ديپلوماسي

جګپوړی امریکایي دیپلومات: د طالبانو له خوا نیول، افغانستان په یوه «منزوي دولت» باندې د بدلېدلو له خطر سره مخامخ کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي د چنګاښ په ۲۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لیدل کیږي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي د چنګاښ په ۲۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لیدل کیږي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

نوی ډیلي -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین د چارشنبې په ورځ /د زمري ۶مه/ خبرداری ورکړ چې که طالبان د زور له لارې د افغانستان کنټرول ترلاسه کړي، دغه هېواد به په یوه «منفور دولت» باندې بدل شي.

هغه له هندوستان څخه د یوې رسمي کتنې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، «داسې یو افغانستان به چې د خلکو د حقونو درناوی نه کوي، داسې یو افغانستان چې د خپلو خلکو پر ضد ظلمونه کوي، به یو منفور دولت وګرځي.»

بلینکین طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که هغوی په نړۍ واله سطحه منل کېدل غواړي هغوی باید خپل ځانونه بدل کړي.

هغه وویل، «طالبان وایي هغوی غواړي چې په نړۍ واله سطحه په رسمیت وپېژندل شي، غواړي چې د افغانستان لپاره نړۍ وال ملاتړ ترلاسه کړي. احتمالا، هغوی غواړي چې مشران یې وکولی شي په نړۍ کې ازادانه سفرونه وکړي، بندیزونه ترې لیرې شي او داسې نور.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین د زمري په ۶مه په نوي ډیلي کې په یوه خبري کانفرانس کې خبرې کوي. [جونتن ایرنسټ/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین د زمري په ۶مه په نوي ډیلي کې په یوه خبري کانفرانس کې خبرې کوي. [جونتن ایرنسټ/ای اېف پي]

نوموړي وویل، «د زور له لارې د هېواد نیول او د خلکو له حقونو څخه سرغړونه د یادو هدفونو د ترسره کولو لاره نه ده.»

بلینکین وویل، «یواخې یوه لاره ده، او هغه د خبرو اترو په مېز ده چې ستونزې په سوله ییز ډول حل شي، او داسې یو افغانستان سر راپورته کړي چې په معتبره ټولشموله طریقه اداره شي، او د ټولو خلکو استازیتوب په کې وشي.»

هغه وویل، په وروستیو اونیو کې په داسې حال کې چې یاغیان د هېواد په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کوي، د طالبانو له خوا د ترسره شویو ظلمونو په هکله راپورونه «ډېر، ډېر ځوروونکي دي او په مجموعي توګه د هېواد لپاره د طالبانو ښې ارادې نه څرګندوي.»

د افغانستان د شخړې په هکله اندېښنې

په نوي ډیلي کې خبرې په افغانستان کې په شخړه او د چین په هکله په شریکو اندېښنو باندې متمرکزې وې.

په نوي ډیلي کې چارواکو اندېښنه ښودلې چې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کول کولی شي چې د هندوستان پر ضد امنیتي ګواښونو ته لاره هواره کړي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سوبراهمنیام جی شنکر وویل، نړۍ هیله لري چې داسې یو «خپلواک، مستقل، دیموکراتیک او باثبات افغانستان وویني چې په داخل کې او له ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي.»

هغه وویل، خو د افغانستان «خپلواکي او استقلال به یواځې هغه وخت ډاډمن شي چې هغه له ناوړو نفوذو څخه ازاد وي.»

بلینکین د افغانستان د ثبات لپاره د هندوستان مرسته «مهمه» وبلله.

هندوستان چې د افغان حکومت یو کلک ملاتړی دی په افغانستان کې په پرمختیایي پروژو باندې په میلیاردونو ډالر لګولي دي.‌

ولسمشر اشرف غني په کابل کې په یوه وینا کې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پیلولو لپاره د حکومت چمتووالی تکرار کړ، او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې روانه شخړه نظامي حل نه لري.

هغه په نړۍ واله ټولنه باندې ټینګار وکړ چې «د یوه سیاسي حل لپاره د طالبانو او د هغوی د ملاتړو د تمایل په روایت باندې بیاکتنه وکړي.»

غني وویل،‌ «د معیار، ساحې او وخت په حساب، موږ له داسې یوه یرغل سره مخامخ یو چې په تېرو ۳۰ کالونو کې ساری نه لري.»

هغه ووییل، «دا د ۲۰مې پېړۍ طالبان نه دي... بلکې د بین المللي ترهګرو شبکو او بین المللي جنایتکارو سازمانونو تر منځ د پيوستون څرګندوی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500