امنیت

شواهد ثابتوي چې طالبان د فاریاب د اعدامونو د ویډیو په هکله دروغ وایي

د سلام ټایمز راپور

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس افغان کومانډویان په فاریاب کې د طالبانو له خوا له وژل کیدو څخه لږ مخکې د تسلیمۍ په حال کې ښیي.

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس افغان کومانډویان په فاریاب کې د طالبانو له خوا له وژل کیدو څخه لږ مخکې د تسلیمۍ په حال کې ښیي.

څرګند شواهد ثابتوي چې طالبان په وروستیو کې د خپرې شوې یوې ویډیو په هکله چې د افغان ځانګړیو ځواکونو د ۲۲ کومانډویانو اعدام ښیي د «جعلي توب» په هکله دروغ وایي.‌

دغه د ۴۵ ثانیو اوږده ویډیو چې سي اېن اېن د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۱مه/ خپره کړه، افغان کومانډویان په داسې حال کې ښیي چې د غبرګولي په ۲۶مه د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د ولسوالۍ له نیولو څخه وروسته خپلې وسلې سپاري او تسلیمیږي.‌

په ویډیو کې ښکاري چې، طالب اورپکي د افغان کومانډویانو له تسلیمۍ څخه وروسته سمدلاسه د «الله اکبر» په ویلو سره ۲۲ واړه ټول په ډزو وژني.

سي اېن اېن د طالبانو دا ادعا رانقل کړې چې وایي هغوی افغان کومانډویان نیولي، ژوندي او له طالبانو سره بندیان دي.‌

په داسې حال کې چې سي اېن اېن وایي هغوی د دغه راپور تایید ترلاسه کړی او له ګڼ شمېر شاهدانو سره یې خبرې کړي دي، د طالبانو یوه ویاند ادعا وکړه چې دغه ویډیو جعلي ده.‌

د طالبانو یوه مرکچي او ویاند سهیل شاهین د چارشنبې په ورځ په ټوېټر خپاره کړي یوه پوسټ کې وویل، «دغه راپور د یوې جعلي صحنې په هکله دی چې له یوې بلې داسې ویډیو سره یوځای شوی چې په کې ۲۲ تنه کومانډویان په فاریاب ولایت کې د یوه بل عملیات د ترسره کولو پر وخت د نښتو په ترڅ کې وژل کیږي. »

د طالبانو ادعا ردول

د دفاع وزارت د طالبانو دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې طالبانو کومانډویان وژلي دي. د دغه وزارت ویاند فواد امان په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه اعدامونه یو «جنګي جنایت» دی.

سربېره پر دې، سره صلیب تایید کړه چې د ۲۲ کومانډویانو جسدونه یې ترلاسه کړي دي.‌

په برتانیا کې د بشري حقونو د څار ادارې ومنله چې دغه وژنې یو جنګي جنایت دی، او ویې ویل، «دغه په ژوره توګه خفه کوونکې ویډیو له وحشت نه ډکه ده او په افغانستان کې د روان په زیاتېدونکي ډول نهیلی کوونکي حالت په هکله خبر ورکوي. هغه څه چې موږ یې ګورو د تسلیم شویو عسکرو یوه وحشیانه وژنه ده.»

دغه وژنې او هغه هم په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي چې د سولې پروسه تعقیبوي او پلان لري چې له افغان حکومت سره خبرو ته دوام ورکړي، د سولې په را روانو مذاکراتو باندې سیوری غوړوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

13 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان باید نسکور شي. د افغانستان په میلیونونو خلک باید وسلې واخلي، پورته شي او د طالبانو پر ضد جنګ وکړي. ژوندی دې وي افغانستان.

ځواب ورکړئ

طالبان د بشریت کمزوري زورور دي. هغوی یوازې کمزورې او ناروغې ګونګټې دي چې ځان ترې ژغورل مشکل دي.

ځواب ورکړئ

دافغانستان ټول جنګ يو جنګي جنايت دي د پرديو جنګ ګټه يی دنورو خو قرباني يی غريب افغاني دي

ځواب ورکړئ

الله تعالی دې د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت ته بریا ورکړي.

ځواب ورکړئ

طالبان نوکران دي. په طالبانو باندې اعتماد یوه غلطي ده.

ځواب ورکړئ

| 07-16-2021 دا ټولی نړی ته ثابته ده چی طالبان یوه ترهګریزه او لاسپوڅی ډله ده. او ددی لپاره جنګی او بل کوم ډول قوانین مهم نه دی بلکی دخپل بادار اهداف ویره او انسان وژنه ورته مهمه ده.

ځواب ورکړئ

طالبان یعنې نوکران، وحشیان او جهنمیان.

ځواب ورکړئ

پر افغان کمانډویانو د طالبانو وحشیانه برید او د دغه ډلې راتلوونکي ته زما اندېښنه ده.

ځواب ورکړئ

د طالبانو کار جنایت او کاملاً وحشیانه دی.

ځواب ورکړئ

دا ټولی نړی ته ثابته ده چی طالبان یوه ترهګریزه او لاسپوڅی ډله ده. او ددی لپاره جنګی او بل کوم ډول قوانین مهم نه دی بلکی دخپل بادار اهداف ویره او انسان وژنه ورته مهمه ده.

ځواب ورکړئ

یره دغه خبر چې ابله ورځ مې واورېد او بیا مې په سلام ټایمز کې ولوست سخت خفه کړم، له زړه نه خفه. جنګ ډېر ناولی شی دی، تاسو وګورئ چې د ګلانو په څېر ځوانان له یوې مخې رېبي، او دا د ګلانو غوندې ځوانان دواړو خواوو ته وژل کیږي. که طالب وژل کیږي هم افغان دی او که عسکر وژل کیږي هم افغان دی. بیا په دغو کومانډویانو باندې ډېر لګښتونه شوي وو، ډیر ټریننګونه یې اخیستي وو، افغان کمانډو په سیمه کې ساری نه لري، دوی باید د ګلانو په څېر ونازول شي، دوی د افغانستان د ملا تیر جوړوي، مونږ له دوه سختو دښمنو هیوادونو (ایران او پاکستان) سره شپې ورځې لرو، مونږ باید خپل سپی هم ونه وژنو، خپل ځنګلي خوګ هم ونه وژنو او له زور ځواک،‌ او فعالیت نه یې سالمه استفاده وکړو. والله المستعان

ځواب ورکړئ

طالبان نشي کولی چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد مقابله وکړي، له دې امله، هغوی پلونه ویجاړوي. طالبان په پټه راځي، د افغان ملي اردو او افغان ملي پولیسو په بېسونو باندې بریدونه کوي، په بزدلۍ سره زمونږ زړورعسکر شهیدانوي او بیا تښتي. هغوی بې زړه دي.‌ طالبان نشي کولی چې د جنګ په میدان کې زمونږ د هېواد د زړورو ځواکونو مقابله وکړي. هر کله چې افغان ځواکونه په طالب جنګیاليو باندې فشار راوړي، هغوی تښتي او د خپلو ځانونو د خوندي کولو لپاره پلونو ته انفجار ورکوي.‌ که طالبان پلونه ویجاړ نه کړي،‌ زمونږ امنیتي ځواکونه به هغوی تعقیب او ټول بندیان کړي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري. ان شاءالله، زمونږ اتلان به د فاریاب د دولت اباد د شهیدانو انتقام واخلي.‌

ځواب ورکړئ

د حکومت د غلطو سیاستونو له امله، جنګ او چاودنې هره ورځ د غریبو خلکو ژوند اخلي. که حکومت د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد یوه روښانه پالیسي لرلای، اوس به وضعیت دومره خراب نه وای. حکومت باید د خپلو اتباعو امنیت تأمین کړي، خو که نشي کولی، بیا دې پرېږدي چې طالبان قدرت واخلي او د خلکو امنیت ټینګ کړي.‌ د خلکو لپاره دا مهمه نه ده چې واک د چا په لاس کې وي، د اشرف غني که د ملا برادر. د خلکو لپاره امنیت مهم دی. د خدای لپاره، اشرف غني! لطفاً د خلکو امنیت تأمین کړئ. ټول خلک تباه شول.

ځواب ورکړئ