امنیت

چین غواړي چې په راتلونکیو ۱۰ کالونو کې اتومي وسلې دوه برابره، او پوځي تاسیسات پراخ کړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

چینایي سمندري عسکر د ۱۳۹۷ د مرغومي په ۲۴مه په بیجینګ کې د خلکو د ازادي بښونکي پوځ په مرکز کې د تیارسۍ په حالت کې ولاړ دي.‌ [د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني]

چینایي سمندري عسکر د ۱۳۹۷ د مرغومي په ۲۴مه په بیجینګ کې د خلکو د ازادي بښونکي پوځ په مرکز کې د تیارسۍ په حالت کې ولاړ دي.‌ [د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني]

د متحده ایالاتو پوځ په یوه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ /د وږي ۱۱مه/ خپور شو، وویل، د چین پوځ هڅه کوي چې په یوه لسیزه کې دننه خپلې اتومي وسلې دوه برابره ډېرې کړي او داسې وړتیا ترلاسه کړي چې له ځمکې، سمندر او هوا څخه اتومي کوپړۍ لیږدونکي بالستیک توغندي وتوغولاي شي.

په دغه کلني راپور کې چې د چینایي رژیم د هستوي ظرفیت لومړنی ښکاره تخمین یې کړی دی، راغلي دي،‌ هغوی په خپلو اتومي سلاکوټونو کې «له ۲۰۰ څخه لږ» کوپړۍ لري، چې د ۳۰۰ یا زیاتو له شمېر څخه چې مستقلو شنونکو یې اټکل کاوه،‌ ډېرې کمې دي.

په راپور کې راغلي دي، تمه کېږي چې دغه شمېر په راتلونکیو ۱۰ کالونو کې دوه برابره ډېر شي. بیجینګ وار له مخه کولی شي چې له ځمکې او سمندر څخه د بالیستیک توغندیو په وسیله اتومي کوپړۍ وتوغوي او اوس د داسې ظرفیت په جوړونه باندې کار کوي چې له هوا څخه وارېدونکي بالستیک توغندي هم جوړ کړي.‌

قدرت طرحه کول

د چین د پوځ یو بل تمرکز د قدرت په طرحه کولو باندې دی.‌ چینایان غواړي چې پوځ یې وکولی شي چې د نړۍ په هرځای کې عملیات وکړای شي. دغه هدف ته د رسېدلو لپاره د پرمختګ یو ګام دا دی چې په بهرنیو هېوادونو کې د اکمالاتو یوه پیاوړې شبکه جوړه کړي.‌

راپور وایي، «ډېر احتمال شته چې بیجینګ وار له مخه دا ارزونه کوي او پلان جوړوي» چې له چین څخه بهر داسې پوځي لوجیستیکي مرکزونه جوړ کړي ټرڅو وکولی شي سمندري، هوایي او ځمکمني ځواکونه حمایه کړي.

ځینې هغه موقعیتونه چې ښایي اوس یې په پام کې لري د نورو تر څنګ میانمار،‌ تایلنډ، سینګاپور، اندونیزیا، پاکستان، سریلانکا، متحده عرب امارات، کینیا، سیچلز، تنزانیا، انګولا او تاجکستان وي. چین وار له مخه په جیبوټي کې یو پوځي مرکز لري.‌

د چنګاښ د میاشتې په یوه راپور کې راغلي وو چې یو شمېر هېوادونه له کالونو راهیسې د چین رژیم ته د یوه ګواښ په سترګه ګوري. البته په وروستیو کې، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بیجینګ لاسوهنو د خطر سطحه ډېره لوړه کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چین قدرت ترلاسه کړي،‌ یا په نورو ټکو، که چین د نړۍ زبرځواک شي، د نړۍ ټول خلک به وځپي، ځکه چې چینایان بودایان دي، او د بوادییزم له مخې د نورو عقایدو د پيروانو وژل د قاتل عمر اوږدوي‌. همدارنګه، چینایان ډېر ظالم خلک دي. هغوی بې چاره او مظلوم اویغوري مسلمانان شکنجه کوي او ژوندي یې سوزوي. مرګ د چین په بودایي حکومت.‌ تل دې وي اسلام.

ځواب ورکړئ

چین به پاکستان له ستوني تېر کړي. کله چې پاکستان د چین تر ستوني ښکته شي، بیا به په سیمه کې د امریکا جادو پای ته ورسیږي ځکه چې د متحده ایالاتو لپاره به له پاکستان څخه پرته بل بدیل هېواد نه وي، او دلیل یې دا دی چې پاکستان د انګلستان او امریکا یو ګډ تولید دی. د پاکستان نننۍ ګټې د چین له ګټو سره په یوه صفحه کې دي. له دې امله، د اقتصادي منطق له مخې، د پاکستان لپاره دا طبیعي ده چې له متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې پرې کړي.‌ اوس چین په پاکستان کې یو قوي حضور لري. متحده ایالات کولی شي چې دا معادله په هغه صورت کې معکوسه کړي چې هغه د نړۍ په نقشه کې د بلوچستان په نامه یو نوی هېواد په رسميت وپېژني، او عملاً یې حمایت وکړي.‌

ځواب ورکړئ

زه د یوه ځوان لیکوال او محقق په توګه، وړاندوینه کوم چې چین به په روسیه، ایران، د ختیځې اروپا برخو، شمالي کوریا او نورو هغو جیوپولیټیکو سیمو کې چې د ثقل په مرکز کې واقع دي وړیا ګډ پوځي مرکزونه جوړ کړي،‌ چې وبه کولی شي په یوه تحمیل شوي جنګ کې د لویدیځ له خوا د برید مهمې لارې وڅاري. ښایي چین په یوه دوه اړخیزه همکارۍ کې له روسیې سره، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د ویتو حق لري، او همدارنګه له لویدیځ سره د شوروي اتحاد د پخوانیو یا اوږدو دښمنیو لپاره، لاس یو کړی وي. په ورته وخت کې، ښایي دواړه هیوادونه داسې یوې نتیجې ته رسېدلي وي چې د یوه حذفېدل به د بل د له منځه تللو سبب شي. همدارنګه، زه دا نه ردوم چې کووېډ-۱۹ سیاسي یا بیولوژیکي اساس نه لري یا دا چې د ختیځ له ستراتیژیکو متحدینو سره په مشوره کې نه دی رامنځته شوی. زه نه غواړم چې اړوندو جزیاتو ته لاړ شم، خو داسې خبرداري شته چې ښایي د کرونا وایرس د نه لیدلو وړ ذرې د لویدیځ او ختیځ بلاکونو تر منځ د مستقیم جنګ په پیل کې د هغو په حضور کې چې ښایي د وبا د پروسې په ترڅ کې یې په څرګنده په لوړه کچه معافیت ترلاسه کړی وو، فعالې شوي دي،‌ او له بده مرغه چې ټول ژغورل شوي کسان به د بیولوژیکي وسلې په وسیله د خلکو ډلوژنه یا عام قتل وویني. زه د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه د ملي او بین المللي چارو د یوه کارپوه په توګه، د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو له خوا په موجود نسبتاً ارام اتموسفیر کې تحریکوونکي حرکتونه یوه لویه ننګونه او د نړۍ والې او سیمه ییزې ناارامۍ یوه سرچینه بولم. زه باور لرم چې متحده ایالاتو او متحدینو به یې دا درک کړې وي چې یو سوله ییز ژوند او یو د بل منل کولی شي چې د بشري معیارونو په بېلابېلو سطحو د انسانانو لپاره یوازنی مناسب ان

ځواب ورکړئ