اقتصاد

د بانکنوټونو زړیدل د افغانستان اقتصاد ته تر ټولو تازه ټکان دی

د نجیب الله راپور

په عکس کې چې د زمري په ۵مه اخیستل شوی، د کابل د صرافۍ باراز شهزاده مارکېټ په انګړ کې د افغانیو د زاړه شویو بانکنوټونو یوه ډېرۍ لیدل کیږي. [نجیب الله/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د زمري په ۵مه اخیستل شوی، د کابل د صرافۍ باراز شهزاده مارکېټ په انګړ کې د افغانیو د زاړه شویو بانکنوټونو یوه ډېرۍ لیدل کیږي. [نجیب الله/سلام ټایمز]

کابل -- صرافانو او د هغوی مشتریانو سلام ټایمز ته وویل، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د زړو افغانۍ بانکنوټونو ډېرښت د صرافانو او د عادي خلکو لپاره ستونزې جوړې کړي دي.

افغانان معمولا په بازار کې د کارولو لپاره نغدې پیسې کاروي، خو هغوی وویل چې د هغوی د ډېرو بانکنوټونو خراب حالت چې ځینې یې باید وار له مخه له دوران څخه اېستل شوي وای، ډېرې معاملې پېچلې کړي دي.

د زرګونو زړو افغانۍ بانکنوټونو ډېرۍ چې نوټونه په کې خیرن، شکېدلي، بې شکله یا په بل ډول خراب شوي دي، د چنګاښ په ۲۶مه د هرات د صرافۍ مارکېټ په تړلو مجبور کړ، ځکه خلکو د مناقصې د بې ارزښتۍ له امله شکایت کاوه.

په کابل کې د یوې غیرحکومتي موسسې یوه کارمند محمد ظاهر امیري چې ۴۸ کاله عمر لري، وویل، زړو بانکنوټونو غټې ورځنۍ ستونزې رامنځته کړي دي.

یو افغان صراف د ۱۳۹۵ د کب په ۱۰مه د کابل د صرافۍ بازار شهزاده مارکېټ په انګړ کې بانکنوټونه شماري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان صراف د ۱۳۹۵ د کب په ۱۰مه د کابل د صرافۍ بازار شهزاده مارکېټ په انګړ کې بانکنوټونه شماري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان صرافان د ۱۳۹۴ د لیندۍ په ۲۶مه د کابل د صرافۍ بازار شهزاده مارکېټ کې بانکنوټونه شماري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان صرافان د ۱۳۹۴ د لیندۍ په ۲۶مه د کابل د صرافۍ بازار شهزاده مارکېټ کې بانکنوټونه شماري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

امیري وویل، «کله چې موږ خپلې تنخواګانې راباسو، بانک موږ ته زړې پیسې راکوي.»

هغه زیاته کړه، «کله چې زه د پیسو له مسؤلینو څخه وغواړم چې د خرابو نوټونو پرځای ښه نوټونه راکړي، هغوی وایی چې هغه څه ورکوي چې ورسره موجود وي، او موږ مجبور یو چې وایې خلو.»

هغه وویل، «مثلا، که موږ له بانک څخه ۲۰۰۰۰ افغانۍ (۲۲۲ ډالر) راوباسو، شاوخوا ۸۰۰۰ افغانۍ (۸۹ ډالر) یې د تبادلې وړ نه وي، او په داسې پیسو موږ تل له دوکاندار سره په مشکل اخته کیږو.»

امیري وویل، «سربېره پر دې، د مسافرو او ټکسي/بس د موټروانانو تر منځ هره ورځ جنګونه رامنځته کیږي.»

په کابل کې د خوراکي توکو یوه عمده پلورونکي محمد رضا حبیبي چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، مشتریان له هغه سره د زړو بانکنوټونو په سر جنجالونه کوي.

حبیبي وویل، «که موږ زاړه بانکنوټونه واخلو، سوداګر او بانکونو والا یې له موږ څخه نه اخلي. دا اوس زه ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ (۱۱۱۲ ډالر) لرم چې هیڅوک یې هم را څخه نه اخلي.»

په کابل کې د محمد حسن محمدي په نامه یوه صراف وویل، «له بده مرغه چې د افغانیو اکثر نوټونه زاړه شوي او په بازار کې د دوران لپاره برابر نه دي.»

محمدي وویل، «دغه ډول بانکنوټونه باید له بازار څخه واېستل شي.»

هغه وویل، له تېر کال راهیسې، نه بانک او نه هم نور صرافان دې ته حاضر دي چې د هغه ۵۰۰۰۰ افغانۍ (۵۵۶ ډالر) ترې واخلي.‌

محمدي وریاده کړه چې، «زما په یاد دي چې یوه مشتري غوښتل چې ۱۰۰۰ ډالر په افغانیو باندې بدل کړي، خو هغه نوي نوټونه غوښتل. دا چې له ما سره موجودې پیسې ټولې زړې وې، موږ جنجال پیل کړ چې یو بد جنګ ترې جوړ شو.»

مشتریان هېڅ لاره نه لري

د کابل د صرافانو اتحادیې رییس حاجي زیرک سلام ټایمز ته وویل چې هغه ته هره ورځ د ټول افغانستان له صرافانو څخه د زړو بانکنوټونو په هکله شکایتونه راځي.

زیرک وویل، «د زړو بانکنوټونو مسئله د خلکو، صرافانو او بانکونو تر منځ یوه جدي ننګونه ګرځېدلې ده.»

هغه وویل، «بانکونه تل له خپلو مشتریانو څخه د زړو نوټونو قبلول ردوي، خو هغوی پخپله خلکو ته زاړه بانکنوټونه ورکوي.»

هغه زیاته کړه، مشتریان «بې له دې چې خراب شوي بانکنوټونه واخلي بله هېڅ لاره نه لري.»

هغه زیاته کړه،‌ په بازار کې د زړو کاغذي پیسو دوران او خلکو ته د خراب شویو بانکنوټونو صدور د هېواد د اقتصاد لپاره یو غټ‌ پرشا تګ دی.

هغه وویل، د افغانستان بانک کې یو ځانګړی اداري واحد چې د زړو بانکنوټونو د ټولولو مسؤلیت پر غاړه لري، ارام ناست دی،په داسې حال کې چې د خراب شویو کاغذي پیسو دوران د هېواد لپاره په یوه بل بحران باندې بدل شوی دی

په کابل کې د میرزامحمد صدیقي په نامه یوه صراف چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، د زړو بانکنوټونو دوران په عادي افغانانو، صرافانو، تجارانو او د افغانستان په اقتصاد باندې ناوړه اغېز کړی دی.‌

هغه وویل، «په کابل او ولایتونو کې له اکثرو صرافانو سره په سلګونو زره زړې افغانۍ پاتې دي، او هیڅوک هم دې ته حاضر نه دی چې وایې خلي. اصلا دا د افغانستان د اقتصاد لپاره یو غټ ټکان دی.»

صدیقي د بانکنوټونو د بحران له امله د ستونزو وروستیو دوو قضیو ته په پام سره وویل، «دا ستونزه ورځ تر بلې زیاتېږي.»

صدیقي وویل، «یو مثال... په هرات کې د څو ورځو په مخه د صرافانو د مارکېټ بندېدل وو.»

هغه وویل، سربېره پر دې، په کابل کې ګڼ‌ شمېر صرافانو په وروستیو کې خپل کارونه درولي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان په بانکي سیستم کې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان لاسوهنې بله هغه ستونزه ده چې د افغانیو پر وړاندې یې ګڼې ننګونې رامنځته کړې دي. پاکستان په وروستیو کلونو کې په منظم ډول هڅه کوي چې د جعلي بانکنوټونو په چاپ او صادرولو سره د افغانیو ارزښت راکم کړي. په همدې حال کې ایران هم هڅه کړې چې د پیسو وینځلو شبکو په جوړولو سره د افغانیو بازار ته زیان ورسوي. له دې سره سره پر ایران د بندیزونو له امله د افغانستان له بازار څخه په زیاته اندازه ډالر راټولیږي او ایران ته قاچاق کیږي. د امریکا ډالر هم پاکستان ته قاچاق کیږي. په هغو ولایتونو کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، د پاکستانۍ کلدارې د بیې لوړېدل بله جدي ستونزه ده. په دې وروستيو کې د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت د راټيټېدو له امله په يادو ولايتونو کې سوداګرو او عامو خلکو ته سخت مالي زيانونه اوښتي دي. زه د افغانستان له اوسنیو واکمنانو څخه غواړم چې د منظم میکانیزم په جوړولو سره د افغانستان په مالي سیستم کې د ایران او پاکستان د لاسوهنې مخه ونیسي. مننه

ځواب ورکړئ

د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، د جمهوري ریاست له ړنګیدلو راهیسې تر اوسه افغانستان د ملګرو ملتونو له لارې نږدې یو میلیارد ډالر بشري مرستې ترلاسه کړي دي. په داسې حال کې چې دغه ډول پیسو د افغانۍ د ارزښت په ثبات کې مهم رول لوبولی، په ورته وخت کې موږ ورځ تر بلې په بازار کې د افغانیو بانکنوټونو په شمېر کې کموالی وینو او د دغو بانکنوټونو لوی شمېر هم له کاره لوېدلی دی. د جمهوریت پر مهال په پولنډ کې چاپ شوي شاوخوا لس میلیارده افغانۍ بانکنوټونه افغانستان ته نه دي سپارل شوي. ویل کیږي چې امریکا او اروپايي متحدین یې افغانستان ته د دې پیسو د انتقال مخه نیسي. که اروپايي هېوادونه او امريکا رښتيا هم د افغانانو پروا لري، بايد اجازه ورکړي، چې دغه پيسې افغانستان ته وسپارل شي، ځکه په بازار کې ورځ تر بلې د افغانيو نوټونه په کمېدلو دي، چې عامو افغانانو ته به ګڼې ستونزې راپورته کړي. مننه

ځواب ورکړئ

مونږ باید هڅه وکړو چې د خپل هیواد پیسې په صحیح توګه وساتو. مونږ باید د پیسو د ساتنې لپاره بټوې واخلو. یوه بټوه په سل یا دوه سوه افغانۍ کیږي چې کولی شي د پیسو د خرابېدلو مخه ونیسي. هر ډول پیسې چې ونه ساتل شي، خرابیږي. د هر وطن خلک د خپل وطن پیسې ساتي. لطفا د خپل هیواد له ملي ارزښتونو سره سرسري چلند مه کوئ.

ځواب ورکړئ

دا د پیسو ساتلو تر ټولو ښه لاره ده خو کاش چې وپوهېږو او عملي یې کړو. او که بیا یې هم نه عملي کوو، نورې افغانۍ راته څوک چاپ کوي نه او شته به هم له کاره ولوېږي.

ځواب ورکړئ

ستونزه یوازې د افغانیو بانکنوټونو زړېدل او څیرې کېدل نه دي، بلکه، ستونزه د هغه څه په پرتله خورا پراخه ده چې موږ فکر کوو. د رسنیو د معلوماتو له مخې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش (سیګار) وايي، د افغانستان بانکي سیستم په بشپړه توګه فلج دی او د دغه هېواد مرکزي بانک په سمه توګه فعالیت نشي کولی. د سیګار دغه څرګندونې د امریکا حکومت ته د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د دې ادارې له یوه مفصل راپور څخه را نقل شوي، چې په کې د نغدو پیسو بحران په افغانستان کې د عمده اقتصادي ننګونو په توګه په ګوته شوی دی. سیګار زیاته کړې چې د نړیوالو بانکونو د ملاتړ نشتوالی د دې لامل شوی چې بانکونه په افغانستان کې پر کوچنیو او خصوصي شرکتونو باور ونه کړي. لکه څنګه چې د سیګار په راپور کې ویل شوي، متحده ایالات باید د افغانستان بانکونو ته د پیسو تزریق کافي ونه ګڼي، بلکه امریکا باید په هغه هیواد کې د بانکونو د فعالیتونو بشپړ ملاتړ وکړي. د سیګار راپور وايي چې د پیسو تزریق د اقتصاد له ودې سره مرسته نه ده کړې او اړتیا ده چې د اقتصادي تحرک د هڅولو لپاره د افغانستان بانکونو ته پورونه ورکړل شي. په هېواد کې له وروستیو پېښو وروسته د افغانستان ټولې برخې سختې زیانمنې شوې دي. سره له دې چې تر اوسه پورې د بهرنيو هېوادونو او نړيوالو موسسو له خوا د دغه هېواد بانکونو ته ميليونونه ډالر ورکړل شوي، لاکن د افغانستان د بانکي سيستم د وضعيت د ښه والي لپاره يې کومه ګټه نه ده کړې. په همدې حال کې، امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې تایید کړې چې له طالبانو سره یې په امریکایي بانکونو کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې د ازادولو په اړه خبرې کړې دي. که څه هم تر اوسه د خبرو پایله نه ده څرګنده، خو که دا پ

ځواب ورکړئ

مونږ د سیګار د وړاندیز هرکلی کوو. حقیقت دا دی چې امریکا یو عظیم مملکت دی او دا باید هېره نه کړي چې په نړۍ کې غټ مسؤلیتونه هم ورتر غاړې دي. په ځانګړې توګه په افغانستان کې چې امریکا شل کاله تېر کړل، که هره ستونزه په افغانستان راځي، په یو نه یو ډول یې مسؤلیت امریکا ته ورګرځي.
بله خبره دا ده چې یو د امریکا د پوځ او په افغانستان کې د وسله والو ډلو تر منځ مسئله ده. هغه وسله وال ګروپونه یادوم چې پاکستان د چین په لګښتونو د افغان حکومت او نړۍ وال ائتلاف په مقابل کې تربیه او تجهیز کول. بله خبره د امریکا د ولس او د افغان ولس تر منځ ده. چې دا دویمه اړیکه په مینه، درناوي، زړه سوي، ملګرتیا ولاړه ده. ما له یوه هلمندي نه پوښتنه وکړله چې د هلمند د ناوې پراختیا پروژه چا جوړه کړې؟ ویل یې امریکا. د کندهار هوایي ډګر چا جوړ کړی وو؟ ویل یې امریکا.‌ زه د اګریسیو امریکا په رابطه نه غږېږم. زه د یوې متمدنې امریکا خبره کوم چې له افغانستان سره مینه لري.‌ یو دا احمقانه خبرې دي چې د پاکستان د تبلیغاتي ماشین نه راوځي او ویل کیږي چې طالبانو امریکا ته ماتې ورکړله ...ځکه نه طالب امریکا ته ماتې ورکولی شي نه پاکستان نه روسیه او نه چین. البته په چین کې سړی څه نشي ویلی، ځکه هغه هم ډېر غټ حرامیان دي. په هر حال، لویه خبره دا ده چې امریکا باید له افغانستان سره په ملکي او اقتصادي برخو کې مرستې وکړي او داسې پروژې ترسره کړي چې هم د امریکا نوم پرې ښه شي او هم افغانستان ته ګټه وکړي.‌ تل دې وي افغانستان.‌ تل دې وي د افغانستان او امریکا دوستي. مرګ په پاکستان، مرګ په چین، مرګ په ایران، مرګ په ترهګرو.

ځواب ورکړئ