بشري حقونه

طالبانو په تازه نیول شویو سیمو کې بیا ظلم شروع کړ

د ای اېف پي راپور

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۱۳مه اخیستل شوی، طالب جنګیالي د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې په یوه ځایي بازار کې له خپلو موټرسایکلونو سره د یوه سړک پر غاړه ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۱۳مه اخیستل شوی، طالب جنګیالي د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې په یوه ځایي بازار کې له خپلو موټرسایکلونو سره د یوه سړک پر غاړه ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کندوز -- د طالبانو له خوا د افغانستان په شمال کې د یوې لیرې پرتې ولسوالۍ له نیول کېدلو څخه وروسته، هغوی ځایي امام ته د یوه لیک په شکل کې خپل لومړني حکمونه صادر کړل.‌

د کلفګان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صفت الله چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، «په لیک کې راغلي چې ښځې نشي کولی له نارینه محرم څخه پرته بازار ته لاړې شي، او سړي باید خپلې ږیرې ونه خرېیي.»

هغه زیاته کړه، دغه راز یاغیانو سګرټ څکول منع کړي، او خبرداری یې ورکړی چې که هر څوک له اصولو څخه سرغړونه وکړي «جدي چلند به ورسره وشي».

طالبان د بهرنیو عسکرو د وتلو په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کوي -- ولسوالۍ او مهمې بندري نقطې نیسي او په ولایتي مرکزونو باندې دایرې ورتنګوي.‌

په ځینو سیمو کې هغوی بیا د اسلامي قانون هغه سخت تفسیر معرفي کوي چې هغوی د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه وروسته د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې غبرګون په ترڅ‌ کې د رانسکورېدلو تر وخت پورې پرې مشهور ول.

د روانې میاشتې په لومړیو کې هغوی په شمال کې د شېرخان بندر چې افغانستان د متحده ایالاتو په مرسته په پنج سیند باندې د رغول شوي پله له لارې له تاجکستان سره نښلوي، ګمرک ونیوه.

د یوې ځایي فابریکې د هغه وخت یوې کارکوونکې ساجدې ای اېف پي ته وویل، «د شېرخان بندر له سقوط څخه وروسته، طالبانو ښځو ته امر وکړ چې له خپلو کورونو څخه بهر ونه وځي.»

هغې د ټیلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل، «هلته ډېرو ښځو او ځوانو نجونو ګلدوزي، خیاطي او بوټ دوزي کوله... د طالبانو حکم اوس موږ وېرولې یو.»‌

طالبانو د قران کریم د یوه تفسیر په اساس چې د پېړیو په اوږدو کې په کې لږ تغیر راغلی دی له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ پورې په افغانستان باندې حاکمیت وکړ.‌

ښځو ته حکم شوی وو چې که نارینه خپلوان محرم ورسره نه وي نو په کور دننه پاتې شي، نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې شوې وې، او هغه چې د زنا په څېر جرمونو کې نیول کېدلې نو سنګسار کېدلې.

سړیو نسبتا ډېره ازادي لرله خو امر ورته شوی وو چې ږیرې به نه کلوي، که لمونځونو ته حاضر نشول وهل به خوري، او یواځې دودیزې جامې واغوندي.‌

د هېواد د ځینو برخو اوسېدونکي حتی د طالبانو له څارنې څخه پرته هم دغه قواعد مراعتوي، لاکن یاغیانو هڅه کړې چې دا حکمونه په ډېرو عصري ښاري مرکزونو کې هم تحمیل کړي.‌

خپلې لوڼې طالبانو ته په نکاح ورکړئ

روانه اونۍ په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه اعلامیه چې ویل کیږي د طالبانو له خوا ده، کلیوالو ته امر کوي چې خپلې لوڼې او کونډې د یاد تحریک جنګیالیو ته په نکاح ورکړي.‌

په دغه لیک کې چې د طالبانو د کلتوري کمېسیون له ادرس نه خپور شوی، راغلي دي، «په نیول شویو سیمو کې ټول امامان او ملایان باید طالبانو ته له ۱۵ کلنۍ څخه د زیات عمر لرونکیو نجونو او ۴۵ کلنۍ څخه د کم عمر لرونکیو کونډو لست ورکړي چې طالب جنګیالیو ته ور په نکاح کړای شي.»

دغه حالت خلکو ته د هغو حکمونو ترخې خاطرې وریادې کړې چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په ترڅ کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا صادرېدل.‌

د تاجکستان په پوله په یاوان ولسوالۍ کې طالبانو د سیمې له نیولو څخه وروسته اوسېدونکي په یوه جومات کې راټول کړل.

د نذیر احمد په نامه یوه ۳۲ کلن سړي ای اېف پي ته وویل، «د هغوی قوماندانانو موږ ته وویل چې هیڅوک هم اجازه نه لري چې د شپې له کور نه راوځي.»

هغه د افغانستان د بیرغ رنګونو ته په اشارې وویل، «او هیڅوک هم، په ځانګړې توګه ځوانان، نشي کولی چې سرې او زرغونې جامې واغوندي.»

د هغوی حکمونه په دغه ځای کې پای ته ونه رسېدل.‌

محمد وویل، «هر څوک باید پګړۍ په سر کړي، او هېڅ سړی هم نشي کولی چې ږیره وخرېیي.»

نوموړي وویل، «له شپږم ټولګي څخه د پورته سویې نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړای شوې.»

طالبان ټینګار کوي چې هغوی به بشري حقونه، او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه، خوندي کړي، خو یواځې د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، په داسې حال کې چې دا په نوره اسلامي نړۍ کې بل ډول تفسیر کیږي.

د تاجکستان په پوله پرته سیمه کې، ساجده په څو ورځو کې د طالبانو له واکمنۍ څخه په تنګ شوه او بیا نږدې پراته کندوز ښار ته لاړه.

هغې وویل، «موږ به هېڅکله هم ونشو کولی چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کار وکړو، نو موږ ترې راووتلو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500