اقتصاد

د تهران له خوا په وارداتو د بندیز په لیرې کېدلو سره له افغانستان څخه ایران ته د ډالرو قاچاق زیات شوی

د عمر راپور

افغان چارواکي وایي، د ایران رژیم د ۱۳۹۹ د غبرګولي په ۲۵مه خپل هېواد ته د نقدو پيسو او طلا په وارداتو باندې لګېدلي ټول بندیزونه لیرې کړل، او هڅې یې ګړندۍ کړي چې له افغانستان څخه د هرات ولایت له لارې امریکایي ډالر قاچق کړي. [عمر]

هرات -- چارواکي وایي، د ایران رژیم،‌ چې د غبرګولي په ۲۵مه یې خپل هېواد ته په نقدو پيسو او طلا لګېدلي ټول بندیزونه لیرې کړل، هڅې ګړندۍ کړي چې له افغانستان څخه د هرات له لارې امریکایي ډالر قاچاق کړي، او داسې ګواښ یې رامنځته کړی چې ښایي د افغانستان اقتصاد «له پښو وغورځوي».

تهران دا ګام په داسې حال کې اخلي چې دغه هېواد له ډېرېدونکیو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ایران ولسمشر حسن روحاني د غبرګولي په ۲۵مه د خپل هېواد د اقتصادي همغږۍ عالي شورا ته لارښوونه وکړه چې دغه هېواد ته د ورتلونکیو نقدو پیسو په وارداتو باندې لګېدلي ټول بندیزونه لیرې کړي.

سربېره پر دې، روحاني د اقتصادي چارو او مالیې وزارت او همدارنګه د ایران د مرکزي بانک رییس څخه وغوښتل چې په ایران کې د دغه هېواد د نقدو پیسو د کموالي په پوره کولو کې له اړتیا سره سم ګامونه واخلي.

یوه صراف د چنګاښ په ۳مه په هرات ښار کې په یوه صرافۍ کې امریکایی بانکنوټونه په لاس کې نیولي دي. [عمر]

یوه صراف د چنګاښ په ۳مه په هرات ښار کې په یوه صرافۍ کې امریکایی بانکنوټونه په لاس کې نیولي دي. [عمر]

په هرات ولایت کې د اقتصادي چارو شنونکی محمد یعقوب مشعوف وویل، په داسې حال کې چې د تهران له خوا د اصلي بندیزونو د موجودیت پر وخت هم په سلګونو زره امریکایي ډالر ایران ته وړل کېدل، لاکن اوس چې بندیزونه پای ته رسېدلي دي دغه انتقالات لا نور زیات شوي دي.

هغه وویل، «د امریکایي ډالرو په ټولولو او ګاونډیو هېوادونو ته قاچاقولو سره به د افغانستان اقتصاد سخت خراب شي. افغانستان صادرات نه لري او په بهرنیو مرستو باندې متکي دی.‌ کله چې امریکایي ډالر واېستل شي، اقتصاد به یې نسکور شي.»

د افغانستان بانک راپورونه ښیي چې په کال کې له ۴.۵ څخه تر ۵ میلیارده ډالر (له ۳۴۷.۲ څخه تر ۳۸۵.۸ میلیارده افغانۍ) له افغانستان څځه ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کیږي چې ډېرې یې د هرات له لارې ایران ته ځي.

جدي محدودیتونو ته اړتیا ده

مشعوف وویل، کله چې قاچاقچیان امریکایي ډالر ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کوي، د نړۍ والې ټولنې له خوا د افغانستان خلکو او حکومت سره شوې مرسته ضایع کیږي، ځکه چې یواځې قاچاقچیان او ګاونډي هېوادونه ترې ګټه اخلي.

هغه زیاته کړه، «افغان حکومت باید په خپلو سرحدونو کې د نقدو پیسو په انتقالولو باندې جدي محدودیتونه ولګوي. مرکزي بانک او امنیتي ځواکونه باید په مارکېټ کې او په سرحدونو باندې جدي کنټرول او څارنه وکړي څو دا ډاډمنه کړي چې د افغانستان پیسې ګاونډیو هېوادونو ته انتقال نشي.»

په هرات ولایت کې د صرافانو د اتحادیې رییس بهاءالدین رحیمي وویل، که څه هم چې چارواکو د کروناوایرس د وبا له امله د ایران او افغانستان تر منځ تګ راتګ محدود کړی دی، لاکن اوس هم اکثر وختونه د دواړو هېوادونو تر منځ لارۍ تګ راتګ کوي -- چې ډېرې یې امریکایي ډالر ایران ته اړوي.

هغه وویل، له دې امله چې قاچاقچیانو په هرات کې د امریکایي ډالرو تأمین کم کړی دی، په کابل کې د هرات په نسبت د ډالرو د تبادلې نرخ لوړ دی.

رحیمي وویل، «د افغانستان بانک له دې امله په هرات کې د امریکایي ډالرو وېش محدود کړی ځکه چې له هغه ځای څخه ایران ته قاچاق کیږي. دغه محدودیت په بازار کې ډالر کم کړي دي، او په سوداګریو او معاملاتو باندې یې منفي تاثیر کړی دی

یو شمېر صرافانو چې هره ورځ د پیسو د تبادلې په مارکېټ کې کار کوي داسې ګروپونه او کسان لیدلي چې هره ورځ د ایراني ریالو په بدل کې امریکایي ډالر پېري او بیا یې ایران ته قاچاقوي.

په هرات ښار کې یوه صراف فرید احمد احمدي وویل، «په هرات کې ځینې د اسعارو اخیستونکي ان د بازار له نرخ څخه په لوړ نرخ امریکایي ډالر پېري. د هغوی هر یو هر ځل په لسګونو زره امریکایي ډالر ایران ته انتقالوي.»

په هرات ښار کې یوه بل صراف نثاراحمد عظیمي هم قاچاقچیان لیدلي چې له لاریو څخه په استفادې سره ډالر ایران ته وړي.

هغه وویل، «ځینې خلک له ایران څخه ریال راوړي، دلته پرې امریکایي ډالر اخلي او بیا یې ایران ته وړي. هغوی مارکېټ او د پیسو د تبادلې پروسه ټکنی کوي. ایران ته د امریکایي ډالرو قاچاق کېدل باید ودرېږي، که نه دا کار به د ډالرو د تبادلې نرخونه لوړ کړي، چې ډېرې ستونزې به رامنځته کړي.»

هغه زیاته کړه، «ډېرې ورځې داسې تېرېږي چې په مارکېټ کې ډالر نه وي یا ډېر کم وي ځکه چې ځینې خلک هره ورځ په مارکېټ کې ډالر اخلي. موږ په حکومت باندې غږ کوو چې هغوی ونیسي او ایران ته د امریکایي ډالرو د انتقال مخه ونیسي

حکومت عملیات زیات کړل

افغان حکومت په خپل وار سره داسې سخت ګامونه اخیستي چې خارج ته د امریکایي ډالرو د قاچاق مخه ونیسي.‌

په هرات ولایت کې ځایي چارواکو وویل، وروسته له هغه چې ایراني رژیم د نقدو پیسو په انتقال باندې بندیزونه لیرې کړل، افغان امنیتي ځواکونو په سرحدونو باندې بندیزونه کلک کړل.

د هرات امنیه قوماندان ډګروال عبیدالله نورزي وویل، پولیسو په هرات ښار او همدارنګه د ښار په خروجي او دخولي دروازو کې ترتیبات نیولي دي.‌ هغه کسان چې هڅه کوي چې په غیرمسؤلانه توګه امریکایي ډالر ټول کړي یا غواړي چې قاچاق یې کړي له هغوی سره به د قانون نافذوونکیو چارواکو له خوا قانوني چلند وشي.

هغه وویل، «د هرات په مارکېټونو کې پولیس او استخباراتي واحدونه موجود دي او هغه کسان څاري چې هڅه کوي چې امریکایي ډالر واخلي او ګاونډیو هېوادونو ته یې قاچاق کړي. یو شمېر کسان چې د امریکایي ډالرو د قاچاق تور پرې لګېدلی دی نیول شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «د لویې لارې پولیس او همدارنګه د ګمرکاتو پولیس په دې برخه کې په فعالانه توګه کار کوي. هغوی له هغو کسانو سره چې له هېواد څخه د پیسو د اېستلو شک پرې کېږي، ډېر جدي چلند کوي.»

په هرات ولایت کې د افغانستان بانک سیمه ییز رییس انورشاه یوسفي وویل، خارج ته د امریکایی ډالرو د قاچاق له امله، د افغانستان بانک په هرات ولایت کې خصوصي بانکونو ته ډالر نه توزیع کوي.‌

هغه زیاته کړه، د هرات په مارکېټ کې موجود ډالر د هوا او سرک له لارې له کابل څخه راوړل کیږي.

هغه وویل، د مارکېټ د کنټرول په برخه کې د مرستې لپاره، د افغانستان بانک په اونۍ کې دوه یا درې ځلې څو میلیونه ډالر په مارکېټ کې پلوري چې سوداګر، صرافان او صنعتکاران کولی شي ترلاسه یې کړي.

یوسفي خبر دی چې له دغو هڅو سره سره، د دغو پیسو یوه برخه بهر ته وړل کیږي.‌

هغه وویل، «په افغانستان او ایران کې د ډالرو د تبادلې په نرخونو کې د توپیر له امله ځینې مافیایي ډلې د هرات له مارکېټ څخه امریکایي ډالر ټولوي او ایران ته یې وړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که څه هم چې په افغانستان کې له موجود حکومت نه د سړیتوب تمه نه ده په کار ځکه ۸۰٪ په کې غله، داړه ماران، د پردیو جاسوسان... راټول شوي دي، خو بیا هم لږ تر لږه د افغانستان لپاره باید داسې کار وکړي چې هر څوک ایران ته د ډالرو په قاچاق ونیول شي باید فورا تر سر پرې کړي ځکه دغه ډول خلک اصلا داسې کار کوي لکه د یوه کور بنسټ چې نړوي.

ځواب ورکړئ

د تېرو څو اونیو په ترڅ کې، د افغانیو په مقابل کې د ډالرو قېمت ختلی دی،‌ او دغه کار د افغانستان په مارکېټونو کې د توکو په قېمتونو باندې منفي تاثیر کړی دی.‌ ستاسو له خبري وېب سایټ څخه مننه چې خلک خبروئ چې د افغانیو په مقابل کې د ډالرو د قېمت لوړوالی له افغانستان څخه ایران ته د ډالرو د قاچاق له امله رامنځته شوی دی.‌ افغان حکومت باید ایران ته د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي او د هغو خلکو پر ضد اقدام وکړي چې دا کار کوي، او هغوی ونیسي څو نور خلک داسې کار ونه کړي.‌ له افغانستان څخه ایران ته د ډالرو قاچاق د افغانستان په اقتصادي وضعیت باندې منفي تاثیر لري. یو طرف ته، کرونا وایرس خلکو ته اقتصادي ټکان ورکړی دی او بل طرف ته، که ډالر قاچاق شي، دا د افغانستان د غریبو خلکو پر ضد یو غټ ظلم او بې انصافي ده. په هغو خلکو دې لعنت وي چې د څو پیسو د ګټلو لپاره ایران ته ډالر قاچاق کوي او هیواد ته زیان رسوي. که زه د حکومت پرځای وای، ما به ټول هغه کسان چې ایران ته ډالر قاچاق کوي نیولي او اعدام کړي وای.

ځواب ورکړئ