کډوالان

په عکسونو کې: بې ځایه شوې کورنۍ د لښکرګاه د یوې تاریخي ساحې په کنډوالو کې مېشتې شوي دي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

سړي د وري په ۷مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په یوه تاریخي ساحه کې د زړې کلا له یوې زړې ماڼۍ سره نږدې د یوې پلې لارې په اوږدو کې روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

سړي د وري په ۷مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په یوه تاریخي ساحه کې د زړې کلا له یوې زړې ماڼۍ سره نږدې د یوې پلې لارې په اوږدو کې روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د وري په ۷مه اخیستل شوی، د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لمنو کې د بست کلا د تاریخي بالاحصار یو تاق لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د وري په ۷مه اخیستل شوی، د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لمنو کې د بست کلا د تاریخي بالاحصار یو تاق لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه داخلي بې ځایه شوې افغانه ښځه د وري په ۷مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د زړې کلا یا قلعه کهنه په تاریخي سیمه کې د خپل کور په لوري روانه ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه داخلي بې ځایه شوې افغانه ښځه د وري په ۷مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د زړې کلا یا قلعه کهنه په تاریخي سیمه کې د خپل کور په لوري روانه ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو داخلي بې ځایه شوی افغان سړی او ماشومان، چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د زړې کلا یا قلعه کهنه په تاریخي سیمه کې له نورو کورنیو سره یوځای ژوند کوي، د وري په ۷مه د یوې ماڼۍ په خرابو کې دننه ولاړ دي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوي افغان ماشومان د وري په ۷مه د زړې کلا په تاریخي سیمه کې د یوې ماڼۍ د خرابو تر منځ چیرې چې هغوی له خپلو کورنیو سره یوځای ژوند کوي، روان دي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوي افغان ماشومان د وري په ۷مه د زړې کلا په تاریخي سیمه کې د یوې ماڼۍ د خرابو تر منځ چیرې چې هغوی له خپلو کورنیو سره یوځای ژوند کوي، روان دي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د وري په ۷مه اخیستل شوی، د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لمنه بست سیمه کې د بست کلا له تاریخي بالاحصار سره د نږدې د یوې ماڼۍ خرابې لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د وري په ۷مه اخیستل شوی، د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لمنه بست سیمه کې د بست کلا له تاریخي بالاحصار سره د نږدې د یوې ماڼۍ خرابې لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو داخلي بې ځایه شوی افغان سړی، د وري په ۷مه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د زړې کلا په تاریخي سیمه کې چې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ په کې ژوند کوي، د یوې ماڼۍ په خرابو کې دننه ارام کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوي افغان ماشومان، د وري په ۷مه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د زړې کلا په تاریخي سیمه کې د یوې ماڼۍ په خرابو کې،‌ چې له خپلو کورنیو سره هلته ژوند کوي،‌ روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوي افغان ماشومان، د وري په ۷مه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د زړې کلا په تاریخي سیمه کې د یوې ماڼۍ په خرابو کې،‌ چې له خپلو کورنیو سره هلته ژوند کوي،‌ روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو سړی او یو هلک د وري په ۷مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د زړې کلا یا قلعه کهنه په تاریخي سیمه کې له یوې زړې ماڼۍ سره نږدې چې داخلي بې ځایه شوي خلک په کې ژوند کوي،‌ په یوه پلې لاره روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوي افغان سړي او هلکان د وري په ۷مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د زړې کلا په تاریخي سیمه کې چې هلته له نورو کورنیو سره یوځای ژوند کوي د یوې ماڼۍ د دېوال په اوږدو کې روان دي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د وري په ۷مه اخیستل شوی،‌ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لمنه بست کې د بست کلا تاریخي بالاحصار سره نږدې د یوې ماڼۍ خرابې لیدل کیږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د وري په ۷مه اخیستل شوی،‌ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لمنه بست کې د بست کلا تاریخي بالاحصار سره نږدې د یوې ماڼۍ خرابې لیدل کیږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

سړي د وري په ۷مه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لمنو کې د بست کلا په تارخي بالاحصار کې روان دي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

سړي د وري په ۷مه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لمنو کې د بست کلا په تارخي بالاحصار کې روان دي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هلمند -- په هلمند ولایت کې د زرو کالونو د پخواني سلطنتي ښار، چې یو وخت د مشهورو اسلامي پاچایانو د لړۍ د ژمي استوګنځی وو،‌ خرابې اوس د طالبانو له تاوتریخوالي څخه د راتښتېدلو سلګونو افغانانو په پنډغالي باندې اوښتی دی.

دغه عجیبه وداني چې له سرې خاورې څخه جوړه شوې او د هلمند سیند په اوږدو کې پرتو غونډیو څخه راوتلې ده، د تخریب او د ښاري حدودو د پراخېدلو او دغه راز په هغې کې دننه د موقتو ودانیو د جوړېدلو له امله د تخریب له ګواښ سره مخامخ ده.

د تلې په میاشت کې د طالبانو د بریدونو له ډېرېدلو راوروسته، په هلمند کې په زرګونو افغانان بې ځایه شوي، او په داسې حال کې چې ډېر یې په مرکز لښکرګاه کې چې د حکومت تر واک لاندې ده، ځای پرځای شوي، نور په یادو خرابو کې له نورو داخلي بې ځایه شویو خلکو سره ملګري شوي دي.‌

دغه ځای چې د ځایي خلکو تر منځ د زړې کلا یا قلعه کهنه په نامه مشهوره ده او لرغون پوهان یې د لښکري بازار په نامه پېژني، د خپل مقیاس، په زړه پورې معمارۍ او نقاشیو له امله د نړۍ والو پاملرنه ورجلب کړې ده.‌

داخلي بې ځایه شوي افغان سړي د وري په ۷مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې، چې هلته له نورو کورنیو سره یو ځای ژوند کوي، د زړې کلا یا قلعه کهنه په تاریخي سیمه کې د یوې زړې ماڼۍ د پلې لارې په اوږدو کې روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا سیمه چې د ۱۰ کیلومترو په اوږدوالي پراخه پرته ده، د غزنوي او غوري پاچایانو یواځینی پېژندل شوی د ژمی استوګنځی وو. دغو دوو سلطنتونو په دې سیمه کې چې اوس د افغانستان په نامه یادیږي د ۱۰ او ۱۲ میلادي پېړیو تر منځ واکمني کړې او اسلامي هنرونه یې د هندوستان تر شمال پورې غځولي دي.‌

په افغانستان کې د فرانسوي لرغون پوهانو د هیئت (ډي ای اېف ای) رییس فیلیپ مارکویس وویل، «په اسلامي نړۍ کې موږ داسې ځای نه لرو چې د دې ځای په څېر دې منسجم، تفصیلي او له هر څه سره سره اوس هم داسې جوړ پاتې شوی وي.»

هغه ای اېف پي ته وویل،‌ «دا مهمه ده چې وساتل شي ځکه موږ مطمئن یو چې دا به موږ ته د یادې دورې په هکله ډېر څه راوښيي.»

د طالبانو له تاوتریخوالي‌ څخه راتښتېدلي

اوسېدونکیو د لرغونو برجونو په منځ کې دروازې او کړکۍ لګولي او خراب شوي دېوالونه یې د خټو او بوسو د اخېړ په وسیله پوښلي چې کلک یې کړي او سوري یې وربند کړي.‌

یوه اوبرنګه فلزي دروازه د اغامحمد دوه کوچنیو کوټو ته ورننوځي چې ۱۱ کسان په کې ژوند کوي، او د هغه د یوه نوي پیدا شوي زوی لپاره په کې له لرګین چت نه یوه موقته زانګو راځوړنده شوې ده.‌

هغه وویل، «په چت کې درزونو ته وګورئ. زه ډارېږم چې کومه شپه به راولوېږي.»

د افغان حکومت او طالب مشرانو تر منځ د سولې د خبرو په درېدلو سره د افغانستان په جنوبي برخه کې تازه جنګونه پيل شول، او امریکایي او ناټو ځواکونه د وږي تر ۲۰مې پورې له دې هېواد څخه خپل وروستي عسکر باسي.‌

طالبانو خپل روان جنګ د بهرنیو ځواکونو په حضور توجیه کاوه، لاکن له پلان سره سم د وتلو له پرمختګ سره سره، اورپکو د بېخبنا د پروژو ویجاړولو ته دوام ورکړی او د ملکي خلکو او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه ترسره کوي.‌

د دفاع وزارت ویاند فواد امان د غوایي په ۲۷مه وویل، په وروستیو اونیو کې، طالبانو هڅه وکړه چې هلمند، کندهار، بغلان، هرات، فراه او غزني ولایتونه ونیسي.‌

هغه وویل، نه یواځې دا چې هغوی د کوم لوی ښار یا ولایت په نیولو کې ناکام شول، بلکې ډیر تلفات هم ور واوښتل، ځکه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هغوی له ۱۰۰۰ څخه ډېر جنګیالي، قوماندانان او مهم غړي ووژل.

د قلعه کهنه ډېر اوسېدونکي د پولیسو د کورنیو غړي دي.‌

بي بي حلیمې چې ۴۸ کاله عمر لري، وویل، «ما د دې حکومت لپاره درې زامن قرباني کړي دي.»

هغې وویل، «طالبانو زموږ کور ونیو، له دې امله موږ دلته اوسېږو، او زه یواځې یو کوچنی زوی لرم.»

یوه ګاونډي یې زیاته کړه، «هر کور له کونډو نه ډک دی.»

۵۴ کلن خدای نظر په حکومت باندې غږ وکړ چې د خرابو په منځ کې اوسېدونکیو کورنیو ته برېښنا برابره کړي.

هغه وویل، «موږ جنګ را بې ځایه کړو؛ زموږ سیمه د طالبانو تر واک لاندې ده،» او زیاته یې کړه چې هره کورنۍ چې په دې ساحه کې اوسېږي هغې د طالبانو په جنګ کې خپل غړي له لاسه ورکړي دي.‌

هغه وویل، «موږ نشو کولی چې خپلې سیمې ته ور وګرځو. موږ له بدې ورځې دلته ژوند کوو.»

د ساحې ساتنه

دا ساحه چې په لومړي ځل په ۱۳۳۰مو کالونو کې د فرانسوي لرغون پوهانو هیئت له خوا وسپړل شوه تر اوسه پورې یې د ساتنې لپاره هېڅ کار نه دی شوی.‌

په هغه وخت کې،‌ لرغون پوهانو ماڼې، یو جومات او نور ضمیمه ودانې لکه د کولالۍ او صنعتګرۍ ورکشاپونه، او هم د یخ بکسونه چې د تازه خوړو د ساتنې لپاره کارول کېدل، وپیژندل.

یوه له هغو ډېرو مهمو کیندنو څخه یو لړ نقاشۍ وې چې د محکمې صحنې یې ښودلې. دا په داسې یوه دوره کې چې په اسلامي ټولنو کې د ژوندیو شیانو واقعي ښودنه هېڅ د منلو وړ نه وه، ډېره نادره صحنه ده.

دا نقاشۍ چې کابل موزیم ته انتقال شوې وې، په ۱۳۷۰مه لسیزه کې د افغانستان د داخلي جنګ په جریان کې ویجاړې یا غلا کړای شوې. یواځې عکسونه یې پاتې دي.

د فرانسوي لرغون پوهانو د هیئت رییس مارکویس اوس د نړۍ د تودوخې په هکله، چې کېدی شي د هلمند سیند د راپورته کېدلو سبب شي، هم اندېښنه لري.

له یوې خوا، کېدی شي هغه استحکامات چې له خټو او بوسو څخه جوړ شوي او نویو اوسېدونکیو نیمه ورانو شویو برجونو کې ورزیات کړي، د هغو د موقتې ساتنې سبب شوي وي.‌

مارکویس وویل، «خلک په خپله طریقه د سیمې ساتنه کوي ځکه چې هلته د هغوی کورونه دي.»

هغه وړاندیز وکړ چې دغلته یو «د لرغون پوهنې پارک» جوړ کړای شي چې په کې بې ځایه شوي افغانان د ساتنې په پروسه کې ښکېل شي څو هغوی وکولی شي چې روزي ترې ترلاسه کړي او د ماڼۍ له دېوالونو څخه بهر ځای پرځای شي.

خو د شاه محمود حسرت لپاره، چې د دغه ارګ په هکله یې یو کتاب لیکلی دی، د دغو نه کشف شویو خرابو راتلونکی نامعلوم برېښي.

حسرت وویل، «موږ واقعا وارخطا یو چې زموږ تاریخ به له منځه لاړ شي،» او په حکومت باندې یې غږ وکړ چې ساحه خوندي کړي.‌

نوموړي په داسې حال کې چې دغه ارګ یې له «یوه مقدس زیارت» سره تشبیه کړ، وویل، «د بست تاریخي کلا د هلمند د اوسېدونکیو لپاره ډېره مهمه ده؛ هغه له ۳۰۰۰ کالونو څخه ډېر تاریخ لري،»

هغه وویل، «که حکومت اجازه ورکړي، زه باوري یم چې هره جمعه به په زرګونو خلک د کتلو لپاره ورشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500