امنیت

افغان ځواکونو په شمال کې د طالبانو له نمایشي بریالیتوبونو څخه وروسته ولسوالۍ بېرته ونیولې

د سلیمان راپور

د افغان ځواکونو له خوا له طالبانو څخه د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ له بېرته نیولو څخه وروسته د افغان ملي اردو وسایط د چنګاښ په ۴مه په یاده ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [د دفاع وزارت]

د افغان ځواکونو له خوا له طالبانو څخه د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ له بېرته نیولو څخه وروسته د افغان ملي اردو وسایط د چنګاښ په ۴مه په یاده ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [د دفاع وزارت]

کابل -- افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه چې د ولسي پاڅونونو مخ پر ودې شمېر ځواکونه ورسره مله دي، د افغانستان په شمال کې د هغو ولسوالیو کنټرول بېرته ترلاسه کوي چې طالبانو د لنډ وخت لپاره نیولې وې.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تېره پنجشنبه /د چنګاښ ۳مه/ وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د ولسي ځواکونو په ملاتړ په شمالي ولایتونو کې پر مخ روان دي او توانېدلي دي چې تر اوسه پورې شپږ ولسوالۍ بېرته ونیسي،»

هغه وویل، «د بلخ ولایت بلخ ولسوالي د بغلان دوشي ولسوالي، د کندوز علي اباد ولسوالي او د فاریاب دولت اباد ولسوالي او دغه راز د تخار بنګي او فرخار ولسوالۍ د هغو ولسوالیو په ډله کې دي چې امنیتي ځواکونو بېرته نیولي دي.»

امان وویل، «داسې څرګند پلان موجود دی چې ټولې ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته ونیول شي.»

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ له ۲۵۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د چنګاښ په ۲مه د طالبانو پر ضد جنګ کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره وسلې پورته کړې. ]عمر/سلام ټایمز]

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ له ۲۵۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د چنګاښ په ۲مه د طالبانو پر ضد جنګ کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره وسلې پورته کړې. ]عمر/سلام ټایمز]

نوموړي وویل، «د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او امنیتي او د ولسي پاڅون ځواکونه پر مخ روان دي. په څو ورځو کې به ټولې سیمې د طالبانو له کنټرول څخه ازادې کړای شي.»

هغه زیاته کړه، «د تېرو دوه الی درې ورځو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې په سلګونو طالبان وژل شوي او ټپي شوي دي. یواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، ۲۰۰ طالبان وژل شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.»

د دفاع وزارت وویل، دغه راز افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په پکتیا ولایت کې د سید کرم او احمد ابا ولسوالۍ او د جمعې په ورځ میرزکه ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته ونیولې.‌

وزارت وویل، افغان ځواکونو د جمعې په ورځ د بغلان ولایت خنجان او دوشي ولسوالۍ او د فاریاب ولایت خان چارباغ او اندخوی ولسوالۍ ونیولې.

د طالبانو تبلیغات

طالبانو د غوایي میاشتې له نیمایي راهیسې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د حکومتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ګڼ شمېر ستر یرغلونه ترسره کړل او وایي چې هغوی د هېواد له ۴۰۰ څخه ډېرو ولسوالیو له جملې څخه نږدې ۹۰ ولسوالۍ نیولي دی.

حکومت د هغوی ډېرې ادعاګانې ردوي او په خپلواک ډول پخلی یې سخت دی.‌

په ورته وخت کې، په قطر کې د دواړو جنګي غاړو تر منځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې پاتې دي.

کتونکي وایي،‌ طالبان په ولسوالیو باندې بریدونه کوي، عامه بېخبناوې ویجاړوي او د پروپاګند لپاره لوټل ترسره کوي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ پخواني امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري وویل، «طالبان د نور پرمختګ وړتیا نه لري؛ ملت د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی. خلک باید ډاډه اوسي چې طالبان به ماتېږي، او خلک چمتو دي چې د طالبانو پر ضد جنګ وکړي.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې طالبانو په ځینو هغو ولسوالیو کې چې هغوی نیولي دي، د ښوونځیو، امنیتي پوستو، پلونو او سړکونو په ګډون ودانۍ ویجاړې کړي دي.»

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي سکندر اصغري وویل، «د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتول او وروستي پرمختګونه د یادې ډلې د رواني جګړې او پروپاګند برخه دي،»

هغه وویل، «په دې کار سره، هغوی غواړي چې وېره او ګډوډي رامنځته کړي، او د ځینو عکسونو په خپرولو سره هغوی غواړي چې د خلکو مورال او د امنیتي ځواکونو هوډ کمزوري کړي.»

هغه وویل، «طالبان پوهېږي چې هغوی نشي کولی چې قدرت د زور له لارې ترلاسه کړي؛ د هغوی وروستي پرمختګونه هسې نمایشي دي. هغوی په یوه ولسوالۍ باندې برید کوي، ځینې وسلې او مهمات نیسي او د ملکیتونو له لوټلو او ویجاړولو څخه وروسته تښتي یا یې امنیتي ځواکونه پسې اخلي.»

اصغري وویل، «طالب جنګیالي نشي کولی چې یواځې یو څو ورځې هم په یوه ولسوالۍ باندې کنټرول وساتي.»

البته جنګ په زرګونو خلک تېښتې ته مجبور کړي دي.‌

د کندوز د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو رییس غلام سخي رسولي د شنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل، د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ له څو ورځو جګړې څخه وروسته شاوخوا ۵۰۰۰ کورنیو په کندوز ښار کې خپل کورونه پرېښودل.

هغه وویل، د هغو کورنیو له جملې څخه تر ۲۰۰۰ پورې کورنۍ کابل او نورو ولایتونو ته وتښتېدلې.

د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د یوې میاشتې له خورو ورو نښتو څخه وروسته ۸۰۰۰ نورې کورنۍ د ولایت په بېلابېلو برخو کې له خپلو ځایونو څخه بې ځایه شوې.

رسولي وویل، مقامات په دې باندې کار کوي ترڅو د ولایت په بېلابېلو برخو کې هومره ډېرو کورنیو ته چې شونې وي مرستې ورسوي خو نشي کولی چې ټولو کورنیو ته مرستې ورسوي.

د کندوز ښار د عامې روغتیا رییس احسان الله فضلي وویل، له شپږو اونیو څخه مخکې د جنګ له پیلېدلو راهیسې، ۲۹ ملکي کسان وژل شوي او ۲۲۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبان شا تګ ته مجبور شول

په کابل کې مېشت متقاعد جنرال سید محمد سادات وویل، «افغانان نه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو امارت بیا راشي، له دې امله، په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو وسلې را اخیستي او د طالبانو پر ضد راپورته شوي دي.»

هغه وویل، «په افغانانو سربېره، نړۍ واله ټولنه به هم اجازه ورنه کړي چې طالبان د جنګ او تاوتریخوالي له لارې بریالي شي. د طالبانو لپاره غوره دا ده چې د سولې لاره غوره کړي او د تېرو ۲۰ کالونو پرمختګونه وساتي.»

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت یوه استازي عباس ابراهیم زاده چې په سلګونو اوسېدونکي یې د طالبانو پر ضد راپورته کړي دي، وویل، «موږ فکر کاوه چې طالبان به د سولې پروسې سره کار وکړي او تاوتریخوالی به زیات نه کړي، لاکن له بده مرغه چې یادې ډلې د خپلو ژمنو پر خلاف په ناڅاپي توګه تاوتریخوالی او جنګ زیات کړل.»

هغه وویل، «د ملکي خلکو د توقعاتو خلاف، هغوی جنایتونه او ویجاړتیاوې ترسره کړل.»

ابراهیم زاده وویل، «د پاڅون غړي به طالبانو ته اجازه ور نه کړي چې بلخ ولایت ونیسي. موږ به د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ له بلخ او نورو شمالي ولایتونو څخه دفاع وکړو.»

هغه وویل، «د طالبانو پر ضد د بلخ د زرګونو اوسېدونکیو وسله وال پاڅون د مزار شریف په لور د یادې ډلې د پرمختګ مخه ونیوله. دغه پاڅون د بلخ ولایت له یو شمېر برخو څخه طالبان په شا تګ ته مجبور کړل.»

په کندوز ولایت کې د افغان ملي اردو د ۲۱۷ پامیر قول اردو د ۵ کنډک قوماندان جګړن عبدالمنیب محمدي وویل، «وضعیت تر کنټرول لاندې دی،‌ او موږ یو مفصل پلان لرو». ۲۱۷ قول اردو په کندوز ولایت کې ده.

هغه وویل، «زه د دې هېواد د یوه عسکر په توګه خلکو ته اطمینان ورکوم چې هغوی کولی شي له اندېښنې پرته په خپلو کورونو کې پاتې شي. ستاسو اتلان ستاسو په خدمت کې دي، دوی به د افغانستان او د خلکو دفاع وکړي.»

د کومانډو د یوه ځانګړي واحد قوماندان ډګروال خالد امیري چې د افغانستان په شمال کې د افغان ملي اردو، پولیسو او د ملي امنیت د ځانګړیو واحدونو مدیریت پر غاړه لري، وویل، «څو چې موږ ژوندي یو او په بدن کې مو وینه وي، موږ به دښمن ته اجازه ورنه کړو چې د افغانستان په خلکو واکمني وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان امنیتي ځواکونه د پاکستان او ایران د مزدورانو پر ضد په زړورتیا سره ولاړ دي.

ځواب ورکړئ

هو، زه باوري یم چې یوه ورځ به افغانستان د نورو هېوادونو په څېر امن او خوندي شي.

ځواب ورکړئ

طالب ته نه باید اعجازه ورکو چی افغانستان خراب کری خلگ بی کوره کی او ده پردو په لمسون افغانستان خرس کی

ځواب ورکړئ

ژوندي دې وي د افغان ملي اردو زړور ځواکونه. مونږ په خپلو دفاعي او امنیتي ځواکونو باندې باور لرو. که هغوی ته په صحیح توګه تأمینات وشي، هغوی کولی شي چې په افغانستان کې ترهرګرو ډلو ته ماتې ورکړي.‌ په تېره یوه میاشت کې د افغان امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې د ستاینې وړ دي. هغوی ډېرې داسې ولسوالۍ چې له څو میاشتو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې وې، بېرته ونیولې. ټولو هغو عسکرو او افسرانو ته چې له طالبانو څخه یې د ولسوالیو د بېرته نیولو په چاره کې لاس درلود، باید ځانګړې ترفیع ګانې او نغد انعامونه ورکړل شي څو دغه ځواکونه وهڅول شي او له دښمن څخه نورې ساحې ونیسي.‌ زه باور لرم چې هغوی به ټولې هغه ولسوالۍ چې دا وخت د طالبانو تر ولکې لاندې دي بېرته ونیسي.

ځواب ورکړئ

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه دې ژوندي وي چې تل د دښمنانو پر ضد درېدلي اوهغوی ته یې ماتې ورکړې ده. هغوی د هېواد ریښتني اتلان دي، ځکه چې هم د هېواد د خاورې او هم د ملي بشپړتیا د ساتلو لپاره جنګ کوي او په دې لاره کې خپل ژوند قربانوي. د افغانستان ټول خلک د هغوی لپاره دعاګانې کوي. ان شاءالله چې هغوی به بریاوې ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغانانو د ارادې استازیتوب کوي. هغوی واقعاً وښودله چې هغوی زړور او اتلان دي او کولی شي چې د دې هېواد دښمنان له منځه وېسي. زه دعا کوم چې لوی خدای (ج) دغو ځواکونو ته لا نورې بریاوې نصیب کړي.

ځواب ورکړئ