اقتصاد

د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته د بانکونو په بندښت سره عام افغانان او سوداګر له ستونزو سره مخامخ دي

د عمران راپور

د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته په افغانستان کې بانکونه بند پاتې دي، چې ورځنی ژوند یې ټکنی کړی او د شرکتونو او عامو افغانانو له خوا د اړتیاوړ پیسو د اېستلو مخه یې نیولې ده. طالبانو د افغانستان بانک چې د هېواد مرکزي ملي بانک دی عملیات ځنډولي، او د خصوصي بانکونو د پرانستلو مخه یې نیولې ده. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د طالبانو له خوا د هېواد له نیولو څخه وروسته په افغانستان کې بانکونه بند پاتې دي، چې ورځنی ژوند یې ټکنی کړی او شرکتونه او عام افغانان یې خپلو پیسو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

طالبان د مالي نظام په برخه کې مهارتونه نه لري، چې دغه حالت د بانکونو د کنګل کېدلو سبب شوی دی.

هغوی د افغانستان بانک، چې د هېواد ملي بانک دی، عملیات وځنډول، او د خصوصي بانکونو د پرانستل کېدلو مخه یې ونیوله.

ځینې خصوصي بانکونه اوس هم پرانستي دي خو د پیسو اېستلو یا داخلولو اجازه نه ورکوي.

د هرات اوسېدونکي د وږي په ۸مه له یوه خصوصي بانک څخه بهر منتظر دي. دغه بانک بند وو، خو مشتریانو یې هیله لرله چې هغه به پرانستل شي. [عمران/سلام ټایمز]

د هرات اوسېدونکي د وږي په ۸مه له یوه خصوصي بانک څخه بهر منتظر دي. دغه بانک بند وو، خو مشتریانو یې هیله لرله چې هغه به پرانستل شي. [عمران/سلام ټایمز]

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فردین عطايي وویل هغه هڅه وکړه چې د دوشنبې په ورځ /د وږي ۸مه/ په ښار کې یوه خصوصي بانک ته لاړ شي چې یو څه نغدې پیسې راوباسي خو هغه بریالی نشو ځکه چې بانک له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې بند دی.

هغه وویل، «د طالبانو د اسلامي امارت له راتګ راهیسې، موږ له اقتصادي ستونزو سره مخامخ یو او نغدې پیسې نه لرو چې ضروري او اړتیاوړ توکي پرې واخلو.»

فردین وویل، «شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي چې ما خپل کور سره نږدې یوه دوکان څخه د اړتیا وړ توکي اخیستل.»

هغه وویل، «که یو اسلامي حکومت داسې کار کوي، موږ داسې نظام نه غواړو.»

هغه زیاته کړه، افغانان وېرېږي چې د طالبانو په واکمنۍ کې به خیر غوښتلو ته مجبور شي او ماشومان به یې له لوږې مړه شي.

د بادغیس ولایت یو اوسېدونکی محمد عظیمي د دوشنبې په ورځ له قلعه نو څخه هرات ښار ته لاړ ترڅو له یوه محلي بانک څخه نغدې پیسې راوباسي او د کورنۍ د یوه غړي د روغتیایي درملنې تادیات پرې وکړي.

د بانکونو دوامدار بندښت د دې مخه ونیوله چې هغه د اړتیاوړ پیسې ترلاسه کړي.

هغه وویل، «په بادغیس کې هم بانکونه بند وو،» او زیاته یې کړه چې هغه په خپل بانکي حساب کې ۱۰۰۰۰ افغانۍ (۱۱۳ ډالر) لري چې هغه غوښتل را ویې باسي.

عظیمي وویل چې له هغه سره حتی دومره پیسې نشته چې بېرته پرې بادغیس ته ځان ورسوي.

ژوند ټکنی کول

د بانکي سکتور په بندېدلو او د اقتصادي فعالیتونو په ټکني کېدلو سره، د لومړنیو توکو قېمت له ۵۰٪ څخه ډېر زیات شوی، په داسې حال کې چې زیاتېدونکي قېمتونه د دې مخه نیسي چې ډېر خلک د اړتیا وړ توکي واخلي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي وحید احمد عزیزي وویل، «د بې کارۍ او د فقر کچه ډیره زیاده شوې ده، او خلک نشي کولی چې یوه بوجۍ اوړه یا یوه قوتۍ غوړي واخلي.»

عزیزي وویل، د اوړو، وریژو، غوړیو او نورو توکو قېمتونه ډېر لوړ شوي دي، او طالبان په دې کې پاتې راغلي چې د بازار قېمتونه کنټرول کړي.

هغه زیاته کړه،‌ که نوی رژیم اقتصادي ستونزې ژر حل نه کړي، افغانان به مجبور شي چې بهر ته وځي.

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي محمد نبي کریمي وویل، د طالبانو له خوا د اسلامي امارت په جوړېدلو سره، د افغانستان راتلونکی غیر باوري دی.

هغه وویل، «افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپل راتلونکي په هکله اندېښمن دي.»

هغه وویل، ډېر وګړي د خوراکي توکو د پېرودلو وس نه لري، او که وضعیت خراب شي وېره شته چې په افغانستان کې یو بشري ناورین رامنځته شي.

کریمي له طالبانو څخه وغوښتل چې د یوه مشروع حکومت په توګه د رسمیت پېژندنې د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ والې ټولنې شرایط قبول کړي.

هغه وویل، «د یوه ټولګډونه او پراخ بنسټه حکومت له جوړولو څخه پرته، طالبان نشي کولی چې په افغانستان باندې واکمني وکړي او روان بحران حل کړي.»

په هرات ښار کې یوه رکشه وان نذیر احمد حیدري وویل،‌ یواځې د تېرې میاشتې په اوږدو کې، د یوه لېټر تیلو قېمت له ۴۰ افغانیو څخه ۶۵ افغانیو (۰.۴۵ ډالرو څخه ۰.۷۳ ډالرو) ته پورته شوی دی.

هغه زیاته کړه، «زه ټوله ورځ په ښار کې ګرځم، خو نشم کولی دومره پیسې ترلاسه کړم چې د تېلو قېمت پرې پوره کړم.»

هغه وویل، قېمتونه ورځ تر بلې زیاتېږي، او د بې کارۍ او فقر په زیاتېدلو سره، ژوند ډېر سختېږي.

حیدري وویل، «موږ له تیاره راتلونکي څخه ډېر وېرېږو؛ موږ نه پوهېږو چې څه به پېښ شي.»

سوداګرۍ د بدلون په درشل کې

په هرات کې هم سوداګرۍ او شرکتونه متاثر شوي دي، چې د ډېرو سوداګرو او واردوونکیو له خوا له بهر څخه د خوراکي توکو، غوړیو او تعمیراتي توکو د پېرودنې مخه نیسي.‌

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، د بانکونو د بندښت له امله سوداګریز فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.

هغه یوه صنعتي پارک ته په اشارې چې طالبانو له کالونو راهیسې په مکرر ډول سبوتاژ کړی دی، وویل، «د نغدو پیسو او بانکي خدمتونو د نشتوالي له املهد هرات صنعتي ښارګوټي کې فابریکې نشي کولی چې خام مواد راوارد کړي.»

هغه وویل، واردوونکي د بانکونو بیا پرانستل کېدلو ته په بې صبرۍ انتظار کوي.

خادم وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې ژر تر ژره د اړتیاوړ ګامونه واخلي ترڅو بانکونه بیا پرانستل شي او خپل فعالیت بیا پیل کړي.»

هغه زیاته کړه، په هرات صنعتي ښار کې کورني تولیدات ځنډېدلي او د فابریکو خاوندان د نوي حکومت جوړېدلو ته انتظار کوي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال سید صدیقي وویل، د بانکي سکتور ستونزه یوه جدي اندېښنه ده او په خصوصي سکتور باندې یې سخت اغېز کړی دی.

صدیقي وویل، «سوداګر مجبور دي چې د هغو توکو لپاره چې راواردوي یې تادیات وکړي،» او زیاته یې کړه چې کله چې بانکونه پرانستي نه وي،‌ سوداګر نشي کولی چې تأمینوونکیو ته تادیات وکړي.

هغه زیاته کړه، د بانکي سکتور او د پیسو د تبادلې د مارکېټونو بندښت واردات ډېر کم کړي او حتی درولي یې دي.

هغه وویل، که بانکي سکتور ژر فعالیت بیا پیل نه کړي، هېواد به په راتلونکیو اونیو کې له یوه اقتصادي بحران سره مخامخ شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بانکونه پرانستي دي لاکن پیسې نه لري. د بانکونو مالکان وایي چې په مرکزي بانک کې پیسې نشته چې خصوصي بانکونو ته یې توزیع کړي.‌ اسلامي امارت باید دې مسئلې ته ژر تر ژره توجه وکړي، ځکه چې د افغانانو ټولې پیسې په بانکونو کې وې او تقریباً یوه میاشت کیږي چې خلک نه دي توانېدلي چې له بانکونو څخه خپل امانتونه وباسي. د بانکونو په بندېدلو سره، خلک له جدي ستونزو سره مخامخ شوي دي.‌ خلک غواړي چې مرکزي بانک خصوصي او دولتي بانکونو ته پيسې ولېږي څو هغوی وکولی شي چې د خلکو ستونزې حل کړي.

ځواب ورکړئ