ديپلوماسي

نړۍ واله ټولنه د سولې په خبرو کې د طالبانو په اخلاص باندې شک لري

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (له چپ څخه دویم) او د طالبانو د مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر (له لیرې ښۍ خواته) د چنګاښ په ۲۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په دویمه ورځ لیدل کیږي. [عبدالله عبدالله/فیسبوک]

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (له چپ څخه دویم) او د طالبانو د مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر (له لیرې ښۍ خواته) د چنګاښ په ۲۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په دویمه ورځ لیدل کیږي. [عبدالله عبدالله/فیسبوک]

دوحه -- په افغانستان کې له لسو څخه ډېرو دیپلوماتیکو استازولیو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۸مه/ په سملاسي توګه د طالبانو د نظامي یرغل د پای ته رسولو غوښتنه وکړه، او ویې وویل چې، دا د یاغیانو له دې ادعا سره نېغ په نېغه په ټکر کې دی چې وایي غواړي د خبرو اترو له لارې شخړه حل کړي.

دغه اعلامیه چې په کابل کې د متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې او له لسو څخه ډېرو نورو ماموریتونو چارواکو پرې لاسلیکونه کړي، د اونۍ په پيل کې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ هغو بې نتیجې پای ته رسېدلو خبرو پسې وروسته صادره شوه چې ډېرو هیله لرله چې د سولې ټکنۍ پروسه به پيل کړي.

په اعلامیه کې راغلي، «د طالبانو یرغل د هغوی له دې ادعا سره نېغ په نېغه په ټکر کې دی چې وایي غواړي د خبرو اترو له لارې شخړه حل کړي.»

اعلامیه وایي،‌ «د دغه یرغل په نتیجه کې د جاري هدفي وژنو، د ملکي خلکو د بې ځایه کولو، د ودانیو د لوټلو او سوځولو، د مهمو بېخبناوو د ویجاړولو او د مخابراتي شبکو د خرابولو له لارې، بې ګناه خلکو ژوند له لاسه ورکړی دی.»

له څو میاشتو راهیسې دواړه لوري په دوحه کې وخت په وخت سره ګوري، لیکن لاسته راوړنې یې تر اوسه پورې که وي هم نو ډیرې ناچیزه دي. په داسې حال کې چې طالبانو یو وحشیانه یرغل، او بهرنیو ځواکونو خپل وروستی خروج پیل کړی او په پام کې ده چې د وږي د میاشتې تر نیمایي پورې بشپړ شي، داسې ښکاري چې بحثونو او خبرو اترو خپل قوت له لاسه ورکړی.

په یوه ګډه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، له هغه څه نه لږ ډېر ذکر شوي چې هغوی پرې توافق کړی چې هغه «منصفانه حل» ته د رسېدلو اړتیا او «راتلونکې اونۍ» بیاکتنه ده.‌

په دوحه کې د طالبانو د غونډې په ترڅ کې،‌ د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده خپله اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې هغه د سیاسي حل «ډېر لېوال» دی، په داسې حال کې چې اسلام پالي تحریک په ټول افغانستان کې خپلو یرغلونو ته دوام ورکوي.

د لوی اختر له رخصتۍ څخه، چې په پام کې ده دوشنبه پيل شي، څو ورځې مخکې د هبت الله صادرې شوې اعلامیې د اوربند لپاره د یوه رسمي غږ ذکر نه دی کړی.‌

د تېرو کالونو په ترڅ کې، طالبانو د اسلامي رخصتیو پر وخت په یو لړ لنډمهالو اوربندونو باندې توافق کړی وو، چې په پيل کې یې په پراخه کچه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هیلې راټوکولې وې.

خو په یاده ډله باندې انتقادونه کیږي چې له لنډمهالو اوربندونو څخه د خپلو جنګیالیو لپاره د تأمیناتو برابرولو او د هغوی د تقویه کولو لپاره کار اخلي، او دې ته یې جوړوي چې د اوربند له پای ته رسېدلو څخه وروسته بریدونه ترسره کړي.‌

ظلم

د طالبانو په مشرتابه کې د درزونو په هکله له اوازو سره سره، داسې ښکاري چې هغوی د قوماندې تر یوه مؤثر زنځیر لاندې عملیات کوي او پېچلي نظامي کمپاینونه ترسره کوي.

خو په دې هکله پوښتنې لا پر ځای پاتې دي چې د طالبانو مشران د جنګ په ډګر کې په خپلو قوماندانانو باندې څومره کنټرول لري او دا چې آیا هغوی به وکولی شي چې دوی دې ته وهڅوي چې د یوې احتمالي هوکړې د لاسلیکېدلو په صورت کې هغه رعایت کړي.‌

طالبانو د سولې او پرمختګ پر وړاندې د خپلې ژمنتیا د ښودلو پر ځای، د سلګونو لیرې پرتو ولسوالیو او مهمو سرحدي دروازو کنټرول په لاس کې ونیو.

په هغو سیمو کې چې طالبانو تازه نیولې دي، یاغیان داسې ظالمانه اقدامات ترسره کوي چې په ۱۳۷۵-۱۳۸۰ کې د هغوی د سختې واکمنۍ یاد تازه کوي.‌

په کندوز ولایت کې د طالبانو له خوا د یوې لیرې پرتې ولسوالۍ له نیولو څخه څو ورځې وروسته، هغوی ځایي امام ته د یوه لیک په شکل کې خپل لومړني حکمونه صادر کړل.‌

د کلفګان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صفت الله چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، په لیک کې راغلي چې ښځې نشي کولی له نارینه محرم څخه پرته بازار ته لاړې شي، سړي باید خپلې ږیرې ونه خرېیي او نه هم څوک سګرټ وڅکوي، او خبرداری یې ورکړی چې که هر څوک له اصولو څخه سرغړونه وکړي «جدي چلند به ورسره وشي».

دغه راز ځایي خلکو وویل چې طالبانو محلي مشران مجبور کړي چې د ځوانو ښځو لستونه ورکړي ترڅو د یادې ډلې جنګیالیو ته یې ور په نکاح کړي.

په ورته وخت کې، د افغان امنیتي ځواکونو یوه ویاند د عملیاتو د وخت له مشخصولو څخه پرتهوویل چې حکومت پلوو ځواکونو ۲۴۴ عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې یې د مهمو قوماندانانو په ګډون د دښمن ۹۶۷ جنګیالي وژلي دي.

اجمل عمر شینواري د یکشنبې په ورځ وویل، «موږ تر اوسه پورې ۲۴ ولسوالۍ بېرته نیولي دي، زموږ هدف دا دی چې ټولې ځمکې بېرته ونیسو... موږ چمتو یو چې له خپل هېواد څخه دفاع وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان سیاسي مشران باید خپل اختلافات پرځای پرېږدي او هېواد ته د سولې د راوستلو په هکله فکر وکړي. د سولې وخت را رسېدلی او هغوی باید د طالبانو په شمول یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.‌

ځواب ورکړئ

دا ډېره د افسوس خبره ده چې افغانان له ۴۳ کالو راهیسې په خپلو منځونو کې جنګونه کوي. که افغانان متحد وای او په خپلو منځونو کې یې جنګ نه کولای، اوس به افغانستان په اسیا کې تر ټولو ډېر پرمختللی هېواد شوی وای. افغانستان غوره اقلیم لري. افغانستان ډېر زیات تېل،‌ ګاز او قېمتي کاڼي لري.‌ ځوانان د افغانستان د وګړو ۸۰٪ جوړوي. افغانان د نورو هېوادونو د خلکو په پرتله په فزیکي لحاظ غښتلي دي. افغانان ښه استعدادونه لري. یوازنۍ ستونزه چې دا خلک ترې کړېږي هغه د یووالي او پیوستون نشتوالی دی.‌ افغانستان یو لوی هېواد دی چې خواوشا ۳۵ میلیونه وګړي لري خو خلک یې له لوږې سره مخ دي. لطفاً بیدار شئ. یو بل مه وژنئ. زه په طالبانو باندې غږ کوم چې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ ونه کړي. هغوی باید راشي او د سولې او روغې جوړې له لارې سیاست ته داخل شي او هېواد له فقر او بې وسۍ څخه وژغوري.

ځواب ورکړئ