امنیت

ملګرو ملتونو د طالبانو په یرغلونو کې د افغان ملکیانو د بې ساري مړینو په هکله خبرداری ورکړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغان امنیتي ځواکونو یو غړی د چنګاښ په ۱۳مه په کابل کې په یوه میني بس موټر باندې له یوې چاودنې څخه وروسته د ویجاړ شوي موټر تر څنګ ولاړ دی. په دې پېښه کې څلور کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

د افغان امنیتي ځواکونو یو غړی د چنګاښ په ۱۳مه په کابل کې په یوه میني بس موټر باندې له یوې چاودنې څخه وروسته د ویجاړ شوي موټر تر څنګ ولاړ دی. په دې پېښه کې څلور کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ /د زمري ۴مه/ خبرداری ورکړ چې که د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو یرغلونه ونه درول شي، کېدی شي چې د ملکي خلکو تلفات له یوې لسیزې څخه د ډېر وخت په پرتله زیات شي.

د غوایي میاشتې له لومړۍ لسیزې راهیسې چې یاغیانو د متحده ایالاتو په مشرۍ بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیلېدلو سره سم عملیات پیل کړل، تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د دوشنبې په ورځ خپاره کړي یوه راپور کې د ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د تلف شویو ملکي خلکو شمېر مستند کړی او ویلي یې دي چې هغوی وېره لرله چې شمېرې به له یوې لسیزې څخه مخکې وخت راهیسې چې دغه ماموریت د ملکي خلکو د تلفاتو په هکله راپورونه ورکول پیل کړل، تر ټولو لوړې نقطې ته ورسېږي.

د یوناما رییسې ډیبورا لیونس په یوه اعلامیه کې چې د دغه راپور تر څنګ خپره شوه، وویل، «که زیاتېدونکی تاوتریخوالی ونه درول شي، سږ کال به بې ساري شمېر افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله ور واوړي.»

هغې وویل،‌ «زه طالب او افغان مشرانو ته عذرکوم چې د دې شخړې وحشتناکې تګلارې او په ملکي افغانانو باندې یې مخرب تاثیر ته جدي پام وکړي.»

د یوناما په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ په لومړیو شپږو میاشتو کې، شاوخوا ۱۶۵۹ ملکي کسان وژل شوي او ۳۲۵۴ نور ټپیان شوي دي، چې د تېر کال د عین مودې په پرتله ۴۷٪ ډېرښت په ګوته کوي.

راپور زیاتوي،د ملکي خلکو په تلفاتو کې ډېرښت په ځانګړې توګه د غوایي او غبرګولي په میاشتو کې چې طالبانو یرغلونه پيل کړل، ډېر زیات وو، چې ۷۸۳ ملکي کسان په کې ووژل شول او ۱۶۰۹ نور ټپیان شول.

ښځې او ماشومان زیانمن شوي

راپور وایي، «په ځانګړې توګه دا ټکان ورکوونکې او د ژورې اندېښنې وړ ده چې ښځې، هلکان او نجونې د ملکي تلفاتو نږدې نیمایي برخه جوړوي.»

طالبانو په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو راپور رد کړ او له دې څخه یې انکار وکړ چې «ملکي خلک یې په کوم ځای کې په قصدي توګه وژلي دي».

تېره اونۍ، د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) وویل چې داسې زیاتېدونکي شواهد شته چې طالبان، د پاکستان له پولې سره نږدې د سپین بولدک په ګډون چې هغوی د تېرې میاشتې په وروستیو کې ونیو، په نیول شویو سیمو کې د ملکي خلکو پر ضد ظلمونه ترسره کوي.‌

د افغان امنیتي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري وویل، طالبانو په وروستیو ورځو کې په سپین بولدک کې شاوخوا ۴۰۰ اوسېدونکي «د هغوی له کورونو څخه اېستلي» چې له دې ډلې څخه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

هغه د پاتې ۳۰۰ کسانو د برخلیک په هکله معلومات ور نه کړل.‌

د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) د اسیا د څانګې مرستیالې پتریشیا ګاسمین د جمعې په ورځ وویل، «طالب مشرانو په مکرر ډول د سرغړونو د مسؤلیت له منلو څخه انکار کړی، لاکن د هغوی تر ولکې لاندې سیمو څخه د اېستلو، مستبدانه توقیفونو او وژنو زیاتېدونکي شواهد د خلکو تر منځ وېرې زیاتوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500