امنیت

افغان ځواکونو په څو بریدونو کې د طالبانو له زندانونو څخه بندیان ازاد کړل

د عمر راپور

د دفاع وزارت وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د غبرګولي په ۴مه په هرات او بغلان ولایتونو کې په یو شمېر بریدونو کې د طالبانو له زندانونو څخه په لسګونو امنیتي منسوبین او ملکي خلک راخوشې کړل. [عمر/سلام ټایمز/د افغانستان د دفاع وزارت]

هرات -- د دفاع وزارت وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په روانه اونۍ کې په یو شمېر بریدونو کې د طالبانو له زندانونو څخه په لسګونو امنیتي منسوبین او ملکي خلک راخوشې کړي دي.

وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، افغان کومانډویانو سې شنبه ناوخته /د غبرګولي ۴مه/ د امنیتي ځواکونو د ۳۶ غړو په ګډون ۶۲ کسان د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه وژغورل.‌

په اعلامیه کې راغلي چې کومانډویانو څلور تنه اورپکي ووژل.

وزارت په یوه جلا اعلامیه کې وویل، دا عملیات په عین ولسوالۍ کې یوه بل عملیات پسې وروسته، چې په کې امنیتي ځواکونو د دوشنبه په ورځ د طالبانو له یوه زندان څخه ۸ امنیتي منسوبین وژغورل، ترسره شول.

افغان کومانډویان د غبرګولي په ۴مه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه د هغوی له خوا د را خلاصو کړیو بندیانو تر څنګ د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

افغان کومانډویان د غبرګولي په ۴مه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه د هغوی له خوا د را خلاصو کړیو بندیانو تر څنګ د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

افغان کومانډویان د غبرګولي په ۴مه په ګذره ولسوالۍ کې د هغو بندیانو تر څنګ ولاړ دي چې هغوی په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه را ازاد کړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

افغان کومانډویان د غبرګولي په ۴مه په ګذره ولسوالۍ کې د هغو بندیانو تر څنګ ولاړ دي چې هغوی په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه را ازاد کړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

ځایي امنیتي چارواکو وویل، سې شنبه ناوخته کومانډو ځواکونو د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په مار اباد کلي کې د طالبانو په یوه پټ زندان باندې برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۱۸ امنیتي منسوبین او ۲۳ ملکي کسان را ازاد کړل.‌

دغه هوایي او ځمکني عملیات د شپې له مخې ترسره شول او امنیتي ځواکونو هغه ۷ تنه طالب اورپکي ووژل چې په زندان باندې یې پيره کوله.

په لویدیځ زون کې د ۲مې کومانډو لوا قوماندان ډګروال فردین سپاه خبریالانو ته وویل،‌ د بندیانو د ژغورنې عملیات پېچلي وو او امنیتي ځواکونو او بندیانو ته د تلفاتو له ور اوښتلو څخه پرته پای ته ورسېدل.

هغه وویل، «موږ دا عملیات د طالبانو د قلمرو په زړه کې ترسره کړل. طالبانو غټې ادعاوې لرلې، خو زموږ امنیتي ځواکونو په خپل قوت سره هغوی خجالت کړل.»

سپاه وویل، «د بندیانو د ژغورلو لپاره بریاليو عملیاتو طالبانو ته دا پیغام ورکړ چې هر چېرې وي امنیتي ځواکونه به پسې ورشي او له منځه به یې وېسي.»

د هرات والي سید وحید قتالي وویل، کومانډویانو دا عملیات د پشتون زرغون ولسوالۍ په داسې یوه سیمه کې چې له اوبه ولسوالۍ سره نږدې پرته ده،‌ او طالبانو په کې څو اونۍ مخکې په یوه صحرایي محکمه کې یوې ښځې ته سخته سزا ورکړه، ترسره کړل.‌

امنیتي ځواکونو وروسته له هغه په دغه زندان باندې برید وکړ چې یوه داسې ویډیو چې یو ګروپ سړي یې د طالبانو له خوا د یوې ښځې په درو وهلو د نندارې پر مهال ښودل، په ټولنیزو رسنیو خپره شوه او په افغانستان کې یې د خلکو غوسه راوپاروله.

قتالي وویل، «په دغه زندان کې، طالبانو ملکي خلکو او امنیتي منسوبینو ته سختې او په غیر اسلامي طریقه سزاګانې ورکولې.»

له دې نه د یوه مخکیني برید په ترڅ کې، افغان کومانډویانو د کب په ۱۳مه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۳۴ امنیتي منسوبین او ملکي کسان وژغورل.

شکنجه او جبري کار

د طالبانو له زندانونو څخه ژغورل شویو امنیتي منسوبینو او ملکي خلکو د طالبانو له خوا د شکنجو او غیر انساني چلند خبر ورکړ.

د افغان ملي پولیسو یوه افسر وکیل احمد چې دوه میاشتې مخکې له طالبانو سره د نښتو په ترڅ کې نیول شوی وو، وویل، طالب یاغیانو د بندیانو لاسونه او پښې په زنځیرونو تړلي وو او په یوه تیاره تلخونه کې یې ساتل.

هغه وویل، طالبانو هغوی هره ورځ ۲۰، ۳۰، او ځینې وختونه ان ۴۰ درې وهل.

هغه وویل، «طالبانو به هره شپه له ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې خلک سره تړل او د درو او خپلو کونداغونو په وسیله به یې وهل.»

احمد وویل، طالبانو به بیا بندیان جوماتونو ته بوتلل او هلته به یې په ټولو باندې په یوه کوټه کې شپه تېروله، او زیاته یې کړه چې، «د سهار په ۵ بجو به هغوی بیا زموږ وهل پیل کړل او بېرته به یې زندان ته بوتلو.»

هغه د طالبانو له خوا د بندیانو له کورنیو څخه د پیسو اخیستلو کار ته په اشارې سره وویل، «طالبانو هره ورځ له هر بندي څخه ۱۰۰ افغانۍ (۱.۲۶ ډالر) د خوړو په نامه اخیستلې، خو هغوی به موږ ته ایله دومره خواړه راکول چې ژوندي پرې پاتې کېدلو،‌ او نورې پیسې به یې په خپلو جېبونو کې اچولې.»

د پشتون زرغون ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد داود چې یوه شپه یې د طالبانو په یوه زندان کې تېره کړې ده، وویل، طالبانو ټول بندیان په وحشیانه ډول شکنجه کول.

هغه وویل، «طالبانو په زندان کې زموږ پښې او لاسونه تړل چې تک شنه اوښتي دي.»

داود وویل طالبانو د هغه یو ملګری هره ورځ د درې ساعتونو په مخه شکنجه کاوه او دا به یې ترې پوښتل چې ولې هغه له افغان حکومت سره کار کاوه.‌

د بندیانو په شکنجه کولو سربېره، طالبانو ګواښونه کول چې هغوی او هر هغه امنیتي ځواکونه یا کومانډویان به چې د هغوی د ژغورنې هڅه وکړي، ووژني.‌

د افغان ملي اردو یوه عسکر نذیر احمد چې د طالبانو په توقیف کې یې یوه میاشت تېره کړې وه، وویل، «د طالبانو په زندان کې یوه میاشت وخت تېرول د شکنجو او غیرانساني چلند له امله داسې دي لکه یو کال چې په کې تېر شي.»

هغه وویل، «طالبانو موږ مجبورولو چې د ورځې په جریان کې کار وکړو.‌ هغوی د خپلو ځانونو لپاره کورونه جوړول، او موږ مجبور وو چې له سهاره تر ماښامه پورې په خپلو اوږو باندې خټه او خښتې وېسو.»

هغه وویل، «وروسته له هغه چې موږ به له کار څخه زندان ته راستانه شوو،‌ طالبانو به د قمچینو او زنځیرونو په وسیله سخت ووهلو.»

سپین بیرغ

د کوچني اختر په ترڅ کې له درې ورځني اوربند او د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي کې له ډېرښت څخه وروسته، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په لویدیځ زون کې یرغلیز عملیات پيل کړل.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو د قوماندان مرستیال ډګروال محمد امین برومند د سې شنبې په ورځ‌ خبریالانو ته وویل، تېره اونۍ په لویدیځ زون کې د طالبانو له خوا پیل شوي‌ ټول بریدونه ناکام شول او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یادې ډلې ته درانه تلفات ور واړول.‌

هغه وویل، «وروسته له هغه چې طالبانو په له اختر څخه وروسته خپل بریدونه او جنګ زیات کړ،‌ د مشرتابه د حکم په اساس په ټول لوېدیځ زون کې د طالبانو پر ضد یرغلیز عملیات پیل شول.»

هغه زیاته کړه، «طالبان دا وړتیا نه لري چې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړي او بمي بریدونو ته یې مخه کړې ده.»

برومند وویل، افغانان باید د امنیتي وضعې په هکله وارخطا نشي ځکه افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه زړور دي او د طالبانو پر ضد په بریالۍ توګه عملیات ترسره کوي.

په هرات کې د کومانډو د دویم غونډ یوه سرتیري زمري اسدي وویل، خلک باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله وارخطا نشي ځکه چې افغان امنیتي‌ ځواکونه له هېواد څخه دفاع کوي.

هغه وویل، «طالبانو ته زموږ پيغام دا دی چې د افغانستان د نیولو خوب هېر کړي ځکه چې په دې هېواد کې د امنیتي ځواکونو په نامه اتلان شته چې تاسو به له منځه وېسي او له دې وطن څخه به مو پسې واخلي.»

اسدي وویل، «طالبان باید نور د افغانستان د ورانولو په هکله فکر ونه کړي. موږ به طالبانو ته اجازه ورنه کړو چې په خپلو شیطاني پلانونو سره زموږ ملکي خلک ووژني.»

هغه وویل، یواځینی انتخاب چې طالبان یې په مخکې لري هغه د سولې لاره نیول دي.

د کومانډو د دویمې لوا یوه سرتیري امیرالله خوګیاڼي وویل، که طالب جنګیالي په ملکی خلکو باندې ظلمونو ته دوام ورکړي، امنیتي ځواکونه به یې له منځه وېسي.

هغه وویل، «یواځینی بیرغ چې تل به په تاریخ کې په افغانستان کې رپېږي هغه به د افغانستان د اسلامي جمهوریت درې رنګه بیرغ وي. طالبان باید د تل لپاره د خپل سپین بیرغ د پورته کولو خوب هېر کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کومانډو ځواکونه باید وستایل شي چې په تېره یوه میاشت کې یې د دښمن محبسونه مات کړل. هغوی په سلګونو داسې امنیتي ځواکونه راخوشې کړل چې دښمن بندي کړي ول، او د هغوی کورنیو ته یې خوښي راوړه.

ځواب ورکړئ