امنیت

په داسې حال کې چې د چین پوځ په بهر کې یرغلیز موقف غوره کوي، شي جین پینګ په هېواد کې دننه افراطي ملت پالنې ته لمن وهي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د چین د ځانګړیو عملیاتو عسکر د ۱۳۹۹ د تلې په لومړیو کې په یوه لیرې پراته ټاپو کې له توظیف څخه وروسته د یوه پوځي تمرین په ترڅ کې پرمخ روان دي چې یو ساختګي دښمن ونیسي. [د چین د دفاع وزارت]

د چین د ځانګړیو عملیاتو عسکر د ۱۳۹۹ د تلې په لومړیو کې په یوه لیرې پراته ټاپو کې له توظیف څخه وروسته د یوه پوځي تمرین په ترڅ کې پرمخ روان دي چې یو ساختګي دښمن ونیسي. [د چین د دفاع وزارت]

بیجینګ -- د چین ولسمشر شي جین پینګ په خپلو عمومي ویناوو کې په ډېرېدونکي ډول له دښمنۍ ډکې لفاظۍ کوي، په داسې حال کې چې د چین پوځ په زیاتېدونکي ډول یرغلیز موقف نیسي او د نورو خپلواکو هېوادونو په قلمرو باندې یرغلونه کوي چې ګاونډي هېوادونه، کتونکي او نړۍ واله ټولنه یې اندېښمن او وارخطا کړي دي.

شي په وروستیو اونیو کې احتمالي «یرغلګرو» ته تند خبرداري صادر کړي، او د هر یرغلګر پر ضد یې د «نوي چین» د خوندي کولو لپاره د بیجینګ پوځي هوډ په اړه پټکې کړي.‌

شي د لړم په ۲مه په یوه وروستۍ وینا کې وویل چې د یرغل د مخنیوي لپاره په کار دی چې جنګ وشي او تاوتریخوالی باید په تاوتریخوالي سره ځواب شي.‌

هغه دا وینا د کوریا جګړې ته د چین د ورننوتلو د ۷۰مې کلیزې په مناسبت وکړه. دا لومړی ځل او تر اوسه پورې یواځینی ځل وو چې د چین او متحده ایالاتو ځواکونو سره مخامخ جګړه کړې وه.

دا عکس چې د تلې په ۲۹مه اخیستل شوی هغه سیلانیان ښیي چې په کینمین بندر کې، چې د تایوان د لومړۍ کرښې له ټاپوګانو څخه دی، وچې ته د ښکته کېدلو ضد خنډونو څخه لیدنه کوي. د چین بندري ښار لیرې په افق کې لیدل کیږي. [سام ییه/ای اېف پي]

دا عکس چې د تلې په ۲۹مه اخیستل شوی هغه سیلانیان ښیي چې په کینمین بندر کې، چې د تایوان د لومړۍ کرښې له ټاپوګانو څخه دی، وچې ته د ښکته کېدلو ضد خنډونو څخه لیدنه کوي. د چین بندري ښار لیرې په افق کې لیدل کیږي. [سام ییه/ای اېف پي]

د چین د اردو په سلګونو منسوبین د لړم په ۲مه د ولسمشر شي د وینا په ترڅ کې د همغږۍ ښودلو لپاره چکې وهي. [www.news.com]

د چین د اردو په سلګونو منسوبین د لړم په ۲مه د ولسمشر شي د وینا په ترڅ کې د همغږۍ ښودلو لپاره چکې وهي. [www.news.com]

دغه جنګ، چې تر یوه خونړي ولاړ حالت پورې وشو، په چین کې د یوې بریا،‌ د بیارغېدنې د یوې بېلګې او د یوه پرمختللي دښمن پر ضد د قوي روحیې په توګه ستایل کیږي.‌

شي په یوه اوږده وینا کې چې ډګه له وطنپالنې وه او د چینایي ځواکونو د اتلولۍ کیسې یې په کې وکړې، وویل، د ۱۹۵۰-۵۳ میلادي کالونو په شخړه کې «بریالیتوب» ښیي چې د زموږ ملت د هر هغه چا پر ضد درېدلو ته چمتو دی چې «د چین په دروازه کې ستونزې جوړوي».

شي چک چک وهونکیو ته وویل، «چینایان ستونزې نه جوړوي، نه هم موږ له هغوی څخه وېرېږو.»

نوموړي وویل، «موږ به هیڅکله هم داسې ونه کړو چې زموږ ملي استقلال ته زیان رسېږي او موږ ورته خړې سترګې ناست یو... موږ به هېڅکله هم هېڅ ځواک ته اجازه ورنه کړو چې د مورني وطن په مقدسه خاوره مو یرغل وکړي یا یې ووېشي.»

د بیجینګ له زیاتېدونکې لېوالتیا سره سره چې غواړي له خپلو ګاونډیانو سره په جنګ ونښلي، شي وویل، «د هژمونۍ یا تسلط لاره نیول یا بدمعاشي کول هېڅ ګټه نه لري.»

د جنګ روحیه راپارول

د چین رژیم په جنګ کې د هغه د پوځونو د داخلېدلو ۷۰مه کالیزه د داخلي مصرف او خپلو زبرځواکو سیالانو او ګاونډیانو ته د یوه خبرداري په توګه ولمانځله.‌

د چین دولتي رسنیو د کالیزې د اونۍ په ترڅ‌ کې د پروپاګند یا تبلیغاتو یوه څپه راپورته کړه، چې په کې هره ورځ د ماخستن د خبرونو پر وخت د چین له پخوانیو جنګیالیو سره چې په جنګ کې ژوندي پاتې شوي ول،‌ مرکې وړاندې کېدلې.‌

د «قربانۍ» په نامه یو اېکشن ترېلر، چې د چین د سیمنا درې غټو څېرو رهبري کړی وو او د چین د عسکرو یو کوچنی بانډ یې په داسې حال کې انځوراوه چې د جنګ په وروستیو ورځو کې یې د بهرني ځواکونو مخه نیولې وه، د لړم په ۲مه په ټول هېواد کې په سینماګانو کې خپور شو.‌

شنونکي وایي،‌ د جګړې د کلیزې په لړ کې دغه هیاهو د شي د ملت پالې هڅې برخه ده چې غواړي د یو وخت کمزوری چین د ادعاوو له مخې په نړۍ کې د هغه د تسلط اصلي ځای ته بیا ورسوي.

د اروپایي اتحادیې د امنیتي څېړنو په انسټیټیوټ کې د چین د چارو یوه شنونکي الیس ایکمان له دغې وینا څخه مخکې وویل، «په ټوله کې، شي د جګړې روحیه راپاروي.»

د تایوان په ټول تنګي کې،‌ د کینمین ټاپو په سواحلو کې د ټانکونو ضد خنډونه د دې قوي یادونه کوي چې تایوان د چین د یرغل تر پرله پسې ګواښ لاندې شپې ورځې تېروي او وېرېږي چې اوس یې تر منځ د جنګ پېښېدل په لسیزو کې تر ټولو لوړې نقطې ته رسېدلي دي.

ولسواک تایوان اوس دا زده کړي چې د بیجینګ د مستبدو رهبرانو له داسې ګواښونو سره چې دوې چمتو او لېوال دي ترڅو هغه ځای چې د خپل قلمرو برخه یې بولي، ونیسي، ژوند وکړي.

خو د پردې تر شا حالت داسې کچې ته رسېدلی دی چې له پامه د غورځولو نه دی ځکه چې اوس چینایي جیټ الوتکې د تایوان دفاعي زون ته په بې ساري توګه ور ننوځي او د خلکو ازادۍ پوځ داسې پروپاګند خپروي چې په ټاپو -- او ان په ګوام کې د متحده ایالاتو په اډو باندې د یرغل ښودنه کوي.‌

د تایوان پوهنتون د لومړي کال محصل وانګ جوی شینګ وویل، «چین تایوان ته په قهر دی او په ټول وحشت سره غواړي چې لاس په کار شي.»

د متحده ایالاتو پوځ د تلې په ۳۰مه اعلان وکړ چې هغوی موافقه کړې ترڅو له ۱ میلیارد ډالرو څخه په ډېر قېمت توغندي په تایوان وپلوري ترڅو له دغه هیواد سره مرسته وکړي چې د چین له یرغل څخه د ځان دفاع وکړي او د لړم په ۶مه یې د ۲.۴ میلیاردو ډالرو په قېمت د ۱۰۰ هارپون بندري دفاعي سیسمتونو خرڅلاو تایید کړ.‌

یو نړۍ وال بدمعاش

یو شمېر هېوادونه له کالونو راهیسې د چین رژیم ته د یوه ستراتیژیک ګواښ په سترګه ګوري، خو په وروستیو کې په ګرده نړۍ کې د بیجینګ نښتو او ښکېلتیاوو د خبرداري دغه درجه ډېره لوړه کړې ده.

د هانګ کانګ وروستي برتانوي حاکم کریس پتین د چنګاښ په ۱۸مه په یوه آنلاین بحث کې وویل، «له هندوستان څخه تر جاپان ... تر استرالیا تر کاناډا،‌ چینایان په ګرده نړۍ کې خپل زور چلوي.»

هغه په هانګ کانګ کې د چین له خوا د یوه وروستي جنجالي امنیتي قانون، چې د دغه ښار کورواکي او د ولسواکۍ دودونه یې پای ته ورسول، تحمیلولو ته په اشارې سره وویل، «څه چې په هانګ کانګ کې پېښ شوي دي د هغو کارونو د یوې پراخې لړۍ برخه ده چې د چین کمونست ګوند له دې حقیقت څخه ګټه پورته کړه چې مونږ ټول د کروناوایرس پر وړاندې په مجادله تمرکز کوو.»

د چین تجاوز تر ګاونډي هېواد هندوستان پورې رسېدلی دی

د غبرګولي په وروستیو کې، چینایي او هندي عسکرو په لدک سیمه کې سخت لاس په لاس جنګ وکړ چې په نتیجه کې یې ۲۰ تنه هندي عسکر ووژل شول. د چین رژیم په ور رسېدلو تلفاتو اعتراف وکړ خو شمېر یې ونه ښود.‌

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراګ سریوستاوا هغه مهال وویل، نښته له دې نه پيل شوه چې «چینایي لوري هڅه وکړه چې په سرحد کې موجود وضعیت په یو اړخیزه توګه بدل کړي.»

له هغه وخت راهیسې، دواړو هېوادونو په لسګونو زره اضافي عسکر یاد غرني سرحد ته لېږلي دي.

د وږي په نیمایي کې، په ۴۵ کالونو کې په لومړي ځل په سرحد باندې ډزې وشوې. دواړو لوریو یو پر بل د ډزو د پیلولو تورونه ولګول.

د چین په سینکیانګ سیمه کې، له یو میلیون څخه ډېر مسلمانان په کمپونو کې په خوار او زار حالت کې شپې ورځې سبا کوي، ځکه بیجینګ هڅه کوي چې دغه ټولنه په زور سره یو لاس کړي او د هغوی د اسلامي تاریخ ریښې له بېخه وباسي.

د لړم په ۶مه امریکایي سناتورانو یو پرېکړه لیک وړاندې کړ او دا یې څرګنده کړه چې د چین رژیم په سینکیانګ کې د اویغوریانو او نورو ترکي ژبو مسلمانو لږکیو پر ضد نسل وژنه کوي .

د استبداد پر وړاندې سپر

په منځنۍ اسیا کې، سیمه په یوه داسې جیوپولیټیک تحول کې ده چې روسي او چینایي رژیمونه په کې د نفوذ ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي.‌

خو د متحده ایالاتو اردو د تلې په ۲۹مه د داسې یوه نوښت اعلان وکړ چې له شریکو هېوادونو سره اتحادونه پياوړي کړي او د چین او روسیې د نړۍ وال نفوذ پر ضد د خپلو پوځونو د همغږي کولو لپاره نوې لارې چارې ومومي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر وویل، «چین او روسیه په چټکۍ سره خپل وسله وال پوځونه عصري کوي او له خپل زیاتېدونکي قوت څخه په استفادې سره نړۍ وال قانون تر پښو لاندې کوي، د هېوادونو له حاکمیت څخه سرغړونه کوي او د ځواک موازنه بدلوي.»

هغه وویل،‌ د جنوبي چین په سمندر کې د بیجینګ له خوا پارونې او له اوکراین سره د کریملېن جګړه «د نورو د حاکمیت تر پښو لاندې کولو او د هیوادونو او بنسټونو د پیوستون او استقامت د کمزوري کولو په برخه کې د هغوی ښکاره هڅې په ګوته کوي.»

ایسپر وویل، بیجینګ او مسکو د نفوذ تر لاسه کولو لپاره یوه مهمه وسیله چې مشارکتونه دي، نه لري.‌

هغه وویل، «ښایي چین او روسیه دواړه یوځای له لسو څخه کم متحدین ولري،» او زیاته یې کړه چې د هغوی غیرقانوني چلند به د هغوی احتمالي شریکان و ویروي.

هغه وویل، «د امریکا د متحدینو او شریکانو شبکه ... داسې یو فوق العاده امتیاز لري چې زموږ حریفان ورپسې نشي رسېدلی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500