امنیت

د چین له خوا په چټکۍ سره د هستوي وسلو د پراختیا له امله د نړۍ والو اندېښنې زیاتې شوي دي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په عکس کې چې د ۱۳۹۸ د تلې په ۹مه په بیجینګ کې د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدلو د۷۰مې کلیزې په مناسبت ترتیب شوي رسم ګذشت په ترڅ کې اخیستل شوی د چین ډي اېف - ۴۱ هستوي انټرکانټیننټل بالیستیک میزایلونه لیدل کیږي. [ګرېګ بیکر/ای اېف پي]

په عکس کې چې د ۱۳۹۸ د تلې په ۹مه په بیجینګ کې د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدلو د۷۰مې کلیزې په مناسبت ترتیب شوي رسم ګذشت په ترڅ کې اخیستل شوی د چین ډي اېف - ۴۱ هستوي انټرکانټیننټل بالیستیک میزایلونه لیدل کیږي. [ګرېګ بیکر/ای اېف پي]

د پنتاګون د یوه راپور په اساس چې د لړم په ۱۲مه خپور شو،‌ د چین ولسي جمهوریت کولی شي چې تر ۲۰۲۷ میلادي کال پورې ۷۰۰ چمتو شوې اتومي کوپړۍ ولري او کولی شي چې تر ۲۰۳۰ پورې دغه شمېر له ۱۰۰۰ څخه واړوي. دا وسلې د هغه څه په پرتله چې پنتاګون یې یوازې یو کال مخکې وړاندوینه کوله دوه نیم برابره ډېرې دي.

په داسې حال کې چې چین هڅه کوي د خپل رسمي پلان په اساس، د خلکو د ازادۍ لښکر (د چین وسله وال ځواک) تر ۲۰۴۹ کال پورې په «نړۍ واله کچه ځواک» باندې واړوي، متحده ایالاتو چین په راتلونکي کې د خپل اصلي امنیتي ګواښ په توګه اعلان کړی دی.

راپور وایي، لکه متحده ایالات او روسیه، چې دوه مخکښ هستوي ځواکونه دي، چین د داسې وړتیاو په ترلاسه کولو باندې کار کوي ترڅو وکولی شي چې له ځمکې څخه د بالستیک توغندیو په وسیله، له هوا څخه د توغندیو په وسیله او د سمندر له تل څخه هستوي وسلې وتوغوي.‌

د هغې ارزونې له مخې چې د چین د پوځي پرمختګونو په هکله کانګرس ته د پنتاګون په کلني راپور کې راغلې، بیجینګ دغه راز «داسې بېخبناوې چې ددغه هیواد د هستوي ځواکونو د دغې لویې پراختیا د ملاتړ لپاره ورته اړینې دي، جوړوي.‌»

پوځي ګاډي چې ډي اېف - ۳۱ ای جي انټرکانټیننټل بالستیک میزایل لېږدوي د ۱۳۹۸ د تلې په ۹مه په بیجینګ کې د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدلو د۷۰مې کلیزې په مناسبت ترتیب شوي پوځي رسم ګذشت کې برخه اخلي. [ګرېګ بیکر/ای اېف پي]

پوځي ګاډي چې ډي اېف - ۳۱ ای جي انټرکانټیننټل بالستیک میزایل لېږدوي د ۱۳۹۸ د تلې په ۹مه په بیجینګ کې د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدلو د۷۰مې کلیزې په مناسبت ترتیب شوي پوځي رسم ګذشت کې برخه اخلي. [ګرېګ بیکر/ای اېف پي]

خو په راپور کې استدلال شوی چې چین احتمالا د داسې وړتیا د موندلو هڅه نه کوي چې په اتومي وسلو سمبال دښمن په ځانګړې توګه متحده ایالاتو پر ضد بې موجبه اتومي برید وکړي، بلکې د یوه غټ هستوي ګواښ په توګه د ځان په ساتلو سره غواړي چې د بریدونو مخه ونیسي.

د غلط پوهاوي او غلطې محاسبې احتمال

یو کال مخکې، د پنتاګون په راپور کې د چین په هکله راغلي وو چې دغه هېواد شاوخوا ۲۰۰ چمتو شوې کوپړۍ لري او دا شمېر به تر ۲۰۳۰ پورې دوه برابره زیات شي.

خپلواکو څېړونکیو په وروستیو میاشتو کې د چین په لویدیځه برخه کې د نویو اتومي میزایلو سټیلایټ عکسونه خپاره کړل.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې چین خپل پوځ ته پراختیا ورکړې او پراخوي یې او غواړي چې په نړۍ واله کچه خپل ځواک وښيي.

دغې سیالۍ د متحده ایالاتو او چین د احتمالي نښتې په هکله، په ځانګړې توګه د تایوان په سر چې واشنګټن یې له نږدې څخه ملاتړ کوي خو بیجینګ یې د خپلې خاورې برخه ګڼي او کېدی شي د زور له لارې یې ونیسي، اندېښنې زیاتې کړي دي.

په وروستي راپور کې راغلي چې چین غواړي تر ۲۰۲۷ میلادي کال پورې «داسې وړتیاوې ولري چې د هند سمندر او ارام سمندر په سیمه کې د متحده ایالاتو د ځواکونو پر ضد مقابله وکړي او د تایوان مشران د بیجینګ د شرایطو په سر د مذاکرې مېز ته کېنوي.»

دغه راز، دغه راپور هغه وروستي راپورونه تایید کړل چې د پنتاګون مقاماتو د ۱۳۹۹ د تلې په میاشت کې د بیجینګ دا اندېښنې چې ګواکې متحده ایالات غواړي د جنوبي چین سمندر کې له چین سره نښتې وکړي، لیرې کړې.

اندېښنې هغه وخت پای ته ورسېدلې چې د پنتاګون جګپوړو چارواکو له خپلو چینایي سیالانو سره مستقیما خبرې وکړې.‌

په دغه راپور کې راغلي، «دغو پېښو ښایي د غلط پوهاوي او په محاسبو کې د تېروتنو احتمال په ګوته کړ او د اغېزمنو او پر وخت ارتباطاتو نیولو اهمیت یې روښانه کړ.»‌

دغه راز، دغه راپور په هغو موادو کې چې دواړه طبي او نظامي برخو کې کارول کیږي د خلکو د ازادۍ ځواک (د چین اردو) د بیولوژیکي څېړنو اراده تر پوښتنې لاندې راوستلې.

په دغه راپور کې راغلي، «هغو څېړنو چې د چین د ولسي جمهوریت په نظامي‌ طبي انسټیټیوټونو کې ترسره شوي دي، د قوي زهریاتو د بېلابېلو طبقو د پېژندلو، ازمویلو او تشخیص کولو او د هغوی د دوه ګوني استعمال په هکله بحث وکړ،» او د کېمیاوي او بیولوژیکي وسلو نړۍ والو تړونونو سره د دغو څېړنو د مطابقت په هکله اندېښنې راپورته کړې.

دغه ډول اندېښنې د چین په وهان سیمه کې، چې د چین د اردو اړوند د بیولوژیکي څېړنو لابراتوارهم په کې دی، د کووېډ-۱۹ د راښکاره کېدلو له وخته، زیاتې شوي دي.‌

منتقدان په بیجینګ باندې تور لګوي چې د دغې ناروغۍ مقیاس او پراختیا یې لمړی د راڅرګندېدلو پر وخت کم اهمیته وښودل. دا په داسې حال کې ده چې ځینې د نظر خاوندان ګومان کوي چې کېدی شي دغه وایرس د وهان د وایرس پېژندنې انستیتیوت له لابراتوار څخه راوتلی وي.

داسې نوي شواهد راښکاره شوي چې ښیي چې ښایي دغه لابراتوار د چین اردو پورې تړاو ولري.

سیمه ییزې ترینګلتیاوې

په ورته وخت کې، په منځنۍ اسیا کې په ګاونډیو هېوادونو کې شنونکي په تایوان کې د روان حالت عواقبو ته چې په سیمه کې یې رامنځته کوي ګوري.

د قزاقستان په الماتا کې د فلسفې، سیاسي او دیني علومو د څېړنو انسټیټیوټ سرمحقق تالګت اسماګامبیتوف د وږي په میاشت کې وویل، «که چین تایوان ونیسي، دا کار به د نړۍ د امنیت لپاره جبران نه منونکې پایلې رامنځته کړي.»

هغه وویل، «په دې صورت کې به بیجینګ د ارام سمندر په ختیځه برخه کې د ځان لپاره هېڅ محدودیت احساس نه کړي او هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې د قلمرو په هکله مسایل د مذاکراتو له لارې نه بلکې د زور له لارې حل کړي او د خپلو ادعاګانو په اساس به پرېکړې وکړي.»

هغه وویل، «چین له جاپان،‌ جنوبي کوریا، ویتنام، مالیزیا او فیلیپین سره د قلمرو په سر اختلافات لري چې کېدی شي بیجنګ وغواړي هغه له نظامي لارې حل او فصل کړي.»

اسماګامبیتوف زیاته کړه، «متحده ایالات باید چین چې د ارام سمندر په اسیایي سیمه کې په یوه نوي مسلط ځواک باندې بدل شوی دی، مهار کړي.»

د قرغزستان په پلازمېنه بیشکیک کې د نړۍ والو چارو او شخړو متخصص عدیل عثمانبیتوف هم د وږي په میاشت کې وویل چې چین هڅه کوي د نړۍ واک ترلاسه کړي.

هغه وویل، «چین د دویم ستر نړۍ وال اقتصاد په لرلو سره غواړي چې د نړۍ تر ټولو غټ‌ اقتصاد وګرځي. دغه هیله یې د وبا په ترڅ کې لا قوي شوه ځکه چې چین د طبي تولیداتو او د کووېډ-۱۹ د واکسینونو د پلورلو له لارې ډېرې پيسې ترلاسه کړې.»

عثمانبیتوف له تایوان سره د چین دښمني «د چین د ځواک او ظرفیت ازموینه» وبلله.

هغه وویل، «چین غواړي پوه شي چې آیا کولی شي چې له یوې سرې کرښې څخه پښه واړوي که نه.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

صلح غوښتونکي کوم هیوادونه دی اړ کهداټول احمقان دی

ځواب ورکړئ

زه نه پوهېږم چې دوی امریکا، روس، چین او نور اټومي هیوادونه څنګه ځانونو ته سولې غوښتونکې وائي، پداسې حال کې چې دوی ورځ په ورځ د یو بل په وړاندې خپل اټومي کوپړۍ ډېروي.

ځواب ورکړئ