تروريزم

د افغانستان حکومت د پرمختیایي پروژو په وسیله د طالبانو د ویجاړتیاوو پر ضد مبارزه کوي

د نجیب الله راپور

د دفاع وزارت د رغونې یو ټیم د غوایي په ۲۷مه د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا یو ویجاړ شوی سړک بیارغوي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

د دفاع وزارت د رغونې یو ټیم د غوایي په ۲۷مه د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا یو ویجاړ شوی سړک بیارغوي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

کابل -- په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې بېخبناوې او د بیارغونې پروژې په نښه کوي، حکومت د یو لړ داسې پروژو په ترسره کولو سره چې په میلیونونو افغانانو ته ګټه رسوي، ځواب ورکوي.

د طالبانو له خوا د پلونو، کانالونو، د اوبو لګولو سیستمونو، ښوونځیو، کلینیکونو او سړکونو ویجاړول د افغانستان اقتصاد ته د میلیونونو ډالرو او بې حسابه فرصتونو د ضیاع په قیمت تمامیږي.‌

په یوه وروستۍ بېلګه کې، طالبانو د غوایي په ۲۷مه هغه لوی پله ته چې اوبه ولسوالي له هرات ښار سره نښلوي چاودنه ورکړه، چې د ځايي خلکو لپاره یې د تګ راتګ او سوداګرۍ په لاره کې غټ خنډونه رامنځته کړل.‌

د اوبه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي‌ سید فیصل کریمي وویل، «دغه پول زموږ لپاره ډېر مهم وو، او د طالبانو له خوا د هغه په ویجاړتیا سره خلک په تګ راتګ کې له غټو ستونزو سره مخامخ شوي دي.»

په عکس کې چې د وري په ۲مه اخیستل شوی افغان کارکوونکي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې پاشدان بند رغوي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د وري په ۲مه اخیستل شوی افغان کارکوونکي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې پاشدان بند رغوي. [عمر/سلام ټایمز]

شپږ ورځې مخکې، طالب اورپکو د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د حکومت د ولسوالۍ اداره او په ودانۍ کې دننه ایښي اسناد ویجاړ کړل.‌

د میدان وردک ولایت یوه اوسېدونکي صدیق الله وردک وویل، «هغوی ټولې کړکۍ ماتې کړې او ټول رسمي اسناد یې وسوځول،» چې هغه دا کار «له افغانستان سره یوه ستره جفا» وبلله.‌

د غوایي په ۲۱مه، د دفاع وزارت اعلان وکړچې افغان ځواکونه به د یادې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات ترسره کړي.

جنګ او تاوتریخوالی عامه پروژې ګواښي

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت یوه استازي میرویس خادم وویل، «له بده مرغه چې طالبان د ښوونځیو، کلینیکونو او سړکونو په څېر عامه شتمنۍ ویجاړوي او د هلمند په ګډون اکثرو ولایتونو کې یې دغه ډول ویجاړوونکي کارونه کړي دي.»

هغه وویل، «د کابل - کندهار لویه لاره چې جوړول یې په میلیونونو ډالر لګښت غواړي اوس سخته ویجاړه ده.»

خادم زیاته کړه، طالبان تر خپل واک لاندې ولسوالیو کې یواځې هغه وخت د عامه پروژو د ترسره کېدلو اجازه ورکوي چې په پيسو کې خپله برخه واخلي.

په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت یوه استازي ګل احمد نورزاد وویل،‌ په نیمروز کې کارکوونکيو بالاخره وروسته له هغه د دل آرام - زرنج سړک بشپړ کړ چې ۱۲۵ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ ځکه طالبانو هڅه کوله چې په دغه ولایت کې د عامه پروژو د پلیتابه مخه ونیسي.

هغه وویل، د بریدونو په ترڅ کې د یوې هندۍ کمپنۍ چې په دغې پروژې باندې یې کار کاوه، کارمندان هم ژوبل شول.‌

نورزاد وویل، «د حکومت ضد عناصرو تل عامه پروژو ته زیانونه رسولي،» او یادونه یې وکړه چې کارکوونکیو د امنیتي ځواکونو د نه ستړي کېدونکیو هڅو په لړ کې بالاخره د کمال خان بند پروژه بشپړه کړه.‌

د ټولګټو وزارت ویاند خلیل الرحمان امید جنګ په افغانستان کې د عامه پروژو د پلیتابه په لاره کې د غټو خنډونو له ډلې څخه وباله.‌

هغه وویل، حکومت د سخت جنګ او د تاوتریخوالي د ګواښونو له امله مجبور شو چې په ځینو ولایتونو کې عامه پروژې وځنډوي.

امید وویل، درې اونۍ مخکې حکومت د سروې او د ځمکو د استملاک هغه کار چې درې میاشتې مخکې د کابل - جلال اباد په دوهم سړک باندې پیل شوی وو «د ناامنۍ او ګواښونو» له امله وځنډاوه.‌

هغه وویل، دغه وزارت هڅه کوي چې د عامه پروژو کار په ټولو ولایتونو، په ځانګړې توګه په محرومو ولایتونو کې په متوازن ډول پلی کړي، «لاکن جنګ او ناامنۍ د دغه کار د ترسره کولو اجازه نه ورکوي»‌.

هغه وویل، «د حکومت ضد عناصرو د ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کالونو تر منځ د سړک د غاړې بمونو په وسیله ۱۱ پلونه، ۳۵۲ پلچکونه، ۴۰۰ متره استنادي دېوالونه، او ۳۴۲ سړکونه ویجاړ کړي دي.»

امید وویل، په دغو ارقامو کې دوه هغه پلونه شامل نه دي چې طالبانو د وري په ۴مه په کندهار کې ویجاړ کړل او د افغانستان اقتصاد ته یې په میلیونونو ډالر تاوان ور ورساوه.

له ۱ میلیارد ډالرو څخه ډېر زیان

د افغانستان د حکومت ویاند دواخان مینه پال وویل، «زموږ د محاسبو په اساس، طالبانو د ۱ میلیارد ډالرو څخه په لوړ ارزښت بېخبناوې ویجاړې کړي دي.»

هغه وویل، هغوی د روان لمریز کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډېرو پلونو، پلچکونو، سړکونو او د بېخبنا نورو پروژو ته چاودنې ورکړي دي.

هغه زیاته کړه، هغوی د اوبو لګولو سیستمونه ویجاړ کړي چې بېخبناوو ته یې سخت زیانونه رسولي او له ۲۰۰۰ څخه ډېرو کورونو کې یې بمونه ځای پر ځای کړي دي.

په کابل کې مېشت افغان شنونکي احمد بهروز وویل، طالبانو په وحشیانه ډول بېخبناوې ویجاړې کړي او د پروژو د تطبیق مخه یې نیولې ده، چې دا د خلکو د اړتیاوو او د افغانستان د راتلونکي پر وړاندې د هغوی بې پروایي په ګوته کوي.

هغه زیاته کړه، «زموږ په یاد دي چې هغوی څنګه په هرات کې د ایران په حکم د یوه کال په مخه د سلمابند د بشپړېدلو مخه ونیوله. هغوی له ایران څخه د پیسو له ترلاسه کولو څخه وروسته، په دغه بند باندې څو ځلې بریدونه وکړل او په لسګونو افغانان یې ووژل.»

بهروز وویل، «اوس زموږ خلک پوهېږي چې طالبان د عامه بېخبناوو د خوندي کولو یا د ملي پروژو د پلیتابه لپاره هېڅ لیوالتیا نه لري. د دغې ډلې لپاره یواځې خپلې شخصي او ګروپي ګټې مهمې دي.»

په ولسي جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي نورزاد وویل، «د عامه بېخبنا پروژې ملي شتمنۍ دي چې هېواد او د هېواد ۴۰ میلیونو خلکو پورې تعلق لري. هغه افغان ولس پورې اړه لري او باید ویجاړې نشي.»

۱۰۰ ورځې ۱۰۰ نوې پروژې

افغان حکومت د لمریز کال له پیل راهیسې د مخ په ډیریدونکو عامه پروژو په پرانستلو سره د طالبانو د پوچې ایډیالوژۍ پر وړاندې مبارزه کوي.

ولسمشر اشرف غني د وري په میاشت کې ژمنه وکړه چې حکومت به د لمریز کال په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې هره ورځ یوه نوې بشپړه شوې ملي پروژه پرانیزي.

د کمال خان بند پرانسته او په یو شمېر نورو بندونو باندې د کار پیلېدل د هغو لویو پروژو په ډله کې راځي چې افغانانو یې په پراخه کچه هرکلی وکړ.‌

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ویاند مرستیال رفیق جنبش وویل، «په مجموعي توګه د ۵۸.۹۲ میلیونو ډالرو په لګښت د اوبو لګولو د ۱۱۹ کانالونو د رغونې کار پیل شوی دی.»

هغه وویل، د دغو کانالونو له جملې څخه ځینې «به د کندهار ولایت په ژیړي، شاه ولي کوټ، ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوایي او میوند ولسوالیو کې ۲۳۰ زره جریبه (۴۶ زره هکتاره) آبي او ۲۰۰ زره جریبه (۴۰ زره هکتاره) للمي ځمکه خړوبه کړي.‌»

جنبش زیاته کړه، «له دغې پروژې څخه به ۱.۲ میلیونه کسان ګټه واخلي.»

په یوه بله پروژه کې به په ګرد هېواد کې ۶۰۰۰ ښوونځي جوړ کړای شي.

جنبش وویل، «په لومړي پړاو کې به موږ په ۱۷ ولایتونو کې د ۱۵۷ میلیونو ډالرو په لګښت ۲۶۴۷ ښوونځي جوړ کړو.»

هغه زیاته کړه، «تر دې دمه، موږ ۷۶۲ ښوونځي جوړ کړي او د پوهنې وزارت ته مو سپارلي دي، او د کال تر پایه پورې به ۸۰۰ نور هم بشپړ کړو.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، «دغه راز، موږ د ۱.۳ میلیاردو افغانیو (۱۶.۶ میلیونو ډالرو) په لګښت د اوبو لګولو ۱۲۷ شبکو د رغونې چارې پیل کړې، په داسې حال کې چې ۱۳۳ د اوبو لګولو شبکې مو بشپړې کړي او د کارونې لپاره مو وړاندې کړي دي.»

هغه وویل، تېره اونۍ حکومت ۱۰۶۸۵ د کچالو، پیازو او ممیزو د ذخیره کولو واحدونه او د انارو او مڼو لپاره سړې خونې ګټه اخیستونکو ته وسپارلې. کارکوونکیو دغه ودانۍ د ۵.۶ میلیاردو افغانیو (۷۱.۶ میلیونو ډالرو) په لګښت جوړې کړي دي.

په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې په ۳۴ ولایتونو کې د ۱.۴ میلیاردو افغانیو (۱۷.۷ میلیونو ډالرو) په لګښت د کچالو، پیازو او ممیزو د ذخیرې د واحدونو په ګډون د ۴۵۰۰ نورو کوچنیو پروژو کار هم پیل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا بېبخبناوې په داسې حال کې ورانول کیږي چې هېواد په بهرنیو مرستو باندې متکي دی. پخوا د افغانستان چارواکو خبرداری ورکړی وو چې دغه هېواد نشي کولی چې سرکونه جوړ کړي او ویلي یې وو چې د دې کار لپاره ډېرو زیاتو پيسو ته اړتیا ده، لاکن افغان حکومت یې وس نه لري.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدلو څخه وروسته، طالبانو د دې لپاره د ډېرو بېخبناوو ویجاړول پیل کړل چې په دې حکومت باندې فشار راوړي. په حقیقت کې، دغو ویجاړتیاوو تاوانونو او زیانونو د دې هېواد او خلکو په اقتصاد باندې منفي اغېز درلود.‌

ځواب ورکړئ

خلک باید له حکومت سره د حکومتي اسانتیاوو، ښوونځیو او د عامه اداري تاسیساتو په خوندي کولو کې همکاري وکړي او اجازه ورنه کړي چې طالبان یا نورې ترهګرې ډلې ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو، حکومتي ځایونو، سرکونو او پلونو ته زیان ور ورسوي.

ځواب ورکړئ

د طالبانو ټوله هڅه دا ده چې د افغانستان د پرمختګ، بیارغېدنې او بیا نوي کېدنې مخه ونیسي. په تېرو شلو کالو کې د طالبانو عملونو دا ثابته کړې ده. که د طالبانو د تېرو شلو کالو جرمونه وڅېړل شي، په میلیاردونو ډالر تاوانونه یې رسولي دي. د دغو ویجاړتیاوو نتایج مستقیماً د افغانستان په خلکو باندې اغېز کوي.‌ د هر ښوونځي په ورانېدلو سره، په سلګونو افغان زده کوونکي له زده کړو څخه محرومیږي، او د کلېنیکونو په ویجاړېدلو سره ډېر هېوادوال روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي څخه محرومیږي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د دښمنانو له خوا د دې هېواد په خلکو باندې د تپل شوي جنګ له عواقبو څخه یو دا دی چې عامه اسانتیاوې زیانمنې شوې، او د افغانستان خلکو او حکومت ته یې ډېر تاوانونه ور واړول.‌ یو طرف ته، حکومت باید د دغو بېخبناوو د بیارغونې لپاره ګامونه واخلي،‌ او بل طرف ته هغه باید ډېرې زیاتې پیسې ولګوي چې د بې ځایه شویو خلکو ستونزې حل کړي.‌

ځواب ورکړئ