امنیت

د متحده ایالاتو پوځ د سولې له خبرو څخه وړاندې د وژنو د لړۍ پړه پر طالبانو واچوله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د ژورنالست رحیم الله نېکزاد خپلوان د مرغومي په ۲مه په غزني ولایت کې د هغه د جنازې په مراسمو کې برخه اخلي. نېکزاد د مرغومي په ۱ په مرګ وویشتل شو. [ای اېف پي]

د ژورنالست رحیم الله نېکزاد خپلوان د مرغومي په ۲مه په غزني ولایت کې د هغه د جنازې په مراسمو کې برخه اخلي. نېکزاد د مرغومي په ۱ په مرګ وویشتل شو. [ای اېف پي]

کابل -- د متحده ایالاتو پوځ د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۵مه/ طالبان د مخکښو افغان شخصیتونو د وژنې پړه واچوله. دا لومړی ځل دی چې واشنګټن نېغ په نېغه په یاده یاغي ډله باندې د دغو وژنو تور لګوي.

دغه تور په داسې حال کې ولګول شو چې په پام کې ده افغان حکومت او طالبان د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۱۶مه/ په قطر کې د سولې خبرې بیا پیل کړي ځکه دواړه لوري هڅه کوي چې جګړه پای ته ورسیږي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لیګیت په ټوېټر ولیکل، «د سولې د بریالیتوب لپاره، په کار ده چې د طالبانو له خوا د حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې د مشرانو او ژورنالستانو وژنې چې مسؤلیت یې پر غاړه نه اخلي ..‌. ودرول شي.»

لیګیت دا اعلامیه په داسې حال کې خپره کړه چې طالبانو په امریکایي ځواکونو باندې تور لګولی چې په وروستیو ورځو کې یې په کندهار، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د یاغیانو پر ضد هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

ولسمشر اشرف غني د مرغومي په ۱۵مه له طالبانو سره د خبرو لپاره له کابل څخه دوحې ته له تګ مخکې د افغان مرکچي ټیم له غړو سره وکتل. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د مرغومي په ۱۵مه له طالبانو سره د خبرو لپاره له کابل څخه دوحې ته له تګ مخکې د افغان مرکچي ټیم له غړو سره وکتل. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

لیګیت وویل، متحده ایالات به د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو دفاع ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د لړم میاشتې راهیسې د وژل شویو په ډله کې د کابل د والي مرستیال، پنځه ژورنالستان، او د ټاکنو یو وتلی فعال شامل دي.

طالبان او داعش

افغان چارواکي د دغو وژنو پړه پر طالبانو ور اچوي، خو یادې سخت دریځې ډلې د دغو تورونو له منلو څخه انکار کړی دی، په داسې حال کې چې داعش وایي یو شمېر وژنې د دوي غړو ترسره کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار جاوېد فیصل ای اېف پي ته وویل، «له دغو وژنو څخه د طالبانو هدف دا دی چې خلک سره ووېشي او د حکومت او امنیتي بنسټونو پر ضد انتقاد او ناخوښي راوپاروي.»

فیصل وویل، «خو دغه وژنې خلک سره یو لاس کوي.»

د افغانستان د پلټنې او ارزونې د موسسې (AREU) یوه کارکوونکي نیشانک متواني وویل، د سولې د خبرو په جریان کې به یاغیان د وژنو مسؤلیت پر غاړه وانه خلي.

هغه وویل، خو هغوی اوس هم غواړي د خپلې ډلې غړو ته وښیي «چې طالبان همغه ډله ده چې وه او بدل شوي نه دي.»

د افغانستان د ملي امنیت رییس احمد ضیاء سراج د مرغومي په ۱۵مه د ولسي جرګې استازو ته وویل، طالبانو د ۲۰۲۰ میلادي کال په ترڅ کې له ۱۸۰۰۰ څخه ډېر بریدونه ترسره کړي دي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وویل، د تېر میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۲۱۷۷ ملکي کسان ووژل شول او ۳۸۲۲ نور ټپیان شول.

د کابل یوه اوسېدونکي جمشېد محمد وویل، «په کابل کې موږ هېڅ امنیت نه لرو.‌ تر څو پورې به موږ خپل عزیزان خښوو؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هېواد د خونړیو شرایطو توپان او د ولسمشر بې کفایتي زما هېواد، دا تاریخي هېواد چې په ټول تاریخ کې د هغه د ښکلا له امله مشهور وو، اوس یو تریخ او ویجاړونکی داستان دی. هغه له زرونو لاعلاجه دردونو سره مخامخ دی.‌ زمونږ ریښتني ځوانان هره ورځ په جنګ او چاودنو کې وژل کیږي. پلرونه هره ورځ په ماتو زړونو د تابوتونو فرمایشونه ورکوي، او میندې د خپلو بچیانو په ټوټه ټوټه شویو جسدونو باندې ویر او ماتم کوي. له هرات څخه تر بدخشان او له کندهار څخه تر بلخ پورې خلک په وېره، ناامنۍ او اضطراب کې ژوند کوي. هره ورځ د مکررو او پرله پسې وژنو او چاودنو خبرونه خپرېږي. امنیت نشته، اوبه نشته، ډوډۍ نشته، کار نشته، او نه هم روښانه راتلونکی شته. نه عامه خدمتونه شته او نه ریښتني سیاستوال شته.‌ دروغژن ولسمشر چې ځان یې د سمنټي او امنیتي دېوالونو شاته پټ کړی دی، له هرې پېښې څخه وروسته د دروغو بیانونه ورکوي او په مایکروفون کې بدې چیغې وهي. تا وطن په یوه قصابخانه باندې اړولی دی.‌ شرم دې وي او په تا دې وي.‌ تا وطن وران کړ. خدای دې ستا کور وران کړي. تا د دې وطن بچیان داسې کړل چې هره ورځ وژل کیږي. خدای دې ستا بچیان قتل کړي چې ته د میندو او پلرونو له کړاو او درد نه خبرشې. د پارلمان د غړي پدرام خبرې

ځواب ورکړئ

که متحده ایالات واقعاً د ملکي خلکو د وژنې په هکله اندېښمن وي، هغوی باید د افغانستان د جنګ او سولې مسئله حل کړي. ټول واک د متحده ایالاتو په لاسونو کې دی.‌ هغوی پیسې لري، هغوی نفوذ لري. که یوازې په سعودي عربستان یا پاکستان باندې فشار واچوي، کولی شي چې په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي، خو متحده ایالات هیڅکله نه غواړي چې داسې وشي. ښایي د افغانستان په جنګ کې د دغه هېواد ګټه وي. د متحده ایالاتو – طالبانو د سولې تړون راهیسې په افغانستان کې یو امریکایي عسکرهم نه دی وژل شوی، په داسې حال کې چې په دغه وخت کې طالبانو په زرونو بې ګناه افغانان وژلي دي. امریکا دا هم کولی شوای چې په توافق کې له طالبانو څخه وغواړي چې د افغانانو وژل ودروي، خو امریکا دا کار ونه کړ.‌

ځواب ورکړئ

د وژنو هڅه!
سیاستوال وایي، په پخوانیو حکومتونو یا کمونستي نظامونو، په ځانګړې توګه د تره کي او امین په دورو کې، ژورنالستان، سیاسي مشران، قومي مشران ووژل شول، مړي یې ورک شول او تر ننه هیڅوک هم پرې خبر نشول. تر دې چې دا هم روښانه نه ده چې هغوی چېرې ښخ شول. له هغو حکومتونو څخه څلوېښت کاله وروسته، په دیموکراتیک نظام کې هم عین وژنې روانې دي.‌ یوازنی توپير دا دی چې خلک په ښکاره په عام محضر کې وژل کیږي، او مړي یې نه ورک کیږي چې قبرونه یې د هغوی د عزیزانو لپاره زیارتونه پاتې شي. امام فخري وایي:
مونږ په سختۍ سره ټول ژوند تېر کړ
بالاخره مونږهغلته ورسېدلو چېرې چې وو

ځواب ورکړئ