امنیت

د افغانانو هدفي وژنې په ډېرېدلو دي، په جلال اباد کې یو قاضي په نښه شو

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

اور وژونکي د سلواغې په ۱۴مه په کابل کې د یوه بمي برید ساحه وینځي. دغه ورځ په کابل کې د ګڼه ګوڼې په ساعت کې شویو یو لړ بمي چاودنو دوه کسان ووژل.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

اور وژونکي د سلواغې په ۱۴مه په کابل کې د یوه بمي برید ساحه وینځي. دغه ورځ په کابل کې د ګڼه ګوڼې په ساعت کې شویو یو لړ بمي چاودنو دوه کسان ووژل.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

جلال اباد -- پولیسو وویل، یو افغان قاضي د چارشنبې په ورځ‌ /د سلواغې ۱۵مه/ په جلال اباد کې د یوه کمین په ترڅ کې په مرګ وویشتل شو. دا د قضایي برخې درېیم چارواکی دی چې له یوې میاشتې څخه په لږ موده کې وژل کیږي.‌

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدخان وویل، په قاضي حفیظ الله باندې هغه وخت برید وشو چې هغه په یوه ریکشا کې کار ته روان وو.‌

د برید مسؤلیت هیچا پر غاړه نه دی اخیستی.

حفیظ الله څو ورځې وروسته له هغه ووژل شو چې اورپکو د مرغومي په ۲۸مه دوه ښځینه قاضیانې چې په کابل کې یې په ستره محکمه کې کار کاوه ووژلې.‌

هدفي وژنې چې موټرو پورې د نښلېدونکو او له لیرې چاودېدونکیو بمونو په وسیله ترسره کیږي یا له موټر/موټرسایکل څخه ډزې کول په لویو ښارونو کې په ځانګړې توګه د سهارني تګ راتګ پر وخت د یاغیانو په زړه پورې تکتیکونه ګرځېدلي دي.

د قاضیانو، روحانیونو، ژورنالستانو، فعالانو او ډاکترانو په ګډون یو زیات شمېر وتلي افغانان ډیری د رڼا ورځې په بریدونو کې وژل شوي دي.‌

افغان چارواکي او شنونکي وایي، طالبان غواړي چې د هدفي وژنو له لارې په ټولنه کې ګډوډي رامنځته، د مذاکراتو پر مېز امتیازات ترلاسه،‌ رسنۍ کمزورې، او د منتقدینو خولې بندې کړي.

په یوه ورځ کې درې مرګونه

په هغو درې افغانانو کې چې د سې شنبې ورځې په یوه ترهګریز تاوتریخوالي کې ووژل شول یو دیني عالم هم شامل وو.

چارواکو وویل، په کابل کې د یوې خیریه ټولنې یو دیني عالم محمد عاطف د هغو دوو کسانو له جملې څخه یو وو چې د کابل په مرکزي برخه کې یې په موټر باندې د بمي چاودنې په ترڅ کې ووژل شول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل، په پېښه کې دوه ملکي کسان ټپیان شول.‌

د عاطف د وژنې پړه داعش پر غاړه واخیستله.

د سې شنبې په ورځ‌ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د پولیسو په یوه موټر د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې یو پولیس ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

یوه بم چې د سې شنبې په ورځ د کورنیو چارو د وزارت یو موټر یې وواهه په کابل کې دوه امنیتي منسوبین ټپیان کړل او یوې جلا چاودنې یو بل کس په پلازمېنه کې ټپي کړ.‌

خو یوه بل بم چې د سې شنبې په ورځ یې د ولسي جرګې د یوه وکیل موټر په نښه کړ دوه افغانان ټپیان کړل. د پېښې پر مهال وکیل په موټر کې نه وو.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د سې شنبې ورځې د نورو بمي بریدونو مسؤلیت نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بالاخره، مونږ پوه نشوو چې څنګه، چېرې او چا دغه ګروپونه جوړ کړي دي؟‌ البته مونږ له کلونو او پېړیو راهیسې نه یو پوه شوي او اوس به هم پوه نشو. له هرڅه سره سره، هر چا چې دا ګروپونه جوړ کړي وي او هرکله چې جوړ شوي وي،‌ دا د هغوی ملامتیا نه ده بلکې مونږ پخپله ملامت یو، ځکه چې مونږ د دلیل او منطق په حساب ډېر کمزوري یو.‌ د هدفي وژنو په هکله باید زه ووایم تاسو باور وکړئ چې زمونږ حکومت دومره فاسد دی چې هېڅ حدود نه لري. یو سړی چې جرم ترسره کوي هغه ته باید سزا ورکړل شي، خو قضایه قوه یوازې دا لټوي چې د یوه سړي نوم د یوه جنایتکار له نامه سره سر خوري د هغه په ځای دی زندان ته لېږي. ښه نو څنګه به مونږ تمه وکړو چې زمونږ قاضي یا څارنوال باید ونه وژل شي؟ دغه بې ګناه کس چاته خپل عرض وړاندې کړي؟ بالاخره، هغه مجبور دی چې د خپل زړه د تشولو لپاره لاس په کار شي.‌ خلک چې یو عرض یا قضیه ولري، هغوی یې له ښار څخه په ولسوالیو کې طالبانو ته وړي چې د خدای (ج) او رسول (ص) په قانون یې ورته حل کړي.‌ په نړۍ کې که سزا او جزا نه وي، هر چېرې به ګډوډي وي.

ځواب ورکړئ