د ښځو حقوق

د طالبانو د صحرایي محکمې له خوا په عام محضر کې د یوې ځوانې ښځې په درو وهلو د خلکو غوسه راوپاروله

د عمر راپور

طالبانو په هرات ولایت کې یوه ځوانه ښځه د عاشقانه اړیکې لرلو په تور د یوې صحرایي محکمې له خوا د ورکړل شوې سزا په لړ کې په وحشیانه ډول شکنجه کړه. ځایي چارواکو وویل چې دغه پېښه د وري ۱۸-۲۱مه ترمنځ موده کې په اوبه ولسوالۍ کې شوې ده. [ټولنیزې رسنۍ]

هرات -- ځایي چارواکي وایي، طالبانو په هرات ولایت کې یوه ځوانه ښځه د عاشقانه اړیکې لرلو په تور د یوې صحرایي محکمې له خوا د ورکړل شوې سزا په لړ کې په وحشیانه ډول شکنجه کړه.

یو ویډیوي کلېپ چې د وري په ۲۵مه په افغاني ټولنیزو رسنیو خپور شو یوه ښځه په داسې حال کې ښیي چې بورقه یې په سر کړې او طالب جنګیالي یې په وحشیانه ډول په نوبت سره د سلګونو سړیو په مخکې په دره وهي.‌

د دغې پېښې دقیقه نېټه معلومه نه ده، خو ځایي چارواکي وایي چې دا پیښه د وري د ۱۸مې او ۲۱مې تر منځ د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د هرات د ښځو د چارو رییسې انیسې سروري وویل، دغه ویډیو کلېپ د ښځو د حقونو د مدافع موسسو په منځ کې اندېښنې راپورته کړې دي.

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس د طالبانو د ډلې یو غړی په داسې حال کې ښیي چې د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې یوه ښځه په درو وهي.

له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس د طالبانو د ډلې یو غړی په داسې حال کې ښیي چې د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې یوه ښځه په درو وهي.

هغې وویل، «زموږ د معلوماتو په اساس، دا پېښه د اوبه ولسوالۍ په ګرېشک سیمه کې پېښه شوې ده،» او زیاته یې کړه چې دغې ښځې ته په ګواکې له یوه سړي سره د عاشقانه اړیکې لرلو په تور سزا ورکړل شوې ده.‌

سروري وویل، «ښځې سختې اندېښمنې دي چې که طالبان په یوه ګډ حکومت کې یوځای شي یا قدرت بیا ترلاسه کړي، هغوی به د ښځو له حقونو څخه سرغړونه وکړي او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې به د له منځه تللو له خطر سره مخامخ شي.»

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي عبدالرحیم صالحي پېښه تایید کړه او د اسلام له اصولو سره په ټکر کې یې وګڼله.

هغه وویل، «د طالبانو له خوا په درو وهل له شرعي حکم سره برابر نه دي. هغوی ښځې ته له تاوتریخوالي څخه په ډک انداز شکنجه ورکړه.»

صالحي وپوښتل، «څنګه تاسو کولی شئ چې یوه ښځه د سلګونو سړیو په مخکې په درو ووهئ؟ په اسلام کې چېرې دا حکم موجود دی؟»

ډېرېدونکی وحشت

په هرات ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فاطمې فراهي وویل، د سلګونو سړیو په مخکې یوې ښځې ته په شکنجې ورکولو سره، طالبانو ثابته کړه چې هغوی د افغانانو په دیني او کلتوري ارزښتونو باندې باور نه لري.‌

هغې وویل، «طالبان اوس هم د ۲۰ کاله مخکې تیاره دورې روحیه لري. هغوی د ښځو ضد ذهنیت لري او هېڅکله هم نه غواړي چې ښځې دې کار وکړي، زده کړه وکړي یا دې په ټولنه کې خپلو حقونو ته لاسرسی ولري.»

فراهي وویل، «یو کال مخکې د سولې د مذاکراتو له پیلېدلو راهیسې، طالبانو د ښځو په هکله خپل نظرونه نه وو څرګند کړي. دا ښیي چې د افغانو ښځو او نجونو پر وړاندې د هغوی له دښمنۍ څخه ډک چلند اوس هم روان دی او که هغوی بیا قدرت ترلاسه کړي، بیا به په ښځو باندې محدودیتونه ولګوي.»

هغې وویل، «زه هیله لرم چې که طالبان افغانستان ته راستنېږي، هغوی په یوه اصلاح شوي ذهنیت باندې راستانه شي، په داسې ذهنیت نه چې یوې ښځې ته د سړیو په مخکې په داسې حال کې چې د الله اکبر چیغې وهي، سزا ورکړي.»

د هرات ولایت مرستیالې مؤنسې حسن زاده وویل، د جعلي محکمې له خوا د دې ښځې محاکمه د هغو سلګونو جنایتونو په ډله کې راځي چې طالبان یې هره ورځ د افغانستان د خلکو پر ضد ترسره کوي.‌

هغې وویل، «د طالبانو اوسنی ذهنیت هماغه د ۱۳۸۰ څخه مخکې ذهنیت په څېر دی. هغوی لا نور افراطي او ترخه شوي دي.»

نوموړې وویل، «د طالبانو ورځني جنایتونه د هغوی د وحشت لوړوالی ښیي او ثابتوي چې هغوی هره ورځ د وحشي حیواناتو په څېر د افغانانو وینې تویوي.»

حسن زاده وویل، په داسې حال کې چې مذاکرات روان دي او هر څوک امنیت ته په تمه دی، طالبانو په خپلو صحرایي محکمو، ځانمرګو بریدونو او چاودنو سره، سولې ته د افغانانو هیلې په نهیلۍ باندې بدلې کړي دي.‌

حرامې صحرایي محاکمې

دینی عالمان وایي، د طالبانو تش په نامه محکمې په اسلام کې ځای نه لري.

د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني وویل، اسلام هر هغه څه چې پوره پلټنه یې نه وي شوې، ردوي.

هغه وویل، «په صحرایي محکمو کې پلټنې نه ترسره کیږي، د جرم د ثبوت لپاره شواهد نه وي. له دې امله، دا کار رد او ممنوع دی. داسې لیدل شوي چې په صحرایي محکمو کې بې ګناه تورن کسان شکنجه کیږي او وژل کیږي

هغه وویل، کله چې خبره د شرعي قانون د تطبیق کیږي، یواځې یوه باصلاحیته محکمه اجازه لري چې سزا صادره او اجرأ کړي.

حقاني وویل، «د یوه جرم په برخه کې، یواځې له یوې بشپړې پلټنې او شواهدو څخه وروسته چې هلته د سزا د تنفیذ پر وړاندې ممانعت نه وي، او هغه وخت هم باید یوه باصلاحیته محکمه قانون پلی کړي.»

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې یوه دیني عالم مولوي عبدالباسط صارم وویل، د اسلام له نظره، صحرایي محکمې ممنوع دي، او هیڅوک هم اجازه نه لري چې نورو ته چې هر رقم یې زړه غواړي سزا ورکړي.‌

هغه وویل، «کله چې خبره د احکامو تطبیق ته ځي، اسلام ډېر سخت شرایط لګولي دي، او که ډېر کم شک هم وي په کار نه ده چې دغه احکام تطبیق شي.»

نوموړي وویل، د شریعت له مخې، که قضیه ۱۰۰٪ ثابته نه وي، فتوا پرې نشي صادرېدلی.

صارم وویل، «صحرایي محکمې د داسې کسانو له خوا دایرېږي چې هغوی د اسلام په هکله معلومات نه لري. دا کارونه په اسلام او الهي قوانینو کې ځای نه لري او نه د توجیه وړ دي.»

مولوي صارم وویل، «له صحرایي محکمو څخه په استفادې سره یو چاته شکنجه ورکول یا یې وژل د انسانیت پر ضد جنایت دی، او عاملانو ته به یې په دنیا او اخرت کې سزا ورکړل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

11 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغوی حیوانات دي.‌

ځواب ورکړئ

په اساس

ځواب ورکړئ

آیا ستاسو مطلب طرف نیونه ده؟

ځواب ورکړئ

ډېر افغانان دا شیان نه لري. په وروستیو کې چې طالبانو ډېر کسان د هوایي ډګر له دروازو سره نژدې ونیول، خلکو د فوټبال سټیډیم ته منډې کړې ځکه چې هغوی تمه لرله چې سرونه به یې پرې کړای شي. پوه شوئ؟ اکثر افغانان په څلورمه پېړۍ کې ژوند کوي. دې ته مه ګورئ چې هغوی خاندي، هغوی زمونږ یا د کومې متمدنې ټولنې په څېر نه دي.

ځواب ورکړئ

دا واقعاً زوروونکی دی. لعنت په هغو بې شرمو خلکو چې صرف ولاړ دي او د حالاتو ننداره کوي. افغانان باید سره یولاس شي، د اردو تر څنګ ودرېږي او د منځنۍ پېړیو دا چټل خلک د تل لپاره دوزخ ته ولېږي. زه د افغان ولس لپاره د خوښۍ، نېکمرغۍ، روښانه او خوشحاله راتلونکي هیله لرم.‌

ځواب ورکړئ

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دغې ډلې په وروستیو میاشتو کې په هرات کې داسې محاکمه نه ده کړې. د مجاهد په وینا،‌ کیدی شي چې د طالبانو له لیکو څخه بهر کسانو دا کار کړی وي.‌ که داسې وي، ښایي د طالبانو تر څنګ نورې ډلې په افغانستان کې فعالې وي او خپل حکومت او محکمې ولري.

ځواب ورکړئ

په ټولو هېوادونو کې، که یو شخص یو جرم ترسره کړي او له پوره پلټنې او د شواهدو له ثبوت څخه وروسته معلومه شي چې د سزا پر وړاندې څه خنډ نشته، بیا هم دغه سزا باید یوه باصلاحیته محکمه ورکړي، نه صحرايي محکمه.‌ هیڅوک هم نشي کولی چې خپله مستقله محکمه ولري او خلکو ته سزا ورکړي.

ځواب ورکړئ

که امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وځي او دا وتل غیرمسؤلانه وي او د دې سبب شي چې د ښځو ارامي له بې ثباتۍ سره مخامخ شي او د افغان ښځو حقونه او لاسته راوړنې له منځه لاړ شي، ښځې به په راتلونکي کې له ډېر سخت حالت سره مخامخ شي. ښځې واقعاً د دې وضعیت په هکله وارخطا دي. په احترام، حلیمه سلیمي

ځواب ورکړئ

سلام مېرمنې سلیمي، زه د افغانستان د ښځو او نجونو په هکله ډارېږم. زه یو امریکایي یم او ما په هغه څه باندې چې زه یې وینم ټکان خوړلی دی. دا احمق، احمق خلک دي. ټول یې.

ځواب ورکړئ

اوس په ښځو باندې اکثرهدفي بریدونه طالبان ترسره کوي. طالبان د هرات او افغانستان په اکثرو لیرې پرتو ولسوالیو کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی ترسره کوي. په داسې کار سره، اندېښنې په ډېرېدلو دي او ښایي چې مونږ بېرته تېر وخت ته ستانه شو.‌ طالبان باید خلکو ته روښانه کړي چې آیا د هغوی په نوي حکومت کې به خلک په داسې ډول محاکمه کیږي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان څه غواړي چې څنګه سوله وکړي او له خلکو سره پخلا شي؟ د سولې د خبرو په ترڅ کې، په کار دی له طالبانو سره داسې بېلګې شریکې شي چې آیا هغوی داسې حکومت غواړي چې خلک په کې په صحرایي محاکمو کې محاکمه کیږي. که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او طالبان واک ترلاسه کړي،‌ د افغانو ښځو د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې به ضایع شي، او هغوی به یو ځل بیا له سختو بندیزونو سره مخامخ شي. له طالبانو سره د مذاکراتو په ترڅ کې باید دا شیان جدي ونیول شي.‌

ځواب ورکړئ