي وژنو کمپاین ودرول شي.»

افغان چارواکي د وژنو پړه پر طالبانو ور اچوي، خو دغه سخت دریځې ډله د دغو تورونو له منلو څخه انکار کوي، په داسې حال کې چې داعش وایي چې یو شمېر بریدونه د هغوی کسانو کړي دي.‌

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار جاوید فیصل وویل، «له دغو وژنو څخه د طالبانو هدف دا دی چې خلک سره ووېشي او د حکومت او امنیتي بنسټونو پر ضد انتقاد او ناخوښي راوپاروي.»

هغه ای اېف پي ته وویل، «خو دغه وژنې خلک سره یو کوي.»

له دې سره چې د طالبانو او افغان حکومت مرکچیان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د خبرو په دویم پړاو کار کوي، طالبان د تاوتریخوالي د عملونو ترسره کولو ته دوام ورکوي.‌

درې کسان ونیول شول

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۰مه/ خبریالانو ته وویل، افغان ځواکونو د ټاکنو د فعال محمد یوسف رشید د مرګ د تورونو په تړاو چې د روانې میاشتې په سر کې ووژل شو درې کسان نیولي دي.‌

هغه څرګنده نه کړه چې دغه نیونې کله شوي دي.

د مرغومي په ۳مه، رشید چې د ټاکنو د څار د یوې خپلواکې موسسې مشري یې کوله، د پلازمېنې په یوه جنوبي برخه کې کار ته د تګ پر وخت د وسله والو سړیو په یوه کمین ور برابر شو.‌

هغه او موټروان یې د ور پیښو ټپونو له امله د ښار په یوه روغتون کې مړه شول.

رشید د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې رییس وو چې د وېب سایټ د معلوماتو له مخې یې له ۱۳۸۳ کال راهیسې یې ولسواکۍ،‌ ښې حکومتولۍ او د بشري سرچینو مدیریت ته د ودې ورکولو لپاره کاوه.‌

د ولسمشر مرستیال امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې قاتلین «د طالبانو یوې کوچنۍ کړۍ» پورې چې په لوګر ولایت کې فعالیت کوي تړاو لري.

هغه ویلي، «زه هیله لرم چې هغوی د اړوندې پروسې له بشپړېدلو څخه وروسته اعدام کړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان حکومت باید د خپلو اتباعو امنیت یقیني کړي. هره ورځ لوستي او تجربه کار ځوانان وژل کیږي، خو حکومت د وژونکو د نیولو لپاره کافي اندازه کار نه کوي.‌ خلک له یوې ورځې څخه بلې ته په افغان حکومت باندې اعتماد له لاسه ورکوي. دا لومړی ځل دی چې حکومت درې قاتلان نیولي دي،‌ او دا روښانه نه ده چې آیا هغوی په ریښتیا د خلکو په وژنه کې ښکېل وو که نه.‌ حکومت باید کلکې هڅې وکړې چې د افغانانو قاتلان دا فرصت ترلاسه نه کړي چې خلک ووژني.

ځواب ورکړئ

له نیول شویو کسانو څخه باید د دغو وژنو درک معلوم شي چې هغوی حکم له کوم ځای نه ترلاسه کاوه او ولې هغوی دا خلک وژل. اکثر هغه کسان چې په وروستيو کې وژل شوي دي ملکي خلک وو او له حکومت سره یې هېڅ رابطه نه وه. حکومت باید له نیول شویو کسانو څخه د شویو څېړنو نتایج له خلکو سره شریک کړي چې ولې ملکيان، ژورنالستان او ځوان کدرونه هره ورځ وژل کیږي.

ځواب ورکړئ

په کار دا ده چې د سولې په مذاکراتو کې ریښتنوالی موجود وي. له امریکا نه پرته نوره ټوله نړۍ پوهېږي چې په افغانستان کې روان جنګ پاکستان روان کړی دی. د طالبانو تقریبا ټول مشران د پاکستان په کویټه او پیښور ښارونو کې او دغه رنګ په راولپنډۍ کې ناست دي او د پاکستان د پوځ او استخباراتو په امر د افغانستان نظامي او ملکی خلک او د بهرنیو موسسو کارکوونکي وژني او افغانستان ورانوي. امریکایان باید د پاکستان په ترهګر پوځ باندې فشار واچوي چې له ترهګرۍ نه لاس واخلي او که نه یې اخلي باید داسې بندیزونه پرې ولګوي لکه د ایران په ترهګرو انقلابیانو یې چې ولګول.

ځواب ورکړئ