اقتصاد

افغان چارواکي ایران ته د میلیونونو ډالرو د وړلو په اړه اندېښنه لري

د نصیر صالحي راپور

د هرات ولایت له لارې ایران ته د امریکایي پیسو انتقال یا قاچاق د افغانیو په وړاندې د ډالرو د تبادلې نرخ زیات کړی دی. [نصیر صالحي]‌

هرات -- د هرات له لارې ایران ته د امریکایي پیسو انتقال یا قاچاق د دې سبب شوی چې د افغانیو په مقابل کې د ډالرو نرخ زیات شيچې دغه حالت د افغانستان اقتصاد له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

دوه میاشتې مخکې، ۱ ډالر د افغانستان په بازارونو کې په ۶۸ افغانیو تبادله کېد. اوس هر ډالر په ۷۳ افغانیو تبادله کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې لومړي مرستیال خان جان الکوزي وویل، هره ورځ په هرات ولایت کې د اسلام کلا د سرحد له لارې په میلیونونو ډالر ایران ته داخلېږي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «امریکایي بانکنوټونه، چې له کابل څخه هرات ته راځي، په فزیکي توګه ایران ته انتقالیږي چې دا د جدي اندېښنې یوه سرچینه ده.»

یوه صراف د چنګاښ په ۶ مه د هرات ښار د پیسو د صرافۍ په یوه مارکېټ کې ایراني او امریکایي بانکنوټونه په لاس کې نیولي دي.‌ [نصیر صالحي]‌

یوه صراف د چنګاښ په ۶ مه د هرات ښار د پیسو د صرافۍ په یوه مارکېټ کې ایراني او امریکایي بانکنوټونه په لاس کې نیولي دي.‌ [نصیر صالحي]‌

یو مېوه پلورونکی د چنګاښ په ۵ مه په هرات کې مشتریانو ته انتظار کوي. په هرات کې چارواکي او اقتصاد پوهان له افغانستان څخه ایران ته د امریکایي ډالرو د وتلو له امله اندېښنه لري. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو مېوه پلورونکی د چنګاښ په ۵ مه په هرات کې مشتریانو ته انتظار کوي. په هرات کې چارواکي او اقتصاد پوهان له افغانستان څخه ایران ته د امریکایي ډالرو د وتلو له امله اندېښنه لري. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هغه وویل، «په نورو ټکو، امریکایي بانکنوټونه په عملي توګه د افغانستان له بازارونو څخه ورکېږي. کله چې تقاضا ډېره او عرضه کمه وي، د ډالر د تبادلې نرخ به حتماً پورته کیږي.»

الکوزي وویل، «ما د هرات د والي سره خبرې وکړې، او مونږ به په دې هکله د افغانستان د ملي امنیت شورا ته راپور ورکوو،»

ایران ته د امریکایي ډالرو وتل

په هرات کې د صرافانو د اتحادیې رییس بهاءالدین رحیمي وویل، هره ورځ په زرګونو کسان له هرات څخه ایران ته اوړي، چې اکثر یې امریکایي بانکنوټونه ایران ته وړي،‌ او زیاته یې کړه چې د هغو ډالرو شمېر، چې هره ورځ ایران ته انتقالیږي، معلوم نه دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هره ورځ د سوداګرو او تجارانو په شمول په زرګونو کسان د اسلام کلا د سرحد له لارې اوړي.‌ دا کسان د خپلې ګټې په خاطر له هېواد څخه ډالر انتقالوي چې هلته یې د هغو شیانو لپاره تادیه کړي چې هغوی یې له ایران څخه افغانستان ته را انتقالوي.»

په هرات کې یوه اقتصادپوه محمد یعقوب مشوف وویل، هره اونۍ د افغانستان بانک له لارې د افغانستان بازارونو ته تر ۱۵ میلیونو ډالرو پورې داخلېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې د افغانستان مارکېټ ته ۱۵ میلیونه ډالر داخل شي خو بیا هم مثبت نتایج ونه لیدل شي، دا روښانه ده چې دا پیسې خارج او په ځانګړې توګه ایران ته، چې خارجي اسعارو او بالخصوص امریکایي ډالرو ته سخت ضرورت لري، وځي،».

هغه خبرداری ورکړ، «دا پروسه کولی شي چې د افغانستان د اقتصاد ناکامۍ ته لاره جوړه کړي، په داسې حال کې چې د ایران اقتصاد له ناکامۍ څخه ژغوري،»

د افغانستان په اقتصاد باندې تاثیر

اقتصادپوهان وایي، دا ستونزه ښيي چې د افغانستان اقتصاد په ډالرو باندې څومره ډېر متکي دی.

د هرات د صنایعو او کانونو د خونې رییس حیمدالله خادم وویل، د خامو صنعتي موادو ډېر پېرودونکي ډالر استعمالوي، او په مارکېټ کې د موجودو ډالرو کمي په هرات کې صنعت ژوبل کړی دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان سرحدونه باید په کلک ډول کنټرول شي،»

هغه وویل، «هغه کسان، چې د سرحدي زونونو مسؤل دي، باید لومړی فعال او متوجه اوسي چې له هېواد څخه د بهرنیو اسعارو د وتلو مخه ونیسي. هغوی باید د افغانستان په بازارونو کې د پیسو د کنټرول لپاره یو مېکانېزم جوړ کړي، چې اسعار یوازې په افغانستان کې دننه د پیسو د تبادلې په مارکېټونو کې پېر او پلور شي،»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال الکوزي وویل، «ایران ته د ډالرو د قاچاق کېدلو له امله، ټول وارد شوي شیان په ډالرو پیرودل کیږي، خو هغه ډالر، چې د وارد شویو شیانو لپاره تادیه کیږي، هغه بېرته نه راستنېږي، چې په دې توګه ډالر په مارکېټ کې نه پاتې کېږي.»

هغه وویل، «ډېر شرکتونه دېوالیه شوي دي. په هرات او کابل کې... مونږ د پیسو په توګه د ډالرو په کارولو سره شیان او توکي اخلو او واردوو، او کله چې مونږ هغه خرڅوو، مونږ تادیات په افغانیو ترلاسه کوو.‌ کله چې مونږ بېرته د ډالرو د پېرودلو لپاره مراجعه کوو، مونږ په مارکېټ کې ډالر نه مومو.»

اقتصاد پوه محمد یعقوب مشوف سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان له اقتصادي پلوه په ډالرو متکي دی، خو بیا هم امریکایي بانکنوټونه له هېواد څخه بهر ته قاچاق کېږي. دا د افغانستان اقتصاد له ستونزو سره مخامخ کوي، او د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو ارزښت راکموي.»

هغه وویل، افغان حکومت باید ګاونډیو هېوادونو ته د ملي شتمنۍ د قاچاق مخه ونیسي.

د اسعارو د قاچاق د مخنیوي هڅې

په هرات کې محلي چارواکي وایي، عسکر د افغانستان او ایران تر منځ سرحدي سیمه څاريچې د اسعارو د قاچاق مخه ونیسي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «مونږ به د ایران په شمول ګاونډیو هېوادونو ته د اسعارو، په ځانګړې توګه د ډالرو د قاچاق مخه ونیسو. په سرحد کې داسې اقدامات کیږي چې د قاچاق شویو اسعارو، په ځانګړې توګه ډالرو د ورود او صدور دواړو مخه نیسي.»

تر اوسه پورې، افغان ځواکونو د حکومتي کارمندانو په شمول یو شمېر مشکوک کسان، چې ادعا کیږي ایران ته د ډالرو په قاچاق کې لاس لري، نیولي دي.

هغه وویل، «ایران ته د اسعارو د قاچاق یوه قضیه موجوده وه، چې په په نتیجه کې یې یو زیات شمېر امریکایي بانکنوټونه کشف او ضبط شول. د دغې پېښې په تړاو یو شمېر حکومتي چارواکي ونیول شول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500