امنیت

د افغانستان د سولې خبرې به راتلونکې اونۍ په دوحه کې بیا پیل شي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د فراه او نیمروز ولایتونو په سلګونو اوسېدونکيو د لیندۍ په ۲۸مه د دوو جلا جلا غونډو په ترڅ‌ کې له طالبانو سره د سولې په پروسه کې د پرمختګ هرکلی وکړ او په دواړو لوریو یې ټینګار وکړ چې سمدلاسه اوربند اعلان کړي. [عبدالله عزیزي/حمیدالله حمید]

کابل -- افغان چارواکو وویل، په پام کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مذاکراتو بل پړاو د مرغومي په ۱۶مه په قطر کې پرانستل شي.

د تېرې میاشتې په نیمایي کې، ولسمشر اشرف غني غږ وکړ چې د خبرو راتلونکی پړاو دې په کابل کې ترسره شي، او ویې ویل چې دا نامناسبه ده چې په «مجللو هوټلونو» کې لیدل کتل وشي.

خو د یکشنبې په ورځ /د مرغومي ۷مه/ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل، نوموړي ومنله چې خبرې په قطر کې بیا پیل شي څو د ځنډ مخه ونیول شي، او یادونه یې وکړه چې «په افغانستان کې د خبرو د بل پړاو د ترسره کولو په هکله زموږ موقف بدل شوی نه دی».

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا چې د سولې د ټولې پروسې لارښوونه کوي، وویل، د هغې لارښودې کمېټې دې ته ترجیح ورکړه چې خبرې په دوحه کې ترسره کړي.

د نیمروز ولایت له ۳۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لیندۍ په ۲۸مه په مرکز زرنج کې راټول شول ترڅو په طالبانو او افغان حکومت باندې ټینګار وکړي چې اوربند اعلان کړي. [عبدالله عزیزي]

د نیمروز ولایت له ۳۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لیندۍ په ۲۸مه په مرکز زرنج کې راټول شول ترڅو په طالبانو او افغان حکومت باندې ټینګار وکړي چې اوربند اعلان کړي. [عبدالله عزیزي]

د شورا ویاند فریدون خوځون وویل، ډېرو هغو هېوادونو چې پخوا یې په خپله خوښه د خبرو د کوربه توب وړاندیز کړی وو د کروناوایرس وبا له امله خپل وړاندیزونه بېرته اخیستي دي.

غني او عبدالله عبدالله چې د یادې شورا مشري کوي، د مرغومي په ۷مه د سولې د پروسې په سر د خبرو لپاره سره وکتل.

ولسمشرۍ وویل، دواړو مشرانو «د خبرو د راتلونکي پړاو د ځای په هکله خبرې وکړې» چې له هغه وروسته غني له طالبانو سره د خبرو له دویم پړاو څخه د حکومت ملاتړ اعلان کړ.

د سولې خبرې د وږي په ۲۲مه په دوحه کې پیل شوې، خو د خبرو لپاره د کړنلارې او د فیصلو لپاره د فقې د انتخاب په سر د شخړو له امله د خبرو په ځنډېدلو سره، دواړو لوریو د لیندۍ په نیمایي کې پرېکړه وکړه چې په خبرو کې دمه وکړي.

په رخصتۍ له تللو څخه مخکې، مرکچیانو بالاخره اعلان وکړ چې هغوی چمتو دي چې د مرغومي په ۱۶مه د خبرو په بیا پیلېدلو سره د اجندا د موادو ابتدایي لستونه وړاندې کړي.

د مذاکراتو د بیا پیلېدلو پلانونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په مشهورو څېرو باندې په منظمه توګه د بمي بریدونو او هدفي وژنو په شمول، په تاوتریخوالي کې ډېروالی راغلی دی.

له مذاکراتو څخه پرته بله لاره نشته

د فراه او نیمروز ولایتونو په سلګونو اوسېدونکیو د لیندۍ په ۲۸مه په جلا جلا غونډو کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ هرکلی وکړ، او په طالبانو او افغان حکومت باندې یې غږ وکړ چې د ښه نیت ښودلو لپاره دې اوربند اعلان کړي.

د فراه ښار یوې اوسېدونکې عزیزې حسین وویل، «موږ له حکومت او طالبانو څخه غواړو چې د یوې تلپاتې او ټولشموله سولې لپاره کار وکړي څو ټول افغانان وکولی شي په داسې یوه چاپېریال کې ژوند وکړي چې سوله ییز او له تاوتریخوالي څخه پاک وي.»

هغې زیاته کړه، افغانان له طالبانو څخه غواړي چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې په بهیر باندې تمرکز وکړي څو د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د وینو تویېدل پای ته ورسیږي.

د فراه ښار اوسېدونکي محمد عوض دانیال وویل، روغه جوړه او مذاکرات جوړجاړي ته اړتیا لري، او زیاته یې کړه چې دواړه لوري باید جنګ ودروي او د افغانستان د خلکو او د هغه د راتلونکي لپاره انعطاف وښیي.

هغه وویل، «له سولې او مذاکراتو څخه پرته بله لاره نشته، او هر جنګ یو پای لري. په افغانستان کې د څلورو لسیزو جنګ پای ته رسېدلی او د اوربند اعلانول کولی شي چې د یوې تلپاتې سولې لپاره هیلې زیاتې کړي.»

هغه وویل، په قطر کې د خبرو بل پړاو به د څلورو لسیزو د جنګ د پای ته رسولو او له افغانستان سره د سولې او ثبات د ترلاسه کولو په برخه کې د مرستې لپاره یو زرین فرصت وي.

د فراه ښار اوسېدونکي علي احمد اکبري وویل، د شخړې لوري باید د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي او د سولې د خبرو په پیلولو سره اوربند اعلان کړي.

هغه زیاته کړه، «موږ د افغان وګړو په توګه، په حکومت او طالبانو باندې غږ کوو چې د خدای په خاطر دې په خپلو غوښتنو کې انعطاف وښیي څو په هېواد کې سوله راشي.»

په افغانستان کې د خبرو لپاره غږ

د لیندۍ په ۲۸مه د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د یوې غونډې په ترڅ کې، د دغه ولایت په سلګونو اوسېدونکیو په حکومت او طالبانو باندې ټینګار وکړ چې خبرې په افغانستان کې وکړي او ویې ویل چې په افغانستان کې دننه خبرو کې د بریالیتوب احتمال ډېر دی.

د زرنج یوه اوسېدونکي غلام محی الدین عطایي وویل،‌ که د سولې خبرې په افغانستان کې دننه وشي، حتما به نتیجه ورکړي ځکه چې ټول افغانان سوله غواړي.

هغه زیاته کړه، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې له خپلو ورونو سره په هېواد کې دننه خبرې وکړي. طالبان باید د کالونو اوږد تاوتریخوالی او وینه تویول پرېږدي او د ځوانانو وژلو ته د پای ټکی کېږدي.»

عطایي زیاته کړه، «موږ د شخړې په لوریو باندې غږ کوو چې په افغانستان کې دننه د سولې خبرې وکړي څو د دې سولې اعتبار افغانان ترلاسه کړي، نه نور هېوادونه.»

د زرنج اوسېدونکي نثار صوفي زاده وویل، «حکومت او طالبان دواړه افغانان دي، او هغوی باید په خپلو خلکو باندې اعتبار وکړي او د سولې خبرې په هېواد کې دننه ترسره کړي.»

هغه زیاته کړه، «موږ باوري یو چې که د سولې خبرې په هېواد کې دننه ترسره شي، ژر به نتیجه ورکړي.»

د وینو تویولو درول دیني وظیفه ده

د هرات د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني وویل، د طالبانو جنګ دیني توجیه نه لري.

هغه دې ټکي ته په اشارې چې د افغانستان د جنګ ټول قربانیان مسلمانان دي، وویل، «خدای پاک د مسلمانانو تر منځ جنګ منع کړی دی، او که هر څوک د مسلمانانو د دوو ډلو تر منځ د جنګ اور ته لمن وهي، خدای پاک به پرې لعنت ووروي.»

د نیمروز د حج او اوقافو رییس حزب الله مولوي زاده وویل، دا د شخړې د لوریو دیني مسؤلیت دی چې وینه تویول ودروي.

هغه وویل، «اسلام د یوه مسلمان په لاس د بل مسلمان وژل منع کړي دي، او هیڅوک هم دا حق نه لري چې بل مسلمان ورور ووژني.»

په هرات ښار کې د لیندۍ په ۲۷مه د یوې غونډې له ۳۰۰ څخه ډېرو برخه والو افراطیت د افغانستان د جنګ تر شا تر ټولو غټ عامل وباله، او ویې ویل چې ترهګرې ډلې هره ورخ د دین په نامه وژنې ترسره کوي.

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي یوې محصلې زلیخې احمد وویل، له دین څخه د وسلې په توګه په استفادې سره، د حکومت مخالف وسله وال عناصر ځوانان دې ته هڅوي چې افراطي ایډیالوژي قبوله کړي او د هغوی له لیکو سره یوځای شي.‌

هغې وویل، «مونږ په حکومت باندې غږ کوو چې د مذهبي افراطیت مخه ونیسي څو ترهګرې ډلې ونشي کولی چې نور د ځوانانو له احساساتو او عقایدو څخه ناوړه استفاده وکړي او هغوی د افغانانو پر ضد جنګ کولو ته وپاروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

وګورئ چې د غزني ولایت قره باغ ولسوالي په پارلمان کې ګڼ شمېر غړي او په کابینه کې وزیران او نور لري. ډاکتر رمضان بشردوست، حفیظ الله جلیلي، محمد عارف رحماني او عبدالقیوم سجادي د افغانستان د پارلمان غړي دي،‌ عباس بصیر د لوړو زده کړو وزیر، ذبیح الله فرهنګ د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون ویاند، حبیبه سرابي او طالب رسولي غرب پلوه شراب خواره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په پروسه کې د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم غړي، او حاجی نوروز چې د کابل په لویدیځ کې یې ځمکې غصب کړلې د یادې ولسوالۍ یو بل شخص دی. که مونږ هر ولایت ته عین امتیازات ورکړو، که د هندوستان د پوځ بودجه هم دلته راوړل شي کفایت به ونه کړي.‌ ښه نو سوله څنګه راشي؟ هغوی هر څه د خپلو ګټو لپاره کوي.

ځواب ورکړئ

ښه خبر ده. باید د سولې خبرې د افغانستان حکومت او طالبان تر مینځ ژر پیل شي. هیڅ کار باید د دغه مذاکرات مخه ډب نکړي. په هر ځي کې چې خبرې اترې پیلیږي پیل دې شي. که په دوحه کې یي او که په کوم بل هیواد کې یي. افغانستان سولې ته ډیره زیاته اړتیا لري. سوله کولي شي چې د زرګونو بی ګناو انسانانو د وژلو مخه ونیسي. موږ د ولسمشر اشرف غني نه هم مننه کوو چې د مذاکراتو پیلیدل یي په دوحه کې ومنل.

ځواب ورکړئ

وایي معده د مرضونو مور ده. د دې پرعکس اوربند د سولې په مذاکراتو او سوله کې د ټولو مثبتو ګامونو مور ده. اول اوربند وکړئ چې د بې ګناه افغانانو قتل ودرول شي بیا د نورو موضوعاتو په هکله خبرې کوئ.

ځواب ورکړئ