امنیت

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په ډېرېدلو سره د ناټو عمومي منشي د خبرو له لارې د حل غوښتنه وکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغان امنیتي ځواکونو یو غړی د زمري په ۲مه په هرات کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې یو موټر دروي. د کورنیو چارو وزارت وویل، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د یو مخیز یرغل په نتیجه کې د ډېر شوي تاوتریخوالي د ځپلو په موخه، د هېواد له ۳۴ څخه په ۳۱ ولایتونو کې د شپې له خوا ګرځبندیز لګېدلی دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان امنیتي ځواکونو یو غړی د زمري په ۲مه په هرات کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې یو موټر دروي. د کورنیو چارو وزارت وویل، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د یو مخیز یرغل په نتیجه کې د ډېر شوي تاوتریخوالي د ځپلو په موخه، د هېواد له ۳۴ څخه په ۳۱ ولایتونو کې د شپې له خوا ګرځبندیز لګېدلی دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

بروسلز -- د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، د یاغیانو له خوا د تاوتریخوالي په پيلېدلو سره، د سې شنبې په ورځ /د زمري ۵مه/ ژمنه وکړه چې له افغانستان څخه ملاتړ ته به دوام ورکړي او ټینګار یې وکړ چې له طالبانو سره ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې شي.

ستولتنبرګ له ولسمشر اشرف غني سره له خبرو کولو وروسته په ټوېټر ولیکل، «په افغانستان کې امنیتي وضعیت ډېر ننګوونکی دی، او دې ته اړتیا ده چې د خبرو اترو له لارې حل کړای شي.»

هغه وویل، «ناټو به له افغانستان سره د مالي مرستې، د ملکي کارکوونکیو د حضور او له هېواد څخه بهر روزنې په شمول، ملاتړ ته دوام ورکړي.»

تاوتریخوالی د غوایي میاشتې له نیمایي څخه، چې طالبانو د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو د اوس بشپړېدونکي خروج له پیل څخه څو ورځې وروسته پیل کړ، زیات شو.

د دغه مرګوني پرمختګ په نتیجه کې یاغیانو په لسګونو لیرې پرتې ولسوالۍ او سرحدي بندرونه ونیول او په څو ولایتي مرکزونو باندې یې کړۍ ورتنګې کړې.‌

په داسې حال کې چې تر اوسه پورې د جنګ د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي، د هېواد په ناهوارو اطرافي سیمو کې جنګ روان دی.

د ناټو د ۱۰۰۰۰ کسیز پیاوړي ځواک ډېره برخه وار له مخه له دغه هېواد څخه راوتلې ده.

د ګڼ شمېر ملکي خلکو د وژل کېدلو وېره

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که په افغانستان کې د طالبانو د یرغلونو مخه ونه نیول شي، کېدی شي چې په دغه هېواد کې له یوې لسیزې څخه د ډېرې مودې په پرتله ډېر ملکي خلک ووژل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په یوه اعلامیه کې وویل، د ۲۰۲۱ په لومړیو شپږو میاشتو کې، شاوخوا ۱۶۵۹ ملکي کسان وژل شوي او ۳۲۵۴ نور ټپیان شوي دي، چې د تېر کال د عین مودې په پرتله ۴۷٪ ډېرښت په ګوته کوي.

د ملکي خلکو په تلفاتو کې ډېرښت په ځانګړې توګه د غوایي او غبرګولي په میاشتو کې چې طالبانو یرغلونه پيل کړل، ډېر زیات وو، چې ۷۸۳ ملکي کسان په کې ووژل شول او ۱۶۰۹ نور ټپیان شول.

تېره اونۍ، د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) خبرداری ورکړ چې، داسې «زیاتېدونکي شواهد» شته چې طالبان، د پاکستان له پولې سره نږدې د سپین بولدک په ګډون چې هغوی د تېرې میاشتې په وروستیو کې ونیو، په نیول شویو سیمو کې په ملکي خلکو باندې ظلمونه ترسره کوي.‌

د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) د اسیا د څانګې مرستیالې پتریشیا ګاسمین د جمعې په ورځ وویل، «طالب مشرانو د سرغړونو د مسؤلیت له منلو څخه انکار کړی، لاکن د هغوی تر ولکې لاندې سیمو څخه د اېستنو، غیر قانوني نیونو او وژنو زیاتېدونکي شواهد د خلکو تر منځ وېرې زیاتوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که د ناټوعمومي منشي له افغانانو سره کومه خواخوږي لري، هغه باید په طالبانو باندې جدي بریدونه ترسره کړي او د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو دفتر بند کړي، ځکه چې طالبان د خبرو خلک نه دي،‌ او اصلاً هغوی دې ته چمتو نه دي چې خبرې وکړي. طالبان یوه پاکستانۍ پروژه ده او که مونږ غواړو چې په افغانستان کې جنګ پای ته ورسیږي، مونږ باید خبرې وکړو او له پاکستان سره هوکړې ته ورسیږو. کله چې مونږ له پاکستان سره مسایل حل کړو او یوه حل ته ورسیږو، جنګ به په اتومات ډول پای ته ورسیږي.‌ #TalkSeriouslyWithPakistanToEndTheTalibanProject

ځواب ورکړئ

ملګري ملتونه کولی شي چې د افغانستان ستونزې ته د پای ټکی کېږدي. هغوی باید د سعودي عربستان، روسیې، چین او پاکستان په شمول د نړۍ په ځواکمنو هېوادونو باندې فشار واچوي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې له اخلاصه همکاري وکړي، ځکه چې د افغانستان ستونزه د جنګ له لارې نه حلېږي. نه طالبان او نه هم افغان حکومت کولی شي چې د جنګ له لارې دې هېواد ته سوله راوړي، ځکه چې د تېرو ۴۰ کالو په ترڅ کې په دې هېواد کې ډېر جنګونه د زور له لارې ترسره او ډېر سیستمونه له پوځي لارې جوړ کړای شول، خو په افغانستان کې یوه تلپاتې سوله رانه غله. له دې امله، د طالبانو په شمول ټول ګروپونه او ګوندونه باید سره رایوځای شي او داسې یو سیستم جوړ کړي چې په افغانستان کې د ټولو لپاره د منلو وړي، څو په افغانستان کې یوه تلپاتې او باثباته سوله راشي او نور په دې هېواد کې د جنګ لپاره فرصت پاتې نشي.

ځواب ورکړئ