امنیت

نړۍ والو ځواکونو له طالبانو څخه وغوښتل چې پسرلني عملیات پيل نه کړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د طالبانو یوه مؤسس ملا عبدالغني برادر (منځ کې) او د طالبانو د هیئت نورو غړو د کب په ۲۸مه په مسکو کې د افغانستان په هکله په یوه نړۍ وال کانفرانس کې برخه اخیستې ده. [الیکساندر زیملیانیچینکو/ پ او او ل/ ای اېف پي]

د طالبانو یوه مؤسس ملا عبدالغني برادر (منځ کې) او د طالبانو د هیئت نورو غړو د کب په ۲۸مه په مسکو کې د افغانستان په هکله په یوه نړۍ وال کانفرانس کې برخه اخیستې ده. [الیکساندر زیملیانیچینکو/ پ او او ل/ ای اېف پي]

مسکو -- په داسې حال کې چې د یوې سوله ییزې هوکړې لپاره نړۍ والې هڅې په زیاتېدلو دي، منځګړیو د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲۸مه/ په مسکو کې پر طالبانو ټینګار وکړ چې پسرلني عملیات پیل نه کړي.

متحده ایالاتو، چین، پاکستان او روسیې په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې د کمېدلو غوښتنه وکړه او له جنګي لوریو څخه یې وغوښتل چې د مرګونو مخه ونیسي څو «د سیاسي -دپلوماتیک حل د رامنځته کولو لپاره یو په زړه پورې چاپېریال جوړ کړای شي.»

هغوی په یوه اعلامیه کې وویل، «موږ په افغانستان کې د جنګ په ټولو لوریو باندې غږ کوو چې په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه راښکته کړي او د طالبانو غورځنګ دې د پسرلني - دوبني یرغل کمپاین نه اعلانوي.»

نړۍ والو منځګړیو وویل، دواړه لوري باید «ژر تر ژره» داسې یوې هوکړې ته ورسېږي چې هغه «په افغانستان کې د څلورو لسیزو جنګ پای ته ورسوي.»

له نړۍ والو هڅو څخه د ملاتړ ښودلو په لړ کې، د افغان حکومت د روغې جوړې د شورا عبدالله عبدالله وویل، کابل غواړي چې مذاکرات چټک کړای شي.

هغه غږ وکړ چې «دواړه لوري دې خپلې خبرې او بحثونه په یوه جلا فضا کې پیل کړي».‌

د قطر په پلازمېنه دوحه کې له څو میاشتو راهیسې خبرې اترې روانې دي، او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، په مسکو کې وروستۍ کتنه او د وري په میاشت کې په استانبول کې په پام کې نیول شوی د سولې کانفرانس «په دوحه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو بشپړونکي دي، عوض یې نه دی

کتونکي د وروستۍ کتنې په هکله د روسیې په نیتونو شک څرګندوي، ځکه په داسې حال کې چې مسکو په ښکاره په افغانستان کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي، د کریملېن اصلي ارادې مبهمې دي.

روسیې ته د طالبانو پخوانيو د مېلمستیا سفرونو د طالبانو د مشرانو لپاره له عکسونو اخیستلو څخه ایسته ډېره لږه لاسته راوړنه درلوده.

روان تاوتریخوالی

په ورته وخت کې، په افغانستان کې په سیاستوالو، دولتي مامورینو، پوهانو، د حقونو فعالانو او ژورنالستانو د بریدونو په بڼه یوه خونړي تاوتریخوالي په ښارونو منګولې ښخې کړي دي.

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ وویل، یوه پوځي څرخکه چې په ناارام وردګ ولایت کې لوېدلې ده ویشتل شوې ده چې په کې سپاره څلور تنه عمله او د امنیتي ځواکونو پنځه غړي وژل شوي دي.

هغه ونه ویل چې دا کار چا کړی دی خو خبرداری یې ورکړ چې «د پېښې عاملانو ته به سخته سزا ورکړل شي.»

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې افغان حکومت په هېواد کې په تاوتریخوالي کې د زیاتوالي پر ضد چې پړه یې پر طالبانو ور اچول کیږي په جګړه بوخت دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چیری امریکا وروسیه او پاکستان صادقه ویی افغانستان کی سوله رازی او رابشی مننه

ځواب ورکړئ

که نړۍ واله ټولنه په طالبانو باندې فشار واچوي، په افغانستان کې به تاوتریخوالی کم شي، ځکه چې هغوی په هېواد کې د ۸۰٪ روان تاوتریخوالي مسؤل دي. سربېره پر دې، نړۍ واله ټولنه باید خپلې نهایي هڅې وکړي چې په افغانستان کې ژر تر ژره یو سیاسي حل رامنځته شي، ځکه چې له سیاسي حل څخه پرته به په افغانستان کې سوله رانشي او د افغانستان جنګ هېڅ نظامي حل نه لري.‌ که نړۍ واله ټولنه فکر کوي چې افغان حکومت کولی شي طالبانو ته بشپړه ماتې ورکړي، دا ناشونې ده. دغه راز، که نړۍ واله ټولنه او امریکا فکر کوي چې طالبان به دا رژیم رانسکور کړي او هغوی به واک ته ورسیږي او په دې ټول هېواد کې به سوله راشي، دا هم ناشونې ده، ځکه چې نورې ډلې به د طالبانو پر ضد ودرېږي او د هغوی پر ضد به جنګ پیل کړي، نو غوره لاره دا ده چې داسې یو حکومت جوړ شي چې د طالبانو او نورو ډلو دواړو غوښتنې په کې ځواب شي. له دې پرته، په نورو ګروپونو باندې د یوه ګروپ غوښتنې تپل ناشونی کار دی. که طالبان غواړي چې په خلکو باندې خپلې غوښتنې تحمیل کړي، هغوی دا کار نشي کولی، او که افغان حکومت وایي چې طالبان باید دا نظام ومني، دا ناشونې ده ځکه چې طالبان به هېڅکله هم دا نظام ونه مني او هېڅکله به هم تر دې نظام لاندې خپل سیاسي فعالیتونه پرمخ وې نسي، نه به ترې لاندې ژوند وکړي.‌

ځواب ورکړئ