ديپلوماسي

په جنجالي سیمو کې د چین یو اړخیزاقدامات د یرغلونو وېرې رامینځته کړي دي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

دا عکس چې د وري په ۱۴مه اخیستل شوی هندی سرتیري ښیې چې د اروناچل پردیش ایالت په توانګ ولسوالۍ کې د پینکانګ تینګڅو جهيل ته نږدې په یوه کمپ کې وسلې ښیې. چین په اروناچل پردیش ایالت کې د هند د سرحدي کلي زیمیتانګ نوم بدل کړی، ترڅو پر دغې سیمې په خپلې دعوې باندې ټینګار وکړي. [ارون سنکر/ای اېف پي]

دا عکس چې د وري په ۱۴مه اخیستل شوی هندی سرتیري ښیې چې د اروناچل پردیش ایالت په توانګ ولسوالۍ کې د پینکانګ تینګڅو جهيل ته نږدې په یوه کمپ کې وسلې ښیې. چین په اروناچل پردیش ایالت کې د هند د سرحدي کلي زیمیتانګ نوم بدل کړی، ترڅو پر دغې سیمې په خپلې دعوې باندې ټینګار وکړي. [ارون سنکر/ای اېف پي]

زیمیتانګ، هندوستان -- شنونکي وایي، چین په یو اړخیزه توګه د جنجالي سیمو د نومونو په بدلولو سره غواړي چې خپل ګاونډیان وپاروي او وایي دا د بیجینګ د هغو هڅو د لړۍ یوه کړۍ ده چې غواي په ګرده نړۍ کې خپل جیوپولیتیک او نظامي نفوذ پراخ کړي.

خو چینایي ته د اړولو د هدفونو وروستی پړاو له مخالفتونو سره مخامخ شوی دی.

تازه رغول شوي سړکونه، پلونه، پرمختللې پوځي کمپونه او نوې ملکي بېخبناوې د هند سرحدي کلي زیمیتانګ ته تللې کږه وږه لاره څرګندوي. چین د وري په میاشت کې په سیمه باندې د خپلې ادعا د ټینګار لپاره دا کلی د «بانګقین» په نامه نومولی دی.

هغه د هندوستان په لیرې پراته شمال ختیځ اروناچل پردیش ایالت کې واقع دی، او بیجینګ ټینګار کوي چې دا سیمه ټوله د «جنوبي تیبیت» تر حاکمیت لاندې راځي.

د «ولې قرغزستان د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته خپل ټاټوبي ته راستون نه شو؟» تر عنوان لاندې لیکنه کې چې په Toutiao.com ویب پاڼه خپره شوې، یوه داسې نقشه شامله ده چې قرغزستان د چین د خاورې جز بولي. [Toutiao.com]

د «ولې قرغزستان د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته خپل ټاټوبي ته راستون نه شو؟» تر عنوان لاندې لیکنه کې چې په Toutiao.com ویب پاڼه خپره شوې، یوه داسې نقشه شامله ده چې قرغزستان د چین د خاورې جز بولي. [Toutiao.com]

دغو دوو اسيايي زبرځواکونو په ۱۹۶۲میلادي کال کې د خپل ۳۵۰۰ کیلومتره اوږده سرحد په سر، چې اوس د کنټرول حقیقي کرښه په نامه یادیږي، یوه جګړه وکړه، خو تر نن ورځې پورې جنجالي ده او په سر یې وخت ناوخته نښتې او منظم دیپلوماتیک مانورونه ترسره کیږي.

اروناچل پردېش، چې له کلتوري پلوه تر ډېره تیبیتي ده او د جګړې لپاره یوه ډیره سخته سیمه ګڼل کیږي چې ۴۷۵۰ متره پورې لوړې سیمې لري چې د غبرګولي تر میاشتې پورې هم په سختو واورو پوښلې دي او لاندې درو کې یې ګڼ ځنګلونه دي.

د توازن عمل

له بلې خوا د چین د پوځي واحدونو د زیاتېدلو په هکله اندیښمن، د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت په ملیاردونو ډالر د ارتباطي پروژو لپاره ولګول، څو هلته ملکي حضور زیات او نوي نیمه پوځي کنډکونه جوړ کړي.

هند خپل دفاعي قوتونه زیات کړي، او کروز توغندي، هاویټزر، د متحده ایالاتو جوړ چینوک ټرانسپورټي څرخکې او بې پیلوټه الوتکې یې ځای په ځای کړي دي.

په ورته وخت کې، د نوي ډیلي د جیوپولیټیک توازن دوامدار عمل ته په اشارې سره، هندوستان د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي او)، چې چین او روسیه هم په کې شامل دي، غړیتوب لري.

خو د شي جینپینګ په مشرۍ د چین د زیاتیدونکي ټینګار په مقابل کې، هندوستان د متحده ایالاتو، اسټرالیا او جاپان په غړیتوب د کواډ سازمان غړیتوب هم لري. دا سازمان له بیجینګ سره د مقابلې لپاره رامینځته شوی.

د بیجینګ له خوا د نوم بدلولو له اعلان څخه وروسته په څو ورځو کې، د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د پولې په اوږدو کې د ملکي وګړو لپاره د ۵۸۵ ملیونو ډالرو «خوشحال کلي» پروګرام پیل کړ.

شاه په کبیتو کې وویل، «هندوستان له هرچا سره سوله غواړي». کبیتو د اروناچل پردیش له لومړنیو کلیو څخه و چې په ۱۹۶۲ میلادي کې پرې برید وشو.

هغه وویل، «خو هېڅوک به هم ونشي کولی چې زموږ د هېواد یو انچ خاوره هم تهدید کړي.»

د نوم بدلول به حقیقت بدل نه کړي

هندوستان ټایمز راپور ورکړ، چې دا دریم ځل دی چې چین په یو اړخیز ډول په اروناچل پردیش کې د ځایونو نومونه بدلوي، او دا کار یې د ۱۳۹۶ د وري او د ۱۴۰۰ د لیندۍ په میاشت کې وکړ.‌

یادې ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا ځل یې د غرنۍ څوکې، سیندونو او د استوګنې سیمو په ګډون د ۱۱ ځایونو نومونه بدل کړل، «په داسې یو اقدام کې چې د نوي ډیلي او بیجینګ ترمنځ بې باوري به لا ژوره کړي».

نوی ډیلی د بیجینګ دغه اعلان وغانده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باغچي د وري په ۱۵مه په یوه بیان کې وویل، «اروناچل پردیش د هند یوه نه بېلېدونکې او نه جلاکېدونکې برخه ده، وه او تل به وي،»

هغه زیاته کړه، «د اختراع شویو نومونو د ټاکلو هڅې به دا واقعیت بدل نه کړي،»

د هندوستان ټایمز په وینا، هندوستان په سملاسي توګه په تېرو وختونو کې هم د نوم بدلول غندلي، او نوي ډیلي بیا ټینګار کړی چې شمال ختیځ ایالت به تل د هندوستان «نه جلا کیدونکې» برخه وي.

متحده ایالاتو وویل چې هغوی دا سیمه «له اوږدې مودې راهیسې» د اروناچل پردېش د قلمرو په توګه په رسمیت پیژني.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین جین پیري د وري په ۱۵مه وویل، «موږ د سیمو د نومونو په بدلولو سره د سیمې د ادعاوو د پرمخ وړلو لپاره د هر ډول یو اړخیزې هڅې په کلکه مخالفت کوو،»

بیجینګ تر دې مخکې د زور له لارې د واقعیتونو د بدلولو هڅه کړې ده.

زیمیتانګ، له پولې څخه یواځې څو کیلومتره لرې، او توانګ چې عکس یې په پوسټ کارډونو کې خپور شوی او د ولسوالۍ اصلي ښارګوټی دی -- له لاسا څخه بهر د تبت ترټولو لوی او تر ټولو زاړه معبد کوربه دی -- دواړه په ۱۹۶۲ میلادي کال کې د هند د سرتیرو د سختې ماتې په ترڅ کې د چینایي ځواکونو له خوا ونیول شول، چې وروسته بیرته ترینه ووتل.

بریدمن ن. م. بیندیګري د هندي پوځ هغه افسر دی چې په توانګ کې د زرګونو عسکرو قومانده پر غاړه لري او په سیمه کې د دغو پېښو د تکرار د مخنیوي مسؤلیت ور ترغاړې دی.

د لیندۍ په میاشت کې د هغه په سلګونو کسانو له چینایي ځواکونو سره نښته وکړه.

او درې کاله وړاندې په لداخ کې، د پولې په لوېدیځ سر کې، ۲۰ هندي او څلور چینایي سرتیري په خونړۍ لاس په لاس جګړه کې ووژل شول.

بینډیګیري وویل، د بیجینګ اعلانونه «به دلته هېڅ شی هم بدل نه کړي،»

خو په حقيقت کې د چين کړنې دغه لیرې پرتې سیمې چې یو وخت له پامه غورځېدلې وې، په ژوره توګه بدلوي.

شاړ کلي چې کېدی شي د غبرګو هدفونو لپاره وکارول شي

نوي ډیلي د«ژیاوکانګ» چې په چینایي ژبه د ښېرازه کلیو معنی لري، د چین له خوا د پراختیا د هڅو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

بینډیګیري ویره لري چې له یادو شاړو کلیو څخه به د غبرګو هدفونو لپاره کار واخیستل شي او دا کار د دې لپاره کېږي چې ځمکني حقایق بدل کړای شي.

هغه دا اندیښنه هم لري چې د چین اردو کولی شي له هغو څخه د جګړې په جریان کې داسې کار واخلي لکه بیجینګ چې د جنوبي چین سمندر په لانجمنو اوبو کې مصنوعي ټاپوګان جوړ کړي دي.

بیجینګ په «غیرقانوني» توګه د جنوبي چین سمندر په ډیره برخه کې د حاکمیت یا یو ډول ځانګړي قیمومیت ادعا کوي او د دې ادعاګانو لپاره د قانوني قضیې رامینځته کولو لپاره په ټوله اسیا کې ځایونو ته چینایي نومونه ورکوي.

خو د جنوبي چین په سمندر کې د ټاپوګانو په هکله د چین د هرې ادعا لپاره -- چې له دې لارې په کال کې د میلیاردونو ډالرو تجارت ترسره کیږي -- د برونای، مالیزیا، فیلیپین، تایوان او ویتنام سیالي ادعاوې هم موجودې دي.‌

د تایوان په شاوخوا کې د چین دوامدار پوځي تمرینونه د هغه ګواښ بله بیلګه ده چې د بیجینګ نظامي پراختیا غوښتنه یې رامینځته کوي.

تېره میاشت، بیجینګ درې ورځنۍ جنګي مانورې ترسره کړې چې په کې یو ډول محاصره او هدفي بریدونه شامل وو.

تایوان له ۱۹۴۹میلادي کال راهیسې خپل حکومت لري لاکن د چین له خوا تر تلپاتې ګواښ لاندې ژوند کوي. بیجینګ دغه ټاپو د خپلې خاورې برخه ګڼي او ژمنه یې کړې چې یوه ورځ به یې نیسي او که اړتیا شي له زور څخه به ورته کار واخلي.

شنونکي‌خبرداری ورکوي چې د دې ډول تمرینونو تعدد او له ګاونډیو سره د بیجینګ زیاتیدونکي ځمکنۍ شخړې نړۍ واله سوله ګواښي او له نړۍ والو اقتصادي اغیزو سره د نړۍ ترټولو بوخت بار وړونکي لینونه له خطر سره مخامخ کوي.

منځنۍ اسیا وخیمه ده

منځنۍ اسیا د بیجینګ له خوا د نومونو بدلولو د لوبې بل هدف دی.

د ۱۳۹۹ کال په پسرلي کې، چینایي ویب سایټونو د قزاقستان او قرغزستان په هکله پارونکي بیانونه خپاره کړل چې د هغوی غوسه یې راوپاروله.

د هغه کال د وري په میاشت کې د «ولې قزاقستان چین ته راستنیدو ته لیوال دی» تر سرلیک لاندې یوه مقاله د sohu.com په نامه یوه شخصي وېب پاڼه کې خپره شوه.

د مقالې لیکوال په خپله خاوره کې د قزاقستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی او ټینګار کوي چې دا ځمکه په تاریخي ډول چینایي ده او دا چې «قزاقستان د قینګ امپراتورۍ یو رعیت و».

په همدې میاشت کې د Toutiao.com ویب سایټ د «ولې قرغزستان د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته خپل ټاټوبي ته راستون نه شو؟» تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړه.

په مقاله کې ویل شوي چې قرغزستان په زرګونو کالونه د چین برخه وه تر هغه چې په ۱۸۴۶ میلادي کال کې تزارېستي روسیې له چین څخه د اوسني قرغزستان په ګډون په ټولیز ډول ۵۱۰۰۰۰ مربع کیلومتره ځمکه ونیوله.

په لیکنه کې د دې ادعا د ثبوت په توګه د چین د هغه وخت یوه نقشه خپره شوې ده. د مقالې لیکوال لیکلي، که څه هم «له خپل ټاټوبي څخه جلا شوې سیمې او هیوادونه په نهایت کې بېرته ورستنیږي»، لاکن کله چې قرغزستان په ۱۹۹۱ کې خپلواکي ترلاسه کړه، په سیمه کې د روسیې د دوامدار نفوذ له امله یې دا کار ونه کړ.

د چین له تبلیغاتي سیاست سره بلد کتونکي وايي چې دا ویب سایټونه به د بیجینګ د لوړ پوړو چارواکو له مخکې تر مخکې تایید څخه پرته داسې غلط معلومات خپاره نه کړي.

بیجینګ تاجکستان هم د قلمرو په برخه کې په خپلو غلطو بیانونو سره په نښه کړی دی.

د ۱۳۹۹ د چنګاښ په میاشت کې چینايي رسنیو یوه مقاله خپره کړه چې په ۱۳۹۰ کال کې یې چین ته د تاجکستان د ۱۱۵۸ کیلومتره مربع خاورې د سپارلو په هکله بحث کړی و، چې د هغه وخت ډېری تاجکان یې په غوسه کړل. تاجکستان د خپلو پورونو د ادا کولو لپاره دغه ځمکې چین ته وسپارلې.

دا جنجال په داسې حال کې راپورته شو چې په تاجکستان باندې د چین پورونه پرله پسې زیاتېږي،او کېدی شي چې د پور د معاف کولو په بدل کې نورې ځمکې هم د دغه هېواد له ولکې څخه وځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین لکه یو لوی ښامار لګیا دی او د نورو ملتونو وینې زبېښي. د چین ځمکه کمه او نفوس یې ډېر دی. چینایان له پوځي لارې خمکې/ هېوادونه نه لاندې کوي، بلکې په اقتصادي لحاظ د خلکو د وینو زبېښاک ته یې شروع کړې. چین چې په کومو هېوادونو مسلط شوي، خیر یې نه دی کړی. پاکستان عملا د چین په لومه کې راګېر هېواد دی. که چین وغواړي د پاکستان حکومتي ماشین فلج کړي، دا چاره په پاکستان کې صرف د خپلو پروژو په بندولو سره ډېر په اسان کولی شي او عوام د دې لارې د حکومت پر وړاندې ښه په اسانۍ سره درولی شي. د پاکستان د پوروړي حالت یوه زمه واري د پاکستان د غلو چارواکو او بله یې د چین د پورونو د سود ده. چین د نړۍ یو له مضرو هېوادونو څځه دی. د نړۍ هېوادونو ته په کار ده چې له چین سره په معاملاتو کې ډېر هوښیار و اوسي. که نه، د بلا له خولې خلاصون وخت او زور ته اړتیا لري خو وخت د هیڅ چا پروا نه کوي.

ځواب ورکړئ

اوس مې ولوستل چې د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني سنټکام ویلي، له افغانستانه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په هدف غواړي د دغه هېواد پر فضا څارنه ډېره کړي. د سنټکام قومندان جنرال مایکل کوریلا وایي، که داعش 'له افغانستانه بهر' بریدونو ته لومړیتوب ورکړي، په شپږو میاشتو کې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو پر اهدافو بریدونه کولای شي. زه د امریکا په اړه څه نه وایم خو طالبانو ته وایم چې سر وخت دی. دومره مه کم عقل کېږئ. خپل خلک په ځان راټول کړئ. د افغان پوځ پخواني سرتېري چې کلونه کلونه تجربه لري بېرته خپلو دندو ته ستانه کړئ او ټاکلی معاش ورته وټاکئ. که په رښتیا د داعش بریدونه زور واخلي او امریکا بیا د افغانستان په خاوره بریدونه شروع کړي، د ټول وطن او خلکو لپاره درد سر وي. چې بیا به یې نه طالب مخه نیولی شي او نه بل څوک. خو ښه خبره داده چې د جمهوریت د وخت له پوځیانو ګټه واخیستل شي. هم به خپله د طالبانو امنیت خوندي وي، هم به مو خپل افغانان امن وي، یعني کوم احتمالي بریدونه چې کېږي، وار له مخه به یې مخه نیول شوي وي او هم به د امریکا بریدونو ته لاره نه جوړېږي. مګر که یو ځل دا مسئله جدي شوه او د پخوا په څېر بریدونه شروع شوه افغانستان به په کنډواله بدل او خلک به له اوس هم بد اقتصادي وضعیت سره لاس او ګرېوان شي. طالب او امریکا ته مو خواست دی چې خپلو کې مو کیسه جوړه کړئ. افغان ولس ته هر څه واضح ووایئ. چې څه پلان لرۍ او څه کول غواړئ چې د افغانستان خاوره درنه په امن نه ده. طالب له لاندې لګیا دی ټول کانونه یې چور کړل او امریکا پرې لپاسه څار شروع کړی دی. آخر ولس څه وکړي، له چا معلومات واخلي چې برخلیک به یې څنګه کېږي؟

ځواب ورکړئ

تېر پسې له ځانونو سره یې کمونستي فکر راوړ.‌ داسې فکر یې راوړ چې د افغانانو کلتور او مذهب ته سپکاوی یې خپل لوی ماموریت جوړ کړ. که چا به لمونځ کاوه هم دوی به ورباندې ریشخند واهه او که چا پګړۍ تړله هم کمونستانو به ریشخند پرې واهه. په داسې حال کې چې په افغانستان کې کلتور او مذهب دواړه سره اغږل شوي او د یوې سکې د دوه مخونو په څېر ول. نتیجه دا شوه چې د افغانستان د پرمختګ پرځای، د کمونستي فکر لرونکیو ځوانانو د افغانستان جمهوري نظام راوپرځاوه، ولسمشر داودخان یې وواژه، ارګ یې ویجاړ کړ. وروسته یې کلي بمبار کړل، افغانان یې ووژل او بالاخره دا سلسله داسې پسې وغزېدله چې د پاکستان له خوا حمایه کېدونکیو وسله والو ډلو ورپسې کابل ښار هم ویجاړ کړ. وروسته عین لوبه غرب هم په افغانستان کې وکړه او په لسګونو زره بې ګناه افغانان یې ووژل.‌ اوس خبره د چین ده. مونږ باید له چین سره هر قدم په احتیاط کېږدو او پرې نه ږدو چې دغه نجس هېواد په افغانستان کې د مداخلې او د افغانانو د وژلو بهانه ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

د چین له خوا له هند سره داسې سلوک د غندنې وړ دی. که دا خبر ریښتیا وي او چین د هندوستان سیمې لاندې کوي، کېدی شي په راتلونکي وخت کې عین کار له افغانستان سره هم وکړي. د افغانستان حکومت، چې مشري یې د هر چا په غاړه وي، باید له چین سره خپل حساب تصفیه کړي او اجازه ور نه کړي چې حالات داسې یوه حد ته ورسیږي لکه د دې مقالې په اساس چې له هندوستان سره رسېدلي دي. په دې مفصل تحلیلي راپور کې لیدل کیږي چې هندوستان هم د چین پر ضد بېلابېلې وسلې او وسیلې په کار اچولي او دې ته چمتو دی چې د چین مقابله وکړي،‌ لاکن افغانان نه داسې توپونه لري نه څرخکې لري او نه نور مجهز او ماډرن تجهیزات لري چې د چین مقابله پرې وکړي. وایي، وروري به کوو، حساب تر منځ. له چین او نورو ګاونډیانو سره باید حساب پاک وي. بله خبره په افغانستان کې د چین د پانګه اچونې ده. که چین داسې خوروړی سپی وي لکه دلته چې یاد شوی دی، بیا خو په کار ده چې په افغانستان کې د هېڅ ډول پانګه اچونې اجازه ورنه کړای شی. که اجازه ورکول کیږي هم، باید هر قرارداد چې له چین سره لاسلیک کیږی، څو څو ځلې وکتل شي او بله دا چې قراردادونه باید په انګلېسي او پښتو ولیکل شي. ځکه پښتو یې د افغانستان لپاره ضروري دي او انګلېسي یې د نړۍ والو حقوقي مؤسساتو لپاره ضروري دي. مطلب دا چې له چین سره هر ډول ستونزه کولی شي چې په راتلونکي کې افغانستان بیا داسې یوې کندې ته ور وغورځوي لکه د شوروي اتحاد او د غرب د یرغل پر وخت چې ور ولوېد. په افغانستان کې د پاچا په وروستیو لسو کالونو کې چې د دیموکراسۍ لسیزه یې هم بولي، د افغانستان حکومت خپل ځوانان شوروي اتحاد ته د تحصیلاتو ترلاسه کولو لپاره ولېږل، لاکن بېرته یې ورپسې څار ونه کړ، په نتیجه کې له هغې خوا نه ځوانان د دې پرځای چې علم راوړي

ځواب ورکړئ