امنیت

متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو د ملاتړ په لړ کې به هوایي بریدونو ته دوام ورکړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو یوه څرخکه د غوایي په ۲۱مه په کابل کې د یوه غره د ډډې دپاسه چې «افغانستان» پرې لیکل شوی دی،‌ تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو یوه څرخکه د غوایي په ۲۱مه په کابل کې د یوه غره د ډډې دپاسه چې «افغانستان» پرې لیکل شوی دی،‌ تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- یوه جګپوړي امریکایي جنرال د یکشنبې په ورځ /د زمري ۳مه/ وویل، د متحده ایالاتو پوځ به د طالبانو پر ضد جنګ کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ په لړ کې د هوایي بریدونو ترسره کولو ته دوام ورکړي.

د غوایي له نیمایي راهیسې، تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې یاغیانو د ناټو ځواکونو له خوا د وروستي خروج له پیلولو څخه څو ورځې وروسته، چې اوس بشپړېدلو ته نږدې شوی دی، یو مخیز یرغل پیل کړ.

د طالبانو د مرګوني یرغل په ترڅ کې یاغیانو ځینې لیرې پرتې ولسوالۍ او بندرونه ونیول او د څو ولایتونو په مرکزونو باندې یې کړۍ ورتنګې کړې.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت ف. مکینزي په کابل کې خبریالانو ته وویل، «متحده ایالاتو له تېرو څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو په ملاتړ کې هوایي بریدونه زیات کړي، او که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، موږ چمتو یو چې په راتلونکیو اونیو کې د ملاتړ دې زیاتې شوې سطحې ته دوام ورکړو.»

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) مشر جنرال کینیت ف. مکینزي د زمري په ۳مه په کابل کې د قاطع ملاتړ په پخواني مرکز کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. [سجاد حسین/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) مشر جنرال کینیت ف. مکینزي د زمري په ۳مه په کابل کې د قاطع ملاتړ په پخواني مرکز کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. [سجاد حسین/ای اېف پي]

هغه وویل، «طالبان هڅه کوي چې د خپل کمپاین په هکله د حتمي وقوع احساس رامنځته کړي. د هغوی محاسبه غلطه ده.»

هغه وویل، «د طالبانو بریا حتمي نه ده،» او زیاته یې کړه چې د متحده ایالاتو پوځ به ان د وږي له ۹مې څخه وروسته چې له تمې سره سم به ټولو بهرنیو ځواکونو دغه هېواد ترک کړی وي، د افغان هوایي ځواک لپاره د لوجیستیکي ملاتړ برابرولو ته دوام ورکړي.

مکینزي وویل، دغه راز به د متحده ایالاتو پوځ «په افغانستان کې دننه د داعش او القاعدې پر ضد د هوایي بریدونو» ظرفیت په خپل ځای وساتي.‌

هغه وویل، «په عمومي توګه به دا له لیرې څخه ترسره کیږي».

تېره چارشنبه، د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ اسټین تکرارکړه چې متحده ایالات «ژمن دي چې په راتلونکي کې له افغان امنیتي ځواکونو او له افغان حکومت سره د پرمختګ په برخه کې به مرستو ته دوام ورکړي.»

مکینزي وویل په راتلونکیو «ورځو او اونیو» کې به روښانه شي چې آیا افغان حکومت به وکولی شي چې د طالبانو پر ضد له هېواد څخه دفاع وکړي.

هغه وویل، «زه فکر نه کوم چې دا به یو اسان کار وي... خو زه دا روایت نه منم چې حتما به یوه کورنۍ جګړه رامنځته کیږي.»

طالبان له تاوتریخوالي څخه ډک یرغل ته دوام ورکوي

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې، د طالبانو د تاوتریخوالي له امله شاوخوا ۲۲۰۰۰ کورنۍ له کندهار ښار څخه بې ځایه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکي چارو د ولایتي ادارې رییس دوست محمد دریاب وویل، «هغوی ټول د ښار له بې ثباته ناحیو څخه خوندي سیمو ته کوچېدلي دي.»

د کندهار یوه اوسېدونکي محمد اکبر وویل د هغه له تېښتې څخه وروسته یې کور طالبانو ونیو.

هغه وویل، «هغوی موږ مجبور کړو چې راوځو... اوس زه له خپلې ۲۰ کسیزې کورنۍ سره په داسې یوه ودانۍ کې اوسېږم چې تشناب هم نه لري.»

د کندهار ښار په لمنو کې د یکشنبې په ورځ هم جنګ روان وو، او مکینزي ومنله چې د متحده ایالاتو هوایي ځواکونو په وروستیو ورځو کې په دغه ولایت کې هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

خلک د روان تاوتریخوالي پړه په طالبانو باندې ور اچوي.‌

خان محمد چې له خپلې کورنۍ سره یوځای یوه کمپ ته کډه شوی دی، وویل، «که هغوی [طالبان] په ریښتیا غواړي چې جنګ وکړي، هغوی باید یوې دښتې ته لاړ شي او جنګ وکړي، نه دا چې ښار وران کړي.»

هغه وویل، «که هغوی بریالي هم شي، هغوی نشي کولی چې د ارواح ګانو په ښار باندې واکمني وکړي.»

کندهار چې ۶۵۰۰۰۰ اوسېدونکي لري له کابل څخه وروسته د افغانستان دویم تر ټولو لوی ښار دی.

دا ښار په ۱۳۷۵ - ۱۳۸۰ کې په افغانستان باندې د واکمنۍ پر وخت د طالبانو د رژیم اصلي مرکز وو.‌

د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) وویل، د راپورونو له مخې طالبان، د پاکستان له پولې سره نږدې د سپین بولدک په ګډون چې هغوی د تېرې میاشتې په وروستیو کې ونیو، د هغوی له خوا په نیول شویو سیمو کې په ملکي خلکو باندې ظلمونه ترسره کوي.‌

د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) د اسیا د څانګې مرستیالې پتریشیا ګاسمین د جمعې په ورځ وویل، «طالب مشرانو د هر ډول سرغړونو د مسؤلیت له منلو څخه انکار کړی، لاکن د هغوی تر ولکې لاندې سیمو څخه د اېستلو، مستبدانه توقیفونو او وژنو زیاتېدونکي شواهد د خلکو تر منځ وېرې زیاتوي.»

په ورته وخت کې، افغان چارواکو د څلورو هغو مشکوکو طالبانو د نیولو اعلان وکړ چې تېره اونۍ یې په کابل باندې راکټي برید ترسره کړی وو.

لږ تر لږه درې راکټونه د سې شنبې په ورځ هغه وخت د ولسمشرۍ ماڼۍ سره نږدې ولګېدل چې ولسمشر اشرف غني او د هغه جګپوړو چارواکو په ازاده فضا کې د لوی اختر لمونځ کاوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لکه څنګه چې مونږ پوهېږو مونږ ټول د ځمکې په نامه په یوه کور کې ژوند کوو ځکه چې له فضا نه یوازې ځمکه لیدل کیږي، نه کور نه هېواد او نه سرحد، نو مونږ په یوه کیشتۍ کې یو، که د دې کور یوه برخه په کوم درد دردمنه شي، درد به یې هر چاته ور ورسیږي.

ځواب ورکړئ