امنیت

په غور ولایت کې په سلګونو ښځو د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړې

د عمر راپور

له ۵۰۰ څخه ډېرو ښځو د چنګاښ په ۱۳مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړې، لومړیو کرښو ته د تګ لپاره خپل چمتووالی او له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ یې اعلان کړ. په ورته وخت کې، تر ۵۰۰ پورې قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو د چنګاښ په ۱۱مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې یوه غونډه وکړه او د روان تاوتریخوالي د سملاسي پای ته رسېدلو غوښتنه یې وکړه. [نجیب الله نظري/محمد نعیم]

هرات -- له ۵۰۰ څخه ډېرو ښځو د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۳مه/ د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړې او لومړیو کرښو ته د تګ لپاره خپل چمتووالی او له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ یې اعلان کړ.

د فیروزکوه یوې اوسېدونکې خدیجې سروري وویل چې هغه به په ډاډه زړه په طالب اورپکو باندې برید وکړي.

هغې وویل، «ما پرېکړه وکړه چې له خپلو خویندو [ملګرو] سره یوځای وسله راواخلم او د طالبانو پر ضد جنګ او د خپلو خلکو او هېواد په دفاع کې د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږم.»

خدیجې وویل، «موږ به پرې نه ږدو چې طالبان او نور بهرني ترهګر ګروپونه زموږ په هېواد باندې واکمني وکړي او زموږ بې ګناه خلک ووژني.»

په سلګونو ښځې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د چنګاښ په ۱۳مه راټولې شوې ترڅو د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړي او له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړي. [د غور ولایت د رسنیو دفتر]

په سلګونو ښځې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د چنګاښ په ۱۳مه راټولې شوې ترڅو د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړي او له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړي. [د غور ولایت د رسنیو دفتر]

د تخار ولایت د مرکز تالقانو له ۵۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د چنګاښ په ۱۱مه د دې لپاره لاریون کوي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سملاسي اوربند غوښتنه وکړي. [محمد نعیم]

د تخار ولایت د مرکز تالقانو له ۵۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د چنګاښ په ۱۱مه د دې لپاره لاریون کوي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سملاسي اوربند غوښتنه وکړي. [محمد نعیم]

د فیروزکوه یوې بلې اوسېدونکې زهرا وطندوست وویل، ټولې ښځې چمتو دي چې د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.

هغې وویل، «موږ به اجازه ورنه کړو چې طالبان ښارونو ته ننوځي او ملکي خلک ژوبل کړي،» او زیاته یې کړه چې هغه به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې د طالبانو پر ضد وجنګیږي.

زهرا وویل، «طالبانو د بې ګناه ملکي خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو پر ضد سخت ظلمونه کړي دي، خو زموږ زړورې ښځې به نور چوپ پاتې نشي او نه به د طالبانو ظلمونه وزغمي.»

د غور د والي مرستیالې معصومې انوري وویل، د طالبانو پر ضد د دغه ولایت د ښځو پاڅون د جهالت او تیارو پر ضد د یوه پاڅون استازیتوب کوي.

هغې وویل،‌ طالبان په ولس کې ځای نه لري او هیڅوک هم د دغه ترهګر ګروپ ظلم او جهالت نه قبلوي.

انوري وویل، «طالبان باید پوه شي چې شخړه نظامي حل نه لري.»

د ظلم تورې ورځې

د فیروزکوه یوې اوسېدونکې نادیې احمدي وویل، «موږ نوی نسل به د طالبانو پر ضد دیوه قلم یا یوه توپک په وسیله مبارزه وکړو.»

احمدي وویل، افغانانې به طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې هېواد یې غصب کړي او بې ګناه ملکي خلک یرغمل ونیسي.‌

هغې زیاته کړه، د افغانستان ټولنې ته اوس هم هغه ظلم، وحشت او تاوتریخوالی په یاد دی چې د طالبانو د رژیم پر وخت یې لیدلي وو.‌

د غور د ولایتي شورا یوې غړې انیسې غیور وویل چې افغانانې په خپلو مدني حقونو باندې پوره خبرې دي او پرې به نه ږدي چې طالبان په هغوی باندې خپل سخته او شرموونکې واکمني حاکمه کړي.‌

هغې وویل، «طالبانو تل په ټولنه کې د افغانو ښځو مهم رول ته په ټیټ نظر کتلي، او که هغوی بیا واک ترلاسه کړي، هغوی به له شک پرته ښځې په خپلو کورونو کې دننه ایسارې کړي او د نجونو ښوونځي به بند کړي.»

غیور وویل، د طالبانو په ګډون هېڅ ځواک هم نشي کولی چې د افغانو ښځو او نجونو پرمختګونه کم اهمیته او ګډوډ کړي.

هغې وویل، «ډېرو افغانو ښځو ته اوس هم د طالبانو تیارې ورځې په یاد دي او پرې به نه ږدي چې هغه ورځې بیا راشي. طالبان باید پوه شي چې افغانانې قوي او زړورې دي.»

د فیروزکوه یوې بلې اوسېدونکې زلیخا محسني وویل، د طالبانو د جهالت او تیارو دوره پای ته رسېدلی، او افغانان به اجازه ورنه کړي چې هغه دوره تکرار شي.‌

هغې زیاته کړه، «افغانو ښځو او نجونو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي،‌ او هغوی به هېڅکله هم په دې برخه کې ناوړه جوړجاړی ونه کړي.»

زلیخا وویل، «افغانې ښځې او نجونې هېڅکله هم نه غواړي چې بېرته په شا لاړې شي.»

طالبان ردول

په وروستیو اونیو کې د طالبانو د بریدونو په ډېرېدلو سره، د هېواد په بېلابېلو برخو کې په زرګونو افغانانو وسلې پورته کړې او ژمنه یې کړېچې د امنیتي ځواکونو تر څنګ به د اورپکو پر ضد جنګ وکړي.‌

تر ۵۰۰ پورې قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو د چنګاښ په ۱۱مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې یوه غونډه وکړه او د روان تاوتریخوالي د سملاسي پای ته رسېدلو غوښتنه یې وکړه.

په تخار کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالقادر فاضلي وویل، د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي کې هر زیاتوالی به په تخار کې لا نور ملکي تلفات رامنځته او په زرګونو کورنۍ بې ځایه کړي.‌

هغه وویل، «خلک د تاوتریخوالي او جنګ له دوام څخه سخت ستړي شوي،‌ او طالبان یې باید نور ودروي.»

هغه زیاته کړه، که طالبان جنګ ته دوام ورکړي او په دې باور وي چې واک د زور له لارې ترلاسه کړي، هغوی باید پوه شي چې افغانان به پورته شي او هغوی به مات کړي.‌

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي ګلاب الدین قانع وویل، طالبان د پوځي لارې په نیولو او د سولې د پروسې په پرېښودلو سره یوه تاریخي غلطي کوي.

هغه وویل، «که طالبان وکولی شي چې د زور له لارې قدرت ترلاسه کړي،‌ هغوی باید پوه شي چې حکومت به یې دوام ونه مومي ځکه چې افغانان به هېڅکله هم هغوی قبول نه کړي او هغوی نشي کولی چې د زور له لارې خپله واکمني تحمیل کړي.»

قانع وویل، طالبانو د خلکو اعتماد له لاسه ورکړی ځکه چې د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې هغوی یواځې دا کړي چې بې ګناه افغانان یې وژلي او افغانستان یې ویجاړ کړی دی.‌

نوموړي وویل، «هغوی داسې هېڅ لاسته راوړنه نه لري چې خلکو ته پرې قناعت ورکړي.»

هغه زیاته کړه، طالبان باید پوه شي چې د هغوی لپاره یواځینۍ لاره دا ده چې د مذاکراتو مېز ته کېني، سوله وکړي او یو ټولشموله حکومت رامنځته کړي.‌

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د سیاسي چارو یوه شنونکي حمزه بلوچ وویل، طالبان باید د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې د استخباراتو د ګټو لپاره کار کول پرېږدي او د افغانانو غوښتنو ته غوږ ونیسي.‌

هغه وویل، «طالبان باید پوه شي چې هغوی نشي کولی د وژنو او ویجاړوونکیو فعالیتونو د بې پایه څپو په جاري ساتلو سره قدرت بیاترلاسه کړي.»

بلوچ وویل، افغانانو او په ځانګړې توګه د ښارونو اوسېدونکیو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې غټې لاسته راوړنې لرلې دي، او نوی افغان نسل به هېڅکله هم د طالبانو د ایډیالوژۍ درناوی ونه کړي.

هغه وویل، «د ښارونو د نیولو لپاره د طالبانو د هرو هڅو پر ضد به مقاومت وشي ځکه چې د طالبانو افراطیت د ښاري سیمو په اوسېدونکیو کې ځای نه لري،» او زیاته یې کړه چې طالبان د یوه پراخ بنسټه حکومت له جوړولو څخه پرته بله هېڅ لاره نه لري.

[له کندوز څخه هدایت الله د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500