امنیت

طالبان ادعا کوي چې په خپره شوې ویډیو کې وهل شوی افغان ټوکي یې وژلی دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

نظرمحمد چې د خاشه ځوان په نامه مشهور وو په دې تازه عکس کې په کندهار کې لیدل کیږي. طالبانو د زمري په ۷مه ادعا وکړه چې هغوی هغه تښتولی او وژلی دی. [ټولنیزې رسنۍ]

نظرمحمد چې د خاشه ځوان په نامه مشهور وو په دې تازه عکس کې په کندهار کې لیدل کیږي. طالبانو د زمري په ۷مه ادعا وکړه چې هغوی هغه تښتولی او وژلی دی. [ټولنیزې رسنۍ]

کندهار -- طالبانو د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۷مه/، وروسته له هغه چې په ټولنیزو رسنیو د هغه د وهل کېدلو او بیا یې د مړي د ښکاره کېدلو ویډیوګانې خپرې شوې، وویل چې هغوی یو افغان پولیس افسر چې په انټرنټ کې د ټوکو د ویډیوګانو د خپرولو له امله مشهور وو، وژلی دی.

د نظرمحمد د یوه همکار افسر په وینا،‌ هغه په خلکو کې د «خاشه ځوان» په نامه یادېده، او په کندهار ولایت کې یې وظیفه لرله، خو وروسته له هغه چې دوه اونۍ وړاندې خپل کور ته ستون شو طالبانو ونیو.

تېره اونۍ، په انټرنټ داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې هغه په کې داسې ښودل کېده چې لاسونه یې تر شا تړلي وو، په یوه موټر کې د دوه سړیو تر منځ ناست وو او په مکرر ډول په څپېړو وهل کېده. د ادعاوو له مخې په یوه بل ویډیو کلېپ کې د هغه جسد لیدل کېده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل، «هغه ټوکي نه وو؛ هغه په څو جنګونو کې زموږ پر ضد جګړه کړې وه. کله چې موږ نیوه هغه هڅه کړې وه چې وتښتي، او زموږ وسله وال سړي یې مجبور کړي وو چې ویې وژني.»

هغه ادعا وکړه چې، «هغه یو برحال پولیس او د ډېرو خلکو د مرګ مسؤل وو.»

د سېلاب په نامه د پولیسو قوماندان چې محمد ورسره کار کاوه، وویل، ټوکي هېڅکله هم د جنګ ترسره کولو لپاره نه وو توظیف شوی او تر ډېره یې د پوستې افسرانو ته ټوکې کولې.‌

په پیل کې، اورپکو تر هغه چې ویډیوګانې یې خپرې شوې، د هغه په وژلو کې لاس لرل ردول.‌

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په فیسبوک وویل، دغې وژنې «د دې خاورې د دښمنانو ماهیت او د فرهنګ، هنر او ازادۍ پر وړاندې د هغوی دښمني وښودل.»

د متحده ایالاتو چارسنابلي راس وېلسن هم دغه وژنه وغندله.

وېلسن د چارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل، «نظرمحمد «خاشه» یو محبوب ټوکي وو چې حتی په تیارو وختونو کې یې خلک خندول. طالبانو هغه وتښتاوه او له محاکمې پرته یې وواژه، بیا یې د هغه په مرګ د خوښۍ ښودلو لپاره ویډیوي شواهد په ټوېټر خپاره کړل. موږ دغه کرکجن عملونه غندو او د طالبانو مشران یې هم باید وغندي.»

خلکو د پېښې په هکله په ټولنیزو رسنیو غوسه څرګنده کړه.

د فیسبوک یوه کاروونکي ولیکل، «د خاشه بې ګناه څېره د هر انسان زړه زخمي کوي. هغوی [طالبانو] هغه وژلی دی؛ هغوی په ګرده نړۍ کې تر ټولو ډېر ظالم خلک دي،»

په طالبانو باندې تورونه دي، چې د ۱۳۹۸ په وروستیو کې له واشنګټن سره د هغه مهم تړون له لاسلیکولو راهیسې چې د بهرنیو عسکرو وتلو ته یې لاره هواره کړه، د ژورنالستانو، قاضیانو او فعالانو په ګډون هدفي وژنې ترسره کوي.‌

د طالبانو ظلم

وروستۍ وژنه په داسې حال کې پېښه شوه چې طالبان، چې د افغانستان د کنټرول په ترڅ‌ کې یې په هر راز ساعت تېرۍ باندې سخت بندیزونه لګولي وو، د هېواد په بېلابېلو برخو کې سیمې لاندې کوي.

په ځینو سیمو کې، طالبان یو ځل بیا د اسلامي قانون هغه سخت تفسیر معرفي کوي چې هغوی په ۱۳۸۰ کال کې د متحده ایالاتو په مشرۍ ځواکونو له خوا له واک نه د لیرې کولو تر وخته پورې پرې مشهور وو.‌

تېره میاشت، هغوی په شمال کې د شېرخان بندر چې افغانستان د متحده ایالاتو په مرسته په پنج سیند باندې د رغول شوي پله له لارې له تاجکستان سره نښلوي، ګمرک ونیوه.

ساجدې چې د طالبانو له خوا د سیمې له نیولو نه مخکې یې په یوه ځایي فابریکه کې کار کاوه ای اېف پي ته وویل، «د شېرخان بندر له سقوط څخه وروسته، طالبانو ښځو ته امر وکړ چې له خپلو کورونو څخه بهر ونه وځي.»

هغې د ټیلیفون له لارې له ای اېف پي سره په یوه مرکه کې وویل، «هلته ډېرو ښځو او ځوانو نجونو ګلدوزي، خیاطي او بوټ دوزي کوله... د طالبانو حکم اوس موږ وېرولې یو.»‌

طالبانو د قران کریم د یوه سخت تفسیر په اساس چې د پېړیو په اوږدو کې په کې لږ تغیر راغلی دی له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ پورې په افغانستان باندې واکمني وکړه.

هغوی ښځو ته حکم کړی وو چې که نارینه محرم ورسره نه وي نو په کور دننه دې پاتې شي، نجونې یې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړې وې، او هغه چې د زنا په څېر جرمونو کې نیول کېدلې سنګسار کېدلې.

سړیو نسبتا ډېره ازادي لرله خو طالبانو ورته امر کړی وو چې ږیرې کلې نه کړي، هغه کسان به یې وهل چې لمونځونو ته به نه حاضرېدل، او هغوی ته به یې ویل چې یواځې دودیزې افغاني جامې واغوندي.

د هېواد د ځینو اطرافي برخو اوسېدونکي حتی د طالبانو له څارنې څخه پرته هم دغه قواعد مراعتوي، لاکن یاغیانو هڅه کړې چې دا قواعد په ډېرو عصري ښاري مرکزونو کې هم تحمیل کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ په جنایتکارو او وحشي طالبانو. طالبانو خلکو ته خپل حقیقي مخ ور وښود چې هغوی د دې هېواد د پرمختګ او لوړتیا واقعي دښمنان دي. هغوی هڅه کوي چې د خلکو په منځ کې وېره او وحشت رامنځته کړي او خپل هدفونه ترسره کړي.

ځواب ورکړئ

څوک وایي چې طالبان مسلمانان دي؟ په هیرا منډۍ کې مونږ مسلمانان نه دي لیدلي.‌

ځواب ورکړئ

دا سوك وه

ځواب ورکړئ

دا اوس چې په افغانستان کې د ملکي خلکو کوم عام قتل روان دی او هره ورځ په لسګونو بې ګناه انسانان وژل کیږي دا یوازې د طالبانو نه ده، په دې جنایت کې زمونږ منافق ګاونډیان (پاکستان او ایران)، روسیه، د اسلامي کانفرانس هیوادونه، امریکا او اروپا ټول لاس لري. د افغانستان خلک داسې شول لکه د چرګ مرۍ چې پرې کړي او نور یې ډرم ته ور وغورځوي هلته شټنکې وهي او بالاخره یې ساه وځي. ترکیې په افغانانو باندې سرحدونه وتړل، ایران خپل سرحدونه وتړل او دیوالونه یې جیګ کړل، پاکستان سرحدونه وتړل، تاجکستان وویل چې نه غواړي نور افغانان ورشي، او په داخل کې نړۍ والو بشردوستانو یوې خواته وسله والو یاغیانو او بلې خواته حکومت ته وسلې ورکړې چې یو بل ووژني او ورسره ملکي خلک هم ووژني. نن چې نړۍ له افغانستان او افغانانو سره کوم ظلم کوي دا ظلم نه یهودو په فلسطینیانو کړی، نه هیټلر په یهودانو کړی، نه بل انسان په بل انسان کړی دی.

ځواب ورکړئ